Jul 24, 2021 14:16 Asia/Kabul
  • د لویدیځې اسیا بدلونونه

اسرائیل چي د نړیوالو قوانینو او په حقونو په ملنډي وهلو په تېره بیا د فلسطیني یانو په ځپلو شهرت لري، د نړۍ د هیوادونو څخه په جاسوسۍ کې هم تر ټلو مخکښ دی، د پګاسوس د جاسوسۍ سافټ وېر د ټلفونونو د هکولو په موخه کارول کیږي.

د پګاسوس د جاسوسی بدافزار په اړه راپورونه

د سوریې پرضد د صیهونیسټ رژیم بیا بیا حملې

او د عراق بدلونونه په تیره اونۍ کې د لویدیځې اسیا مهم بدلونونه وو چی د پروګرام په دوام کې پرې رڼا اچوو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

جاسوسی تل له نورو هیوادونو د معلوماتو د تر لاسه کولو او نفوذ یوه روده ده او هماغه راز له دغه غیر قانونی رودې استفاده کیږی .دغه روده د هیوادونو لپاره دومره د نه منلو وړ دې چی که متوجه شی د یوه هیواد ښاریز که رسمی مقام وی یا عادی ښاریز د بل هیواد لپاره جاسوسی کړی ده ، هغه لپاره درنده سزا په نظر کې ونیسی .

اسرائیل چي د نړیوالو قوانینو او په حقونو په ملنډي وهلو په تېره بیا د فلسطیني یانو په ځپلو شهرت لري، د نړۍ د هیوادونو څخه په جاسوسۍ کې هم تر ټلو مخکښ دی، د پګاسوس د جاسوسۍ سافټ وېر د ټلفونونو د هکولو په موخه کارول کیږي.

د دغه اسرائیلي سافټ په اړه راپورونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې خپاره شول، کله چي د اماراتي فعال احمد منصور ټلفون هک او وروسته ونیول شو. د رویټرز، واشنګټن پست، وال اسټریټ جورنال، ګارډین او الجزیري رسنیو ګډي څېړنې ښیي چي ۵۰ زره موبایل نمبرې منجمله د ځینو هیوادونو د مشرانو او د عربو چارواکو نمبرې د پګاسوس د سافټ وېر په مټ هک شوي دي. که څه هم د (ان اس او) اسرائیلی شرکت چي د پګاسوس سافټ وېر جوړونکی دی دغه راپور دروغ بولي، لیکن هغه څه چي یاد راپور ته اعتبار وربخښي دا دی چي دا صرف مطرح شوي ګمانونه نه دي بلکي د نړۍ د لویو رسنیو له لوري د ګډو تحقیقاتو پایلې دي.

بله مساله دا ده چي اسرائیل دغه سافټ وېر هغو هیوادونو ته هم ورکړي دي چي د دې منحوس رژیم سره ښکاره او پټي اړیکي پالي.  د یادو هیوادونو مشران هم په خپلو هیوادونو کې د سیاسي او مدني فعالینو د ځپلو په موخه د دې اسرائیلي سافټ ویر څخه کار اخلي.

اذربایجان، بحرین، پولنډ، هند، قزاقستان، مکسیکو، مراکش روانډا، سعودي عربستان او امارات د هغو هیوادونو په شمېر کې راځي چي د جاسوسۍ لپاره د دغه اسرائیلي سافټ وېر څخه په پراخه پیمانه کار اخلي.

د نړیوالو رسنیو د ګډو څېړنو له مخې د دغه اسرائیلی سافټ وېر په وسیله د عرب واکوالو او شاهي کورنیو په شمول له ۶۰۰ سیاسي مشرانو او چارواکو، ۸۵ د بشري حقونو له فعالینو، ۶۵ سوداګریزو مدیرانو او ۱۸۹ خبریالانو څخه جاسوسۍ تر سره شوي دي.

داسي ښکاري چي اسرائیل او هغه هیوادونه چي له دې سافټ وېر څخه کار اخلي د بشري حقونو سره د مقابلې په لړ کې ګډې موخي تعقیبوي، یعني له دې سافټ ویر څخه د بیان د ازادی، د رسنیو ، د مدني او سیاسي فعالینو د ځپلو  او د مخالفینو د له مینځه وړلو او د نورو هیوادونو په چارواکو د نفوذ او فشار د راستلو په لړ کې کار اخلي.

د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د هغو کسانو په شمېر کې راځي چي له پګاسوس اسرائیلی سافټ وېر څخه په پراخه پیمانه کار اخیستې ده، یو له مشهورو کسانو څخه چي د دې اسرائیلي سافټ وېر له لوري هدف ګرځېدلی دی د جمال خاشقجي مېرمنه ده چي خاوند یې په اسټانبول کې د عربستان په سفارت کې ووژل شو.

له خدیجه چنګیز څخه جاسوسۍ په داسي حال کې تر سره کیږي چي هغې د عربستان له لوري د خپل خاوند تر وژل کېدو وروسته د ال سعود د جنایتونو تعقیبونه کړې چي د امله یې عربستان له سختو فشارونو سره مخامخ شوی دی. د دغه راپور تر ټولو لرزوونکې برخه د نورو هیوادونو له مشرانو څخه د اسرائیلو جاسوسي ده، ګڼ شمېر عراقي چارواکې او مشران منجمله د عراق ولسمشر برهم صالح، لومړي وزیر مصطفی الکاظمي، جګپوری فوځي چارواکی علی الاعرجی، د عراق د ملی حکمت د جریان مشر سید عمار الحکیم او د فرانسي ولسمشر امانوئل ماکرون او ۱۵ فرانسوي چارواکي د پګاسوس په مټ د اسرائیلو د جاسوسۍ ښکار ګرځېدلي دي.

اسرائیل په داسي حال کې دا کار تر سره کوي چي د نړیوالو قوانینو له مخې د نورو هیوادونو له چارواکو څخه جاسوسي غیرقانوني ده او د نړیوالو حقونو سره په ټکر کې بلل کیږي، د اروپایي کمیسیون مشرې اورسلا فون درلاین د نورو هیوادونو له مشرانو څخه د اسرائیلو د جاسوسۍ په غبرګون کې وویل: دغه مساله د اروپا له ټولو قوانینو سره په ټکر کې دی او زموږ لپاره د منلو نه دی.

اوس له امریکا وروسته د اسراییلی جاسوسی سافټ وییر د جاسوسي له افشا کیدا وروسته د صیهونیسټ رژیم او عربستان او اماراتو لپاره د رسواۍ سبب شوی ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

صیهونیسټ رژیم تیره اونۍ څو ځله د لبنان د حاکمیت په خلاف ورزۍ سره په سوریې حمله وکړه . د روسیې رسمی خبری اژانس سانا د حلب په جنوب کې په یوه سیمه د صیهونیست رژیم د حملې خبر ورکړ  او ویې ویل د دغه هیواد دافع هوا د صیهونیست رژیم حمله دفع کړی ده .

داسرایلو دغې حملې د لبنان او سوریې له غبرګونونو سره مخامخ شوی دي . د لبنان د جبل او د حزب ا... د شمال سیمې قوماندانۍ د زیارت په ورځ په یوه بیانیه کې وویل د صیهونیست رژیم جنګی الوتکو یو ځل بیا د لبنان د حاکمیت خلاف ورزۍ وکړه  او زمونږ د حریم له لارې د سوریې په ټاټوبی بیا حمله وشوه ، هغه هم په داسې شرایطو کې چی نړیوالو سازمونونو ، د حاکمیت او خپلواکۍ ادعاکونکیو چوپتیا غوره کړی ده .

د سوریې خارجه وزارت هم د زیارت په ورځ په یوه بیانیه کې د صیهونیست رژیم په حملو غبرګون وښود ه او تینګار یې وکړ چی له خپلې خاورې ، ملت او حاکمیت به د دفاع لپاره له خپل حق استفاده وکړی . په دغه بیانیه کې راغلی دی د صیهونیستانو دوامداره حملې د سوریې پرضد دوامداره ستراتیجیکه جیوپولیټیک دسیسې اجرا کوی.

د سوریې خارجه وزارت په دغه بیانیه کې ټینګار وکړ د صیهونیست رژیم په وسیله  په سیمه کې  د ترهه ګرو کړنو دوام د امریکا او لویدیځو حکومتونو له ملاتړ پرته ممکن ندی . دغه حکومتونه هڅه کوی چی په حکومتی ترهه ګری او له ترهه ګرو په ملاتړ کې د دغه رژیم مسولیتونه پټ وساتی . د سوریې خارجه وزارت جوته کړی ده چی د نړیوالې ټولنې په وسیله د صیهونیست رژیم په جنایتونو سترګی پټول سبب کیږی چی دغه غړی د جبهه النصره ، داعش او ددغه رژیم د جرمونو شریک دي .

پر دې اساس هغو غبرګونو ته په پام سره چی ترسره شول ، باید ووایو چی صیهونیست رژیم له یوې خوا د نړیوالې ټولنې له چوپتیا په  سوریط د حملې لپاره استفاده کوی  او له بل پلوه  په شمالی او شمال ختیځو سیمو کې له ترهه ګرو د ملاتړ په هدف حملې ترسره کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د عراق سیاسی بدلونونه په لویدیځه اسیا کې د تیرې اونۍ  نور بدلونونه وو . تیره اونۍ د عراق د پارلیمانی انتخاباتو د بیاځنډیدا په اړه اوازې مطرح شوې . ټاکل شو ی ده پارلیمانی انتخابات د اکتوبر په ۱۰ نیټه ترسره شی ، خو د عراق په بیلا بیلو سیمو کې  د وروستیو اونیو ناامنۍ چی په سلګونو مړه او ژوبل یې درلودلی دي  ، سبب شوی د انتخاباتو دځنډیدا موضوع یو ځل بیا رسندوی شی چی دغه موضوع د عراق پ داخل کې له غبرګون سره مخامخ شوی  .

د عراق د لوړې اسلامی شورا مشر شیخ همام حمودی په یو لړ څرګندونو کې د پارلیمانی انتخاباتو د نه ترسره کیدا د خرابو پایلو په اړه په خبرداری سره ټینګار وکړ چی د انتخابات ترسره کیدا په ټاکل شوی وخت کې ضروری دي . د عراق د پارلیمان استازی شیخ عبدالامیر التعیبان هم وویل د عراق د وارمخکی پارلیمانی انتخاباتو ترسره کیدا وخت هر ډول ځنډول په دغه هیواد کی د ولسی ارادې پرضد د کودتا په معنا دی . هغه همداراز وویل د حکومت په جوړښت کې ځینې نفوذ لرونکی ډلې په دې پسې دي چی د هیواد په حکومتی څوکیو د ډیرې مودې لپاره پاتې شی . په همدې دلیل د ټاکنو د ځنډولو لپاره هڅه کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د عراق د تیرې اونۍ بله مهمه پیښه  امریکا ته د دغه هیواددخارجه وزیر فوادحسین سفر وو . ټاکل شوی ده د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمی هم روانه اونۍ واشنګټن ته سفر وکړی . د دغه سفر اصلی علت د بغداد او واشنګټن ترمینځ د سټراټیجیکو خبرو اترو د څلورم پړاو ترسره کول دي .

فواد حسین په واشنګټن کې وویل د عراق امنیتی عسکر هماغه راز د امریکا په وسیله د خپلو وسلو ، سنبالولو او روزلو ته اړتیا لري .

د امریکا د خارجه وزارت ویندوی ندپرایس هم واشنګټن ته د عراق د لومړی وزیر د سفر په اړه ددې خبرې په کولو سره چی سپینه ماڼۍ په لیوالتیا سره له مصطفی الکاظمی د هرکلی په تمه ده ، بغداد د واشنګټن شریک او له دغه هیواد سره خبرې اترې ستراتیجیکی وبللې . ندپرایس وویل کله چی په عراق کی د امریکا د پوځی شتون خبره کیږی ،  زمونږ د ګډې هڅې په توګه د داعش له پایداره ماتې ډاډ دې .

په عین حال کې د عراق د عصایب اهل الحق د سیاسی دفتر ویندوی محمود الرابیعی د دغو څرګندونو او په عراق کی د امریکایی عسکرو د پاتی کیدا لپاره د هڅې په اړه وویل په عراق کی د امریکا د پوځی شتون اصلی علت د وریښمو لارې غوڅول او له چین سره مقابله ده .

پای

 

ټیګونه