Aug 09, 2021 13:22 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې ځيني مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه وا لو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې دځينو مهمو بدلونونو په اړه له اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې  یوو،په پيل کې هم دځينو مهمو پيښو په باب یوه خلاصه او ورپسې هم د ځينی موردونو په اړه  تحلیلي برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، نو هیله ده  چې  د استفادې وړ مو ګرځي .

*/*/*/*په عمان سمندرکې د صهیونیسټ رژيم پر تیلی کشتۍمشکوکه حمله

*/*/*/*/

د لبنان په جنوب د اسرائيلی جنګي الوتکو بمباري

*/*/*/*/

 او   دتیریګرو صهیونیسټانو دبمباریو په غبرګون کې د مقاومت  له خوا د توغندیو باران ، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځينی مهم بدلونونه وو ، نو اوس مو هم رابولوو ، دځينو مودونو په باب  دتحلیلي برخې آوریدو ته .

************************

 خبری سرچینو  د جولائي په ۲۹نیټه راپور ورکړ چې  دمیرسر سټریټ په نامې سره د صهیونیسټي  رژيم پر یوې تیلي کشتۍ  دعمان سمندر په حدودو کې  دیوې بې پيلوټه الوتکې په وسیله حمله شوې ده ، چې له امله ئې  دکشتۍ  دوه تنه عمله چې یو ئې انګریز او بل ئې رومانیائي ښاریز ؤ  وژل شوي دي . دغه پيښه،سملاسي،د وحشي صهیونیسټي رژيم له خوا دایران داسلامی جمهرویت په ضد د رسندوئي فضا جوړونې او تورلګونې لپاره  په یوې زمینې بدله  شوه .

 داسرائيلو لومړی وزیر نتفالي بنټ  مدعی شو ،ایران  په مرسرسټریټ کشتۍ حمله کړې  او  ستره تیروتنه ئې کړې ده او ځواب به ئې  وویني . انګریز خارجه وزیر ډومنیک راب  هم  له صهیونیسټي چارواکو له ادعاګانو سره په یوه خوله کیدا سره  ایران  په کشتۍ د حملې تر شا وبالۀ. د امریکا خارجه وزیرآنتوني بلینکن هم  دیوې اعلامیې په خپرولو سره ایران  ددغې پیښې اصلي ګرَم وبالۀ او مدعي شو،په مرسر سټریټ کشتۍ په حملې کې به دایران اقدام  له ډله ایز ځواب سره مخامخ شي .

 ددغو ادعاګانو او څرګندونو په مقابل کې،په ملګروملتو کې د روسیې د نمایندګۍ مرستیال دیمیتري پولیانسکي  وئيلي دي،د تل ابیب او ځینو نورو هیوادونو له خوا وروستۍ ادعاګانې او اطلاعات دحدس اوګمان ترحده  او ضد ونقیض دي :

   دغه څرګندونې او ادعاګانې د ایران د اسلامی جمهوریت  دچارواکو له غبرګون سره مخ شوې او تهران دا د صهیونیسټ رژيم او ددغه دوکه باز رژیم د  امریکائي او اروپائي ملاتړو  تکراري سناریوګانې  وبللې . د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده په یوه ټولنیز پیغام کې دغه بیړناکې  څرګندونې ضد ونقیض او ناروا او بې توجیه بللي او ددې په ردولو سره ئې لیکلی دي،دا لومړنی ځل نه دی چې  بریتانیا دایران په ضد ددغو تورونو له مدرک درلودلو پرته  مطرح کوي . :::  

سعید خطیب زاده  په  خپل خبری کنفرانس کې د اسرائيلي تیلي کشتۍ باندې په حملې کې د ایران د لاس درلودلو  او دملګروملتو په امنیت شورا کې ددغې موضوع د مطرح کولو لپاره ددغه تیریګررژيم د هلوځلو په باب د صهیونیسټي رژيم او امریکا له خوا دمطرح شوو تورونو په هکله  ووئيل ، صهیونیسټان باید  پوهه شي ،پر نورو د دغو تورونو په تپلو سره دوی هیڅ نتیجه نشي ترلاسه کولی  او هرڅوک  چې  څه وکړي هغه به حتما ریبي .

 په مرسرسټریټ  کشتۍ باندې دایران دحملې  او  دسمندري قوانینو په خلاف ورزیو د  ایران دتورنو په باب  له کوم سند پرته ادعاګانې  په داسې شرائطو کې دي ، چې اساسا صهیونیسټ رژيم  له دوو کلونو هم په کمې مودې کې  څه د پاسه لس ځله هغه تجارتي کشتۍ چې زیاترو دسورئې  لپاره  سونګ وړل ، د سیمې په سمندرونو کې په نښه کړي دي .

په ملګروملتو کې دایران د اسلامی جمهوریت ددایمي نمایندګۍ  مرستیالې میرمن زهرا ارشادي  په دې باب وئيلي دي ،د جنورۍ په اولسمه نیټه د سورئې لومړي وزیر  ووئيل د سورئې په لور  په روانو اوو تیلي کشتیو حمله  شوې ده. د مارچ په یولسمه نیټه د اصلی بهیر رسندویو راپور ورکړ،اسرائیلو د سورئې په لور په تلونکو کابو لس کشتیو چې په تیلو بار وې ، حملې کړي دي. د اپریل په درویشتمه نیټه هم دسورئې په سواحلو کې په یوې تیلی کشتۍ د ډرون حمله شوې وه .دا دسیمې په سمندرونو کې د اسرائيلي رژيم  دبې ثباته کونکي او بلاجوړونکي یوازې څو مثالونه دي .

 یو بل هغه اقدام چې د اسرائیلو نیواکګر رژيم کړی،د لبنان د جنوب په سرحدي او نیواکي سیمو باندې  دچارشنبې  او پنجشنبې ورځو  کې حملې وې.  دصهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو د ۲۰۰۶کال له جنګه او د ملګروملتو د امنیت شورا د ۱۷۰۱پریکړه لیک پنځلس کاله وروسته د لبنان په جنوب  حمله وکړه .د لبنان په جنوب کې له هستوګنو خالي سیمو باندې حمله  شوې  او په دغو حملو کې کومې مرګ ژوبلې نه دي اوښتي،خو د لبنان دحزب ا...مقاومتي ځواک  سملاسي غبرګون ئې په ځان پسې درلودلی دی څو دحملې په مقابل کې حمله  په چټکۍ سره او په هماغو لومړنیو شیبو کې اجرائي شي::

      داسې ښکاري  دایران  او دسیمې د مقاومت په ضد  فضا جوړونې ،  له هرڅه زیات د قدس دتورې د دولس ورځني جنګ په اړخونو په تیره بیا د مقاومت په مقابل کې دقدرت دانډول په ګډوډیدا د صهیونیسټ رژيم دلالهاندۍ له امله دي .دغه رژيم  له یوه پلوه ایران په جنګ ګواښي او له بل پلوه  دلبنان په جنوب کې له اوسیدونکو پرته په خالي سیمو باندې بمبارۍ کوي.دغه  اقدامات  ددې ښودنه کوي،چې  صهیونیسټ رژيم د ایران په داخل کې د قدرت  په منتقلیدا، دسیمې دمقاومت ددفاعي موقعیّت په پیاوړتیا  او همداراز په نیواکي ټاټوبو کې  دننه  په سیاسی ګډوډیو  باندې  له  سربدالۍ او  ویرې سره مخامخ شوی  دی .

              د صهیونیسټي رژيم  د اقداماتو څارل ښئ چې دغه رژيم پخپلو محاسباتو کې نوي جنګ ته  د واردیدا دتوان په نه درلودلو ښه پوه دی . دغې محاسبې ته په پام سره،الاخبار ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي دي ،تل ابیب ،د سیمې د مقاومتي ډلو له خوا د غبرګونونو په لړۍ باندې ویریږي ،خو سیمه، په دغو اقداماتو سره د یوه  داسې امنیتی تاؤتریخوالي په لور ځي چې د اسرائيلو  لپاره ئې د احتمالاتو او نتیجو مشخص کول ګران دي او  واشنګټن هم  ددغه شان وضعیّت پلوي نه دی :

یوه بله موضوع  هم دا ده چې صهیونیسټ رژيم پخپلو محاسبو ښه پوه شوی دی ، خو  دلبنان د مقاومت د چلندپه اټکل کولو کې بې وسه دی،ځکه چې تمه ئې درلوده ، د لبنان  مقاومت به د حنوبی سرحدي سیمو په ضد په حملې   غبرګون ونه ښئ . داپه داسې حال کې دي چې د لبنان مقاومت دتیرې د جمعې په ورځې  په شبعا کرهڼيزو مځکو کې  داسرائیلو دنیواکګر رژيم پر مورچلو ۱۲۲ملی میټري لسګونو توغندي ویتشي دي.د صهیونیسټ رژيم  ۱۳ ټيلوییژني چینل  راپور ورکړی ، چې د لبنان له جنوبه  د الجلیل اعلی سیمې په لور ۲۱توغندي ویشتل شوي دي .

Image Caption

 

Image Caption

 

        صهیونیسټي رسندوئې؛اسرائیل هیوم؛راپور ورکړی،یوځل  بیا د اسرائیلو امنیتی اورګان ، پخپل اټکل کې تیروتی دی ، ځکه دوي اټکل کړی ؤ چې  حزب ا...  به، په لبنان د اسرائيلو په حملې کوم غبرګون ونه ښئ . دوي مخکې هم وئیلي وو ، چې  حماس غورځنګ به دالاقصي جومات په پيښو کوم غبرګون ونه ښئ ::صهیونیسټي رسندویو  دغه راز وئيلي دي  چې د حزب ا... ولسی غورځنګ غبرګون د اسرائيلي  امنیتی اورګانونو لپاره ټر ډيره حده غافلګیر کونکی ؤ . دغو رسندویو  له حزب ا... غورځنګ سره  دنیغ په نیغه له مخامخیدا دصهیونیسټي  رژيم د لومړي وزیر نفتالی بنټ د ویرې او د هغه د کابینې په نسکوریدا  د ډریدا خبر ورکړی دی .

د  هاآرتص ورځپاڼې د یوه امنیتی چارو شناندي عاموس هرئیل هم د توغندیو د شړل کیدا  په اټکل کې ددغه رژيم دپوځي اطلاعاتو په بې وسۍ هم سختې نیوکې وکړې او وې وئيل ، هغه درست تفسیرونه چې  د اسرائيلو پوځ  ئې د خپل کړچار په باب وړاندې کوي ، دمنلو وړ نه دي :: دغه پوځي شناندي روښانه کړې ده ، په حقیقت کې  حزب ا...د یوې اعلامیې په خپرولو سره  د صهیونیسټ رژيم  له  هرډول ګواښ سره په مقابلې دلبنا ند مقاومت پر ژمنتیا ټینګار کړی دی .::: یدیعوت آحارانوت  ورځپاڼې خبریال لیکلي دي ، د حزب ا...په وسیله په  الجلیل اعلی سیمې باندې د توغندوي حملې د مسئولّیت په غاړه اخستل ، د اسرائیلو د لومړي وزیر نفتالي بنټ  په وړاندې لومړنی حقیقي امتحان  دی .

 په عین حال کې المیادین ټيلیویژني چینل راپور ورکړی،د صهیونیسټ رژيم  پوځ وئیلي دي،د جنګ په لور تلل او ډغره وهل  دمونږ په ګټه نه دي او هڅه کوو چې لبنان  د نښتې په کرښې یا لاین بدل نشي .

********************

خوږودوستانو په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې دځینو مهمو بدلونونو په باب  داونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل  پروګرام پورې مو په نیاؤمن  خداي سپارو ، نو سرلوړي ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه