Aug 23, 2021 16:02 Asia/Kabul
  • لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې

د سونګو د کړکیچ او لبنان ته د ایران د سونګو د لیږلو د موضوع په شمول د دغه هیواد بدلونونه، د سوریې د نوي حکومت د کار پیلول او هم داشان په مختلفو هیوادونو په تیره بیا عراق کښې د په بشپړ امنیت سره د حضرت امام حسین علیه السلام او د کربلا د پیښې د عزادارۍ د مراسمو ترسره کیدل د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ مهمې پیښې وې او په دوام کښې یې په اړه شننه او څیړنه کوو.

په لبنان کښې تیره اونۍ هم مهمې پیښې رامینځته شوې. وړومبۍ د تیرې اونۍ د اتوار په سهار د سونګو یو ټانکر د لبنان د شمال د عکار سیمې په تلیل نومي ښارګي کښې وچاودیده. د التلیل ښاروال وویل، دا چاودنه هغه مهال وشوه چې خلک د پټرولو د ترلاسه کولو لپاره د پيښې په ځاې کښې راغونډ شوي وو او یو کس لایټر بل کړ چې له امله یې د پټرولو ټانکر وچاودیده. په دغې پیښې کښې ۲۸ تنه مړه او کابو ۷۰ نور زخمي شوي دي.

په لبنان کښې د سونګو مسئله په خلکو باندې د دباؤ د زیاتیدو او هم داشان د ولسي مظاهرو لامل شوې ده. په دغه هیواد کښې د پټرولو او ډیزلو ډیر پمپونه، یو شمیر روغتونونه او حتی نانوایان هم بند شول او خلکو هم په دې حالت باندې په اعتراض کښې په ځلونو مظاهرې وکړې.

د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصر الله د تیرې اونۍ د شورو په شپه په یوه وینا کښې د کومو خاصو کسانو له نوم اخیستو پرته ایشوا کړه چې د لبنان ځیني سیاسي مشران د هیواد د سونګو په کړکیچ کښې لاس لري او د سونګو د ذخیره کونکو د اقداماتو په پټولو کښې شریک دي.

د حزب الله مشر سوریې ته د سونګو د قاچاق په هکله د حزب الله او سوریې خلاف د مارچ د ۱۴ په لویدیځپال بهیر پورې د اړوندو ځینو رسنیو او شخصیتونو د چټي تورونو په هکله هم وویل: ځیني د سونګو په پټولو او ذخیره کولو سترګې پټوي او د قاچاق په موضوع تمرکز کوي چې سوریې او د هغې ملګري تورن کړي. هر څوک چې فکر کوي چې حزب الله سوریې ته د سونګو د قاچاق ملاتړی دی، هغه په غلطه دی.

*/*/*/*/*/*/*/*

سیدحسن نصرالله تیره پنجشنبه هم د حسیني عاشورا پ مناسبت خپله وینا کښې وویل چې له سونګو ډکې کشتۍ له ایرانه د لبنان په لور روانې شوې دي هغه ټینګار وکړ چې ایراني کشتۍ د لبنان په لور د راروانیدو له وخته د دې هیواد د خاورې برخه ګڼله کیږي. د حزب الله عمومي منشي په دې خبرې سره په حقیقت کښې هغو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې ښايي پر دغو تیلي کشتیو د حملې نیت ولري ځکه چې د سید حسن نصر الله لپاره د لبنان د خلکو د ستونزو کمول، په حزبي او شخصي نظر باندې ترجیح لري.

په داسې حال کښې چې د ایران د اسلامي جمهوریت دا اقدام په لبنان کښې د سونګو کړکیچ کمولی شي، د المستقبل جریان مشر سعد الحریري په نهو پرله پسې ټویټونو کښې د ایران په دې اقدام باندې اعتراض وکړ. الحریري په دوام کښې ادعا وکړه: حزب الله چې پوهیږي چې د لبنان د سونګو کړکیچ د سوریې د نظام د خدمت لپاره د قصدي قاچاق له امله دی. ترټولو اغیزناک حالت دا دی چې له ایرانه د تیلو په ترلاسه کولو سره په لبنانیانو باندې د احسان کولو پر ځاې دې قاچاق بند شي. هغه په خپلو نهو ټویټونو په پاې کښې د ایران له خوا د سونګو د کشتۍ قبلول د دوزخ په لور یوه ګړندۍ لاره وبلله.

د الحریري ادعا په داسې حالاتو کښې ده چې هغه له ۲۰۱۶ کال نه د ۲۰۱۹ تر دسمبر میاشتې پورې د لبنان وزیراعظم و او د ۲۰۲۰ کال له اکتوبر څخه ورته د نوې کابینې د جوړولو دنده وسپارله شوه او پس له نهو میاشتو د قدرت د انحصار غوښتنې له امله د کابینې په جوړولو بریالی نه شو او له ماموریته یې ډډه وکړه. الحریري په عین حال کښې مدعي شو چې لبنان یو داسې حکومت ته سخت ضرورت لري چې د وروڼو او دوستانو ملاتړ ولري. داسې ښکاري چې له وروڼو او ملګرو د الحریري مقصد د عربستان او اماراتو په شان هیوادونه وي چې نه یوازې یې د سونګو د کړکیچ په شمول د لبنان د اقتصادي بحران په کمولو کښې هیڅ مرسته ونه کړه بلکې د دغه هیواد د سیاسي ثبات او د کابینې د جوړولو په لاره کښې یې هم ډیر خنډونه اچولي دي.

*/*/*/*/*/*/*/*

د حسین عرنوس په مشرۍ د سوریې د نوې کابینې غړو د تیر خالي په ورځ د غه هیواد د ولسمشر بشار الاسد په شتون کښې لوړه وکړه. د سوریې د ولسمشرۍ انتخابات د روان کال د مۍ میاشتې په ۲۷ نیټه ترسره شول او بشاراسد وتوانیده چې د څه باندې ۹۵ فیصده رایو په ترلاسه کولو سره یوځل بیا د سوریې د ولسمشر په توګه غوره شي او د راتلونکو ۷ کلونو لپاره د هیواد د چارو کنټرول په لاس کښې ولري.

بشارالاسد د آګست په اوله نیټه یوځل بیا انجنیئیر حسین عرنوس ته د کابینې د جوړولو دنده وسپارله او هغه لس ورځې پس په دیرشو وزیرانو سره خپله کابینه معرفي کړه. بشارالاسد د آګست په لسمه نیټه د یو حکم په صادرولو سره د حسین عرنوس په وزیراعظمۍ د هغه د دیرشو وزیرانو په غړیتوب سره د هیواد نوې کابینه تایید کړه چې ۲۷ وزیران یې د سوریې د تیرې کابینې غړي دي کومه چې حسین عرنوس د تیر میلادي کال په جون کښې جوړه کړې وه.

د نوې کابینې د لوړې په دستورو کښې بشارالاسد د سوریې د حکومت د اوسنیو وړومبیتونو په توګه د کاري فرصتونو د رامینځته کیدو یادونه وکړه. هغه وویل: زمونږ اوسنې وړومبیتوب تولید او د کاري فرصتونو رامینځته کول دي. پخوا د امنیت د ټینګیدو بحث د تولید د بهیر د پیلیدو لپاره اهمیت درلود خو نن سبا په تیره بیا د ترهګرو له سپیره شتونه د سوریې د خاورې د سترې برخې له آزادولو وروسته د ثبات د دوام په موخه تولید ډیر اهمیت لري.

د بشارالاسد دغه نظرڅرګندونه د دغه هیواد حقیقتونه ته د پاملرنې له امله ده. سوریه په تیرې یوې لسیزې کښې له ترهګرو سره په جنګ کښې ښکیله وه چې د دغې جګړې له امله د هیواد تقریباً ۸۵ فیصده بیخ بیناوې له مینځه تلې دي. دغه هیواد په عین حال کښې د امریکې او اروپايي اتحادیې له بندیزونو سره هم مخامخ دی او د جنګ او بندیزونو یوځاې کیدل سبب شول چې د سوریې اقتصاد مخ په زوال لاړ شي او د دغه هیواد د پيسو د ارزښت په کمیدو او د ګرانۍ او بیکارۍ په زیاتیدو سره د خلکو معیشتي حالات خراب شي. په دې وجه د ترهګرو له فعالیته د رامینځته شویو امنیتي ګواښونو په کمیدو سره د سوریې د نوي حکومت وړومبیتوب اقتصاد دی.

*/*/*/*/*/

د تیرې اونۍ یوه بله مهمه پیښه د عراق په شمول د سیمې په هیوادونو کښې د دریم معصوم امام حضرت حسین علیه السلام او د هغوي د باوفا ملګرو د شهادت په مناسبت د عزادارۍ او ماتم د دستورو ترسره کیدل وو. د کربلا د والي مرستیال جاسم الفتلاوي د تیرې جمعې په شپه وویل چې کربلا د عاشورا په ورځ (تیره پنجشنبه) د پنځو زرو بهرنیو زیارتوالو په شمول د کابو ۶ میلیونو زیارتوالو کوربنه وه او دغه مراسم په بشپړ امنیت کښې ترسره شول.

د نجف والي لؤي الیاسري هم د تیرې پنجشبې په مازیګر په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د نجف اشرف په مرکز، د دغه ولایت په ولسوالیو او کلیو کښې هم د محرم الحرام د وړومبیو لسو ورځو د عزادارۍ مراسم د سلو موکبونو په برخه اخیستو سره ترسره شول. هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې د نجف ولایت د امنیت په تامینولو کښې د عراق د وسله والو ځواکونو له مختلفو ارګانونو څخه له ۲۳ زرو ډیرو ځواکونو شتون درلود، زیاته کړه: د حسیني تاسوعا او عاشورا مراسم په بشپړ امنیت کښې ترسره شول.

بل ټکی دا چې د حسیني تاسوعا او عاشورا د مراسمو د امنیت په ټینګښت کښې حشد الشعبي ځواک هم مهم رول درلود. د عراق د ولسي مبارزانو دغه سازمان له مخکښې نه ویلي وو چې د دوي څه باندې اووه زره غړي به د عاشورا د مراسمو په ځانګړې امنیتي طرحه کښې شتون ولري.

پر عراق سربیره د لبنان، یمن او بحرین په شان عربو هیوادونو کښې هم د محرم د عزادارۍ دستورې ترسره شوې. په بحریم کښې د آل خلیفه د نظام له تشدد سره سره د دغه هیواد شیعه مسلمانانو د ویر او ماتم دستورې ترسره کړې. په یمن کښې خلکو په صنعا، صعده او الحدیه ښارونو کښې د پرتمنې عزدارۍ په کولو سره د نیواکګرانو له شتونه د دغه هیواد د آزادیدو غوښتنه وکړه.

یمني مظاهره چیانو د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې تیره پنجشنبه چې د عاشورا ورځ وه، په سیمه کښې د امریکې له سیاستونو سره په مخالفت کښې او د خپل هیواد د آزادۍ لپاره یې یولړ شعارونه ورکړل. هغوي د امریکايي او اسرائيلي شیانو د بایکاټ په موخه پلی کارډونه او درلودل.

*/*/*/*/*/