Nov 01, 2021 11:35 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه مو ومنئ د خدای په فضل د فصلت د مبارکې سورې تر دېرشمو ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شو.  په ننني پروګرام کې غواړو دغه سورې ته دوام ورکړو او د فصلت سورې  له یو دېرشم تر شپږ دېرشمو ایتونو پورې درته وړاندې کړو. نو ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راګرځوو د دغه سورې د یو دېرشم او دوه دېرشم ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«نَحْنُ أَوْلِیَاؤُکُمْ فِی الْحَیَاةِ الدُّنْیَا وَفِی الْآخِرَةِ وَلَکُمْ فِیهَا مَا تَشْتَهِی أَنفُسُکُمْ وَلَکُمْ فِیهَا مَا تَدَّعُونَ»، «نُزُلًا مِّنْ غَفُورٍ رَّحِیمٍ»  

مونږ ستاسو دوستان یو په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې (هم) او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه (نعمتونه) شته چې ستاسو نفسونه يې خوښوي او ستاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه څه دي چې تاسو يې غواړئ

په داسې حال كې چې د ډېر بخښونكي، بې حده رحم كوونكي له جانبه مېلمستیا ده

د تېرو ایتونو په دوام کې چې  د واقعي مومنانو په زړه د الهي پرښتو د نازلېدلو خبر یې ورکاوه، دا ایتونه فرمایي: هغوي نه یوازې په دنیا کې  د مومنانو روحي ملګري او ملاتړي دي بلکې په اخرت کې به هم ورسره د وفادارو ملګرو په شان ملګرتیا او دوستي کوي او د جنت لاره به ورښیي.

په دنیا کې پرښتې هغوي مومنانو ته چې د مقاومت او ټینګتیا خاوندان دي، پر باطل د حق د بریالیتوب خبر زیری ورکوي. په اخرت کې هم هغوي  په جنت کې پراخ الهي دسترخوان ته بلي. هلته به هر هغه نعمتونه چې انسانان یې وغواړي ، له مخکې به هغوي ته برابر وي. نه یوازې مادي نعمتونه بلکې که کوم روحاني او معنوي خوندونه یې خوښ وي، هغه به یې هم په لاس کې وي.

 دا له دې امله ده چې په دنیا کې د مومنانو یوه دنده دا وه چې  خپل نفس کنټرول کړي او  په سرکښو نفساني خواهشاتو او خوندونو پسې لاړ نه شي. ځکه چې د هغوي د تباهۍ سبب کېدل. خو په اخرت کې خدای تعالی دغه ټول محرومیتونه او پابندۍ جبرانوي او هر څه چې د هغوي زړه وغواړي ورعطا کوي یې. ځکه چې جنت د فساد او تباهۍ ځای نه دی. هغوي  به  د لوی خدای تل پاتې مېلمانه وي. داسې مېلمستیا چې کوربه یې بخښونکی خدای دی او مېلمانه یې پاک او جنتي انسانان دي.

درسونه :

۱: که په دنیا کې ټینګ او مقاوم مومنان کم دوستان لري، خو پرښتې د هغوي اسماني دوستان دي چې په دنیا اواخرت کې دهغوي مرسته او ملګرتیا کوي.

۲: جنتي خوندونه،یوازې په مادي او جسماني خوندونو کې نه رالنډیږي، بلکې هر څه چې د انسان لپاره د خوند او مزې سبب کیږي په جنت کې به موجود وي. څرګنده د چې د جنتیانو په نزد، د معنوي خوندونو او خوښیو مقام  تر مادي خوندونو کم نه دی.

 ۳:  له جنتیانو سره د خدای چلند، د رحمت او مغفرت په اساس دی او دا پر هغوي د پالونکي د بې پایانه مهربانۍ او بخشش ښودونکی دی.

اوس هم د فصلت سورې درې دیرشم ایت ته پام وکړئ:

«وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّـهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِی مِنَ الْمُسْلِمِینَ»

 او د خبرې په لحاظ له هغه چا نه څوك ډېر ښه دى چې الله ته بلنه كوي او نېك عمل كوي او وايي چې بېشكه زه له مسلمانانو ځنې یم؟

د هغو کسانو په هکله چې خلک به یې د پېغمبرانو د خبرو او د قران د ایتونو له اورېدلو منعې کول او نه یې پرېښوده چې د حق خبره د خلکو غوږونو ته ورسیږي، دا ایت فرمایي:  ځینې کسان په خپلو نیکو کارونو او خبرو سره خلک د خدای لور ته بلي. هغوي وایي چې مسلمانان دي او په خپل مسلمانوالي ویاړي.

 د دغه  ایت په اساس، د هیچا خبره د هغه کس تر خبرې ښه نه ده چې خلک د خدای او د توحید د منادیانو او بلونکو لور ته بلي؛ هم هغه کسان چې په خپلو ښو کارونو سره په خپل زباني تبلیغ ټینګار او تایید کوي. البته یوازې دا نه ده کافي چې انسان حق وپېژني او پرې عمل وکړي، بلکې باید نور هم د خدای لور ته وبلي او په عمل کې وښیي چې  د خدای امر ته تسلیم دی او  په خپل ژوند کې د هغه په اوامرو عمل کوي.

 په دې مساله کې لازمه ده چې ځینې کسان په تخصصي ډول د دین د پېژندلو او د  حق دین د آیین د تبلیغ او خپراوي هڅه وکړي. دغه کسان دیني عالمان او مبلغان دي چې دنده یې د دین له پولو دفاع او د خدای د بندګانو له زړنو د شک او دوه زړه والي د اثارو توږل دي.

 البته، دهغوي اقدام د نورو له اوږو مسوولیت نه سپکوي. په حقیقت کې هر کس دنده لري چې د خپل وس مطابق، نور د خدای دین ته وبلي او د توحیدي دین د پېژندلو او خپرولو هڅه وکړي.

درسونه :

۱:  تر ټولو ښه خبره د خدای لور ته د خلکو بلل دي. البته د هغه کس خبره چې په خپله د عمل خاوند وي او په عمل کې وښي چې د خدای امر ته تسلیم دی.

۲: د اذان ویل، د خدای لور ته د بللو یو ساده او عام مصداق دی.

۳:  باید په مسلمانوالي او د خدای په وړاندې په تسلیموالي ویاړ وکړو او د مخالفانو د سپکاوي او مسخره کولو په وړاندې  په کمزورۍ ،سستۍ او ویرې اخته نه شو.

 اوس د فصلت سورې د څلور دېرشم او پينځه دېرشم ایتونو تلاوت ته پام وکړئ.

«وَلَا تَسْتَوِی الْحَسَنَةُ وَلَا السَّیِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِی بَیْنَکَ وَبَیْنَهُ عَدَاوَةٌ کَأَنَّهُ وَلِیٌّ حَمِیمٌ»، «وَمَا یُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِینَ صَبَرُوا وَمَا یُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِیمٍ»

 او نېكي او بدي هیڅكله سره نه برابرېږي. ته په هغې طریقې سره جواب وركوه چې تر ټولو ښه وي، نو ناڅاپه به هغه كس چې ستا او د هغه په مینځ كې دښمني وي، داسې شي ګویا چې هغه ستا ډېر مهربان دوست دى

او دا (خصلت) نه وركول كېږي مګر هغو كسانو ته چې صبر كوي او دا نه وركول كېږي مګر د ډېرې لويې برخې والا ته

 د حق مخالفان  بد ویلو، تور لګولو، مسخره کولو او ډول ډول فشارونو او ګواښونو ته مخه کوي. نو نېغې لارې ته د مخالفانو د بللو لپاره باید  د زغم او صبر له روحیې کار واخلو. له همدې امله خدای تعالی په دغو ایتونو کې فرمایي: که څه هم هغوي  له تا سره د مخالفت لپاره له غلطو رودو استفاده کوي خو تاسو حق نه لرئ له هغوي سره هماغه شان سلوک وکړئ. تاسو باید د حق په اساس عمل وکړئ او هیڅکله  بدۍ ته په بدۍ او سپکې سره ځواب ورنه کړئ. باید ستاسو طریقه د مینې او نرمښت په اساس وي. نو د هغوي تندې او ناروا خبرې ته  په ښه طریقه او په نرم او منطقي خبرو سره ځواب ورکړئ. طبیعي ده چې د دغه کړچار په دوام سره به په نورو کې هم باطني بدلون راشي، کینې او دښمنې به کمې شي او هغوی له به تاسو سره دوستۍ ته ګروهمن شي. 

د خدای د رسول او اهل بیتو د تبلیغ طریقه او ژوند، د قراني تعلیماتو په اساس وه. نو هغوي همېشه له خپلو مخالفانو سره داسې چلند کاوه چې هغوی به له خبلو  خبرو شرمنده کېدل. لکه څنګه چې د مکې د فتحې په قصه کې، ځینې مسلمانانو  د انتقام چغه پورته کوله، خو د خدای رسول د عمومي عفوې اعلان وکړ. د پېغمبر دغه په زړه پورې او حېرانوونکي سلوک هغوي ډېر زیات متاثره کړل.

درسونه:

۱: د خدای د دین لور ته د خلکو د بلنې یوه عملي بېلګه دا ده چې دهغوي بدیو ته په نېکۍ  او په ښه چلند سره ځواب ورکړو.

۲:  له دښمن سره د جنګ په ډګر کې، ورته چلند صحیح کار دی، خو په ټولنیزو اړیکو کې، انتقام او ورته مقابله، د بې صبرۍ نښه ده.  ورته مقابله په ټولنه کې کړکیچونو د زیاتېدو سبب کیږي.

۳: د نورو د ناروا خبرو او کړنو په وړاندې صبر کول، دې ته اړتیا لري چې انسان کافي ایمان او ښه اخلاق ولري.

اوس د فصلت سورې د شپږ دېرشم ایت تلاوت ته پام وکړئ:

«وَإِمَّا یَنزَغَنَّکَ مِنَ الشَّیْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّـهِ  إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ»

 او كه خامخا تا ته د شیطان له  لوري څه وسوسه راشي، نو الله ته پناه یوسه، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

 باید ووایو چې شېطان په مختلفو طریقو سره انسان وسوسه کوي.   یو مصداق یې دا دی چې شېطام همېشه  په خلکو کې د کینې او دښمنۍ په جوړولو پسې وي او د خلکو په مینځ کې له سولې او مینې کړیږي. نو خدای تعالی په دې ایت کې پېغمبر او ټولو مومنانو ته فرمایي: کله مو چې د خدای دین ته د خلکو د بلنې په لاره کې  د خلکو سختې او ناروا خبرې وزغملې او په مینه او محبت سره مو له هغوي سره خبرې وکړې، شېطان صفته کسان داسې القا کوي چې باید د مخالفانو د خبرو په وړاندې صبر ونه کړو او ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو. خیال کوئ چې دغه شان القائات شېطاني دي  که څه هم د ځینو دوستانو له خولې وي.

نو هیڅکله په دغه شان خبرو  غوږ مه ګروئ. هدف ته د رسېدلو لپاره چې د خلکو هدایت دی، خپل نفس تر پښو لاندې کړئ او دهغوي په ناروا خبرو د غصه کېدو په ځای، په ورین تندي او نرمې ژبې سره له خلکو سره چلند وکړئ. ځان خدای ته وسپارئ، د هغه د مهربانۍ سیوري ته پناه یوسئ او پرې باور وکړئ ځکه چې هغه اورېدونکی او پوه دی.  

 درسونه:

۱: د نورو د بدو کارونو غچ اخستل، له شیطاني القائاتو څخه دي. او  په نرمۍ او ارام سره د نورو د کارونو ځواب ، له الهي سپارښتنو ګڼل کیږي.

۲:  هرڅوک چې انسان  بدو کارونو ته وسوسه کړي، شېطان دی  که څه هم د انسان په جامه کې وي.

۳:  د شېطان له وسوسې د ژغورنې درمل،  د خدای در ته پنا وړل او توبه کول دي.