Nov 01, 2021 15:20 Asia/Kabul

  ګلونو اورېدونکو سلامونه مو ومنئ، دا دی  یو ځل بیا د قران له پلوشو سره ستاسو په خدمت کې یوو. د خدای په فضل په تېره برخه کې د فصلت د مبارکې سورې تر څلوېښتم ایته رسېدلې وو، په نننۍ برخه کې به له یو څلوېښتم تر څلورڅلوېښتم ایتونو پورې تلاوت او ژباړه درته وړاندې شي.  په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. په سر کې مو پام غواړو د فصلت سورې د یو څلوېښتم او دوه څلوېښتم ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«إِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا بِالذِّکْرِ لَمَّا جَاءَهُمْ  وَإِنَّهُ لَکِتَابٌ عَزِیزٌ»، «لَّا یَأْتِیهِ الْبَاطِلُ مِن بَیْنِ یَدَیْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ  تَنزِیلٌ مِّنْ حَکِیمٍ حَمِیدٍ»

بېشكه هغه كسان چې د ذكر (قرآن)   كافران شوي دي، كله چې (دا ذكر) دوى ته راغى، په دې حال كې چې یقینًا دغه (ذكر) خامخا ډېر قوي كتاب دى

باطل ده ته نه د ده له مخې څخه راتلى شي او نه د ده له شا نه، د ډېر حكمت والا، ښه ستايل شوي (الله) له جانبه رالېږل شوى دى

په تېره برخه کې د هغو کسانو خبره وشوه چې په خپل غولوونکو خبرو  او د دین په تحریفولو سره هڅه کوړي خلک بې لارې کړي او  له دین او قرانه د هغوي د تېښتې لارې برابرې کړي. دا ایتونه فرمایي:  دا قران د تذکر لپاره نازل شوی دی چې انسانان د غفلت له خوبه پاڅوي او پاک خدایي فطرت ته یې ستانه کړي.

خو افسوس چې ځینې کسان د دغه کتاب انکار او کفر کوي او دیني حقایق نه مني. په داسې حال کې چې  هغوي په خپل انکار سره نه شي کولی د دغه اسماني کتاب ارزښت کم کړي.  په داسې حال کې چې د خدای کتاب تل پاتې او نه ماتېدونکی دی؛ داسې کتاب دی چې منطق یې روښانه، استدلالونه یې پیاوړي او تعلیمات یې ژور دي.

ایتونه د قران د نور عظمت په هکله فرمایي چې دا کتاب د  هغه خدای له لورې نازل شوی چې  ټول کارونه یې د حکمت له مخې او په ډېر کمال او سموالي کې دي. طبیعي ده چې  کوم کتاب د حکیم خدای له لورې نازل شوی وي، نه پکې له مخکې او نه له ورسته  باطله خبره ورننوتلی شي.  په ایتونو کې یې کوم تناقض نه لیدل کیږي،  قوانین او معارف یې خطا نه لري او د تحریفوونکو لاس نه ورورسیږي. پر دې سربېره هیڅوک یې د حقایقو د باطلولو طاقت نه لري؛ په راتلونکي کې هم علمي اکتشافات او پرمختګونه هغې ته کوم تاوان نه شي رسولی.

درسونه:

۱: په نننۍ کړکیچنې دنیا کې  له غفلت او ګمراهۍ د بچ کېدو لپاره باید د قران تلاوت وکړو چې د حقایقو د تذکر او یادولو سبب دی.

۲: قران د خپل راتلونکي خبر ورکوي. په ډاګه اعلانوي چې هیڅ تاوان او ګوزار ورته نه رسیږي، تحریفیږي نه، او هیڅکله ورته باطل لاره نه مومي.

۳: د قران په خلاف ډول ډول توطئې  کارنده نه دي. نو دښمنان چې هر څومره هڅه وکړي قران له ټولنې نه شي څنګته کولی.

 ۴: دې ته په پام سره چې قران د الهي حکمت او علم یوه جلوه ده، سم او حکیمانه دی او د  اسلام د دین لپاره یو پیاوړی بنیاد دی.

 اوس د فصلت سورې درې څلوېښتم او څلورڅلوېښتم ایت ته غوږ شئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«مَّا یُقَالُ لَکَ إِلَّا مَا قَدْ قِیلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبْلِکَ  إِنَّ رَبَّکَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِیمٍ»، «وَلَوْ جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا أَعْجَمِیًّا لَّقَالُوا لَوْلَا فُصِّلَتْ آیَاتُهُ  أَأَعْجَمِیٌّ وَعَرَبِیٌّ  قُلْ هُوَ لِلَّذِینَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ  وَالَّذِینَ لَا یُؤْمِنُونَ فِی آذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَیْهِمْ عَمًى  أُولَـئِکَ یُنَادَوْنَ مِن مَّکَانٍ بَعِیدٍ»

تا ته نه ویل كېږي مګر هغه خبرې چې یقینًا له تا نه مخكې رسولانو ته ويل شوي دي، بېشكه ستا رب خامخا د مغفرت والا او د ډېر دردوونكي عذاب والا دى

او كه مونږ دا (كتاب) عجمې قرآن ګرځولى وى، (نو) دوى به ضرور ویلى چې ولې د ده ایتونه واضح نه دي بیان شوي، ایا (كتاب) عجمي دى او (نبي يې) عربي دى، ته (دوى ته) ووایه: دغه (قرآن) د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى؛ هدایت او شفا دى او هغه كسان چې ایمان نه راوړي ؛ د هغوى په غوږونو كې دروندوالى دى، په داسې حال كې چې دغه (قرآن) په دوى ړوندوالى دى. دغه خلق (كفار ګویاكې داسې) دي چې  ورته له ډېر لرې ځایه اواز كولى شي.

 د تېرو ایتونو په دوام کې چې د دین د مخالفانو انکار ته پکې  اشاره وشوه، دا ایتونه فرمایي:  هغوی نه یوازې له قران سره مقابله کوله  بلکې د اسلام په پېغمبر پورې به یې هم ناروا خبرې تړلې او ورته به یې جادوګر  شاعر او لیونی ویل. خدای تعالی پېغمبر ته په خطاب کې فرمایي: تېر پېغمبران هم له دغه ډول ناروا تورونو سره مخامخ وو او له داسې کسانو سره ښکېل وو. نو د هغوي د خبرو پروا مه کوه او په صبر او زغم سره خپل رسالت او دنده پرمخ بیایه.

طبیعي ده چې خدای تعالی  په جاهلو او هغو کسانو چې ګرم نه دي، د بخښښ او عفوې خاوند دی.  خو کوم کسان چې عمدا او له قصده په پېغمبر تورونه تړوي او له قران او الهي پېغمبر سره مقابلې ته پاڅي، په سخته سزا اخته کیږي.

 یوه پلمه چې د اسلام د پېغمبر ځینو مخالفانو راوړله  دا وه چې ولې ستا کتاب زمونږ په ژبه دی؟ که ته پېغمبر یې نو باید معجزه دې دا وي چې له عربۍ پرته په بله ژبه  په تا کتاب نازل شي چې مونږ دې ومنو چې ګني د خدای پېغمبر یې.

 خدای تعالی د دغه ډلې د پلمو په ځواب  کې فرمایي: که قران مو په غېر عربي ژبه نازل کړی واي بیا به دوي پلمه کوله چې مونږ خو عرب ژبې یوو  او د دغه کتاب ایتونه صفا او روښانه نه دي او مونږ پرې نه پوهیږو. نو اوس چې په عربۍ ژبه دی او پرې پوهیږئ، ولې  په چټي او بېهوده خبر او په شورماشور سره خلک د هغه له اورېدلو منعې کوئ.

ایتونه په دوام کې فرمایي:  قران د هغو کسانو لپاره چې ایمان یې راوړی د هدایت او شفا سبب دی. د هغې هدف  په دنیا او اخرت کې  د پاک او پاکیزه ژوند په لور ستاسو هدایتول دي؛ غواړي زړونو ته مو شفا ورکړي او اخلاقي ککړتیاوې درځنې پاکې کړي چې انساني کمال ته ورسیږئ. خو افسوس چې ځینې کسان نه غواړي حق وونیي او یا یې واوري ته وا هغوي رڼې سترګې او روغ غوږونه نه لري او ړانده کاڼه دي.  که  د ایمان او حق غوښتنې په روحیې سره د قران  لور ته راغلې وای، د قران د نوراني ایتونو په رڼا کې به هدایت شوې وو او  اخلاقي او اروایي ناروغۍ به یې ښې شوې وې. خو ته وا هغوي ړانده او کاڼه کسان دي چې  له لرې ځایه ورته غږ کوې خو هغوي یې نه اوري.

درسونه:

۱:  د دین مشران او مبلغان، باید د مخالفانو د بد رد ویلو او ناروا خبرو د اورېدلو زغم ولري.

۲:  هم دخدای بخښښ  او هم یې سزا د حکمت له مخې ده او هر یو په خپل ځای د نېک چارو د هڅولو او د بد چارو د سزا کولو سبب ده که څه هم د خدای رحمت د هغه تر غضبه مخکې دی.

۳:  د دښمنانو پلمه جوړول پای نه لري، مسلمانان چې هر څنګه عمل وکړي، بیا هم دښمنان په هغوي کې د عېبونو د لټولو او  چیچلو هڅه کوي.

۴: قران د هدایت کتاب دی، قران در وحي اخلاقي او ټولنیزو ناروغیو علاج دی. البته د هغو کسانو لپاره چې غواړي د دې له هدایته ګټه پورته کړي او خپلې سترګې او غوږونه پرې بند نه کړي.