تاریخ پانه
نن د خالي ورځ، یا شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۱۲ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له پینځلسمې نیټی سره برابره ده.
۸۰۰ کاله وړاندې د ۶۴۳سپوږمیز کال د جمادی الثانی په ۱۲مه نېټه د اوومې سپوږمیزې پېړۍ مشهورفقیه، لغت پیژاندی او مفسر ((ابوالحسن علی بن عبدالصمد شافعی)) وفات شو.
هغه د مصر په سخا سیمه کې وزږید او له همدې امله پر سخاوی مشهور شو.
هغه د خپل علم د بشپړولو لپاره، شام ته ولاړ او په دمشق کې میشت شو.
په تجوید، اصول دین او حدیث کې ډېر کتابونه د سخاوی د برکت ناک عمر پایله ده چې ((جواهر)) ا و((سفر السعاده)) کتابونو ته یې اشاره کولای شوو.
۱۸۳ کاله پخوا، د اتلس سوه نهه دیرشم میلادی کال د جنورۍ په پینځلسمه نیټه، سلواډور د مرکزی آمریکا د اتحادیې له ړنګیدو وروسته په رسمی ډول خپله خپلواکی اعلان کړه، خو له خپلواکۍ اعلانولو یوه پیړۍ وروسته یې هم ثبات او آرامښت ونه لیده.
سلواډور چې کلونه کلونه د اسپانیا تر نیواک لاندې ؤ، په اتلس سوه یویشتم میلادی کال کښې خپلواکی ترلاسه کړه او په اتلس سوه څلورویشتم میلادی کال کښې د مرکزی آمریکا د اتحادیې غړی شو او بالاخره د دغه اتحادیې له ړنګیدو وروسته،په پوره ډول خپلواکه شو.
د ویلو ده، سلواډور هیواد په نولس سوه یو دیرشم میلادی کال کښې په نړیوالو بازارونو کښې د قهوې د بیې د غورځیدو په دلیل له ستر اقتصادی کړکیچ سره مخامخ شو.
ګډو وډو اقتصادی حالاتو د سلواډور د خلکو سخت اعتراضونه راوپارول او د هرنانډز مارټینز د دیکتاتورۍ پرضد ولسی او د محصلینو بلواوې پیل شوې .
په سلواډور کښې له دغو پاڅونونو وروسته،کورنۍ جنګونه سخت شول او زیات خلک یې ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شول.
سلواډور یویشت زره مربع کیلومټره په پراختیا سره په مرکزی آمریکا کښې پروت دی او له هونډورس او ګواتمالا سره ګاونډی هیواد دی.
۲۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه اویایم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د ایران یو مبارز عالم آیت ا... محمد علی حقی سرابی وفات شو. هغه په دیارلس سوه اووم هجری لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې له تبریز سره نږدې په سراب ښار کښې وزیږید او له مقدماتی زده کړو وروسته د دینی علومو د د زده کړې لپاره تبریز ته ولاړ. آیت ا... حقی شپاړس کلن ؤ چې دخپلې پوهې د لا زیاتولو لپاره قم ته او وروسته په عراق کښې نجف اشرف ته ولاړ او د دغو دوو علمیه حوزو له پوهانو څخه یې استفاده وکړه. هغه قم ته له ستانیدا وروسته زده کړې ته له دوام سربیره د اسلامی علومو زده کولو ته مخه کړه. دغه بزرګواره عالم په دیارلس سوه پینځه پنځوسم لمریز کال کښې د قم له علمیه حوزې تهران ته راغئ او د امام حسین د مهم جومات امامت یې پر غاړه واخیست. د انقلابی غورځنګونو له پیلیتوب سره آیت ا... حقی دغه جومات د اسلامی انقلاب د پرمختګ لپاره پر کلک مرکز بدل کړ او د انقلاب له بریالیتوب وروسته یې دغې رودې ته دوام ورکړ. هغه د خلکو له لوری د خبرګانو د جرګې مشرۍ او د اسلامی شورا د جرګې استازیتوب ته غوره شو. د هغه له آثارو څخه کولائ شو، (فقه استدلالی)، (تفسیر چهار جزء قرآن کریم) او په بیلا بیلو موضوګانو کښې د علمی رسالو ټولګۍ ته اشاره وکړو.
۲۱ کاله مخکې د۲۰۰۱میلادي کال د جنورۍ په ۱۵ نیټه
په انټرنیټ کې ویکیپډیا خپل کار پیل کړ. د دغه انسائیکلو پیډیا ایجادولو هدف دعمومی مشارکت په رودې سره د خلکو د اطلاعاتو پراخیدل او پوهول ذکر شوي په دا معنی چې هر څوک کولای شي چې د ویکیپډیا د متنونو په لیکلو او سمولو کې ونډه واخلي . دغه انټرنیټي دایرة المعارف په مختلفو ژبو کې په میلیونونو مطلبونه لري چې یو ترټولو زیات لیدل شوی انسائیکلوپیډیا او تر ټولو زیات کتل شوی انټرنیټي ویپ پاڼه ده .
سره له دې د ویکیپډیا په لیکنو کې لاسوهنه او د لیکل شویو مطلبونه په اړه د وګړو وړتیاوته په پام سره موضوعات سبب شوې چې د هغه علمي ا عتبار کم شي . همدارنګه له دې سره سره چې د ویکیپډیا چلونکي مدعي دي چې بې پلویتوب کوي خو معمولا د ویکیپډیا مقالې د امریکا او صهیونسټي رژیم له سیاستونو سره غږمله او جانبدارانه محتوی لري . ویکیپډیا د امریکا په فلوریډا ایالت کې ده او دغه انسائیکلوپیډیا ځان د امریکا د قوانینو تابع ګڼي .