Jan 22, 2022 16:37 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ، یا ۴ شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د څلورمې خور د میاشتې له ۱۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له نولسمې نیټی سره برابره ده.

۱۰۲۲  کاله پخوا د ۴۲۱قمری کال دجمادی الثانی په شپاړسمه نیټه

دتاریخی قولونو په اساس،دآندلس یو مشهورکاتب او شاعر ابن دراج قسطلی وفات شو .

ابن قسطلی چې په ۳۴۷قمری کال کې زیږیدلی ؤ ،د جنوبی آسپانیا آندلس یو لوی شاعر ؤ او د څلورمې پیړئ په پای او د پنځمې قمری پیړۍ په پیل کې ئې دعربی شعرونو په لوړاوی کې غوره رول درلود. هغه په آندلس کې په عربی شعر کې د ماډرن سټایل راپنځونکی ؤ، او د هغه اشعار ،پر ادبی ا وهنری ارزښت سربیره ، د اسپانیا د هغه وخت دپیښو په باب یوه باؤری سرچینه هم حسابیږی .

۲۸۶ کاله مخکې د۱۷۳۶ میلادي کال د جنورۍ په ۱۹ نیټه انګلسي انجینیر او ایجادونکۍ جیمزواټ وزیږید . هغه د علمي مسائیلو په هکله مطالعې او څیړنې ته ډیره دلچسپي درلوده . جیمزواټ د خپلو څیړنو په لړ کې بریالی شوچې د بړاس ځواک کشف کړي. او په دې توګه په صنعت او په ځانګرې توګه په  مځکنۍ اوسمندري  ټرانسپورټ کې انقلاب رامینځ ته کړي . لوکوموټیفونه او دبړاس کښتۍ د دغه اکشافاتو لاسته راوړنې دي. جیمزواټ په ۱۸۱۹ میلادي کال کې مړ شو.

۴۳  کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه، د ایران مسلمانو خلکو په خپل ایمان او اتحاد سره د شاه رژیم د ترټولو وروستی پاتی یعنی د شاه پور بختیار د حکومت په خلاف په یو ستر لاریون کښې ګډون وکړ. لاریون کونکو د باچاهۍ د غیر قانونی والی د اعلام او د شاه رژیم د څنګته کولو او په ایران کښې د اسلامی جمهوریت د جوړونې غوښتنه وکړه. په همدې ورځ حضرت امام خمینی (رح) په پاریس کښې د ایران ملت ته په پیغام کښې وفرمایل: زه به انشاء ا... ډیر زر له تاسو سره یو ځائ شم او ستاسو په خدمت کښې به وم او ستاسو په همت او مېړانې سره به مشکلات ختم کړم او د ټولو طبقو په یو قدم او یو اواز سره به د ایران د خپلواکۍ او ازادۍ په لاره کښې کوشش وکړم.

 

او له ننه ۱۲  کاله پخوا، د دوه زره لسم میلادی کال د جنورۍ په نولسمه نیټه، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یو قوماندان محمود المبحوح د عرب اماراتو په دبۍ ښار کښې شهید کړائ شو. هغه د صهیونیسټ رژیم د جاسوسی تنظیم موساد د یو شمیر مامورانو په لاس چې د څو اروپایی هیوادونو په جعلی پاسپورټونو سره دوبۍ ته داخل شوی وو په هوټل کښې شهید کړ.

المبحوح په نولس سوه شپیتم میلادی کال کښې د غزې د تړانګې په جبالیا کیمپ کښې په یوې فلسطینی مذهبی کورنۍ کښې وزیږید. هغه د میکینک انجنیئرنګ په څانګه کښې فارغ التحصیل شو او له څو ژبو سره یې اشنایی درلوده. شهید المبحوح د حماس د پوځی څانګې عزالدین القسام د کنډکونو له جوړونکو څخه ؤ او په ځلونو یې د خپلې وژلې لپاره د صهیونیسټ رژیم هڅې ناکامه کړې. د محمود المبحوح له شهادته څو میاشتې وروسته صهیونیسټ رژیم په څرګنده د دغه اقدام په ترسره کولو اعتراف وکړ او د دغه قتل مسئولیت یې په غاړه واخیست.

دغه جنایت وښودله چې د صهیونیسټ رژیم حکومتی ترهه ګر د لویدیځوحکومتونوپه ملاتړ سره په نورو هیوادونو کښې هم د فلسطینی مبارزانو له وژلو څخه ډډه نه کوی.