Jan 27, 2022 11:35 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

دوستانو نن جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې دمیاشتې اتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ قمری کال د جمادي الثانی له ۲۵ او د ۲۰۲۱کال دجنورۍ له اوه ویشتمې نیټې سره سمون خوری

۱۳۴  کاله پخوا، د دیارلس سوه نهم هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د میرزای بزرګ شیرازی لخوا د تماکو د بندیز حکم لغو شو. د ستر شیعه عالم شیخ مرتضی انصاری له رحلته وروسته د شیعیانو د روحانیت شاګردانو او سترو عالمانو میرزای شیرازی د شیعیانو د تقلید د مرجع په توګه معرفی کړ. د هغه د ژوند یوه ترټولو ستره برخه له انګریز استعمار او د تماکو د امتیاز له ورکولو سره مبارزه ده. میرزای شیرازی ناصر الدین قاجارته د پیغام په لیږلو سره هغه ته د تماکو د انحصار د امتیاز له مفاسدو څخه خبردارۍ ورکړ. خو د هغه له نصیحته ډکو خبرو پر باچا څه اغیز ونکړ. بالاخره میرزای بزرګ د دښمنانو له شر څخه د اسلام او مسلمانانو د ژغورنې او د ایران د ساتنې لپاره د تماکو د بندیز په اړه خپله تاریخی فتوا په دا ډول صادره کړه.

( نن د تماکو او توتون استعمال له امام زمان (ع) سره د جنګ په حکم دئ.) مسلمانو خلکو له دغې فتوې څخه له خبریدا وروسته د تماکو د خرڅولو دوکانونه وتړل او ټول چلمونه یې راغونډ کړل. د وخت حکومت له دغې شرعی فتوې سره په مبارزې لاس پورې کړ او بالاخره له عمومی غورځنګ سره د خلکو د غږملتیا په وجه ناصر الدین شاه تسلیم کیدو ته مجبور شو او د تماکو د امتیاز تړون یې لغو کړ.

 

۴۳ کاله وړاندې د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې دمیاشتې په اتمه نیټه

دپاچا تالی څټی لومړی وزیر شاه پور بختیار اعلان وکړ له حضرت امام خمینی سره دلیدو لپاره به پاریس ته لاړشی . خو حضرت امام خمینی ددغه دوکه ورکونکی او دروغجن اقدام په مقابل کې وفرمائیل :، هغه څه چې ذکر شوې ، چې شاه پور بختیار دصدراعظمۍ په څوکۍ منم ، دروغ دی ،بلکې تر څو چې ئې استعفی نه وی ورکړی،هغه نه منم .همداراز په دغه ورځ دتهران ولس دحضرت امام خمینی د تود هرکلی په پرتمین او ولولناک ډول دترسره کولو په باب دغږملتیا او همفکرۍ لپاره دتهران دمهرآباد هوائی ډګر په شاوخوا کې سره غونډ شول .

 

 

۴۳ کاله پخوا د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې دمیاشتې په اتمه

دپاچائی رژیم دلومړی وزیر شاه پور بختیار په حکم سره په پوځ کې له دربارسره اړونده تالی څټو په تهران کې دخلکو عامه وژله وکړه . په دغې ورځې ، په درست هیواد کې په خونړیواعتراضونو اومظاهرو کې په لسګونو کسان شهیدان اوټپیان شول . دتهران ولس هم په داسې حال کې چې دتهران پوهنتون په جومات کې پرلتۍ وهونکو روحانیونو سره دیوځای کیدا لپاره دتهران پوهنتون په لور خوځیدلی وو ، دژاندارمرئ یا ګارډز دودانۍ له بّره پوړونو ورباندې پولیسو یرغلونه وکړل او دتهران ښار داخ وډب او نښټو په ډګر بدل شو .. دغه خوځښت پراخ نړیوال انعکاس وموند او ځینو خبری آژانسونو ، دا پیښه د وږی دمیاشتې د اولسمې نیټې وژلې ته ورته وبلله . په دغې ورځې کې دپام وړ ټکی دخلکو غږملتیا او یوه خوله کیدا وه ځکه چې د وژلو له پیلیدا یوازې یو ساعت وروسته دروغتونونو لارې او پوړونه دخلکو له خوا دوینې او نورو روغتونی شیانو له ډالۍ کونکو ډک شول .

 

۴۲ کاله مخکې د ۱۳۵۸لمریز کال د سلواغې دمیاشتې په اتمه

یو نامتو پوه او ادیب استاد محمد فراهتی وفات شو . استاد محمد فراهتی په ۱۲۹۳لمریز کال کې په یوې عالمې او روحانی کورنۍ کې زیږیدلی ؤ او دخپل نیکه بزرګوارآیت ا....حاج صدرالعلماکاشانی په خاصو پاملرنو کې وروزل شو او داسلام له خدمت او دقرآن کریم د دودولو او بیانولو له یوه عمر وروسته د ۱۳۵۸لمریز کال د سلواغې دمیاشتې په اتمه نیټه ئې له نړۍ سترګې پټې کړې .

 

او له ننه ۹  کاله پخوا د ۱۳۹۱ لمریز کال دسلواغې په اتمه نیټه

دایران اسلامی جمهوریت پخپلو لومړنیو فضائی څیړنو په دوام کې ژوندی موجود له یوه توغندی سره یو ځای فضا ته ولیږه . دغه ژوندی موجود یوه بیزو وه چې په سلامتیا سره بیرته مځکې ته راستنه کړائ شوه . دغې بریالۍ آزموینې یو ځل بیا دامریکا اودهغې دمتحدانو دظالمانه بندیزونو د خورا سختو شرائطو داعمالیدو په وخت دایران داسلامی جمهوریت فضائی بریالیتوبونه دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړل .