Jan 30, 2022 10:57 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

دوستانو نن اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې دمیاشتې لسمه نيټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمری کال دجمادی الثانی یا څلورمې خور ۲۷ او د ۲۰۲۲کال دجنورۍ دیرشمه نیټه ده .

۱۳۲۷ کاله پخوا، د پریمانو روایاتو په اساس، د یو سلو شپاړسم هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، د اهلبیتو له امامانو څخه د پینځم امام حضرت امام محمد باقر (ع) زوئ حضرت علی ابن محمد (ع) شهید شو. حضرت علی بن محمد (ع) په یو سلو دیارلسم هجری قمری کال کښې د اسلام د دین د تبلیغ او د مومنانو مذهبی احساساتو ته د ځواب ورکولو لپاره په ایران کښې کاشان ښار ته راغئ او تر درو کلونو د اسلام د تبلیغ او د خلقو په هدایتولو بوخت ؤ . هغه حضرت به په یو سلو څوارلسم هجری قمری کال کښې د هشام په دسیسه د خپل قدرمن پلار له شهادته مخکې د خپل پلار لپاره مدینې ته لیکونه لیږل او پکښې به یې خپل او د شیعیانو حالات بیانول. د امام دغه قدرمن زوئ د اسلام د مبین دین له تبلیغه درې کاله وروسته په یو سلو شپاړسم هجری قمری کال کښې د خپل نیکه حضرت امام حسین (ع) په شان د اهلبیتو علیهم السلام د دښمنانو او مخالفانو په لاس له یو نابرابر جنګ وروسته له خپلو کابو سلو ملګرو سره په شهادت ورسید او د اهلبیتو علیهم السلام مینه والو هغه په مشهد اردهال کښې د خپل شهادت په ځائ کښې خاورو ته وسپاره. د امام د دغه قدرمن زوئ د دفن ځائ د خدائ د ګران رسول (ص) د اهلبیتو علیهم السلام د مینه والو د زیارت لپاره په یو ښکلی مکان بدل شوئ دی.

۱۰۵۲ کاله پخوا، د ځینو روایاتو په اساس، د درې سوه یو نوېم هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، یو مشهور شیعه شاعر حسن بن احمد بن حجاج وفات شو. په ابن حجاج مشهور حسین بن احمد بن حجاج یو فاضل او ماهر ادیب ؤ چې د څلورمې هجری قمری پیړۍ له پوهانو سید مرتضی او سید رضی سره یې په یو وخت ژوند کاوه. هغه د رسالت د اهل بیت علیهم السلام له پلویانو شاعرانو او د دین دښمنانو یو سخت دښمن ؤ او په هر مورد کښې یې زیات شعرونه ویلی دی. مشهوره ده چې د سید رضی په خوب کښې، ابن حجاج د اهل بیت علیهم السلام لخوا د اهل بیتو د شاعر په توګه مطرح شوئ ده. د ابن حجاج له آثارو کولائ شو، د هغه په لسو ټوکو کښې دیوان ته اشاره وکړو چې د نړۍ په بیلا بیلو لرغون کورونو کښې ساتل کیږی. هغه د کوفې او بغداد په مینځ کښې په یو ځائ کښې وفات شو او د ابن حجاج د وصیت په مطابق، د امام موسی کاظم (ع) د پښو خوا ته خاورو ته وسپارل شو.

 

۱۱۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه ویشتم هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، محمد علی شاه قاجار د روس په سفارتخانې کښې پناه واخیسته. د ایران په مختلفو سیمو کښې د مشروطه انقلاب د اور په زیاتیدو سره د مشروطه غوښتونکو لخوا د تهران د فتحې لپاره یو غورځنګ رامینځته شو او د هغو بریا یې ځان پسې راوړله. په هغه نښته کښې چې له تهران سره نزدې د محمد علی شاه قاجار د قواو او د ازادی غوښتونکو ترمینځ رامنځته شوه، حکومتی ځواکونو ماتې وخوړه او بریالیتوب د دیارلس سوه اووه ویشتم هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په څلوریشتمه نیټه تهران ته مخه کړه. دغې نښتې په تهران کښې دوام وموند او بالاخره تهران د مشروطه غواړو لخوا ونیول شو. په دغه وخت کښې محمد علی شاه چې ځان یې د ازادی غوښتونکو په وړاندې بې وسه ولید نو د جمادی الثانی په اووه ویشتمه نیټه یې د روس سفارتخانې ته پناه یوړه او روسی لیاخوف هم د تهران فاتحانو ته تسلیم شو. د هم هغې ورځ په ماسپښین په یوې فاق العاده غونډه کښې محمد علی شاه له باچائۍ څنګته شو او خپل یوولس کلن زوئ احمد میرزا یې د باچا په توګه معرفی کړ. له دې امله چې احمد شاه ماشوم ؤ د هغه د باچائۍ نیابت د قاجارو د قبیلې یو زوړ مشر عضد الملک ته وسپارل شو او په دغه ډول د وړوکی استبداد پړاؤ چې کابو دیارلس میاشتې اوږد ؤ، ختم شو.

 

۸۸ کاله وړاندې د ۱۹۳۴کال دجنورۍ په دیرشمه نیټه

دجرمنی دتوکمپال دیکتاتور آډولف هیټلر دواکوالۍ پړاؤ پیل شو . نیشنل سوشلیسټ ګوند چې هیټلر تاسیس کړی ؤ ،د ۱۹۳۰کال په انتخاباتو کې ئې دجرمنی دپارلیمان یا :رایشتک : یوسل اوه څوکۍ وګټلې. هغه له صدراعظمۍ او وروسته په ۱۹۳۴ کال کې دجرمنی له ولسمشرئ ته له رسیدو وروسته ځان ددغه هیواد رهبر ونوماوه او د :ایس ایس : په نامه دیوې امنیتی ادارې او دیوې ستر شکنجه ځای په جوړولوسره خپل مخالفان داجباری کار کیمپونوته ولیږول . هیټلر په میلیونونوخلک د خپلو توکمپالو موخو قربانی کړل . هغه په ۱۹۳۹ کال کې په ستمبر کې په پولینډ کې د ډنټزیک دلان په نیولو سره ، د دوهم نړیوال جنګ پیلونکی ؤ چې بلاخره دجرمنی او د دغه هیواد متحدانو دماتې لامل شو . هیټلر له دغې ماتې وروسته په ۱۹۴۵کال کې خودکشی وکړه .

 

 

۷۴  کاله مخکې د ۱۹۴۸کال دجنورۍ په دیرشمه نیټه

دهندوستان دخپلواکۍ بنسټګر او ددغه هیواد ملی رهبر مهاتما ګاندی دیوه تعصبی هندو په لاس ترور شو . ګاندی په ۱۸۶۹کال کې زیږیدلی ؤ او له انګلستانه دحقوقو په څانګې کې فارغ التحصیل ؤ او تر یوې مودې پورې هم په جنوبی افریقا کې دمبارزو هندیانو رهبری ئې په غاړه درلوده. هغه دانګریز استعمار ګر له حکومت سره په مبارزې کې دهند دوروسته پاتې ولس درهبرۍ په ویاړ په ::مهاتما : یعنی په ستر روح لرونکی مشهور شو. ګاندی په ۱۹۲۲کال کې د مر یا خپلواکۍ دشعار دمطرح کیدا په خاطر ،په شپږ کاله بند محکوم شو او له آزادۍ وروسته ئې په هندوستان کې دانګریز استکبار په ضد دمنفی مبارزې مشری وکړه . دمسلمانانو او هندوانو ترمینځ داختلافاتو دختمولو لپاره له هلو ځلو سره یوځای دګاندی دغه عمل ،په هند کې انګریز استعمار پرتابوت سخت ګوزار وکړ . هندوستان بلاخره د ۱۹۴۷کال په اګست کې دګاندی په رهبرۍ خپلواکه شو.دهغه له آثارو څخه دهغه پخپل قلم : دګاندی دژوند شرحه: او له حقیقته د ما دتجروبو کیسه نومې کتابونو ته اشاره کولی شو

 

۴۳ کاله مخکې د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې دمیاشتې په لسمه نیټه

دتهران پوهنتون په جومات کې دروحانیونو په پرلتۍ وهلو پسې فرهنګیانو او استاذانو او دټولنې نورو پرګنو هم له هغوی سره یوځای کیدا سره پیوستون اعلان کړ . په داسې حال کې چې دپرلتۍ وهونکو شمیر شیبو په شیبو په زیاتیدا ؤ ،بلاخر ه دپاچا رژیم تالی څټی لومړی وزیر شاپوربختیار مجبوره شو څو ایران ته دحضرت امام خمینی له راتلو سره موافقه وکړی . وروسته دحضرت امام خمینی دهرکلی کمیټۍ اعلان وکړ چې حضرت امام خمینی به دسلواغې دمیاشتې په دولسمه نیټه سهار نهه بجې تهران ته راورسیږی . له بلې خوادتهران دهوائی ډګر په پرانیستل کیدا سره دامریکا پوځی الوتکو له ایرانه دامریکایانو ویستل هم پیل کړل .

 

او له ننه  ۳۷  کاله وړاندې د ۱۳۶۳لمریز کال دسلواغې په لسمه نیټه

امریکا له اسلامی ایران سره دجنګ په اوج کې عراق ته د ۴۷میلیون ډالری پور ورکولو سره موافقه وکړه . امریکا دجنګ په اوږدو کې ، په ځلونو له عراقه دخپلو تسلیحاتی اوتبلیغاتی ملاتړونو سره، دبعث رژیم ته په روحیه ورکولوکې هڅه کوله .داسلامی ایران په ضد دامریکا اقدامات، دعراقیانو په دریځونو کې دایرانی ځواک دپرمختګونون له زیاتیدو او دعراق له ماتو سره په یووخت زیات پراخ شول . امریکا دجنګ په اوږدو کې په ځلونو هغه پټ اطلاعات چې دجاسوسی آوزارونو په وسیله ئې دایران له سټراټیژیکو مرکزونو ترلاسه کول ، دعراق واکولانو ته ورکول او بعثی رژیم ئې دایران په حیاتی اواقتصادی تاسیساتو حملو ته لمساوه . امریکا له ۱۳۶۱ کاله تر ۱۳۶۶لمریز کلونو پورې په کلونوکې ئې په عراق د توغندوی او کیمیائی وسلو دتولید په زمینې کې ډیر پرمختللی او ګران بیّه کمپیوټرې ،حساسې آلې الیکټرانیکی تجهیزات او ډول ډول ماشینونه خرڅ کړل چې ټول ارزښت ئې کابو یو نیم میلیارډ ډالره کیده .دجنګ په اوږدو کې امریکائی شرکتونو دعراق دوخت حکومت ته داسې ټیکنالوجی ورکړې وه چې دغه هیواد دکیمیائی او میکروبی وسلو پشمول دځینو نورو مرګونو وسلو دجوړولو وړتیاوې ترلاسه کړې وې .