Jan 31, 2022 15:26 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د ګل ورځ، یا دوشنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۲۸ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له یو دیرشمې نیټی سره برابره ده.

۸۵۳  کاله پخوا، د پینځه سوه نوېم هجری قمری کال د جمادی الثانی په اته ویشتمه نیټه، په امام القراء مشهور عالم او د قران کریم نامتو قاری ابوالقاسم شاطبی د مصر په پلازمینې قاهره کښې وفات شو.

هغه په پینځه سوه اته دیرشم قمری کال کښې وزیږید چې د قرائت له علم سربیره د قران کریم د تجوید او تفسیر ، حدیث، نحوه، لغت ، او د خپل وخت په نورو دودو دینی علومو کښې له ښه مهارت اوپوهې برخمن ؤ.

شاطبې د دې باوجود چې په سترګو ړوند ؤ، د ډیرې ښې پوهې او وړتیا خاوند ؤ او پریمان حدیثونه یې په یاد کړی وو.

له ابوالقاسم شاطبی څخه څو شمیر اثار هم په یادګار پاتې دی چې پکښې د شاطبیه په نامې قصیدې ته اشاره کولئ شو. دغه کتاب په تجوید پورې د ټولو مربوطو مسایلو لرونکئ دی او په ځلونو د هند او مصر په هیوادونو کښې چاپ شوی دی.

 

۴۲۳  کاله پخوا، د پینځلس سوه نهه نوېم میلادی کال د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه، د هندوستان په ټاټوبی کښې، په ختیځی هندوستان کښې لومړنئ انګلیسی کمپنئ د انګلیسټان د ملکې لومړۍ الیزبت په حکم جوړه شوه.

دغې کمپنئ د جنوبی آسیا پر زرخیزو سیمو د بریتانیا د ښکیلاکی تسلط پښې ټینګې کړې او له هغې وروسته ټول ښکیلاکی عملیات او د جنوبی آسیا له ملتونو سره د انګریزانو ښکیلاکی اړیکې د ختیځ هند د کمپنئ له خوا تر سره کیدې.

له انګلیستان وروسته د هالینډ ، فرانسې او پرتګال په څیر هیوادونه هم د ښکیلاکی موخو لپاره د هند وړې وچې ته داخل شول.

د دغې کمپنۍ له جوړیدو دری پیړۍ وروسته پر هند د انګریزانو ژور نفوذ او تسلط د دې لامل شو چې هند د انګلیستان یوه برخه اعلان شی او ملکه ویکټوریا د هند او انګلیس د امپراطوری په توګه تاج په سر کیږدی.

دغه پړاؤ د انګریز حکوت او سرمایه دارانو لخوا د هند د خلکو د چور او تالان پړاؤ ګڼل کیږی.

 

۱۷۲ کاله پخوا، د اتلس سوه پنځوسم میلادی کال د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه، د چین د خلکو تر ټولو لوئ پاڅون د( تای پنګانو بلوا) یا د خلکو ارادې په نوم پیل شو. د تای پنګانو پاڅون د کلی والو د ګډوډ حالت او دیرې تش لاسۍ پیله وه چې د منچود بی کفایته کورنۍ د حکومت او د بهرنی ښکیلاک له امله لوړ حد ته رسیدلئ ؤ.

دغه پاڅون د الهی فرمان تر عنوان لاندې د منچو کورنۍ د ړنګولو په موخه پیل شواو نیم چین یې راونغاړه. خو د تای پنګانو پاڅون چې څوارلس کاله اوږد شو، ورو ورو ړنګ شو او ډیرې کلتوری مؤسسې او د چین کتابتونونه په اور وسوځیدل .

بالاخره دغه پراخ پاڅون د ګن شمیر وژلو وروسته، د انګلستان او فرانسې په لاس وهنې سره چې د چین د فیوډالانو او منچو کورنۍ په ملاتړ یې دغه هیواد ته ځواکونه ولیږل، وځپل شو.

 

او له ۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په یوولسمه نیټه، د ایران د مسلمانو خلکو د ویرولو په موخه، د باچا رژیم د وسله والو عسکرو وروستۍ نمایشی پریټ د تهران په واټونو کښې تر سره شو.

د دغه پریټ په بهیر کښې، د پوځ ډیرو لوړ پوړو پوځیانو، د ایران مسلمان او انقلابی ملت ته د اتحاد لاس ورکړ، او د باچا رژیم د نسکورولو له مبارزې سره یوځائ شول.

له بلې خوا خبری رسنیو اعلان وکړ چې حضرت امام خمینی (رح) د تهران په وخت ، سهار وختی په درې نیمې بجې ، له فرانسې څخه د ایران په لور روانیږی او د سلواغی د میاشتې په دولسمه نیټه، د سهار په نهه نیمو بجو به تهران ته راورسیږی.

د دغه خبر په خپریدو سره، د ایران مسلمان خلک د خپل ګران مشر د هرکلی لپاره د تهران واټونو ته راووتل.