تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبې د۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۳۰ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له دوهمې نیټی سره برابره ده.
۱۱۵ کاله مخکې د ۱۹۰۷ میلادي کال د فرورۍ په دوهمه نیټه
وتلی اومشهور روسي کیمیا پوه «ډیمیټری ایوانوویچ منډلیف» (Dmitry Ivanovich Mendeleev)، په ۷۳ کلنۍ د روسیې په پلازمینې سان پیټرزبورګ کې مړ شو. هغه په ۱۸۳۴ میلادي کال کې وزیږید اوخپل تحصیلات د پیټرزبورګ په اینسټیټوټ د کیمیا په څانګه کې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله او د علومو د ډاکټریت درجې تر لاسه کړه .منډلیف ورسته بیا په پوهنتون کې تدریس پیل کړل خو په ۱۸۹۰ کال کې استعفا ورکړه ترڅو چې خپلو څیړنو دوام ورکړي . د منډلیف د څیړنو د مهمو نتایجو څخه د مځکې په کرې کې د موجودو کیمیاوي عنصرونو د جدول تنظمول وو چې د منډلیف جدول يا د متناوبي یعني ګام په ګام یا په وارسره په جدول مشهور دی . هغه په همدې جدول سره وکولای شو چې د ځینیو عنصرونو د موجودیت په اړه چې ترهغه وخته پورې کشف شوی نه وړاند وینه وکړي. د منډلیف جدول همدارنګه اوس هم د نړۍ د کیمیا پوهانو د استفادې وړدي.
۱۲۶ کاله پخوا، د دولس سوه څلور اویایم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دیارلسمه نیټه، تکړه او مبارز ایرانی عالم آیت ا... میرزا جواد مجتهد تبریزی وفات شو. هغه د ایران په شمال لویدیځ کښې د تبریز په یوې روحانی او فاضلې کورنۍ کښې وزیږید. میرزا جواد مجتهدی د دینی درسونو مقدمات له خپل پلاره زده کړل او وروسته نجف ته ولاړ او د شیخ مرتضی انصاری او سید حسین کوه کمره ای په شان د قدرمنو عالمانو له محضره یې استفاده وکړه او د اجتهاد مقام ته ورسید. هغه تبریز ته له ستانیدا وروسته تدریس او تبلیغ ته مخه کړه او د دغه ښار د جمعې د امامت په څوکۍ د خلکو له پریمان نفوذه برخمن شو. دغه مبارز عالم په ایران کښې د انګلستان او روسیې له لاس وهنو سره سخت مخالف ؤ. د اسلامی انقلاب مشر آیت ا... خامنه ای د انګلستان په مقابل کښې د هغه د دریدا یوې بیلګې ته اشاره کوی: په تنباکو د بندیز د لګولو په پیښه او د رژی د انګریزې کمپنۍ سره په مبارزه او په ایران کښې د انګریزانو د اقتصادی سلطې په وړاندې په دریدو سره د مبارزې یو چورلیز، تبریز او د تبریز ستر عالم ارواښآد حاج میرزا جواد مجتهد ؤ.
۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د امریکې د حکومت دخارجه چارو وزارت چې د ایران د باچا رژیم اصلی ملاتړی ؤ، د تهران په بهشت زهرا هدیرې کښې د سلواغی د میاشتې په دولسمه نیټه د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی (رح) له ولوله ناکې وینا او په ایران کښې د امریکا د لاسوهونکی سیاست په وړاندې د هغه حضرت د روښانه دریځونو له تکراریدا وروسته دغه وینا د امریکا پرضد وبلله.
صهیونیسټ رژیم هم ایران ته د حضرت امام خمینی (رح) په بیرته راستانیدا اندیښنه وښودله ځکه چې ډیر ښه پوهید چې حضرت امام خمینی (رح) او د ایران انقلابی خلک د دغه نیواکګر او غاصب رژیم سخت مخالف دی .
دپخوانی شوروی رسمی خبری اژانس تاس هم ایران ته د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی (رح) د بیرته راستانیدا خبر ته په غبرګون کښې وویل چې ایران ته د حضرت آیت ا...خمینی (رح) بیرته ستنیدا په دغه هیواد کښې د مبارزې لاره برخلیک ټاکونکی پړاؤ ته ورداخله کړې ده.
له بلې خوا په دغه ورځ له حضرت امام خمینی (رح) سره د کتنې لپاره ډیر خلک په تهران کښې په علوی مدرسې کښې د هغه کور ته روان شول.
هغه حضرت خلکو ته په وینا کښې سلطنتی رژیم د بشری حقوقو او د عقل مخالف وباله او ټینګار یې وکړ، هر ملت حق لری، خپل برخلیک په خپله وټاکی.
او له ننه ۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه یو نوېم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د ایران د ویټرنری پلار ډاکټر محمد رضا بابا مخیر وفات شو.
هغه په دیارلس سوه شلم لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې په اردبیل کښې وزیږید او د ویټرنری په څانګه کښې یې ډاکټری له تهران پوهنتونه او د بیالوجۍ د علومو تخصصی ډاکټری یې هم د فرانسې د پاریس له پوهنتونه ترلاسه کړه.
ډاکټر بابا مخیر د اکیډمۍ دایمی غړی ؤ او د تهران پوهنتون د کب د ناروغیو او مایکروبونو استاد ؤ.
د ډاکټر محمد رضا بابا مخیر د (بیماری های ماهیان پرورشی) په نوم تالیف شوې کتاب د ایران د اسلامی جمهوریت د کال کتاب د انتخاب په څلورم پړاؤ کښې د کال د کتاب په توګه غوره شو.
د ډاکټر بابا مخیر له نورو آثارو کولائ شو، د (ماهیان خلیج فارس)، (فرهنګ کشاورزی) او (منابع طبیعی) کتابونو ته اشاره وکړو.
هغه په دیارلس سوه اووه اویایم لمریز کال کښې د ایران د علمی څیرې او د ویټرنری د برخې د مشهور شخصیت په توګه غوره شو.