تاریخ پاڼه
نن د ګل ورځ یا ۲ شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمري کال د د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ د میاشتې له اومې نیټې سره برابره ده.
۱۱۹۹کاله پخوا، د دوه سوه څلور څلویښتم هجری قمری کال د رجب په پینځمه نیټه، مسلمان ادیب او لغوی عالم ابن سکیت د متوکل عباسی په حکم په شهادت ورسید. په ابن سکیت اهوازی مشهور عالم، شاعر، لغوی، راوی او د ایران او شیعه مذهب مشهور ادیب ابو یوسف یعقوب بن اسحاق خوزی په یو سلو شپږ اتیایم قمری کال کښې د خوزستان په یوه کلی کښې وزیږید. هغه هیڅکله د پوهې له ترلاسه کولو لاس وانه خیست او د مختلفو علومو په څانګو کښې یې تدریس کاوه.
ابن سکیت د حضرت امام جواد (ع) او د حضرت امام هادی (ع) له خاصو ملګرو څخه ؤ. ابن سکیت د ظالم عباسی خلیفه متوکل د زامنو استاد ؤ او د خپل شیعه توب په ښکاره کولو کښې ېې بی باکه ژبه درلوده چې حتی خپل ژوند ېې هم له همدې امله له لاسه ورکړ.
یوه ورځ متوکل چې له اهل بیت (ع) سره ېې سخته دښمنی درلوده، له هغه وپوښتل چې زما زامن ښه دی که د امام علی (ع) ؟ ابن سکیت په ځواب کښې وویل : زه تا او ستا زامن د حضرت امام علی (ع) له خادم قنبر سره نه برابروم.
متوکل په غوسه شو او حکم ېې وکړ چې د هغه ژبه غوڅه کړی. غلامانو هغه په تر ټولو سختو شکنجو وواژه. ابن سکیت د عربی شعر او لغت متخصص ؤ چې تر شلو ډیر آثار ېې له ځانه په یادګار پریښی دی چې اصلاح المنطق و الالفاظ و الاضداد له هغو څخه دی.
۹۷۳ کاله پخوا، د څلور سوه اویایم هجری قمری کال د رجب په پینځمه نیټه، د قرآنی علومو یو پوه ابن بناء وفات شو. ابو علی عبدا... بن بناء د قرآنی علومو پوه، مسلمان محدث او فقیه، د تاریخ، اخلاق، حدیث، کلام او لغت په زمینو کښې یو څیړاند ؤ او ګڼ شمیر تالیفات یې له ځانه په یادګار پریښی دی. د ابن بناء د تالیفاتو شمیر یې تر یو سلو پنځوسو ټوکو ذکر کړئ دی چې البته د هغه یواځی درې اثار د دمشق په ستر کتابتون کښې د خطی نسخو په شکل کښې ساتل کیږی. ابن بناء په پینځه اتیا کلنۍ کښې وفات شو.
۴۸ کاله وړاندې د ۱۹۷۴ میلادی کال د فرورۍ په اومه نیټه په مرکزی امریکا کښې پروت ګراناډا هیواد خپلواکه شو. دا جزیره په ۱۴۹۸ میلادی کال کښې اسپانوی کاشف کرسټوفر کولمبس موندلې وه او د دغه هیواد برخه وګرځیدله خو د اسپانوی امپراتورۍ په زوال سره فرانسه او انګلستان په ګراناډا باندې د تسلط په سر پخپلو کښې ښکیل شول چې له امله یې په ۱۶۷۴ میلادی کال کښې فرانسه پر ګراناډا واکمنه شوه. کابو یوه پیړۍ وروسته په ۱۷۸۳ کال کښې انګریزانو ګراناډا خپله ښکیلاک مینه کړه او دا وضعیت نزدې دوه پیړۍ پاتې شو.
بلآخره په ۱۹۷۴ کال کښې ګراناډا په ګورنر جنرلی حکومت سره خپلواکۍ ته ورسیده. پنځه کاله پس موریس بشپ په ارامې او سپینې کودتا سره په ګراناډا کښې یو سوشلسټی حکومت جوړ کړ او له سوشلسټو هیوادونو په تیره بیا کیوبا سره یې نزدې اړیکې ټینګې کړې. امریکا چې له دې حالته ناخوښه وه، په ۱۹۸۲ کال کښې یې د ګراناډا وړوکی هیواد ونیو او په دې یرغل کښې موریس بشپ ووژل شو. امریکې له ګراناډا څخه له وتنې مخکښې په دغه هیواد کښې یو لاس پوڅی حکومت جوړ کړی و.
۳۸ کاله وړاندې د ۱۳۶۲ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې په اتلسمه نیټه د اسلامی انقلاب په بهیر کښې د خلکو د وژلې عامل جنرال غلامعلی اویسی ووژل شو. اویسی په ۱۹۶۳ او ۱۹۷۸ میلادی کلونو کښې د اسلامی انقلاب په هلوځلو کښې د خلکو د وژلې یو عامل و. هغه د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه یوه میاشت مخکښې یعنې د شاه له تیښتې هم مخکښې له ایرانه وتښتید. اویسی د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته هڅه وکړه چې انقلاب ضده سلطنت غواړی راغونډ کړی او د اسلام انقلاب د زیانمولو لپاره یولړ تحرکات رامینځته کړی. خو د هغه ټولې هلې ځلې ناکامې شوې او بلآخره په پاریس کښې قتل شو
۲۳ کاله مخکښې د ۱۹۹۹ میلادی کال د فرورۍ په اومه نیټه د اردن پخوانی باچا شاه حسین اردنی مړ شو. هغه د خپل نیکه ملک عبدا... له وژل کیدو او د خپل پلار امیر طلال د څو میاشتنی حکومت وروسته په ۱۹۵۳ میلادی کال کښې په اتلس کلنۍ کښې باچاهۍ ته ورسید. هغه په ۱۹۶۷ میلادی کال کښې د اعرابو او اسرائیلو له جنګ وروسته له عبدالناصر سره یوځاې د صهیونیسټی رژیم خلاف یو واحد محاذ جوړ کړ.ملک حسین به وړومبی په صهیونیسټو ضدو جنګونو کښې ګډون کوه خو ورو ورو یې له دغه رژیم سره له مقابلې او مخامخیدنې ډډه وکړه او د اعرابو او اسرائیلو په څلورم جنګ کښې د ګډون نه کولو سربیره یې حتی له مصر او سوریې سره خپلې اړیکې کمې کړې چې د صهیونیسټی رژیم په مقابل کښې ولاړ هیوادونه وو. شاه حسین له دې کار وروسته په ۱۹۶۷ کال کښې له شپږ ورځنی جنګ وروسته له نیواکی ځمکو د دغه رژیم د شاتګ په بڼه کښې په تل په رسمیت د اسرائیلو د پیژندل کیدو د ضرورت او همداشان د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د یو خودمختاره فلسطینی حکومت د جوړیدو د طرحې ملاتړ کوه داشان چې په عرب نړۍ کښې د یو محافظه کار مشر او له صهیونیسټی رژیم سره د سوله ایز ګډ ژوند د پلوی په توګه وپیژندل شو. هغه په ۱۹۷۹ میلادی کال کښې د صدام حسین په کودتا کښې د هغه سیاسی او پوځی متحد او ملګری و او د ایران د اسلامی جمهوریت خلاف د تپلی جنګ په دوران کښې یې د عراق له بعثی رژیمه پراخ ملاتړ وکړ. هغه د فارس خلیج له وړومبی جنګ وروسته په خاصو سیاسی شرایطو کښې په کویت باندې د صدام له حملې د ملاتړ په خاطر له سیاسی او اقتصادی بندونونو د وتلو لپاره له صهیونیسټی رژیم سره د خپل سوله ایز ګډ ژوند طرحه عملی کړه او د ۱۹۹۴ میلادی کال د جولایۍ په ۲۵ نیټه یې د صهیونیسټانو په خلاف پخپلې ځمکنۍ ادعا سترګې پټې کړې او اسرائیل یې په رسمیت وپیژنده.
دې کار د مسلمانانو او اسلامی حکومتونو قهر راوپاروه او د حسین اردنی خلاف یې کرکه لازیاته کړه. شاه حسین له خپلې مړینې لږه موده مخکښې خپل ورور حسنین طلال چې کلونه کلونه د هغه ولیعهد و، له دغه مقامه څنګته کړ او خپل مشر زوی دویم عبدا... یې ولیعهد کړ. ملک حسین بن طلال بلآخره د ۱۹۹۹ میلادی کال د فرورۍ په اومه نیټه پس له ۴۶ کلنې باچاهۍ په ۶۴ کلنۍ کښې له څه مودې ناروغۍ وروسته مړ شو.