Feb 07, 2022 17:44 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبه ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب د میاشتې له ۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له اتمې نیټی سره

۹۶۰  کاله پخوا، د څلور سوه درې اتیایم هجری قمری کال د رجب د میاشتی په شپږمه نیټه، له اسماعیلی شیعیانو یو نامتو مشر حسن صباح د ایران په شمال کښې له قزوین سره نږدی د الموت پیاوړی او مهمه کلا فتحه کړه. هغه چې له دې لس کاله وړاندې خپل دین ته د خلکو د رابلنې په حال کښې ؤ، د الموت کلې له نیولو سره یې خپل ځائ مضبوط کړ او کولئ یې شول څو نورې کلې هم فتح کړی. له دې سربیره، اسماعیلی شیعیانو ته د خلکو د نظر د اړولو لپاره تبلیغ هم پراختیا ومونده او همدغه راز د حسن صباح ملګرو د سلجوقی حکومت ګن شمیر چارواکی منجمله خواجه نظام الملک ووژل. سره له دې چې حسن صباح په پینځه سوه اتلسم قمری کال کښې وفات شو، خو په شپږ سوه څلور پنځوسم قمری کال کښې د هلاکو خان مغل په لاس د الموت کلې تر نسکوریدا پورې ، هغه په ایران کښې د اسماعیلیانو د تکیې ځائ ګڼل کیدو.

 

۹۲۷  کاله پخوا، د پینځه سوه شپاړسم هجری قمری کال د رجب په شپږمه نیټه، په ابن حریری مشهور د بصرې اوسیدونکئ ایرانی لیکوال او ادیب ابو محمد قاسم بن علی بصری وفات شو. هغه د (مقامات) په نوم د یوه کتاب خاوند ؤ چې په خپل ډول کښې کم ساری ؤ. ابن حریری په دغه کتاب کښې د عربۍ ژبې نرمښت او رازونه د پندلرونکو حکایتونو په چوکټ کښې ا و ساده بیان کړی دی . له دې نظره دغه اثر له ډیر وخت راهیسې تر اوسه د عرب له ادبیاتو سره د اشنایۍ لپاره د پام وړ اثر دی.

 

۵۹  کاله پخوا، د نولس سوه درې شپیتم میلادی کال د فرورۍ په اتمه نیټه، جنرال عبدالسلام عارف د عراق د بعث ګوند د څو افسرانو په ملتیا په یوې خونړۍ کودتا کښې د هیواد د چارو واګې په لاس کښې واخیستې. هغه د عراق د هوایی ځواک په مرستې سره د دفاع وزارت ماڼۍ چې د عراق د هغه وخت ولسمشر عبدالکریم قاسم پکښې اوسیده، بمباری کړه او هغه یې ونیوه او چرماری یې کړ او ځان یې د عراق ولسمشر وباله.

د ویلو ده چې عبدالکریم قاسم هم په نولس سوه اته پنځوسم میلادی کال کښې د عراق د وروستی باچا ملک فیصل په خلاف له خونړۍ کودتا او د باچاهی کورنۍ د یوشمیر غړو او د هغو د خپلوانو له وژلو وروسته قدرت ته رسیدلئ ؤ.

عبدالسلام عارف په نولس سوه شپږ شپیتم میلادی کال کښې په یوې شکمنې هوایی پیښې کښې ووژل شو او د هغه ورور عبدالرحمان عارف د هغه پر ګدۍ کښیناست.

 

او له ننه ۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په نولسمه نیټه، له اسلامی انقلاب او د هغه له رهبر سره د ایران خلکو او پوځ په څرګنده خپله وفاداری وښودله. په دغه ورځ له یوې خوا په میلیونونو خلکو د انقلاب له موقته حکومت څخه د ملاتړ په اړه د امام خمینی (رح) بلنې ته په ځواب کښې د ایران په مختلفو ښارونو کښې ستر لاریونونه وکړل او د شاه رژیم تر نسکوریدو پورې یې د خپلې مبارزې په دوام ټینګار وکړ.

له بلې خوا د هوایی ځواک ګڼ شمیر افسران او کار کونکی په پوځی جامو او ارایش کښې د امام خمینی (رح) خدمت ته ورسیدل او د امام خمینی (رح) په مشرۍ یې له اسلامی انقلاب سره خپل پیوستون اعلان کړ. امام له کتونکو سره په کتنه کښې وفرمایل: (تاسو تر اوسه پورې د طاغوت په اطاعت کښې وئ، له نن څخه له قران مجید سره یو ځائ شوئ، قران ستاسوحفاظت کوی او هیله من یم چې ستاسو په مرستې سره وکړئ شم په ایران کښې د اسلامی عدل او انصاف حکومت رامینځته کړم).

دغه تاریخی کتنه په پوځ کښې د انقلابی ځواکونو او د اسلام د پلویانو د پراخه شتون بیانوونکې وه. په همدې وجه له امام خمینی (رح) سره د هوایی ځواک د افسرانو او کارکونکو بیعت د شاه د رژیم د قهر او ویرې سبب شو.

د ویلو ده چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته له امام خمینی (رح) سره د هوایی ځواک د افسرانو او کارکوونکو د کتنې د اهمیت په خاطر د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په درشل کښې د سلواغی نولسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د هوایی ځواک د ورځې په نوم ونومول شوه.