د متحده عربي اماراتو مشر له نتانیاهو سره خبرې کړې دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په تیرې یکشنبې ورځ دغه هېواد ته د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د «وام» خبري اژانس راپور د نتانیاهو د سفر په اړه د متحده عربي اماراتو لومړنی رسمي تایید و.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر هم پرون وویل چې نتانیاهو د اماراتو د مشر په بلنه دغه هېواد ته تللی و.
د دغه دفتر په وینا، د نتانیاهو د سفر تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او سیمهییزو ننګونو و.
خو درې لوړپوړو اسرائیلي چارواکو ویلي چې د یکشنبې ورځې دغه لیدنه شپږ ساعته اوږده وه او د ایران په هکله متمرکزه وه.
د روان کال په لومړیو کې متحده عربي اماراتو دا خبره رد کړې وه چې شیخ محمد له نتانیاهو سره لیدلي دي.
دا وروسته له هغه و چې د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر د مې میاشتې په ترڅ کې ویلي وو چې نتانیاهو «په پټه» متحده عربي اماراتو ته تللی او له ولسمشر سره یې لیدلي دي.
د دغې لیدنې له موضوع سره یوه اشنا سرچینه هغه مهال ویلي وو چې نتانیاهو او شیخ محمد د مارچ په ۲۶مه د العین ښار کې سره لیدلي وو.
دا سفر څو اوونۍ وروسته له هغې ترسره شو چې اسرائیلي رسنیو یو مهم راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ادعا شوې وه چې د اماراتو مشر شیخ محمد د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسرائیلو د حماس له برید مخکې نتانیاهو ته د دغه برید په اړه خبرداری ورکړی و، خو د اسرائیلو لومړي وزیر دغه خبرداری امنیتي ادارو ته نه و رسولی.
نتانیاهو دا ادعا رد کړې ده.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، نتانیاهو د یکشنبې په ورځ اماراتو ته تللی و، څو له شیخ محمد څخه وغواړي چې دا خبره رد کړي چې ګواکې هغه په ۲۰۲۳ میلادي کال کې نتانیاهو ته دغه خبرداری ورکړی و.