تاریخ پاڼه
نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې څلورویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۱۱ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فبرورۍ له دیارلسمې نیټی سره برابره ده
۱۱۷۲ کاله پخوا، د دوه سوه یو اویایم هجری قمری کال د رجب په یوولسمه نیټه، په ابن انباری مشهور، ادیب، لغت پېژاندی او د قرآنی علومو مفسر، ابوبکر محمد په بغداد ښار کښې وزیږید او لغت پیژندنې او قرآنی علومو له زده کولو وروسته یې حدیث زده کولو ته مخه کړه. هغه ځواکمنه حافظه درلوده او د تدریس په کار کښې یې د شاګردانو پر وړاندې ډېره عاجزی ښودله.
ابن انباری په ډېرې پوهې او بې شماره تالیفاتو او حیرانوکی حافظې او ډېرو پریمانه اخلاقی فضایلو کښې مشهور کس ؤ.
هغه په عین حال کښې، یو پرهیز ګاره عالم ؤ چې جرم او ګناه یې نه وه کړې.
ابن انباری پر تدریس او د شاګرانو پر روزنې سربېره د (ادب الکاتب) او (ضمائر ا لقرآن) په شان یو شمیر کتابونه هم لیکلی دی.
ابن انباری د درې سوه اته ویشتم قمری کال د لوئ اختر په ورځ په اووه ّپنځوس کلنۍ کښې وفات شو.
۸۷۲ کاله پخوا، د پینځه سوه یو اویایم هجری قمری کال د رجب په یوولسمه نیټه، د اسلام یو مشهور محدث او مورخ ابن عساکر دمشقی وفات شو. په ابن عساکر مشهور ابوالقاسم علی بن حسن دمشقی د دمشق له لوړو عالمانو او فقیهانو، قرآنی علوم، حدیث، فقه او اصول په ډیر شوق سره زده کړل. هغه په اسلامی علومو کښې د خپلې پوهې د بشپړولو لپاره یو اوږد سفر پیل کړ. ابن عساکر د بغداد، کوفې، موصل، نیشابور، مرو، اصفهان او همدان ښارونو په علمی حوزو او مرکزونو کښې حاضر شو او د بیلا بیلو څانګو د پوهانو له محضره یې دینی علوم او معارف زده کړل. ابن عساکر د زیاتو حدیثونو په یادولو او روایتولو ، د ګڼ شمیرو علمی سفرونو او علمی استفادو او په اسلامی ښارونو کښې له سترو عالمانو د استفاده کولو او د مهمو کتابونو د تالیفول په خاطر په خپل وخت کښې د تاریخ له لیکوالانو او د حدیث له سترو حافظانو شمیر شو. له ابن عساکر څخه له یو سلو دیرشو زیات تاریخی او علمی اثار په یادګار پاتې دی چې په اتیاوو ټوکو کښې (تاریخ دمشق) یا (تاریخ کبیر) ، (مناقب الشباب) او (الامالی فی الحدیث) له هغو څخه دی. دغه نامتو علمی شخصیت بالاخره د پینځه سوه یو اویایم هجری قمری کال په رجب میاشت کښې په دوه اویا کلنۍ کښې په دمشق کښې وفات شو او د جنازې له پرتمینو مراسمو وروسته په همغه ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.
۱۳۹ کاله پخوا، د اتلس سوه درې اتیایم میلادی کال د فرورۍ د میاشتې په دیارلسمه نیټه، جرمن آهنګ جوړونکئ او موسیقی پوه رچرډ واګنر په اویا کلنۍ کښې مړ شو.هغه په اتلس سوه دیارلسم میلادی کال کښې له زیږیدا څو میاشتې وروسته خپل پلار له لاسه ورکړ. واګنر له موسیقۍ سره دمینې په خاطر له ځوانۍ څخه د اوپرا (OPERA)په لیکلو او د ننګ په جوړولو بوخت شو او خپل ډیر اثار یې له ځانه په یادګار پریښی دی . واګنر دغه راز په جرمنی کښې د اتلس سوه پنځوسمې میلادی لسیزې په وروستیو کښې دسیاسی بدلونونو په بهیر کښې له انقلابیانو سره یوځائ شو چې دهغوئ د ماتی له کبله تر دیارلسو کلونو پورې دجرمنی پریښودو ته مجبور شو.
او له ننه ۳۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په څلورویشتمه نیټه، مجاهد عالم آیت ا... شیخ سلمان خاقانی وفات شو. آیت ا... شیخ سلمان خاقانی په دولس سوه درې نوېم لمریز کال کښې د عراق په یوه جنوبی ښار کښې وزیږید. له ماشومتوبه وروسته، په دیارلس کلنۍ کښې د دینی علومو د زده کولو لپاره نجف اشرف ته ولاړ. هغه په همغه حال کښې په نورو فعالیتونو کښې له ګډونه غافل نه ؤ پاتی او په اجتماعی، سیاسی او ادبی ټولنو کښې یې ګډون کاوه. آیت ا... خاقانی په درې څلویښت کلنۍ کښې د خپل پلار چې د خرمشهر له عالمانو څخه ؤ، له وفاته وروسته په همدې ښار کښې استوګنه شو او په خرمشهر کښې د دیرشو کالو په اوسیدو کښې د ارزښتناکو خدمتونو او د خلکو د لار ښونې سرچینه شو. د تپلی جنګ له پیلیدا وروسته د هغه کور د بی کوره خلکو لپاره د پناه ځائ ؤ تر دې چې د هغه په کور باندې د توپ او هاوان ګولئ ولګیدې او د خپل ټاټوبی پریښودو ته مجبور شو. د جنګ په بهیر کښې، د آیت ا... خاقانی کور، جومات او کتابتون وویشتل او وران کړائ شول او هغه قم ته هجرت وکړ. بالاخره دغه د مقاومت او زهد او تقوا بیلګه د دیارلس سوه شپږ شپیتم لمریز کال د سلواغی په څلورویشتمه نیټه په شپږ اویا کلنۍ کښې په قم کښې وفات شو.