تاریخ پاڼه
دوستانو نن د شورو ورځ یا۴ شنبه و ۱۴۰۰ لمریز کال د کب دمیاشتې څلورمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ قمری کال د د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۲ او د ۲۰۲۲ کال دفرورۍ له درویشتمې نیټې سره سمون خوری
۲۲۳ کاله پخواد ۱۷۹۹کال دفرورۍ په درویشتمه نیټه د فرانسې د امپراطور نیپولیّن بناپارټ په لاس دمصر په نیول کیدا پسې، هغه پر شام چې له سورئې ،لبنان، اردن او فلسطین جوړ شوی ؤ ، حمله پیل کړه . پر مصر دنیپولیّن حملې دانګلستان په مستعمرو کې دغه هیواد ته ستر ګوزار ورکول وو ،خو په شام دنیپولیّن دحملې دلیل ، چې دعثمانی امپراتورۍ دحدودو یوه برخه وه ، له فرانسې سره دعثمانی پاچا دجنګ اعلان ؤ . په دغې حملې کې که څه هم نیپولیّن په پیل کې ځینی بریالیتوبونه ترلاسه کړل ، خو له عثمانیانو دانګلستان او روسیې دملاتړ په دلیل او همداراز په فرانسې کې دحالاتو ترینګلتیا، هغه مجبوره کړڅو خپل هیواد ته ستون شی او په شام کې دعثمانیانو اوفرانسې جنګ ، عملا دفرانسې دپوځ په شاتګ سره پای ته ورسید.
۷۷ کاله پخوا د ۱۳۲۳لمریز کال د کب دمیاشتې په څلورمه نیټه
ستر فقیه او عالم آیت ا... سید محمد مهدی درچه ای له نړۍ سترګې پټې کړې . هغه په کابو ۱۲۴۰لمریزکال کې له اصفهان سره نزدې په دُرچه کلی په یوې علم اوتقوا لرونکی کورنۍ کې زیږیدلی ؤ . سید محمد مهدی په لس کلنۍ کې دپلار ترمړینې پورې ،دهغه له علمه استفاده وکړه او ورپسې له خپل ورور سره یو ځای ددینی علومو دزده کولو لپاره اصفهان ته لاړ .آیت ا... درچه ای په دغه ښار کې له ډیرو تنګڅو سره سره ، په جدیّت سره دفقې او دفقې اصولو زده کولو ته مخه کړه او په ۱۲۷۱لمریز کال کې دلازیاتو زده کړو لپاره دعراق نجف اشرف ته لاړ. هغه په دغه ښار کې هم تر اوو کلونو پورې له غوره استاذانو استفاده وکړه او وروسته بیا اصفهان ته ستون شو او داسلامی علومو تدریس ته ئې مخه کړه او لسګونو شاګردان ئې وروزل . همداراز دآیت ا.... دُرچه ای په کتابونو کې :کتاب الطهاره ،کتاب الصلاة او یک دوره اصول نومې آثارو ته اشاره کولی شو
۴۲ کاله مخکې د ۱۳۵۸لمریز کال د کب دمیاشتې په څلورمه نیټه
دایران داسلامی جمهوریت داساسی قانون په تصویبیدا او داسلامی شورا په جوړیدا وروسته ، داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت اما م خمینی له خوا په یوه حکم کې ، آیت ا... محمد حسینی بهشتی داسلامی انقلاب له بری وروسته دایران د د سترئې محکمې دلومړنی مشر په توګه وټاکل شو . دغه ټاکنه ، د دایران له اسلامی نظام سره د سمون خوړونکی قضایه قوې دجوړولو اومنظمولو په خاطر داسلامی جمهوری نظام له تثبیتیدا سره په یو وخت ترسره شوه . آیت ا... بهشتی چې داسلامی انقلاب یو خورا متفکر او ځانګړی شحصیت ؤ ، د ۱۳۶۰لمریز کال په چنګاښ میاشت کې ددمنافقینو دانقلابی ضد او ترهه ګرې ډلګۍ دعواملو په لاس شهید شو .
۱۲ او له ننه شپږ کاله وړاندې د ۱۳۸۸لمریز کال دکب دمیاشتې په څلورمه نیټه
دجند ا... په نامه دترهه ګرې ډلګۍ سرغنه عبدالمالک ریګی چې په پاکستان کې دیره ؤ ، دایران داسلامی جمهوریت داطلاعاتو د وزارت دمامورانو په لاس وینول شو . دغه ورانکار اوترهه ګر له ډیرو امنیتی اقدماتو له ترسره کیدا وروسته نیّت درلود، دیوې مسافری الوتکې په وسیله په اماراتو کې له دوبۍ قرقیزستان ته لاړ شی څو له یوه لوړپوړی امریکائی چارواکی سره کتنه او خبرې اترې وکړی . خو دایران اسلامی جمهوریت امنیتی مامورانو په هوښیارۍ سره دایران دټاټوبی په فضا کې دهغه وړونکی الوتکه وپیژندله او هغه ئې مجبوره کړه څو دایران په جنوب کې دبندرعباس بندر په هوآئی ډګر کې کوزه شی او وروسته ریګی ونیول شو . عبدالمالک ریګی دبم چاودنو ،عامې وژلې او دعامو خلکو دبرمتګرۍ پشمول ډیر زیات جنایتونه کړی وو . هغه حتی پر خپلو خپلوانو هم رحم نه کاوه . عبدالمالک ریګی له نیول کیدا وروسته دهغه له ترهه ګرې ډلګۍ دامریکا اوصهونیسټی رژیم په وسله والو اومالی ملاتړو چې دایران دجنوب ختیځو سیمو دناکراره کولو په موخې سره او په دغو سیمو کې دمذهبی اختلافاتو دراپورته کولو اعتراف وکړ . دغه ترهه ګر له نیول کیدا څلور میاشتې وروسته د ۱۳۸۹لمریز کال دغبرګولې په دیرشمه نیټه په دار وځړول شو دعبدالمالک ریګی اعترافاتو په ښه توګه ښودلې چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په باب دامریکائی حکومت ادعاګانې ترکومه حده پوچې ،دروغجنې او دوکه ورکونکی دی .