تاریخ پاڼه
نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب دمیاشتې اتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳قمری کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۲۵ او د۲۰۲۲ کال د فرورۍ له اوه ویشتمې نیټې سره سمون خوری
۱۲۶۰ کاله پخوا، د یو سلو درې اتیایم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د اسلام دګران پیغمبر (ص) یو پاک لمسی حضرت امام موسی کاظم (ع) شهید شو. حضرت امام موسی کاظم (ع) په یو سلو اته ویشتم هجری قمری کال کښې د مکې او مدینې په مینځ کښې په ابواء سیمې کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه بزرګوار تر شل کلنۍ پورې د خپل پلار حضرت امام جعفر صادق (ع) له محضره پریمانه استفاده وکړه. امام موسی کاظم (ع) دخپل پلار له شهادته وروسته تر پینځو دیرشوکلونو پورې د مسلمانانو مشری او امامت په غاړه درلود او په دې لاره کښې یې ډیرې سختۍ او کړاوونه وزغمل. د هغه بزرګوار په ژوند کښې چې د اسلامی تمدن او د علم د غوړیدا او له نورو ملتونو سره د اړیکو د پراختیا پړاؤ ؤ، د پوهانو ،فقیهانو او متکلمینو په وسیله چې د حضرت امام موسی کاظم (ع) شاګردان وو، اسلامی علوم او معارف دنړۍ په ګوټ ګوټ کښې پراخ او خپاره شول. حضرت امام موسی کاظم (ع) داسلامی علومو او معارفو د خپرولو او بیانولو ترڅنګ د وخت عباسی له ظالم او استبدادی حکومت سره نه ستړیکیدونکی مبارزې ته هم مخه کړه. بالاخره د عباسی واکمن هارون الرشید په حکم چې د خپل حکومت په لړزیدو ویریدو، حضرت امام موسی کاظم (ع) ونیوئ او زندانی کړائ شو. خو هغه بزرګوار په بند کښې هم د اسلام د دین د لوړو تعلیماتو او پروګرامونو د بیانولو او د خلکو د لارښونې او ارشاد لپاره خپلې هڅې او کوشش کاروه او له ټولو خنډونو او مشکلاتو سره یې مبارزه وکړه تر دې چې عباسی واکمن هارون په یوې دسیسې کښې امام بزرګوار مسموم او په همداسې ور ځ شهید کړ.
دحضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت د تسلیت په وړاندې کولو سره د هغه بزرګوار یوه حکیمانه وینا درته نقلوو چې فرمایی : له خدائ سره د نږدیکیدا غوره وسیله د هغه له پیژندګلوۍ وروسته لمونځ، له مور پلار سره نیکی او د حسد ، ځان منامۍ او په ځان د ویاړ کولو پریښودل دی .
۶۱۳ کاله پخوا، د اته سوه دیرشم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د شیعه طریقت خاوند او لوئ ولی شاه نعمت ا... ولی وفات شو. د نهمې هجری قمری پیړۍ یو مشهور شیعه عارف او ولی نورالدین شاه نعمت ا... بن سید عبدا... کرمانی چې په شاه نعمت ا... ولی مشهور ؤ، په کابو اووه سوه دیرشم هجری قمری کال کښې په کرمان کښې وزیږید. هغه د حافظ شیرازی په وخت کښې ژوند کاوه. د شاه نعمت ا... ولی طریقه یې له افراط او تفریته او هم د ککړو حقایقو څخه پاکه او لیری بللی ده. همداراز هغه د ابن عربی د آثارو شارح او افکارو پیروکار بلل شوئ دی. د نعمت ا... ولی شهرت د شعر او شاعرۍ له کبله نه بلکې زیاتره د تصّوف له امله دی. د هغه د اشعارو دیوان په څوارلس زره بیته غزلونو، مثنویانو او هم په یو شمیر رباعیاتو مشتمل دی. د هغه غزلونه زیاتره پر وحدت وجود او عرفانی عشق ویل شوی دی. (امانت)، (شرح ګلشن راز) او (نصیحة الملوک) د هغه له آثارو څخه دی. شاه نعمت ا... ولی د کرمان په ماهان کښې وفات شو او د هغه مزار د صوفیانو ، د هغه د مریدانو او لاریانو د زیارت ځائ دی.
۳۵ کاله پخوا د ۱۳۶۵ لمریز کال د کب دمیاشتې په اتمه نیټه
دایران داسلامی جمهوریت دوسله وال پوځ یو مهم قوماندان حسین خرازی په سپیڅلی دفاع کې شهید شو. شهید خرازی داسلامی انقلاب له بری یو کال وروسته ، په ګنبد اوترکمن صحرا کې دانقلاب ضد ترهه ګرو ډلو له دسیسې سره په یووخت دغې سیمې ته ولیږل شو او د سیمې په یوه چورلیز کې ئې د ځواکونو قومانده په غاړه واخسته او وروسته تر څو میاشتو پورې ئې په کردستان سیمې کې داسلامی نیالګی څخه په دفاع کې سرښیندنې نندارې ته وړاندې کړې . شهید حسین خرازی دجنګ له پیلیدو او د خرم شهر له سقوط سره په یو وخت ، خوزستان ته ولیږدول شو او په خط شیر سیمې کې ئې دبعثی تیریګرو قواؤ سره په مقابلې کې د بسیجی ځواک قومانده په غاړه واخسته . دثامن الائمه، فتح المبین ، بیت المقدس ،خیبر،بدر او والفجر ۸ او کربلا ۴ او ۵ په نامه سخت عملیات د اسلام د دغه لوړ اونامتو سردار دښې قوماندې ، نوښت ،خلاقیّت او سرښیندنو ډیرې صحنې په یادګار لری ، ددې په تر څ کې چې هغه د ۱۳۶۲ لمریز کال دکب په میاشتې کې دخیبر په نامه په عملیاتو کې هم خپل ښی لاس دخپل سپیڅلی ټاټوبی په دفاع کې قربان کړ . بلاخره داسلام دغه میړنی او شجاع قوماندان شهید حسین خرازی په کربلا ۵نومې سترو عملیاتو کې په داسې حال کې چې دامام حسین د څوارلسم لښکرقومانده ئې په غاړه درلوده،د ۱۳۶۵ لمریز کال د کب دمیاشتې په اتمه نیټه شهیدشو . یاد او خاطره ئې تل ژوندۍ
۱۱ کاله مخکې د ۲۰۱۱کال دفرورۍ په اوه ویشتمه نیټه
د ترکیې پخوانی لومړی وزیر نجم الدین اربکان په ۸۴کلنۍ کې وفات شو . هغه په ۱۹۲۶کال کې دترکیې په شمال کې په سینوب ښار کې زیږیدلی ؤ . اربکان په استانبول پوهنتون کې په میکنیک انجینئرینګ کې درس زده کړ او له ډګرۍ ترلاسه کولو وروسته جرمنی ته لاړ او په آخن پوهنتون کې ئې پی ایچ ډی ترلاسه کړه او دغه راز په ۱۹۶۷کال کې پروفیسر شو . اربکان له ۱۹۶۹کال څخه دسیاست ډګر ته ودنګل او د پارلیمان غړی هم وټاکل شو .هغه دڅو ګوندونو بنسټګر ؤ چې هر یو ئې د ځینو دلیلونو له امله وویشل او یا ړنګ شول .. پخپله هغه هم څو ځله د پارلیمان غړی وټاکل شو او دغه راز ئې په حکومت کې لوړو حکومتی څوکیو ته هم ورسید. نجم الدین اربکان په ۱۹۸۷ کال کې دسیاسی فعالیتونو څخه دمحرومیّت دپړاؤ له ختمیدو وروسته د :هوساینې : اسلام پال ګوند مشر شو او له دې وروسته چې دغه ګوند په ۱۹۹۶کال کې په پارلیمان کې نسبی اکثریَت ترلاسه کړ ، اربکان لومړی وزیر شو . هغه د ترکیې په سیکولر حکومت کې دننه لومړنی اسلام پال لومړی وزیر ؤ او د پوځیانو ،صهونیسټ رژیم او امریکا لپاره دزغملو وړ نه ؤ . په تیره بیا دا چې هغه له اسلامی نړۍ سره دترکیې اړیکې پراخې کړې او له تل ابیب سره دانقرې په نزدو اړیکو کې ئې بیا کتنه وکړه . په همدې دلیل واکمنو پوځیانو داسلام پال صدراعظم واکمنی له لسو میاشتو زیاته ونه زغمل شوه او د اربکان د نسکورولو زمینه جوړونکی شول . د هوساینې ګوند ړنګ او اربکان هم تر پنځو کلونو پورې په سیاسی فعالیتونو کې له برخه اخستو منع شو . نجم الدین اربکان په ترکیې کې داسلام پالنې پلار بلل کیږی او د هغه له مړینې وروسته دهغه جنازه په ډیر پرتم سره ترسره شوه .