Feb 28, 2022 10:51 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن گل ورځ یا دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب دمیاشتې نهمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۲۶ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د فرورۍ له اته ویشتمې نیټې سره سمون خوری

۱۴۴۶ کاله پخوا، له هجرته درې کاله وړاندې د رجب د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه، د اسلام د پیغمبر (ص) تره او د حضرت علی (ع) پلار حضرت ابو طالب (ع) په داسې حال کښې چې له نورو ټولو مسلمانانو سره یو ځائ په شعب ابو طالب سیمه کښې د مشرکینو په محاصره کښې ؤ، وفات شو.

حضرت محمد (ص) د خپل نیکه حضرت عبدالمطلب (ع) له وفاته وروسته له اته کلنۍ څخه د حضرت ابو طالب (ع) تر سر پرستۍ لاندې ؤ.

حضرت ابوطالب (ع) د پیغمبر اکرم (ص) له بعثت وروسته اسلام قبول کړ او د قریشو د مشرکانو په وړاندې د حضرت محمد (ص) تر ټولو ستر پلوئ او مدافع ؤ. حضرت ابو طالب (ع) تر دې وړاندې چې له نړۍ سترګې پټې کړی، خپلو خپلوانو او دوستانو ته له اسلامه د پیروۍ او د پیغمبر اکرم (ص) د دفاع وصیت وکړ. د حضرت ابو طالب (ع) د وفات په کال د پیغمبر اکرم (ص) وفادارې میرمن حضرت خدیجه (س) هم وفات شوه او د اسلام ګران پیغمبر (ص) د دغو دوو پیښو او د غم او خفګان د زیاتوالی له امله دغه کال (عام الحزن) یعنی د غم کال ونوماوه.

رسول اکرم (ص) د حضرت ابوطالب (ع) له وفاته وروسته وفرمایل : قریش تل له مانه په ویره کښې ؤ خو نه یې شو کولائ په ما غلبه ومومی تر دې چې ابو طالب وفات شو.

۱۰۰ کاله وړاندې د ۱۹۲۲کال دفرورۍ په اته ویشتمه نیټه

دمصر زوړ هیواد خپلواکی ترلاسه کړه . دغه هیواد له کابو اته زره کاله مخکې څخه مسکونی او له شپږنیم زرو کالو مخکې څخه دمرکزی حکومت لرونکی دی .داسلام له پنځیدو شل کاله وروسته دغه هیواد مسلمانانو فتح کړ. په ۹۶۹ میلادی کال کې فاطمیونو مصر وینوه او سوکه سوکه دغه هیواد دفاطمی خلیفه ګانو مرکز شو .په ۱۱۷۲کال کې دفاطمیونو لړۍ دایوبیانو دلړۍ په لاس نسکوره شوه . دشپاړسمې میلادی پیړۍ په لومړنیو کې عثمانیان پر مصر مسلط شول . په ۱۸۰۵کال کې له دې وروسته چې دانګلستان اوعثمانیانو ګډې قواؤ دنیپولیّن بناپارټ له شپږمیاشتنی نیواکه وباسه ، پر دغه هیواد واکمنی ئې دمحمد علی په نامه دعثمانی پوځ یوه ایټالیائی سردار ته وسپارله چې هغه دهغه جانیشینانو دمصر خپلواکه حکومت دخدیو په نامې سره په اختیار کې درلود.دنولسمې پیړۍ په وروستیو لسیزو کې دمصر خدیوګانو نالایقتوب په مصر کې دانګریزانو دزیاتیدونکی نفوذ لامل شو تر دې چې دخلکو دبلواؤ سبب شو او انګلستان له دغو بلواؤ سره د مقابلې لپاره په ۱۸۸۲کال کې دمصر سکندریه بندر کې هم ځواک پلی کړ . په ۱۹۱۴کال کې دلومړی نړیوال جنګ په لومړیو کې انګلستان دمصر دخلکو دپاڅون په خاطر دغه هیواد ترخپلې ولکې لاندې راوست. دمصر دخلکو دمبارزې دوام په تیره بیا له لومړی نړیوال جنګه وروسته دغه دوام لامل شو څو انګلستان په ۱۹۲۲کال کې دمصر خپلواکی په رسمیّت وپیژنی .

۳۶ کاله پخواد ۱۹۸۶کال دفرورۍ په اته ویشتمه نیټه

دسویډ دوخت لومړی وزیر اولاف پالمه په ډزو ووژل شو . هغه له خپلې میرمنې سره دسویډ په پلازمینې سټاکهم کې له یوه سنیما په ستنیدو ؤ چې ووژل شو . پالمه په ۱۹۲۷کال کې زیږیدلی ؤ او اوه کلن ؤ چې پلار ئې له لاسه ورکړ. هغه دښونځې له درس وروسته د پوهنتونی زده کړو لپاره امریکا ته لاړ او بیا له ستنیدو رووسته دسویډ له سوشل ډیموکراټیک ګوندسره یو ځای شو . هغه په ۱۹۶۹کال کې ددغه ګوند مشر شو او ترمرګ پورې ئې دغه څوکۍ په غاړه درلوده . اولاف پالمه له ۱۹۶۹کاله تر ۱۹۷۶کال پورې او بیا له ۱۹۸۱کاله تر ۱۹۸۶کال پورې دخپل هیواد لومړی وزیر ؤ . هغه دجنوبی افریقا دپخوانی رژیم او همداراز دصهونیسټ رژیم د توکمپالو سیاستونو مخالف ؤ . په همدې دلیل احتمال ورکول کیږی چې د دغو دوو رژیمونو عواملو هغه ترور کړی وی .

او له ننه ۳۱ کاله مخکې د ۱۹۹۱کال دفرورۍ په اته ویشتمه نیټه دفارس خلیج په څلویښت ورځنی جنګ کې اوور بند د امریکا دوخت د ولسمشر پلار جارج بش په وسیله اعلان شو . دفارس خلیج لومړنی شخړه د ۱۹۹۰کال په اګست میاشت کې په کویت دعراق دپوځ له ناڅاپی حملې او د دغه هیواد له نیواک وروسته پیل شوی وه . دکویت دنیواک په دوام د صدام په ټینګار او دبحران پر پوځی حل دواشنګټن اصرار پسې د امریکا،انګلستان اوفرانسې جنګی الوتکو د ۱۹۹۱کال له جنورۍ په عراق حمله پیل کړه او دفرورۍ په یویشتمه نیټه ئې په کویت کې دعراق د پوځ په ضد دمتحدینو مځکنۍ حمله هم شروع شوه . د اووربند له ټینګیدو وروسته دعراق اومتحده هیوادونو ترمینځ خبرې اترې وشوې او صدام د امنیت شورا دولس ماده ایزه پریکړه لیک ومانه . همداراز د امریکا ترنفوذ لاندې د ملګروملتو امنیت شورا دعراق د وخت پر رژیم د دباؤنو دزیاتولو لپاره ددغه هیواد په ضد پراخ نړیوال بندیزونه ولګول چې دعراق د ولس لپاره د ډیرو زیاتو تاوانونو اومشکلاتو لامل شول . د ۲۰۰۳کال په مارچ میاشت کې امریکائی اوانګریز عسکرو په عراق کې د ډل وژونکو وسلو د شتون په پلمه یو ځل بیا پر دغه هیواد حمله وکړه او دصدام له نسکورولو وروسته ئې دغه هیواد ونیوه .