Mar 03, 2022 13:06 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن دخالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کب د میاشتې ۱۴ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا دبرات د میاشتې له ۲ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې له ۵ نیټې سره برابره ده.

۱۰۴۷ کاله پخوا، د درې سوه شپږ نوېم هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په دویمه نیټه، د پینځمې هجری قمری پیړۍ مشهور فقیه، شاعر او عارف خواجه عبدا... انصاری د افغانستان د لویدیځ په هرات ښار کښې وزیږید. هغه له ماشومتوبه په شعر کښې خپل ذوق او هوښیارتیا وښودله او د قرآن د تفسیر، فقهې، حدیث او عقایدو په شان د دینی علومو ښوونه او تدریسول یې پیل کړل. هغه په عین حال کښې یو ستر او روڼ اند عارف ؤ او د هرات په پیر مشهور شو.

له خواجه عبدا... انصاری څخه د عربۍ او فارسۍ ژبو په نثر او نظم کښې ډیر ارزښتناک عرفانی آثار په یادګار پاتې دی چې پکښې تر ټولو مشهور (مناجات نامه)، (محبت نامه) او (زاد العارفین) دی. همداشان د (کشف الاسرار) په نوم د هغه د قرآن ادبی او عرفانی تفسیر په تفسیر کښې یو نوې سټایل ګڼل کیږی. خواجه عبدا... انصاری په کال څلور سوه یو اتیایم هجری قمری کال کښې وفات شو.

 

۱۹۵کاله پخوا په داسې یوه ورځ د ۱۸۲۷میلادی کال د مارچ په پینځمه نېټه اېټالیائی فېزېک پوه الېکساندر وولټا په دوه اتیا کلنۍ کښې مړ شو. هغۀ په پوهنتون کښې له تدریس سره په یو وخت په مطالعې او تحقیق لاس پورې کړ او د برېښنا د مقدار د اندازې کولو د آلې په جوړولو کښې کامیاب شو.

وولټا یوه موده پس برېښنائی پیل ایجاد کړ چې خپله د هغۀ په نوم یعنې وولټا پیل باندې ونومولی شو.

نن هم د برېښنا د توانمنۍ د اندازې اخېستو واحد د هغۀ په نوم نومول کیږی.

 

۱۹۵کاله پخوا په داسې یوه ورځ د ۱۸۲۷ میلادی کال د مارچ په پینځمه نېټه فرانسوی ریاضی پوه پیر لاپلاس مړ شو.

هغه په ۱۷۴۹میلادی کال کښې وزېږېد او له زدکړې وروسته یې د رضاضیاتو په تدریس لاس پورې کړ او د خپل عمر زیات کلونه یې د ریاضۍ او نجوم په علومو کښې په مطالعه او تحقیق کښې تېر کړل.

لاپلاس په دې نظریې باندې ټینګار کاوه چې زمکه میلینونه کاله مخکې له لمر څخه بیله شوې او ورو ورو یې پوستکی یا بهرنۍ برخه سړه اوکلکه شوې ده.

د هغۀ له اثارو څخه د نړۍ د منظومې نمائش او د احتمالاتو تحلیلی فرضیه نومونه اخېستې شوو.

 

۶۹ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د ۱۹۵۳میلادی کال د مارچ په پینځمه نېټه د پخوانی شوروی مقتدر او مستبد مشر جوزف سټالېن په څلور اویا کلنۍ کښې مړ شو.هغه په ۱۸۷۹میلادی کال کښې په ګرجستان کښې وزېږېد او له کمونېستی افکارو سره له اشنائۍ وروسته له بلشویکانو سره ملګری شو. سټالېن د تزاری روسیې د حکومت په خلاف د سیاسی فعالیتونو په خاطر په ۱۹۱۳ کال کښې سائبریا ته جلاوطن شو او په ۱۹۱۷ کال کښې د شوروی انقلاب تر کامیابۍ پورې هلته کښې ؤ.

هغه د لېنن د واکمنۍ په دوران کښې لوړو پوسټونو ته ورسېد او د هغۀ له مرګه وروسته ېې د کامنف او زینوویف په اتفاق سره د شوروی مشری په لاس کښې واخېسته.

خو سټالېن په ۱۹۲۷ کال کښې د تروتسکی په شمول د خپلو نورو حزبی سیالانو په حذفولو سره د کمیونېسټ ګوند او شوروی هېواد بلامنازعه مشر شو.

هغۀ د ګوند په دننه او بهر کښې د خپلو مخالفانو ختمولو او حذفولو ته په بې رحمۍ سره دوام ورکړ او د دویم نړیوال جنګ په دوران کښې ېې د وزیراعظمۍ او د ټولو قواو د ستر قوماندان پوسټونه هم په غاړه واخېستل . سټالېن د خپل مرګ تر وخته پورې په تشدد او قوت سره په شوروی باندې ډېکټاټوری او ساډوبی تحمیل کړه.

 

۵۵  کاله مخکې د ۱۳۴۵ هجري قمري کال د کب د میاشتې په ۱۴ نیټه  د ایران صدراعظم او د تیلو د ملي کیدو مشر ډاکټر محمد مصدق  وفات شو. هغه په ۱۲۶۱هجري لمریز کال کې په تهران کې دنیا ته راغی .مصدق په ۱۲۹۹هجری لمریز کال کې د مالییې د وزیر په حیث او دبهرنیو چارود وزیر په توګه  په وزارتخانوکې دندې ترسره کولې  او ورسته بیا په ملي جرګې کې د خلکو استازیتوب درلود . خو ورسته بیا یو څه موده له سیاست څخه ګوښه شو.مصد ق په ۱۳۲۲ کال کې  بیا سیاسي ډګر ته داخل شو او د  ملي شورا په ۱۴ او ۱۶پړاونو کې د تیلو د صنعت د ملي کیدو لپاره ډیره هڅه وکړه .هغه د ۱۳۲۹ هجري لمریز کال د کب په ۲۹ نیټه بریالی شو چې   په ملي شورا کې د ایت الله کاشاني په مشرۍ داسلامي بهیرونو په ملاتړ  دایران د تیلو د صنعت د ملي کیدو قانون په ملي جرګې او سنا جرګې کې په تصویب ورسوي . مصدق د ۱۳۳۰ هجري لمریز کال په غوایي میاشتې  کې د دغه قانون د اجرا اود تیلو څخه  دانګلیسي شرکت د لاس لنډولو لپاره د ایران صدراعظم شو . خو په ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د زمري په ۲۸ نیټه د امریکايي کودتا په بهیر کې له خپلو يو څو ملګرو سره ونیول او بندي کړای شو او د یو فرمایشي محکمي نه ورسته په درې  کال بند  محکوم شو . مصدق د خپل محکومیت  د دوران په تیرولو سره د تهران په لویدیځه کې په یوه کلي کې هم تبعید شو . هغه د تبیعد نه ورسته په همداسي یوه ورځ د احمد آباد

په کلي کې وفات شو .

 

۴۳  کاله مخکې د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د کب د میاشتې  په ۱۴ نیټه د ارواح ښاد رهبر حضرت امام خمیني په حکم سره د محرومانو او مستضعفانو په ملاتړ او د هغوي د توانمن کولو لپاره د مرستندویه کمیټه جوړه شوه. د مرسته رسونکۍ کمیټې مخینه د اسلامي انقلاب د بریالیتوب  ورستیو کلنو کابو ۱۳۴۲ کال ته رسیږي چې یو شمیر انقلابیانو ته چې د حضرت امام خمیني له ملګرو څخه وو دنده وسپارل شوه چې د مبارزانو ،اړمنو ،او دبندیانو د  کورنیو څخه  غور وکړي دغې مرستې د انقلاب تر بریالیتوبه پوري دوام ومونده او دانقلاب دکامیابۍ نه درې اونۍ  پس  دغه سازمان  له محرومانواو مستضعفانو  او تاوان رسیدلیو خلکوسره د مرستې د رسولو لپاره د  حضرت امام خمیني ره په حکم دغه سازمان  جوړ شو. کمیته امداد امام خمیني یا د امام خمیني د مرسته رسونکۍ کمیټې تر اوسه په ټول هیواد کې  د انسانانو لپاره دخیرښګڼو اومرسته کونکو هدفونو په لړ د توجه وړ خدمتونه کړي دي او توانیدلی دی چې په درست هیواد کې بیوزلو خلکو ته ډیرې مرستې ورسوي . همدارنګه دغه کمیټه په بیرنۍ حالت کې ځیني اسلامي هیوادونو ته هم ولسي مرستي استوي .

 

۹ کاله مخکې د ۲۰۱۳ میلادي کال د مارچ  په ۵ نیټه د ونزویلا  ولسمشر هوګو چاوز مړ شو.هوګو چاوز د ۱۹۵۴ میلادي د جون په ۲۸ نیټه زیږیدلی و. هغه د ونزوئلا ۶۴ ولسمشر وو. چاوز د بولیواري  انقلاب  د مشر په توګه پیژندل کیږي او د سوسیال ډیموکراسۍ د سیاستونو په خاطر او همدارنګه د نئولیبرالۍ  د نړیوالیدا پر ضد اوله  آمریکا د خارجي سیاست  پر ضد د ایران او فلسطین له دریځونو څخه  په ملاتړسره مشهور وو.  هغه همدارنګه د کیڼپال پینځم جمهوري غورځنګ ګوند جوړونکی و او په ۲۰۱۳ میلادي کال په  کنسر ناروغی د اخته کیدو په دلیل د ۵۸ کالو په عمر مړ شو . هوګو چاوز په ۱۹۹۸ کال د لومړي ځل لپاره د ونزویلا ولسمشر شو او په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۶

کلنو کې بیا هم په همدغې دندې کې و ټاکل شو. هغه د ۲۰۱۲ کال په  ټاکنو د څلورم ځل لپاره بریالی شو خو ناروغی سبب شو چې په ۲۰۱۳ کال کې د مارچ په ۵ نیټه له دې دنیا لاړ شي