تاریخ پاڼه
نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب دمیاشتې شلمه نېته ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یاد برات د میاشتې له ۸ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مارچ له ۱۱ نېټې سره برابره د
۱۱۱۸ کاله وړاندې د ۹۰۴ میلادی کال د مارچ په ۱۱مه نېټه، د اسلامی ټاټوبی د قلمرو د پراختیا په بهیر کې، د مدیترانې په والۍ مشهوره د مالټ جزیره فتح شوه.
د مالت پر جزیره د مسلمانانو واکمنی تر ۱۰۹۱ میلادی کال پورې، یعنې پردې جزیره د نورمن قوم تر ولکې پورې اوږده شوه.
مالت چې د یوشمېر وړو او لویو جزیرو څخه جوړ دی، ۳۱۶ مربع کیلومټره پراخوالی لری او کابو نیم میلیون تنه نفوس لری.
د مالت جزیره د ا روپا لویې وچې په سویلی اوبو او د ټونس او ایټالیا له هېوادونو سره نږدې پرته ده.
۳۷ کاله وړاندې د ۱۳۶۳ لمریز کال د کب په شلمه نېټه، تکړه فقیه او مجاهد عالم، آیت الله حاج آقا حسین خادمی وفات شو.
آیت الله حسین خادمی اصفهانی په ۱۲۸۰ لمریز کال کې په اصفهان کې وزږید.
هغه د لومړنیو او سطحی علومو له زده کړې وروسته نجف اشرف ته ولاړ او د میرزا نائینی، سید ابوالحسن اصفهانی او شیخ محمد جواد بلاغی په شان استادانو څخه علمی ګټه پورته کړه.
آیت الله خادمی په ۲۶ کلنۍ کې د اجتهاد لوړې درجې ته ورسید او اصفهان ته له بیرته ستنېدو وروسته، یې خپل د فقې او اصولو ددرس حلقه جوړه کړه او ډېر شاګردان یې وروزل.
دوی د کشف حجاب په بهیر کې، په خپلو توندو ویناوو سره د رضاخان رژیم سره مبارزې ته را پورته شو او د تیلو صنعت په ملی کېدو کې هم د آیت الله کاشانی او شهید نواب صفوی په څنګ کې ډېر فعالیتونه وکړل.
آیت الله خادمی د امام خمینی د نهضت له پیل څخه،په اصفهان کې د سلطنتی ضد اسلامی غورځنګ په جوړېدو او د خلکو په هڅونو او تشویق او د امام د موخو په بیانولو کې ارزښتمن رول ولوباوه.
له آیت الله سید حسین خادمی څخه ډېر تالیفات پاتې دی چې په علمی، فلسفی، تاریخی دلالو او منطقی تحلیلونو سره د اسلام دین د اثبات په برخه کې د رهبر سعادت کتاب شهرت لری.
۳۷ کاله وړاندې د ۱۹۸۵ میلادی کال د مارچ په ۱۱مه نېټه، د کنسټانټین چرنینکو د مرګ په اعلانېدو سره، د پخوانی شوروی د رهبرۍ په کچه د مرګ ومیر په اړه درې کلن کړکیچ پای ته ورسید او د کمونیست ګوند د سیاسی دفتر ترټولو ځوان غړی، میخاییل ګورباچف د چرنینکو د ځای ناستی په توګه معرفی شو.
د ګورباچف انتخاب چې د بلشویکی انقلاب له درېیم نسل څخه و، د کمونیست ګوند د رهبرۍ په توګه، ډېر پراخ داسې بدلونونه رامنځ ته کړل چې بلاخره شپږ کاله وروسته د شوروی د ټوټه کېدو لامل شول.
ګورباچف په حقیقت کې د شوروی دالحادی نظام د ړنګولو د مخنیوی لپاره، د پرسترویکا( بیارغونې) په نوم خپله اقتصادی نظریه او د ګلاسنوست ( پرانستی سیاسی فضا) په نوم خپله د کورنی سیاست نظریه مطرح کړه.
دغه دواړه سیاستونه په پلی کېدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې او ویې نه شو کولای چې د شوروی له دننه شړیدلی حکومت کورنۍ لانجې ختمې کړې.
کورنیو تیریو وساتی، داسې چې ګورباچف د خپل ځان پروړاندې د ۱۹۹۱ میلادی کال د اګست د کودتا له ماتې سره سره، بلاخره د هماغه کال په ډسمبر کې له واکه څنګ ته کېدو ته اړ شو او د شوروی د ټوټه کېدو سند یې لاسلیک کړ.
۳۲ کاله وړاندې د ۱۳۶۸ لمریز کال د کب د میاشتې په شلمه نېټه، د پاکستان اوسمهالی شاعر، ډاکټر ((عبدالحمید عرفانی)) په ۸۰ کلنۍ کې وفات شو،.
هغه د اسلامی کلتور د ژوندی کولو او د لویدیځ له کلتوری یرغل سره په مقابله کې ډېره ونډه ددرلوده او د پاکستان د مشهور شاعر او فیلسوف، اقبال لاهوری له پیاوړو شاګردانو څخه و.
ډاکټر عرفانی په مختلفو ادبی برخو کې له ۴۰ ډېر کتابونه تالیف کړی دی
هغه د پاکستان هېواد له رامنځ ته کېدو وړاندې، په ۱۹۴۵ میلادی کال کې د هند ددولت له خوا د انګلیسی ژبې د استاد په توګه ایران ته راغی او د پاکستان د خپلواک هېواد له جوړیدو وروسته، په تهران کې د پاکستان مطبوعاتی او کلتوری سلایار شو.
ډاکټر عرفانی د خپل عمر په وروستیو کالو کې، د هند د پنجاب په پوهنتون کې تدریس کاوه.
۱۸ کاله وړاندې د ۲۰۰۴ میلادی کال د مارچ په ۱۱مه نېټه د اسپانیا په پلازمینه، مادرید کې ترځمکې لاندې د مترو په څو تم ځایونو کې په یووخت د پنځو چاودنو له امله کابو ۲۰۰ کسان ووژل شول او زر نور ټیان شول.
دغه چاودنې، له دویمې نړیواولې جګړې وروسته په اسپانیا او اروپا کې ترټولو ستر ترهګر عملیات وبلل شول.
که څه هم چې د اسپانیا د وخت ښی اړخه دولت، د باسک بیلتون غواړی سازمان (اتا) ددې چاودنو په ترسره کولو تورن کړ، خو د القاعدې ډلې د یوې بیانیې په خپرولو سره ددې عملیاتو مسوولیت پرغاړه و اخیست.
په مادرید کې د مارچ د ۱۱مې چاودنو پایلې، په پارلمانی ټولټاکنو کې د سوسیالیست ګوند بریالیتوب او له عراقه د اسپانیوی پوځیانو وتل و.
۱۶ کاله وړاندې د ۲۰۰۶ میلادی کال د مارچ په ۱۱مه نېټه، د پخوانۍ یوګسلاویا دیکتاتور، سلوبودان میلو سویچ په ۶۴ کلنۍ کې د هیګ په بندکې مړ شو.
میلوسویچ په ۲۰۰۱ میلادی کال کې، د خپل حکومت له پرځېدو نهه میاشتې وروسته ونیول او په هیګ کې د پخوانی یوګسلاویا د جنایتکارانو محکمې ته وسپارل شو.
هغه د ځوانۍ په وخت کې د پخوانی یوګسلاویا له کمونیست ګوند سره یوځای شو.
میلوسویچ په ۱۹۸۹ میلادی کال کې د صربستان ولسمشر شو،
په دې وخت کې، د شوروی له بدلونونو په اغیزمنتیا سره، د پخوانۍ یوګسلاویا جمهوریتونو د خپلواکۍ لاره خپله کړه.
میلوسویچ د هغوی له خپلواکۍ سره مخالفت وکړ
خو سلوونیا او کرواسیا دد لویدیځ په ملاتړ سره، خپلواکی ترلاسه کړه.
د بوسنیا- هرزګوینیا جمهوریت خلکو هم په یوه ټول پوښتنه کې، له یوګسلاویا څخه خپلواکۍ ته رایه ورکړه.
خو د بوسنا د صربیانو له سخت مخالفت سره چې د میلوسویچ له پراخ ملاتړه برخور و مخ شول.
په دې توګه د بوسنیا خونړۍ جګړه له ۱۹۹۲ میلادی کاله پیل شوه او درې نیم کاله یې دوام و کړ.
ددې جګړې په بهیر کې د بوسنیا کابو ۲ لکه مسلمانان شهیدان شول او کابو دوه نیم میلیونه ګډوال شول.
د ۲۰۰۰ میلادی کال په ټولټاکنو کې د میلوسویچ له ماتې او کورنیو اعتراضونو وروسته، د هغه دولت وپرځېد او څه وخت وروسته میلوسویچ ونیول شو او د هیګ محکمې ته تسلیم شو.
د بالکان د جنایتکار د محاکمه، له ۲۰۰۲ میلادی کاله پیل شوه، خو د میلوسویچ په مړینې سره، د هغه محاکمه نا تمامه پاتې شوه.
۱۱ کال وړاندې د ۲۰۱۱ میلادی کال د مارچ په ۱۱مه نېټه، د جاپان په ختیځ په میاګی ولایت کې پروته، توهوکو سیمه له ۹ درجې ډېرې زوروې زلزلې ولړزوله.
دې زلزلې کابو ۱۲ زره کسان ووژل او په لکونو یې کډوال کړل،د جاپان په زلزله خیز هېواد کې په څو لسیزو کې ترټولو ستره زلزله وه.
د جاپان ورانونکې زلزلې، ددې هېواد د اټومی تاسیساتو ترځمکې لاندې ځینې برخې ورانې او دې هېواد ته یې په میلیارډونو ډالره تاوان واړاوه، داسې چې دغه هېواد ډېر وخت د فلج په حالت کې ورغی.
دغه زلزه په جاپان کې ۱۵ متره لوړه سونامی څپه او په نورو هېوادونو کې وړې څپې رامنځ ته کړې او له امله یې د جاپان په ډېرو برخو کې درانه زیانونه رامنځ ته کړل.
همدارنګه د جاپان د زلزلې له امله، د فوکوشیما اټومی بټۍ زیانمنه شوه او راډیو اکټیو مواد بیرون ته ووتل چې ژواک چاپېریال ته یې زیان ورساوه او کورنۍ او بهرنۍ اندېښنې یې په ځان پسې درلودې.