تاریخ پاڼه
نن د خالي ورځ،یا شنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب د میاشتې ۲۱مه نېټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا دبرات د میاشتې له ۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مارچ له ۱۲مې نېټې سره برابره ده
۹۶۲ کاله پخوا، د څلور سوه یو اتیایم هجری قمری کال د شعبان په نهمه نیټه، د مصر یو مشهور عالم او فقیه ابن براج طرابلسی له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په مصر کښې وزیږید. خو د دې په دلیل چې تر ډیر وخته یې د نننی لبنان په شمال کښې په طرابلس ښار کښې د قضاوت مقام په غاړه درلو، په طرابلسی مشهور شو. هغه د سید مرتضی او شیخ طوسی په شان عالمانو له محضره استفاده وکړه. ابن براج د اسلام مشهور دانشمند دی چې د هغه لیدتوګی او نظریات د لویو فقیهانو د پام وړ وو. هغه یو داسې لیکوال دی چې د فقې او کلام کتابونو لیکلو ته یې ملا وتړله. د ابن براج مشهور اثر د (الجوامع الفقیه) په نوم یوه ټولګه ده. په دغه کتاب کښې د فقهی مسایلو په هکله کابو اته سوه شل پوښتنې او ځوابونه راغلی او د دینی علومو یو ارزښتمن کتاب ګڼل کیږی.
۸۶۶ کاله پخوا، د پنځه سوه اووه اویایم هجری قمری کال د شعبان په نهمه نیټه، په ابن انباری مشهور د بغداد یو لغت پیژاندی او فقیه ابو البرکات عبدالرحمن بن محمد وفات شو. هغه خپلې زده کړې د بغداد په نظامیه مدرسې کښې پائ ته ورسولې او د خپلو لوړو معلوماتو او لوړو درجو کسبولو په دلیل په همغه مدرسه کښې په تدریس بوخت شو. له دغه لوړ فقیهه ډیر کتابونه او رسالې په یادګار پاتې دی چې پکښې (الاسرار العربیه) ته اشاره کولئ شو.
۱۶۸ کاله وړاندې د ۱۸۵۴ میلادی کال د مارچ په ۱۲مه نېټه، په عثمانی پلازمېنه، استانبول ښار کې د فرانسې، انګلیستان او عثمانی امپراتورۍ ترمنځ د قسطنطنیه تاریخی تړون لاسلیک شو.
ددې تړون له لاسلیک وروسته، یادو درې واړو هېوادونو په اروپا کې د تزاری روسیې له پراختیا غوښتنو سره په مقابله کې داسې بریالیتوبونه ترلاسه کړل چې په کریمه جګړه کې پر روسیه بریالیتوب، یو له دې بریالیتوبونو څخه و.
۹۲ کاله وړاندې د ۱۹۳۰ میلادی کال د مارچ په ۱۲مه نېټه، په هند کې ددغه هېواد د خپلواکۍ مشر، مهاتماګاندی په امر، د نافرمانۍ ستر غورځنګ پیل شو.
دغه ستر غورځنګ ټولو هندی آزادی غواړو او وطن پالو پکې ګډون درلود، د مالګې د مالیاتو د زیاتولو په اړه د بریټانیا د ښکیلاکی دولت له نویو پرېکړو سره د مقابلې په موخه پیل شو.
ګاندی له دې ظالمانه قانون سره د مبارزې لپاره، له خپلو ۷۸ زره ملګرو سره یوځای، د سمندر له اوبو څخه د مالګې برابرولو ته مخه کړه.
له دې عمل وروسته، بریټانویانو په لسګونو زره هندیان ونیول او زندانی یې کړل او همدا اقدام ددولتی ادارو په کار کې د ګډوډۍ لامل شو.
د ګاندی دغه اقدام د بریټانیا پرضد د منفی مبارزې کولو لپاره بېلګه شوه او بلاخره انګلیستان یې شاتګ ته اړ کړ.
۵۴ کاله وړاندې د ۱۹۶۸ میلادی کال د مارچ په ۱۲مه نېټه، د افریقا په سویل کې وړوکی هېواد، موریس له انګلیستان څخه خپلواکی ترلاسه کړه.
هالنډیان په ۱۷مه میلادی پېړۍ کې دې ټاټوبی ته ننوتل او فرانسویانو په ۱۸مه میلادی پیړۍ کې موریس ونیو.
په ۱۸۱۴ میلادی کال کې، انګلیستان د موریس ټاپولاندې کړه او هغه یې خپله ښکیلاک مینه کړه
د خلکو د مبارزو او د ملګرو ملتونو له سپارښتنې وروسته، انګلیستان په ۱۹۶۸ میلادی کال کې د موریس خپلواکی ومنله.
د موریس هېواد په جمهوری نظام سره اداره کېږی او کابو دوه زره مربع کیلومټره پراخوالی لری او له یو میلیون ډېر نفوس لری.
۳۷ کاله وړاندې د ۱۳۶۳ لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۱مه نېټه، د تهران یو مشهور عالم، آیت الله محمود انصاری قمی وفات شو.
هغه په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د تهران په سویل، د قم په سپېڅلی ښار کې وزږید او وروسته له دې په ۱۳ کلنۍ کې یط پلار وفات شو، خپلو وروڼو تر سرپرستۍ لاندې یې لومړنی اسلامی درسونه زده کړل.
هغه وخت آیت الله انصاری نجف ته ولاړ او ددې مقدس ښار په علمی حوزه کې یې له استادانو څخه ډېره علمی ګټه پورته کړه.
هغه د ایران او عراق له څو عالمانو څځه د اجتهاد او روایت اجازه ترلاسه کړه.
د پهلوی دیکتاتوری رژیم پرضد د امام خمینی رح په رهبرۍ د ایران د خلکو د ۱۳۴۲ لمریز کال د پاڅون په بهیر کې، آیت الله انصاری مهم رول درلود.
هغه یو کال وروسته د خلکو چارو ته د رسېدنې او تبلیغ لپآره تهران ته ولاړ او د ایران په پلازمېنه کې یې د خپل شتون په وخت کې، د امام خمینی په شمول له پیاوړو عالمانو د ډېر باور وړ و.
ددې پیاوړی عالم ځینې تالیفات عبارت دی له : (( تقریرات درس فقه آیت الله سید محسن حکیم )) او (( تقریرات دروس فقه، اصول و تفسیر آیت الله خویی)).