Mar 14, 2022 17:28 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د ګل ورځ یا ۲ شنبه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب د میاشتې درویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا دبرات د میاشتې له ۱۱ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې له څوارلسمې نیټې سره برابره ده

۱۴۱۰  کاله پخوا، د درې دیرشم هجری قمری کال د شعبان په یوولسمه نیټه، د پیغمبر اکرم (ص) ګران لمسی د حضرت امام حسین (ع) مشر زوئ حضرت علی بن حسین (ع) په مدینه کښې وزیږید. هغوئ چې خپل غور نیکه حضرت محمد (ص) سره یې زیات ورته والئ درلود، د خپل نیکه حضرت علی (ع) او پلار حضرت امام حسین (ع) له محضره پریمانه استفاده وکړه او خپل ځان یې په اخلاقی ښیګړو او اسلامی معارفو ښکلئ کړ. حضرت علی بن حسین (ع) له خپلو کشرانو وړونو سره د نومونو ورته والی په دلیل چې هغو هم علی نوم درلود، په علی اکبر یعنی مشر علی مشهور دئ. هغوئ د اموی حکومت ظلم او طاغوت پر خلاف د خپل پلار د پاڅون په بهیر کښې وتلئ رول درلود او د یو شپیتم هجری قمری کال د محرم په لسمې نیټی د دغه حرکت په دوام کښې، په کربلا کښې د امام حسین (ع) او د هغه حضرت له یارانو سره د یزید بن معاویه د لښکر په جنګ کښې، د جنګ میدان ته ولاړ او له میړانه جنګ وروسته، شهادت ته ورسید.

۹۱۴  کاله پخوا، د پینځه سوه نهه ویشتم هجری قمری کال د شعبان په یوولسمه نیټه، یو لوئ ایرانی عارف، حکیم او شاعر سنایی غزنوی په غزنین کښې وفات شو. هغه په څلور سوه اووه شپیتم هجری قمری کال کښې وزیږید او په ځوانۍ کښې یې څه موده د باچاهانو ستاینې ته مخه کړه. خو ډیره موده نه وه تیره چې دغه ډول ژوند یې پریښود او عرفان ته یې مخه کړه . هغه له دې وروسته، د خلکو خدمت او پتمنی خپله پیشه وګرځوله او په خپلو شعرونو کښې یې په ظالمو او فاسدو واکمنانو نیوکې پیل کړې. سنایی د فارسۍ شعر د سبک په بدلولو او پکښې د ډول ډولوالی په رامینځته کولو کښې اغیز من ؤ. هغه د فارسۍ شعر په تیره بیا د قصیدې او غزل په دوده ایز جوړښت کښې بدلون راوسته . د سنایی غزنوی تر ټولو مهم اثر د (حدیقة الحقیقه) هغه کتاب دی چې د شعر په بڼه او مثنوی چوکاټ کښې ویل شوی او پکښې د شاعر اخلاقی او معنوی افکار منعکس شوی دی. (الهی نامه)، (کارنامه بلخ) او (طریق التحقیق) د سنایی نور آثار دی .

۳۷۳  کاله پخوا، د یو زرو اویایم هجری قمری کال د شعبان په یوولسمه نیټه، په مجلسی اول مشهور یو لوئ ایرانی عالم او عارف علامه محمد تقی مجلسی وفات شو. هغه په یو زرو دریم هجری قمری کال کښې په اصفهان ښار کښې چې په هغه وخت کښې د صفویه لړۍ د پلازمینی په توګه د خپلې علمی او کلتوری غوړیدنې په اوج کښې ؤ، وزیږید. د علامه مجلسی ټوله کورنۍ فاضله او علم لرونکی وه ، په دې ډول هغه خپل څه درسونه له خپل پلاره او څه نور د خپلې کورنۍ له غړیو څخه زده کړل. دغه تکړه عالم د فقې، کلام، حدیث او تفسیر له زده کولو وروسته، د لوئ او مشهور عارف او عالم د شیخ بهایی د درس په محضر کښې حاضر شو او د هغه په لار ښونې یې د عرفانی سیر او سلوک پړاوونه کچ کړل. محمد تقی مجلسی نجف اشرف ښار ته له سفر وروسته هم دغه معنوی سیر کچ کړ او لوړو مرتبو ته ورسید. هغه اصفهان ته له رسیدا وروسته، په فقې، حدیث، کلام او تفسیر کښې د یوه تکړه او نامتو استاد په توګه ګڼل کیده او ډیر شاګردان یې وروزل چې پکښې مهم د هغه زوئ محمد باقر مجلسی ؤ. د علامه محمد تقی مجلسی تالیفات ډیر دی چې پکښې (اربعین)، (شرح زیارت جامعه) او (روضة المتقین) ته اشاره کولئ شو.

۱۴۳  کاله پخوا د ۱۸۷۹ زیږدیز کال د مارچ په ۱۴مه، د فزیک او ریاضی نامتو پوه (( آلبرټ اینشټین)) په جرمنی کې وزږید.

هغه په ۱۹۰۵ زیږدیز کال کې د سویس هېواد تابعیت واخیست او په همدې کال یې درې مقالې خپرې کړې، چې هره یوه یې د فزیک په علم کې د نوې څانګې سرچینه شوه.

اینشټین په ۱۹۱۶ زیږدیز کال کې د عمومی نسبیت نظریه خپره کړه، چې په بشری علومو کې یې نوې لیدتوګې رامنځ ته کړې .

هغه په ۱۹۲۱ زیږدیز کال کې د هغو هڅو او پلټنو په وجه، چې پر فوتونونو او نظری فزیک تر سره کړې وې، د فزیک په برخه کې د نوبل جایزې په ګټلو بریالی شو.

د اټوم د زمانې د یو مخکښ په توګه اینشټین پلټنو او نظریو، د اټومی پلټنو په پراختیا کې ډېرې اغېزې لرلې او د اټوم بم د جوړېدو لامل شوې.

خو نوموړی وروسته له هغو خواشینی شو چې پوه شو، دده پلټنې د ځینو هېوادونو له خوا د اټوم بم د جوړیدولامل شوې دی.

اینشټین په ۱۹۵۵ کال کې مړشو.

۶۸ کاله مخکې، د ۱۹۵۴ زیږدیز کال د مارچ په ۱۴مه، د (( دین بین فو)) تاریخی او ستره جګړه، چې په هندوچین کې یې د بریتانیا او فرانسې ښکیلاکګرو ځواکونو برخلیک وټاکه پیل شوه.

په دې جګړه کې د ویټ مینی عسکر، چې د ویټنام د خپلواکۍ لپاره یې جګړه کوله، د فرانسې له ښکیلاکی پوځ سره، چې په ظاهره یې د ډین بین فو په نه ماتېدونکې کلا کې، مورچلې نیولې وې، ونښتل او بالاخره د هماغه کال د مې میاشتې په ۷مه، د دین بین فو کلا د فرانسوی قوماندان، جنرال دوکاسپری په تسلیمېدو او د ویټ مینانو په بریالیتوب سره دغه جګړه ختمه شوه او پر ویټنام د فرانسوی ښکیلاک سلطه هم پای ته ورسیده.

۶۰ کاله مخکښې د دیارلس سوه څلویښتم هجری لمریز کال د کب د میاشتې په درویشتمه نیټه، د ایران د اوسمهاله تاریخ مشهور سیاسی شخصیت او مبارز روحانی، آیت ا... سید ابوالقاسم کاشانی وفات شو.

هغه په ځوانۍ کښې د نجف له علمی حوزې څخه په فقه کښې د اجتهاد درجې په تر لاسه کولو بریالئ شو او په همغه حال کښې یې د نورو روحانیونو په مرستې سره، پر عراق د انګریز ښکیلاک د سلطې پرضد سخته مبارزه پیل کړه، چې له دغه هیواده د هغوئ د ایستلو لامل شوه.

آیت ا... کاشانی په ایران کښې هم د انګریز ښکیلاک د نفوذ پر ضد مبارزه پیل کړه او د دغو مبارزو په وجه، څو کاله بندی شو.

د تهران خلکو، له بنده د آیت ا... کاشانی له آزادیدو وروسته، د هغه د مبارزو د قدرونې په خاطر، هغه ملی شورا ته د خپل استازی په توګه واستاوه.

له ډاکټر مصدقه د آیت ا... کاشانی په ملاتړ او د ایران د مسلمانو خلکو د مبارزو په دوام سره، په ایران کښې د تیلو صنعت ملی اعلان شو او مصدق لومړی وزیرشو. خو وروسته له هغې، چې د انګریز لاس پوڅئ، قوام السلطنه لومړی وزیرشو، آیت ا... کاشانی د اعلامیې په خپرولوسره خلک ډګر ته راوبلل چې په پایله کښې، د دیارلس سوه یو دیرشم کال د چنګاښ په دیرشمه نیټه پراخ پاڅون وشو.

باچا چې خپل ځائ یې په خطر کښې لیده، د قوام السلطنه له څنګته کیدو سره یې موافقه وکړه او مصدق یوځل بیا لومړی وزیر شو.

په دیارلس سوه دوه دیرشم لمریز کال کښې له امریکایی کودتا او ایران ته د باچا له راستانیدا وروسته، د هغه ګوډاګیو آیت ا... کاشانی تر نظر لاندې نیولئ ؤ تر دې چې بالاخره له ښکیلاک سره له یوه عمر مبارزې وروسته یې، په داسې ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې.

۴۴ کاله مخکښې د ۱۹۷۸ زیږ دیز کال د مارچ په ۱۴مه، د صهیونیسټ رژیم پوځ، د تل ابیب په شاوخواکې د فلسطینی جنګیالیو د عملیاتو په پلمه، د لبنان پر خاوره تېری پیل کړ.

په دې تېری کې چې د لبنان او فلسطین د ډېرو ولسی خلکو له پراخې وژلې سره مل و، د صهیونیسټ رژیم پوځ د لبنان سویل د لیطانی سیند تر غاړې پورې ونیو.

اسراییل د اوبو د سرچینود کمبود له امله، تل ددې سیند د اوبو لوټلو په لټه کې و.

د لبنان په سویل د صهیونیسټ رژیم د پوځ د برید په درشل کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۴۲۵ پریکړه لیک په خپریدو سره د لبنان له سویل څخه ددغه رژیم د ژر تر ژره وتلو غوښتونکې شوه او ددې سیمې د سولې ساتلو لپاره یې یو څلور زره کسیز ځواک واستاوه.

له دې سره سره، صهیونسټانو د لبنان له سویله له وتلو مخکې، د پوځی لبنانی یاغی سعدحداد په مشرۍ په ځان پورې تړلی سیمه ییز مزدور ځواک جوړکړ.

صهیونیسټ رژیم په ۱۹۸۲ کال کې یوځل بیا پر لبنان برید وکړ او ددې هېواد سویل یې ونیو، تر دې چې په ۲۰۰۰ کال کې د لبنان د اسلامی مقاومت د جنګیالیو له خوا، دغه رژیم ته د ور اوښتو ټکانونو له امله، ددې هېواد له سویلی نیواکی سیمو شاتګ ته اړشو.