Mar 16, 2022 12:04 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ یا ۴ شنبه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب د میاشتې پنځویشتمه، د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا د برات د میاشتې له ۱۳ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې شپاړسمه نیټه ده

۱۱۵ کاله وړاندې د ۱۲۸۵لمریز کال د کب دمیاشتې په پنځه ویشتمه د ایران  یوه د ښه ذوق څښتنه او استعداد لرونکې شاعره او لیکواله میرمن پروین اعتصامي  دایران په یوه شمالی ښارتبریز کې  په یوې ادبي او فاضلې کورنۍ کې  وزیږیده .  دهغې پلار یوسف اعتصام الملک د خپل وخت یو نامتو لیکوال او ژباړن ؤ ،او دهغه کور دملک الشعرای بهار  او علامه دهخدا په څير د ادیبانو غونډيدو ځاي   ؤ . میرمن پروین اعتصامي  دایران اوعربو ادبیات زده کړل او  په شعر ویلو کې ئې له ماشوموالي  وړتیاوې ښکاره شوې . هغه د زده کړو په پړاؤ کې دښونځي یوه  غوره شاګرده وه  او په تبریز کې ئې دښونځي  دزده کړو له بشپړولو وروسته تدریس ته مخه کړه . پروین اعتصامي  په ټولو سفرونو کې له پلار سره  یو ځاي وه  او د داخل او بهر په سفرونو کې  ئې ډيره تجروبه ترلاسه کړه  او پخپلو شعرونو کې ئې ورځيني استفاده وکړه . له میرمن پروین اعتصامي څخه  دشعرونو یو دیوان پاتې دی چې  دهغې  قصیدې ، قطعې ، مثنویانې  او غزلیات  پکې شامل دي او په هغو کې ئې لوړانساني،اخلاقي اوټولنیز مضمونونه ویلی دي.میرمن پروین اعتصامي  ، یوه حقیقت پاله اوټولنیزه شاعره  وه . هغې دایران دنورو شاعرانو په څیر  په اعتقادي ،دیني او اخلاقی  اصولو کلکه  او  ټينګه ولاړه وه  او له هرڅه زیات   د پروردګار  مهربانۍ او مرستې ته  هیله منه  ده. دهغې په ټولو شعرونو کې  دیني ،اخلاقي او  عرفاني مضمونونه اخښل شوي دي . دغه لویه شاعره  په ۱۳۲۰لمریز کال کې په ۳۵کلنۍ کې وفات شوه

 

۸۳ کاله پخوا د ۱۹۳۹کال دمارچ په شپاړسمه نیټه د دوهم نړیوال جنګ له پیلیدو مخکښې، پخوانی چکسلواکيا هیواد، د نازي جرمني د وسله وال پوځ له خوا وینول شو . په دې توګه له آسټریا وروسته چیکسلواکیه هیواد دوهم هیواد ؤ چې  دهیټلري جرمني په  نیواک کښې راغی. د جرمني پوځ  د ۱۹۳۸کال د ستمبر په دیرشمه نیټه په چیکسلواکیه کې سودت  سیمه ونیوله   او وروسته  ئې په دغې ورځې ټول هیواد ونیوه.

 

۸۲  کاله وړاندې د ۱۹۴۰ م کال د مارچ په ۱۶مه نیټه په همدې ورځ سویډنۍ لیکواله سلما لاګرلوف مړه شوه .

نوموړې په ۱۸۵۸ م کال کې وزږیده او د زده کړو له پای ته رسولو وروسته په تدریس او د داستانونو په لیکلو بوخته شوه ګرلوف لومړنۍ میرمن وه چې په ۱۹۰۹ م کال کې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې په ګټلو بریالۍ شوه .

د هغې له کتابونو(( د ګوستا برلینګ افسانه ، د عیسی افسانه او نه لیدل کیدونکې ریښې )) ته اشاره کولای شو .

 

او له ننه ۳۴ کاله مخکښې د ۱۳۶۶ هجري لمریز کال د کب د میاشتې په پنځویشتمه نیټه د عراق بعث رژیم د دغه هیواد په شمال ختیځ کښې د حلبچې کُرد میشته ښار باندې په بې رحمۍ سره د کیمیاوي وسلو بمباري وکړي. دا بمبار په داسې حالاتو کښې پیل شو چې د عراق پخوانی رژیم له یوې خوا د ایران له مسلمانو ځواکونو او د عراق له کُرد مبارزانو سره له مقابلې ناتوانه شوی و او له بلې خوا د حلبچه ښار مسلمانو خلکو د صدام د بې حده ظلمونو په وجه د ایران د اسلامي جمهوریت د جنګیالیو هرکلی وکړ او په نتیجه کښې د هغه له غچ اخیستنې سره مخ شول.

په حلبچه کښې د عراق د پخواني رژیم په بوږنونکي جنایت کښې تیري ګرو له پنځو زرو زیات بیګناه انسانان د زهرجنو ګیسونو په وجه په ډیره بده توګه ووژل شول خو لویدیځو هیوادونو چې خپله یې د کیمیاوي وسلو د جوړولو ټیکنالوجي او ضروري اوزار عراقي رژیم ته ورکړي وو، د دې وحشتناک او بې مخینې جنایت په وړاندې هیڅ ونه کړل.

 

او له ننه ۸ کاله وړاندې د ۲۰۱۴ م کال د مارچ په ۱۶مه نیټه د کریمیا ټاپو خلکو د یوې ټول پوښتنې په ترځ کې له روسېې سره د یو ځای کیدا لپآره رایه ورکړه .

د اوکراین د ولس مشر ویکتور یانکوویچ د دولت له سقوط او د اوکراین او روسېې په اړیکو کې له تاوتریخوالی وروسته د روسېې فوځی کښتۍ د سواستو پول په بندر کې ځای پر ځای او د کریمیا ټاپو ېې ونیوله او بیا روسی ځواکونه هم د کریمیا په ټاپو کې میشت شول .

د روسېې دولت خپل دې اقدام ته د مشروعیت ورکولو په موخه په کریمیا ټاپو کې دټول پوښتنې اقدام وکړ او دې ته په پام سره چې د کریمیا ټاپو ډیری وګړی په قوم روسان ؤ له روسېې سره د هغوی د یو ځای کیدا لپاره د خلکو د رایو پایله د تمې پر خلاف نه وه .