تاریخ پاڼه
نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب د میاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا د برات د میاشتې له ۱۴ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ له اوولسمې نیټې سره برابره ده
۱۳۸۳ کاله وړاندې د ۶۳۶ میلادی کال د مارچ په ۱۷مه د رومیانو له ماتې ورسوته، بیت المقدس د مسلمانانو لخوا فتح کړای شو.
د اسلام له ظهور وروسته او د اسلامی فتوحاتو د پراختیا په بهیر کې له رومیانو سره د مسلمانانولومړنۍ جګړه د سره سمندر په شمال کې وشوه . د دوهم خلیفه حضرت عمر (رض) په وخت د مسلمانانو لښکرو رومیانو ته ماتی ورکړه او دفلسطین جنوب یې ازاد کړ . له دغه ماتی وروسته د روام امپراتور فلسطین ته یو ستر لښکر واستوه ، خو په هغه نښته کې چی په فلسطین کې وشوه رومیانو یو وار بیا له مسلمانانو سختې ماتی وخوړه او په دغه جنګ کې د روم د لښکر قوماندان ووژل او مسلمانانو دمشق ونیوه .
له هغې وروسته مسلمانان په فلسطین او شام کې دیره شول او د بنی عباسو دواکمنۍ په یوه پړاو کې په بغداد کې د خلافت د مرکز تابع ؤ . خو په مصر کې د فاطمیونو دواکمنۍ په وخت فلسطین د هغوی یوه برخه وګرځیده .
له ۱۰۹۷ میلادی کال راهیسې مسیحیانو د بیت المقدس د نیولو لپاره صلیبی جنګونه پیل کړل او دغه ښار څو ځله د یوه بل لاس ته وغورځیده خو بالاخره په ۱۲۵۰ میلادی کال کې د مسلمانانو د سردار صلاح الدین ایوبې لخوا آزادی کړای شو او له هغې وروسته د مسلمانانو په لاس کې پاتی شو.
په لومړی نړیوال جنګ کې درست فلسطین د انګریزانو لخوا ونیول شو او له ۱۹۴۸ میلادی کال راهیسې د نړیوال استکبار د دسیسو له مخې د صهیونست رژیم په نیواک کې دی . خو د فلسطین مسلمان ملت چې ددغه ټاټوبې اصلی خاوندان دی د خپلو نیول شویو ټاټوبو د ازادی لپاره له غاصبو صهیونستانو سره خپلو مبارزو ته دوام ورکوی .
۸۰۴ کاله پخوا، د شپږ سوه نهه دیرشم هجری قمری کال د شعبان په څوارلسمه نیټه، یو مسلمان ریاضی پوه، طبیب او فقیه ابن یونس وفات شو. هغه د خپل وخت د دودو علومو زده کړې په لومړیو کښې له خپل پلاره او وروسته د هغه وخت د نورو نامتو عالمانو په محضر کښې زده کړل. هغه په هغه وخت کښې چې په اسلامی تمدن کښې د علمی غوړیدا پړاؤ ګڼل کیده، په بیلا بیلو علومو او فنونو کښې د پوهې او مهارت خاوند ؤ. دغه مسلمان فقیه د خپلو زده کړو په پائ کښې، د قاهرې په یوشمیر ښونځیو کښې تدریس ته مخه وکړه او له هغه تر څنګ یې ډیرو آثارو لیکلو ته هم ملا وتړله . هغه له فقې، طب او ریاضۍ سربیره په موسیقۍ کښې هم له پام وړې پوهې برخمن ؤ. له ابن یونسه ګڼ شمیر ارزښتمن تالیفات په یادګار پاتې دی چې پکښې د نجوم علم په باره کښې د (الاسرار السلطانیه) کتاب ته اشاره کولئ شو.
۶۱۰ کاله پخوا، د اته سوه دوه څلویښتم هجری قمری کال د شعبان په څوارلسمه نیټه، یو مسلمان ادیب او فقیه ابن مرزوق حفید وفات شو. هغه د ځوانۍ په شپو ورځو کښې حج ته د دوو سفرونو په ترڅ کښې ، د قاهرې، اسکندریې او قسطنطنیې له ښارونو په تیریدا سره د هغو ټاټوبیو د ادب او علم له لویو عالمانو څخه پوهه ترلاسه کړه. د مرزوق د کورنۍ یو شمیر کسان د فقې، ادب او سیاست لویان وو. ابن مرزوق حفید د خپل وخت د خلکو په اسلامی کلتور کښې غوره اغیز په ځائ پریښی دی. د (الحدیقه) کتاب چې د حدیث په علم کښې د نظم په بڼه دی، د دغه مسلمان دانشمند له اثارو ګڼل کیږی .
۱۴۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه لومړی هجری قمری کال د شعبان په څوارلسمه نیټه، په فرهنګ مشهور د ایران یو لیکوال او شاعر میرزا مرتضی خان په تهران کښې وزیږید. هغه اووه کلن ؤ چې پلار یې له لاسه ورکړ او په ډیرو هڅو او زیارونو سره یې د خپل وخت د دودو علومو زده کړو ته مخه کړه . فرهنګ د مشروطیت غورځنګ له پیلیدا سره د مشروطه غواړو مبارزینو په صف کښې ودرید او په همغه وخت کښې له سیاسی فعالیتونو سره د ورځپاڼی په کار کسب هم بوخت شو او د پایتخت، خاورستان او فرهنګ په نوم ورځپاڼی یې هم خپرې کړې. دغه ایرانی لیکوال څه موده په ویانا، استنبول، پاریس او سوئیس کښې تیره کړه او په دغې مودې کښې د خپلو زده کړو له بشپړولو سره سره یې د دینی معارفو او علومو خپرونې ته هم ملا وتړله . فرهنګ په شعر ویلو کښې روانه طبعه درلوده او په لیکنې کښې هم له ډیر مهارته برخمن ؤ. د هغه شعرونه غالبا د ایران، فرانس او ترکیې په ورځپاڼو کښې چاپ شوی دی .
۷۴ کاله وړاندې د ۱۹۴۸ میلادی کال د مارچ په ۱۷ د انګلستان، فرانسی، بلژیک، هالینډ او لوګزامبورګ د هیوادونو استازو د بلژیک په پلازمینی بروکسل کې له یوه بل سره د ملګرتیا تړون لاسلیک کړ . په دغه تړون کې چی د بروکسل تړون نومیږی دغو هیوادونو ژمنه وکړه خپلی کلتوری او اقتصادی اړیکی به پراخوی او ګډ دفاعی سیستم به جوړوی . د بروکسل تړون د ناټو د پوځی تړون د جوړیدو لپاره زمینه آواره کړه . څو میاشتی وروسته د امریکا او کاناډا او د بروکسل د تړون د لاسلیک کونکو هیوادونو ار مینځ په واشنګټن کې غونډه وشوه چې په ۱۹۴۹ میلادی کال کې ددغو او د لویدیځی اروپا د نورو هیوادونو تر مینځ د ناټو د تړون د لاسلیکیدا لامل شوه .
۲۷ کاله وړاندې د ۱۳۷۳ لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په ۲۶مه نېټه، د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر، حضرت امام خمینی رح قدرمن زوی، حجت الاسلام، سید احمد خمینی، وفات شو.
هغه په ۱۳۲۴ لمریز کال کې په قم کې وزږید او د خپل قدرمن پلار تر څارنې لاندې و روزل شو او ددینی علومو زده کړو ته یې مخه کړه.
حجت الاسلام سید احمد خمینی د ایران د اسلامی انقلاب په بهیر کې د انقلابیونو او امام خمینی رح ترمنځ د اړیکو په رامنځ ته کولو کې مهم رول درلود.
د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته هم د حضرت امام خمینی رح دې عزتمند زوی چې ځان یې انقلاب ته وقف کړی و، د مختلفو چوکیو لپاره له ډېرو وړاندیزونو سره سره، هماغه شان د امام خمینی په خدمت کې پاتې شو او د هغه یار او ملګری و.
حجت الاسلام سید احمد خمینی په هغه شپږ و کالو کې ،چې د قدرمن پلار له رحلته وروسته یې ژوندی و، د انقلاب له اصولو او د آیت الله خامنه ای له مشرۍ یې ملاتړ ته مخه کړه.
او له ننه ۲۵ کاله وړاندې د ۱۳۷۵ ه ل کال د کب یا حوت د میاشتې په ۲۶مه نیټه د قم علمیه حوزې پیاوړی مدرس آیت ا.. احمد پایانی اردبیلی وفات شو .
د قم علمیه حوزې پیاوړی استاد اوپه علم فضل او تقوا کې مشهوره څیره ایت ا.. حمد پایانی اردبیلی په ۱۳۰۶ لمریز کال کې په اردبیل کې نړۍ ته راغی .
په خپل زیږنځي کې ېې د مقدماتو له زده کولو وروسته په شل کلنۍ کې د زده کړو د دوام په موخه قم ته سفر وکړ .
ایت الله پایانی له تحصیل سره هممهاله تدریس هم کاوه او له تنګلاسۍ سره سره ېې یوه لحظه هم تحصیل او تدریس پری نه ښود .
نوموړی د سطوحو د تدریس په پنځوس کلونو کې پریمانه شاګردان وروزل او د خپل عمر په وروستیو کلونو کې د هغوی تدریسی ټولګی په حوزه کې تر ټولو غوره ټولګی ګڼل کیده .
آیت الله پایانی دحضرت امام خمینی ره په مشرۍ د رژیم ضد مبارزاتو له هماغه پیله د پهلوی دستګاه په وړاندې مبارزې ته مخه کړه .
هغوی د انقلاب له بریالیتوب وروسته د انقلاب له مدافعانو ؤ او د امام د دریځونو له تایید او ملاتړ ېې مخ نه اړاوه .
بلآخره دا ستر عالم د ۱۳۷۵ ل کال د کب په ۲۶مه نیټه د ۶۹ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې