Mar 16, 2022 14:57 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب دمیاشتې ۲۷مه نېټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا د برات د میاشتې له ۱۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مارچ له ۱۸مې نېټې سره برابره ده

۱۱۸۸ کاله پخوا، د دوه سوه پینځه پنځوسم هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د خدائ د ګران رسول (ص) یو لمسی، د حضرت امام حسن عسکری (ع) زوئ او د بشریت د نړۍ ژغورونکئ حضرت امام مهدی (ع) د عراق د پلازمینې بغداد په شمال کښې په سامرا ښار کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه حضرت د خدائ د ګران رسول (ص) همنام ؤ او تر ټولو مشهور لقبونه یې مهدی یعنی هدایت شوې او قائم یعنی قیام او پاڅون کوونکئ دی. امام مهدی (ع) د خپل ژوند لومړی پینځه کلونه د خپل پلار په څنګ کښې تیر کړل. د امام حسن عسکری (ع) له شهادته وروسته امام مهدی (ع) د خلکو امامت په غاړه واخیست او د خدائ پاک په حکم سره له سترګو پټ شو. هغه حضرت کابو نهه شپیته کاله د خپلو خاصو استازیو له لارې له خلکو سره په ارتباط کښې ؤ او د هغوئ هدایت او لارښونه به یې کوله. له دغې دورې وروسته امام مهدی (ع) د خدائ په حکم د اوږدې مودې لپاره غیب شو او چې کله خدائ پاک وغواړی او مصلحت یې وی راڅرګند به شی او په ټوله نړۍ کښې به د الهی عدل حکومت رامینځته کړی.

د حضرت امام مهدی (ع) د حکومت له مهمو خصوصیتونو څخه یو خصوصیت د عدل او انصاف ټینګول دی. د هغه حضرت د عدل او انصاف لمن به دومره پراخه وی چې د خلکو لوټل شوی حقوق به هغوئ ته ستانه کړئ شی او ځمکه به له ظلم، تبعیض او بې انصافۍ پاکه شی. په همدې دلیل د امام مهدی (ع) وجود مبارک او پاڅون د هغو ظلم او ستم زغمونکو لپاره یوه ستره وسیله او امید دی چې له ظلم او ستم سره د مبارزې په حال کښې دی چې په ښه ډول د ظهور زمینه برابره شی. خدائ پاک هم د سوره قصص په پینځم مبارک آیت کښې داسې بندګانو ته زیرئ ورکوی او فرمایی: ( او مونږ غواړو چې په ځمکه باندې مستضعفینو یعنی کمزوری کړئ شویو او مظلومانو باندې احسان وکړو او هغوئ پیشوایان او د ځمکې وارثان وګرځوو.)

نو ځکه د ایران په اسلامی جمهوریت کښې د زمانې د امام (ع) د میلاد نیکمرغه ورځ د مستضعفینو نړیواله ورځ نومول شوې ده.

 

 

۱۱۱۴ کاله پخوا، د درې سوه نهه ویشتم هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د امام مهدی (ع) څلورم استازئ علی بن محمد سمری ( Samori ) چې یو تقوادار او فاضل عالم ؤ، له نړۍ سترګې پټې کړې. له دې وروسته چې امام مهدی (ع) د خدائ پاک په حکم د خلکو له سترګو غیب شو، هغه حضرت لسګونه کاله د خپلو خاصو استازو په وسیله له خلکو سره ارتباط لره. سمری د زمانې له امام سره په وروستۍ کتنه کښې له هغه حضرت څخه یو خط ترلاسه کړ چې پکښې لیکلی وو چې له هغه وروسته به د هغه حضرت لخوا بل څوک خاص استازئ ونه ټاکل شی. امام مهدی (ع) همدارنګ له خلکو څخه وغوښتل چې له دې وروسته دې خلک په نویو پیښو کښې له دینه با خبره عالمانو ته مراجعه وکړی.

 

۶۰۶ کاله پخوا، د اته سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د نهمې هجری قمری پیړۍ شاعر او مولف ابن حجه حموی وفات شو. هغه په شام کښې وزیږید او په زلمیتوب کښې یې ټول قران حفظ کړ. هغه خپل ادبی ژوند د خپلې زمانې د نامتو عالمانو په غونډو کښې په ګډون سره پیل کړ تر دې چې بالاخره د خپلې زمانې یو مشهور شاعر او ادیب شو. د ابن حجه حموی شعرونه د هغې زمانې د ادبیاتو معرفی کوونکی دی او (الخزانة الادب) کتاب د دغه مسلمان شاعر او لیکوال له اثارو څخه ګڼل کیږی.

 

 

۳۴۱ کاله مخکښې د ۱۶۸۱ میلادی کال د مارچ د میاشتې په اتلسمه نیټه ډنمارکی سمندر کچ کونکی او کاشف وایټس برینګ وزیږید. هغه په ۱۷۰۴ میلادی کال کښې د روسیې سمندری پوځ کښې شامل شو او د سویډنیانو خلاف جنګ کښې یې شهرت ترلاسه کړ. برینګ په سمندری ځواک کښې د خپل خدمت په پاې کښې د روسیې لپاره کشفونکی سفرونه پیل کړل او د آسیا د شمالی سواحلو د ختیځو حدودو په لټه کښې شو.

له دې امله د ۱۷۲۵ کال د فرورۍ په پنځمه نیټه له سن پیټرزبرګه ووته او له سایبیریا نه له تیریدو وروسته یې سمندر کچ کونه پیل کړه.

هغه په ۱۷۲۸ میلادی کال کښې د آسیا په شمال ختیځو ساحلونو کښې خپلې لارې ته دوام ورکړ او د ۱۷۴۰ کال د آګست په دیرشمه نیټه یې هغه تنګی کشف کړ چې بیا وروسته هم د دغه په نوم مشهور شو. هغه د برینګ تنګی په کشفولو سره چې د آسیا شمال ختیځ او د امریکې شمال لویدیځ له یوبل بیلوی، ثابته کړه چې آسیا وچه له امریکې بیله ده. برینګ همداشان په برینګ سمندر کښې د آلاسکا په لویدیځ کښې سنټ لارنس جزیرې، د کاناډا په جنوب ختیځ کښې سن لوران او په برینګ سمندر کښې دیومید کشف کړل.

هغه د ورپسې کلونو په اوږدو کښې هم په یولړ داسې کشفونو او موندنو بریالی شو چې د هغه نوم او شهرت یې لوړ کړ. په دغو کښې په یو سفر کښې سختو طوفانونو او ناروغۍ هغه مجبور کړ چې له نویو اکتشفاتو تیر شی او ستون شی. د ستنیدو په لاره کښې د هغه کشتۍ د روسیې د ختیځ په آخری سیمه کښې کامچاتکا سیمې ته نزدې د یوې ویرانې او بې آب و ګیاه جزیرې ساحل ته ورسیده او هم په دغه جزیره کښې چې اوس د هغه په نوم یادیږی، د ۱۷۴۱ کال د دسمبر په ۱۹ نیټه په شپیته کلنۍ کښې مړ شو.

 

= او له ننه ۵۷  کاله مخکښې د ۱۹۶۵ میلادی کال د مارچ په اتلسمه نیټه د مصر پخوانی باچا ملک فاروق مړ شو. ملک فاروق په ۱۹۲۰ کال کښې زیږیدلی و. هغه په مصر باندې د خپل پلار، وړومبی فواد په نامه احمد فواد پاشا د باچاهۍ په وختو کښې دنیا ته راغی. په هغه وخت کښې د مصر حکومت د برطانیې تر ملاتړ لاندې و.

فاروق په ۱۹۳۶ کال کښې د خپل پلار له مړینې وروسته په شپاړس کلنۍ کښې د هغه په ګدۍ کښیناست خو په دې وجه چې قانونی عمر ته نه و رسیدلی، د هیواد د چارو واګې د سلطنت د نیابت شورا ته وسپارلې شوې. د دویم نړیوال جنګ په پیل کښې د افریقې په شمال کښې د ډیرو دښمنو قواو د ښکیلیدو په وخت مصر هم د متفقینو په تیره بیا د برطانیې په یو محاذ او اډې بدل شو. ملک فاروق په یو وخت کښې مجبور شو چې د خپلې باطنی غوښتنې سره سره د خپل یو مخالف د وزیراعظمۍ په هکله د انګلستان وړاندیز ومنی خو په ۱۹۴۴ کال کښې یې یوځل بیا پوره قدرت ترلاسه کړ او د صهیونیسټی رژیم له جوړیدو وروسته یې د ځینو نورو عربی هیوادونو په ملګرتیا مصر له نوبنسټه صهیونیسټی رژیم سره په جنګ اخته کړ. په دغه جنګ کښې د مصر ماتې د دغه هیواد خلک په ملک فاروق باندې سخت بدبینه کړل. دې بدبینې د فاروق په مشرتابه نظام کښې د دود فساد ترڅنګ په مصر کښې د جنرال نجیب او جمال عبدالناصر د سپینې او ارامې کودتا زمینه برابره کړه. د دغې کودتا له امله فاروق د ۱۹۵۲ کال د جولایۍ په ۲۶ نیټه استعفا کولو ته مجبور شو. د کودتا مشرانو وړومبی د احمد فواد په نوم د فاروق ماشوم زوی د دویم فاروق په توګه د سلطنت پر تخت کښینوه خو د ۱۹۵۳ میلادی کال د جون په ۱۸ نیټه په مصر کښې د جمهوریت له اعلانیدو وروسته فاروق او د هغه کورنۍ له مصر څخه وویستله شوه او ایټالیا ته واستوله شوه تر دې چې فاروق د ۱۹۶۵ کال د مارچ په اتلسمه نیټه په ۴۵ کلنۍ کښې په روم کښې مړ شو.