تاریخ پآنه
نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب د میاشتې نهویشتمه، د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان یا دبرات د میاشتي ۱۷ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې شلمه نیټه ده.
۲۹۵ کاله مخکښې د ۱۷۲۷میلادی کال د مارچ په شلمه نیټه د اتلسمې پیړۍ انګریز فزیکس پوه، ریاضی پوه او متفکر اسحاق نیوټن په ۸۴کلنۍ کښې وفات شو. هغه په ۱۶۴۳میلادی کال کښې زیږیدلی و او په کیمبرج پوهنتون کښې یې زده کړه وکړه. هغه ۲۴کلن و چې د مکانیک اساسی قوانین یې برابر کړل او هغه یې د اسمانی اجرامو په هکله وکارول. د نیوټن ترټولو مهمه کشفونه د ځمکې د جاذبې قانون دی. هغه همداشان د عدسیو د مهمو کشفونه بنیاد کښیښود. د نیوټن د مهم کتاب نوم (د ریاضیاتو طبیعی اصول) دی چې په ۱۶۸۷میلادی کال کښې خپور شو.
۸۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری قمری کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په اوولسمه نیټه فقیه، عارف او زاهد عالم حاجی شیخ حسنعلی اصفهانی وفات شو. هغه په دولس سوه نهه اویایم هجری قمری کال کښې د ایران په اصفهان کښې وزیږید او زر یې د فقې، اصولو، منطق او فلسفې په زمینو کښې علمی زده کړې پیل کړې. آیت ا... اصفهانی د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره نجف اشرف او بیا مشهد مقدس ته لاړ او د عمر تر وروستیو پورې په دغه مقدس ښار کښې پاتې شو. دغه قدرمن عالم د ریاضیاتو، نجوم او طب په شان نورو علومو کښې هم پوهه ترلاسه کړه.
د دې باوجود د آیت ا... اصفهانی شهرت له هر څه نه زیات د هغۀ د عرفانی روحیاتو او اخلاقی کراماتو په وجه دئ چې د دغه تقوادار عالم د زیاتې تقوا او د نفس د اصلاح او عبادتونو نتیجه ده. د آیت ا... اصفهانی ځینې کرامات د هغه د زوئ په تالیف شوی کتاب « نشان از بی نشانها » کښې نقل شوی دی.
۷۱ کاله مخکې د۱۳۲۹ د کب د میاشتې به ۲۹ نیټه
د شاه د لاس پوڅی رژیم او د انګریزانود استعمار سره د ایران د ولس د لوړې ژورې مبارزې په ترڅ کې د ایران دوه ملي سنا شوراګانې ، د تیلو د صنعت د ملي کیدا واحده ماده تصویب کړه .د تیلو د صنعت د تصویبیدا قانون د ایران د ولس په ضد استعماري غورځنګ د بدلانه پیچومۍ وو چې د دغه غورځنګ وده يي لا چټکه کړه . د تیلو د صنعت د ملي کیدا د قانون د تصویبیدا په بهیر کې ډاکټر مصدق د خلکو ، د مذهبي مشرانو او په ځانګري توګه د ایت ا..کاشاني په ملاتړ سره د ایران د صدر اعظمۍ لپاره وټاکل او دغه قانون هم د اجراء کیدا لپاره د حکومت د پروګرامونو په سرکې راوستل شو. لویدیځ هیوادونه له ایران څخه دتیلو پر رانیول بندیز و لګول او انګریزانود ایران د تیلوڅخه د خپلومشروعیت نه لرونکۍ ګټې د غوڅیدو په خاطر لاهه محکمې شکایت وکړ. خو دغه محاکمه د ایران په ګټه رای ورکړه .په ایران کې د تیلو د صنعت ملي کیدا د شاه رژیم او دانګلیس د حکومت د دسیسې او کار ړنګونې سره سره بلاخره دغه قانون د خلکو په ملاتر سره اجرايي شو او په ۱۳۳۰ هجري لمریز کال د کب په ۲۹ نیټه د ایران د تیلي صنایعو څخه دبرتانوي د تیلي کمپنۍ د بشپړه ګوشه کیدو سبب شي.
۶۶ کاله وړاندې د ۱۹۵۶ میلادی کال د مارچ په شلمه نېټه، د تونس افریقایی هېواد خپلواکی ترلاسه کړه او دغه ورځ یې ددې هېواد د ملی او خپلواکۍ د ورځې په توګه و نوموله.
تونس، د افریقا په شمال کې تر ټولو وړوکی هېواد دی چې د لیبیا او الجزایر هېوادونو په منځ کې پروت دی او له شمال او ختیځ څخه د مدیترانې سمندرګی ترې چاپېر دی.
ددغه هېواد پراختیا، ۶۱۰/۱۶۳ مربع کیلومټره ده او نفوس یې کابو ۱۰ میلیون تنه دی.
کابو ۹۹ سلنه خلک یې مسلمانان دی او رسمی ژبه یې عربی ده.
ددغه هېواد پلازمېنه د ټونس بندر دی چې د مدیترانې سمندرګی په څنګ کې د تونس خلیج په ساحل کې پروت دی.
تونس لرغونی تاریخ لری او د نړۍ دیوه پخوانی تمدن مرکز ګڼل کېږی.
دغه هېواد چې له پخوا څخه د پراخې اسلامی امپراتورۍ یوه برخه ګڼل کېده، په شپاړمه پېړۍ کې د عثمانی امپراتورۍ په ولکه کې ورغی.
خو په عین حال کې په یوډول کورواکۍ څخه برخور و.
په دې سیمه کې داروپایی دولتونو مداخله له ۱۹مې پېړۍ څخه پیل شوه او ددې پېړۍ په وروستیو کې، ټونس د فرانسې تحت الحمایه شو.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د ښکیلاک پرضد د ولس وسله والو مبارزو زور واخیست چې د ۱۹۵۶ میلادی کال د مارچ په ۲۰مه نېټه ددغه هېواد د خپلواکۍ لامل شوې.
او له ننه ۵۸ کاله مخکښې د ۱۳۴۲ هجري لمریز کال د کب د میاشتې په نهویشتمه نیټه حضرت امام خمیني(رح) په یوه وینا کښې د ایران له خلکو وغوښتل چې د پهلوي حکومت په غیرقانوني او غیرشرعي اقداماتو باندې په اعتراض کښې د ۱۳۴۲ کال د نوروز مراسم ترسره نه کړي.
نوروز د ایرانیانو ملي اختر دی چې د هر لمریز کال په پیل کښې لمانځل کیږي. په کال ۱۳۴۱ کښې د شاه استبدادي رژیم مختلف اقدامات وکړل څو خپلې پښې کلکې کړي او د رژیم د بهرنیو ملاتړو په تیره بیا امریکې رضایت ترلاسه کړي. خو امام خمیني په خپل تیز نظر او راتلونکي ته په کتنې او د نورو عالمانو په ملګرتیا سره د نوروز په ورځ، عمومي ویر اعلان کړ څو د شاه له جنایته د ډکو اقداماتو د توجیه لپاره د پهلوي رژيم تبلیغات شنډ او بې اثره شي.
داشان خلکو او عالمانو د ایران په مختلفو سیمو کښې د ماتم او عزادارۍ مجلسونه وکړل. د امام خمیني دا نوښت دومره مؤثره و چې د رژیم مامورانو د وري د میاشتې په دویمه نیټه د دیني علومو د هغو طلابو په غونډه باندې چې د ویر مجلس یې ترسره کوه، حمله وکړه او په کښې یې ډیر شهیدان او زخمي کړل.