تاریخ پاڼه
نن د زیارت ورځ یا ۵شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا برات د میاشتې له ۲۸ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ له یودیرشمې نیټې سره برابره د
۸۱۳ کاله پخوا، د شپږ سوه دیرشم هجری قمری کال د شعبان په اته ویشتمه نیټه، یو مشهور اسلامی تاریخ لیکونکئ او محدث ابن حاجب وفات شو . هغه په پنځه سوه درې نوېم هجری قمری کال کښې په دمشق کښې و زیږید او د خپل وخت د محدثانو له دانشه استفادې لپاره یې بیلا بیلو سیمو او ښارونو ته سفر وکړ او د هغه وخت له لویانو یې د حدیث علم زده کړ. ابن حاجب چې د حدیث په علم کښې د خپل مهارت په وجه د خپل وخت د عالمانو سرخیل ؤ، تر اوسه پورې یې درې اثرونه خپره شوی دی او په لاس لیکل شوی دوه نور اثار یې هم په یادګار پاتی دی.
۴۲۶ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1596 ميلادي کال د مارچ په يودېرشمه نېټه فرانسوی فلاسفر، رياضي پوه او فزېکس پوه رېنې ډېکارټ وزېږېد. هغه په فلسفه او رياضۍ کښې له زدکړو وروسته د استادۍ مقام ته ورسېد.ډېکارټ يوه موده په سياحت کښې او يوه موده هم په هالېنډ کښې په ګوښه ناسته او مطالعه کښې تېره کړه. هغۀ به رياضيات د ټولو علومو ترمېنځ يو کامل علم ګڼۀ او غوښتل يې چې د رياضۍ علم د انساني علومو په ټولوڅانګو کښې وکاروي. په فلسفه کښې د ډېکارټ تاثير زيات دے او ځينو هغۀ ته د نوې فلسفې پلار لقب ورکړے دے. ډېکارټ له فلسفې نه علاوه په فېزېکس کښې يو لړ پراخه او بشپړه تحقيقات کړي دي او د رڼا د انکسار ښکارنده او د ځلا او انکسار د تعلق قانون د هغۀ په نامه مشهور دے. د ډېکارټ له اثارو څخه ((د فلسفې اصول))، ((ما بعد الطبيعي تفکرات)) او ((د روح د عواطفو په باره کښې بحث)) ته اشاره کولې شوو. هغه په 1650 کال مړ شو.
۱۳۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه یولسم هجری قمری کال د شعبان په اته ویشتمه نیټه، د اخلاق د درس یو لوی استاز ملا حسینقلی همدانی وفات شو. هغه په دولس سوه اته دیرشم هجری قمری کال کښې و زیږید او له مقدماتی درسونو وروسته یې د دانش په مهمو علمی مرکزونو کښې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او ورو ورو په اخلاق او عرفان کښې د یوه نامتو استاز په توګه مطرح شو. د عراق د نجف په علمیه حوزی کښې د اسلام د دغه بزرګوارا فقیه او لوی عارف د اخلاقو د درس ټولګۍ تل د معرفت د لیوالو څخه ډک ؤ او د ایران د معاصر عالم او فیلسوف شهید مرتضی مطهری له قوله د اخوند همدانی د ښونې او روزنې حوزه د ښونې په نسبت ډیره روزونکی حوزه وه .
۷۴ کاله وړاندې د ۱۹۴۸میلادي کال د مارچ په ۳۱مه نېټه، د وسله والو صهيونېسټانو له خوا د فلسطينيانو د عامې وژلې له زياتېدو وروسته، يو ریل ګاډی چې له قاهرې نه په فلسطين کښې د حيفا بندر ته روان ؤ، په بم والوځول شو.
په دغه جنايت کښې چې د صهيونېسټ رژيم د شېټرن نومې ترهګرې ډلې له خوا تر سره شو، ۴۰فلسطينيان ووژل او ۶۰نور زخميان شول.
له دې چاودنې څلور ورځې مخکې، په فلسطين کښې يوبل ریل ګاډی هم د وسله والو صهيونېسټانو له خوا چاودول شو ؤ، چې په هغه پېښه کښې هم ۲۴فلسطينيان وژل شوي او ۶۱نور ژوبل شوي وو .
د صهيونيسټ رژيم د جوړېدو په درشل کښې په عامه استوګنځايونو، کليو، کورونواو هغو موټرو او اور ګاډيو چې فلسطينيان يې وړل بريد، د صهيونېسټانو هغه دسېسې دي، چې غواړي په دا ډول ډېر فلسطينيان له خپل هېواده کډه کېدو ته مجبورکړي.
او له ننه ۴۳ کاله وړاندې، د ۱۹۷۹ميلادي کال د مارچ په ۳۱مه نېټه، د عربي ټولنې غړو هېوادونو، په دغه ټولنه کښې د مصر غړيتوب د ځوړند په حال کښې راوست او دغو ډېرو هېوادونو له قاهرې سره خپل تعلقات ختم کړل.
د مصر په وړاندې د عربو دغه سخت غبرګون،د ۱۹۷۸کال په جنورۍ کښې د مصر د پخواني ولسمشر، انور سادات له خوا له صهيونېسټ رژيم سره دکېمپ ډېوېډ د سازباز تړون د لاسلېکېدو له امله ؤ.
همدارنګه له عربو هېوادونو نه علاوه، ډېرو اسلامي هېوادونو هم د مصر د حکومت د سازباز په دغه اقدام باندې په اعتراض کښې، د قاهرې له حکومت سره خپل تعلقات پرې او يا يې کم کړل.
خو د امريکې د هڅو له امله او همدارنګ د صهيونيسټ ضدو دريځ لرونکو ځينو عربي هېوادونو او حتی د فلسطين د ازادي غوښتونکي تنظيم پي اېل او په شاتګ، د ۱۹۸۰مې لسيزې په وروستيو کښې عربي ټولنې ته د مصر بيا ورتلو ته لاره برابره کړه.