تاریخ پاڼه
نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتي ۱۸ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې له ۵ او د۲۰۲۲ میلادي کال دآپریل د میاشتې ۷ نیټه ده
۷۹۷ کاله پخوا، د شپږ سوه شپږ څلویښتم هجری قمری کال د رمضان په پنځمه نیټه، د ا ومې هجری قمری پیړۍ د یوه مشهور حکیم د عبدالملک خونجی زوئ افضل الدین ابو عبدا... طبیب خونجی وفات شو. هغه په پینځه سوه نوېم هجری قمری کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې د خلخال په برخې په خونج کښې و زیږید او همهلته یې خپلې زده کړې پیل کړې . هغه منطق لرونکئ او حکیم ؤ او په طب او اسلامی علومو په تیره بیا په فقې او حدیث کښې استاز ؤ. دغه وتلئ حکیم ډیر تالیفات لری چې پکښې د (کشف الاسرار عن غوامض الافکار فی المنطق) کتاب ته اشاره کولئ شو.
۳۰۱ کاله پخوا د اوولس سوه یویشتم میلادی کال د اپریل په اوومه نیټه، د روسیې امپراطور لوئ پیټر د سویډن پر هیواد حمله پیل کړه. روسیه او سویډن د پولینډ او ډنمارک په ملتیا له اوولس سوم میلادی کال څخه په شمالی جنګونو کښې ښکیل وو. په سویډن باندې د روسیې د پوځ د تیری په وخت، دغه هیواد د جنګ له نورو خواو سره سوله کړې وه او غوښتل یې چې له روسیې سره هم سوله وکړی. خو لوئ پیټر چې د هیواد د پراختیا په لټه کښې ؤ، په خپل تیار او سنبال لښکر سره د سویډن پوځ ته ماتی ورکړه او د نوشټاډ د سولې تړون یې په دغه هیواد وتاپه. د دغه تړون له مخې، د سویډن د خاورې ځینې برخې او همداراز فن لینډ چې د سویډن تر نیواک لاندې ؤ، روسیې ته وسپارل شو. په دې ډول د سویډن قدرت ډیر کم شو او په مقابل کښې روسیه په یو ستر اروپائی قدرت بدله شوه.
۲۰۷ کاله پخوا، د دولس سوه شپږ دیرشم هجری قمری کال د رمضان په پنځمه نیټه، یو نامتو ایرانی عالم حاج ملا علی علیاری تبریزی د ایران په شمال لویدیځ کښې په تبریز کښې و زیږید. هغه په فقې، حدیث، شعر او ادب کښې ډیر مهارت درلود او په حکمت، ریاضی او نجوم کښې هم په لویو استازانو کښې ګڼل کیده. هغه په عراق کښې د نجف علمیه حوزی ته له تلو وروسته د شیخ مرتضی انصاری او میرزای شیرازی په شان فاضلانو له محضره استفاده وکړه او په فقې او اصول کښې یې ډیر مهارت و موند. علیاری ایران ته له ستانیدا وروسته تدریس او روزنې ته مخه کړه او نامتو شاګردان یې و روزل. هغه په دینی درسونو سربیره، ریاضیات او نجوم هم تدریسوه. علیاری همداراز په دغو شپو ورځو کښې، د اسلامی مسایلو او دفقهې په بیلابیلو زمینو کښې ډیر کتابونه تالیف کړل. د هغه په اثارو کښې د (دلائل الاحکام فی شرح شرایع الاسلام) کتاب ته اشاره کولئ شو.
۱۳۳ کاله مخکښې د اتلس سوه نهه اتیایم میلادی کال د اپریل په اوومه نیټه، د لاتینی امریکا مشهوره شاعره او لیکواله میرمن ګابریلا میسټرال په چلی کښې وزیږیده. د لاتینی امریکا د دغې شاعرې په اثارو کښې، د مور د مهم مقام او د هغې د عواطفو او احساساتو ستاینه نظر ځانته جلبوی
ګابریلا میسټرال د لاتینی امریکا لومړنۍ شاعره وه چې په نولس سوه پینځه څلویښتم میلادی کال کښې یې د ادبیاتو نوبل جایزه ترلاسه کړه. هغې خپل مشهور اثار د (ګابریلا) تر عمومی عنوان لاندې خپاره کړی دی. د چلی دغه مشهوره لیکواله او شاعره په نولس سوه اووه پنځوسم میلادی کال کښې مړه شوه.
۷۵ کاله مخکښې د نړیوالې روغتیا سازمان د روغتیا لومړنۍ نړیواله ټولنه جوړه کړه او د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا د روغتیا د نړیوال کانفرنس لومړنی اساسلیک برابر کړی شو. ټولنې همداراز فیصله وکړه چې له نولس سوه پنځوسم میلادی کاله وروسته به هر کال د اپریل اوومه نیټه د روغتیا د نړیوالې ورځې په توګه نومولې او ټاکلې شي. له دغه کاله وروسته هر کال دغه ورځ په بیلا بیلو هیوادونو کښې د روغتیا د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږی.
۵۸ کاله مخکښې د دیارلس سوه درې څلویښتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په اتلسمه نیټه، د ایران د مسلمانو خلکو له لاریونونو او مبارزو وروسته د ایران د اسلامی انقلاب ستر ارواښاد مشر امام خمینی (رح) آزاد شو. هغه د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجری لمریز کال د غبرګولې د میاشتې د پینځلسمې نیټې د نیمې شپې په وخت د شاه رژیم په خلاف له افشاء کوونکی وینا وروسته، د رژیم د امنیتی مامورانو په لاس ونیوئ او زندان ته منتقل کړئ شو. د امام خمینی (رح) له نیولووروسته، په ټول ایران کښې د هغه د آزادۍ لپاره پراخې مظاهرې وشوې. د خلکو سخت غبرګون د دې سبب شو چې شاه رژیم امام (رح) له بند څخه په تهران کښې یوه کور ته منتقل کړی او تر څارنې لاندې یې وساتی. خو د خلکو او عالمانو د لاریونونو دوام بالاخره شاه رژیم دې ته مجبور کړ چې د امام خمینی (رح) ازادۍ ته غاړه کیږدی. د خپل ستر رهبر له ازادۍ څخه د خلکو له خبریدو وروسته په ټول ایران کښې د جشن او خوشحالۍ مراسم برابر شول.