تارییخ پاڼه
نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې شلمه، د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د رمضان یا د روژې د مبارکې میاشتې له ۷ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د اپریل د میاشتې نهمه نیټه د
۱۴۳۳ کاله پخوا، د بعثت دلسم کال د رمضان په اومه نیټه، یو لړ روایاتو په مطابق د پیغمبر اکرم (ص) تره او لوی طرفدار حضرت ابو طالب (ع) په مکی کښې وفات شو
د پیغمبر اکرم (ص) دنیکه حضرت عبدالمطلب له وفات وروسته د هغه حضرت سرپرستی حضرت ابوطالب (ع) په غاړه واخیسته او په ټولو مراحلو کښې له خپل وراره سره ؤ. حضرت ابوطالب (ع) د پیغمبر (ص) له بعثته وروسته هم د هغه حضرت له ملګرتیا لاس و نه خیستو او د قریش د مشرکانو په مقابلې کښې ودریده. د حضرت ابوطالب په رحلت سره ، مشرکانو د پیغمبر (ص) آزار او اذیت زیات کړ او هغه حضرت یې تر ډیر دباؤ لاندی راوسته تر دې چې له هغه یو کال وروسته، حضرت محمد (ص)له مکی مدینی ته هجرت وکړ او لومړنی اسلامی حکومت یې جوړ کړ.
۱۲۴۲ کال پخوا، د دوه سوه لومړی هجری قمری کال د رمضان په اومه نیټه، عباسی واکمن مامون ولی عهدی په حضرت امام رضا (ع) وتپله . د اموی او عباسی کورنیو د پیغمبر (ص) له کورنۍ سره دښمنی له زیاتې مودې راهسی موجوده وه او دواړو کورنیو واکمنانو د پیغمبر کورنۍ په خپل وار ډیره وځوروله. او حتی د معصوم امام له شهیدولو څخه یې هم ډډه نه کوله. کله چې مامون د قدرت
په ګدۍ کښېناست نو د خلقو په منځ کښې د امام رضا (ع) له نفوذه خبر ؤ او ځکه چې غوښتل یې چې هم په امام څارنه ولری او هم ځان د اهلبېتو علیهم السلام دوست وښئ، چې د خلقو ملاتړ ځان ته جلب کړی حکم یې وکړه چې امام رضا (ع) له مدینې منورې څخه خراسان ته راولی او په ډېر ټینګار سره یې خپله ولایتعهدی امام ته وسپارله.
بالاخره د دوه سوه وړومبی قمری کال د رمضان د مبارکې میاشتې په اومه د دوشنبې په ورځ د ولایتعهدۍ منشور د مامون په خط ولیکل شو. او د هم هغې پاڼې په شا حضرت امام علی بن موسی الرضا (ع) هم په یوې طنزی مقدمې سره د ولایتعهدۍ د منلو اعلان وکړ خو یادونه یې وکړه چې دغه چاره به ترسره نه شی. وروسته یې د هم هغه لیک ترڅنګ ملکی او فوځی قوماندانانو او مشرانو په دغه لیک باندې امضاوې وکړې.
له دې وروسته یې امام ته الرضا من آل محمد (ص) وایه یعنې له آل محمد (ص) څخه هغه کس چې مامون یې منلی دی. مامون خپله لور ام حبیب هغه حضرت ته ورواده کړه او د عباسیانو شعار یې چې تورې جامې یې وې د عباسیانو په شعار چې شنې جامې وې بدل کړ. د مامون د وختو د سیاسی حالاتو او شرائطو جاجولو وښودل چې هغه د یو لړ سیاسی ستونزو او لانجو سره مخ شوی ؤ او د دغو کړکېچونو څخه د خلاصېدو لپاره یې هلې ځلې کولې. هغه بالاخره د دغو ستونزو د حل لپاره یو څو اړخیز سیاست په مخکې ونیوه چې هم هغه د امام رضا (ع) د ولی عهدۍ طرح وه خو په آخر کښې یې امام رضا (ع) ته د عامو خلقو هرکلی و نه زغمه او دوی یې د دوه سوه دریم قمری کال د صفرې په دیرشمه مسموم او په شهادت ورسوه.
۴۹۹ کاله پخوا، د نهه سوه څلور څلویښتم هجری قمری کال د رمضان په اومه نیټه، په نامی مشهور د لسمې هجری قمری پیړۍ یو شاعر او مورخ سید نظام الدین محمد معصوم صفائی ترمذی په هندوستان کښې و زیږید. د هغه نیکونه د ترمذ له مسلمانانو څخه وو او د افغانستان په جنوب ختیځ کښې په قندهار کښې به یې ژوند کوه، خو لکه څنګه چې د هغه پلار هند ته هجرت وکړ، هغه هم په قندهار کښې د خپلو زده کړوله ترسره کولو وروسته ، د هند ګجرات ښار ته ولاړ او دولتی مقامونو ته ورسېد. نامی د خپل وخت له کاره ډکو دانشمندانو څخه ؤ او د طب نامی په شان یو ارزښتمن اثر یې هم لیکلی دی . هغه په یو زرو نولسم هجری قمری کال کښې وفات شو.
۷۴ کاله مخکښې د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د اپریل په نهمه نیټه، د فلسطین په نیواکی ځمکو کښې د دیریاسین کلی اوسیدونکی د صهیونیسټو ترهه ګرو په لاس ووژل شول. د دیریاسین کلی د خلکو ډله ایزه وژله چې کابو څلور سوه خلک پکښې اوسیدل، د یهودی حکومت د جوړولو د پیل لپاره د یوې حل لارې په توګه وپیژندل شوه او د مناحیم بیګین په مشرۍ د ارګون ، د اسحاق شامیر په مشرۍ د شټیرن او ډیویډ بن ګوریون په مشرۍ د هاګانا په نوم درې صهیونیسټی ترهه ګرې ډلې دیریاسین ته ننوتلې. دغه عام وژله د فلسطین په نیواکی ځمکو کښې د صهیونیسټو ترهه ګرو یو لړ تر ټولو غمیزناک ترهګر عملیات دی چې پکښې صهیونیسټانو له هیڅ جنایته ډډه ونکړه او پکښې یې په لسګونو فلسطینی ماشومان، ښځې او سړی په خاورو او وینو کښې ولغړول.
۲۹ کاله مخکښې د دیارلس سوه دوه اویایم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په شلمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د صدام د بعثی رژیم د تپل شوی جنګ یو نامتو مستند فیلم جوړوونکی سید مرتضی آوینی د ایران د جنوب په فکه سیمه کښې د اته کلن جنګ یو نوی مستند فیلم د جوړولو په حال کښې د یوه ښخ شوی بم له امله شهید شو.
د (روایت فتح) په نوم د آوینی مستند فیلمونه د صدام رژیم په وړاندې د ایرانی ځوانانو د اته کلن مقاومت تر ټولو مهم او ځانګړی روایتونه دی. آوینی د جنګ د روایت یو نوئ سبک وړاندې کړ او د هغه په فیلمونو کښې د هغه له اغیز شیندونکی غږ سره د هغه لیکنو د آوینی مستند فیلم جوړونې ته یوه خاصه ځانګړتیا ورکړه. هغه د هنر او سینما په ډګر کښې هم یو ځانګړئ منتقد او د نظر خاوند ؤ.
له مستندو فیلمونو سربیره، د آوینی یولړ لیکل شوی ادبی اثار هم راغونډ کړئ شوی او چاپ کړئ شوی دی چې زیات ځوان مخاطبان لری. د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای همدغو شخصیتی او د فیلم جوړونې ځانګړتیاوو او عرفانی روحیې ته په پام سره چې سید مرتضی آوینی لرله، هغه د قلم د خاوندو شهیدانو سید او سردار بللئ دی. د ایران په جنترۍ کښې هم د سید مرتضی آوینی د شهادت ورځ د اسلامی هنر د ورځې په توګه نومول شوې ده.
او له ننه ۱۶ کاله مخکښې د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په شلمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت د پام وړ اټومی لاسته راوړنو او د اټومی سوانګو د سیسټم د تکمیلیدا په اعلانیدا سره دغه ورځ په ایرانی جنترۍ کښې د اټومی ټیکنالوجۍ د ملی ورځې په توګه ونومول شوه. دغه نومونه د یورانیمو د بډایونې زیاتې پرمختللی ټیکنالوجۍ بشپړه سیسټم ته په رسیدو کښې د ایران د اټومی سائینسدانانو د بریالیتوبونو له امله ده.
په دغه ورځ اعلان وشو چې ایرانی ځوانو سائینسدانانو د ایران د سوله ایز اټومی پروګرام د پوځی والی په باره کښې د لویدیځو حکومتونو د ټولو بائیکاټونو او دروغجنو پروپیګنډو باوجود کړئ شوی دی، د لاعلاجه ناروغیو د علاج او د اټومی بریښنا کوټ لپاره د اټومی سوانګو د بشپړه سیسټم ټیکنالوجۍ ته لاس رسی پیدا کړی. د ایران په اسلامی جمهوریت کښې په دغه ورځ هر کال جشن کیږی او د ځینو نویو اټومی لاسته راوړنو مخ څرګندونه کیږی.