تاریخ پانه
نن ګل ورځ یا ۲ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وری د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې له ۱۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له ۱۸ نیټی سره برابره ده
۷۱۶ کاله پخوا، د اووه سوه اووه ویشتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په شپاړسمه نیټه، د دمشق مشهور ادیب، محدث او فقیه ابن زملکانی وفات شو. هغه له عالمانو او پوهانو د علم زده کړې ته مخه وکړه او د دینی علومو او د حدیثونو زده کولو ته یې ملا وتړله .
هغه شل کلن ؤ چې د فتوا صادرلو اجازه یې تر لاسه کړه او د قضاوت په څیر د دندو په څنګ کښې یې ښونې او روزنې ته هم دوام ورکړ او د دمشق په ډیرو مدرسو کښې یې تدریس وکړ .د ابن زملکانی له آثارو څخه کولائ شو
(البرهان الکاشف عن اعجاز القران) کتاب ته اشاره وکړو .
۵۹۸ کاله پخوا، د اته سوه پینځه څلویښتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په شپاړسمه نیټه، لوئ مسلمان تاریخ لیکونکئ او عالم تقی الدین ابوالعباس مقریزی وفات شو.
هغه په قاهره کښې وزیږید او د خپلې پوهې د بشپړولو لپاره یې د اسلامی نړۍ ډیرو سیمو ته سفرونه وکړل او په بیلابیلو دینی علومو کښې یې مهارت ترلاسه کړ. هغه څه موده په قاهره کښې د قضاوت په دنده بوخت ؤ .
مقریزی له تاریخ سره ډیره مینه درلوده او په دې برخه کښې ګڼ شمیر تآلیفات لری چې پکښې کولائ شو د مصر د تاریخ په برخه کښې (السلوک المعرفة الملوک) کتاب ته اشاره وکړو .
۸۳ کاله مخکې د ۱۳۱۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې په ۲۹ نیټه
د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ....سید علی خامنه ای په مشهد مقدس کې دنیا ته راغی . آیت ا...سیدعلی خامنه ای د مرحوم حجت لاسلام والمسلمین حاج سید جواد حسیني خامنه ای دوهم زوی دی.
د سید جواد خامنه ژوند د دیني علومو د روحانیونو او مدرسینوپه څیر ډیر ساده وو. آیت ا...خامنه ای چې له ۱۸ کلنۍ څخه په مشهد کې د یو لوی مرجع آیت ا... میلاني په نیزد کې د خارج فقه اود فقهې د اصولو درسونه پیل کړی ووپه ۱۳۳۶ هجري لمریز کال کې د عتبات عالیات د زیارت په نیت نجف اشرف ته ولاړ.او د هغې حوزې د لویو استادانو لکه سید محسن حکیم ،آیت ا...سید محمود هاشمي ، میرزا باقر زنجاني ، سید یحیی یزدي و میرزا حسن بجنوردي درسونه و کتل او خوښې کړل او خپل ګرانقدره پلار د خپل نیت څخه خبرکړل . خو پلار يي موافقت ونکړ چې د هغه زوی هلته پاته شي په همدې وجه پس له څه مودې نه ورسته مشهد ته بیرته ستون شو.
آیت ا...خامنه ای په ۱۳۴۳ او۱۳۳۷ کلنو کې د قم په حوزه کې د فقه ،اصول ، فلسفه په عالي تحصیلاتو کې مشغول شو. او دمرحوم آیت ا..العظمی بروجردي ،امام خمیني شیخ مرتضی حائري یزدي او علامه طباطبايي له محضره استفاده وکړه. آیت ا... خامنه ای د حضرت امام خمیني د فقهي اصولي سیاسي او انقلابي ځانګړي شاګرد وو. خود طاغوت سره د شمنۍ او د سیاسي او مبارزاتي بهیر لومړنۍ څپرکې د اسلام دلارې د یو لوی مجاهد او شهید سید مجتبی نواب صفوی په وسیله د هغوی په ذهن کې بل شو .په ۱۳۳۱ هجري لمریز هغه وخت چې نواب صفوي د فداییان اسلام د یو شمیر غړیو سره مشهد ته ورغلی وود سلیمان خان په مدرسه کې داسلام د بیا ژوندي کیدا او دالهي احکامو د حاکمیت اوایران ولس ته دشاه او انګلیس د دوکې اودورغ ویلو په اړه ولوله ناکه او ویښوونکۍ ویناوې وکړې ایت ا...خامنه ای هغه ورځ د سلیمان خان مدرسې د ځوانو طالب علمانو څخه ووچې ډیر زیات د نواب صفوی د ویناو تر تاثیر لاندی راغی . دوی وایې چې هغه وخت د اسلامي انقلاب د راپورته کیدو څپرکې په ما کې رامینځ ته شو بیل شکه زما په زړه لومړنۍ اور نواب صفوی بل کړ . د انقلاب د بریالتوب نه ورسته آیت ا...خامنه ای د انقلاب دشورا غړی شو ورسته بیا په اسلامي شورا کې د تهران دخلکو له خوا استازی او بیا په دووپړاونو کې د ایران ولسمشر شو. په ۱۳۶۸ کال کله چې حضرت امام خمیني وفات شو د خبرګانو جرګې هغوی د دوهم رهبر په توګه وټاکل
۸۶ کاله پخوا، د نولس سوه څلور پنځوسم میلادی کال د اپریل په اتلسمه نیټه، جمال عبدالناصر د مصر د ولسمشر، محمدنجیب پرضد له کودتا پسې د مصر ولسمشر شو.
وروسته له دې چې د نولس سوه دوه پنځوسم میلادی کال د جنورۍ په درویشتمه نیټه، د جنرال محمد نجیب په قوماندانۍ د مصر د آزادو افسرانو غورځنګ د سلطنتی رژیم پرضد کودتا وکړه، د مصر باچا ملک فاروق یې استعفا ته مجبور کړ
له هغه وخته، محمد نجیب د انقلاب د قوماندانۍ شورا مشری پرغاړه واخیسته او کله چې د ملک فاروق زوئ، چې د مصر د نوی ولسمشر په توګه معرفی شوئ ؤ، له واکه لیری کړ ، ځان یې د نولس سوه درې پنځوسم میلادی کال په جون میاشت کښې د مصر د لومړنی ولسمشر په توګه وټاکه.
خو دغه مقام ډیر دوام ونکړ او جنرال نجیب د نولس سوه څلور پنځوسم میلادی کال د اپریل په اتلسمه نیټه، د خپل ملګری، ډګروال جمال عبدالناصر قربانی شو او له واکه لیرې او عبدالناصر پخپله د هغه ځائ ناستی شو.
ناصر د عربو په نوی تاریخ کښې او هم په شلمې پیړۍ کښې د پرمختللو هیوادونو ډیر مهم سیاسی شخصیت ګڼل کېږی.
هغه د سویز اوبلارې په ملی کولو بریالئ شو او په عربی او افریقایی نړۍ کښې د امپریالیستۍ ضد هڅو کښې یې چورلیزی رول درلود.
ناصر همداراز د ناپییلی غورځنګ په جوړیدو کښې هم مهم رول درلود.
۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجری لمریز کال د وری په نهه ویشتمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ، د ایران د اسلامی انقلاب له ارواښاد مشر، حضرت امام خمینی(رح) سره د بیعت کولو ترڅنګ له اسلامی انقلاب سره پر خپلې وفادارۍ په ټینګار سره، د ایران په مختلفو برخو کښې بې مخینه پریټ تر سره کړ.
د دغه پریټ په بهیر کښې چې د ایران د مسلمانو خلکو له زیات هرکلی سره مخامخ شو، ولس او پوځ، د اسلام، انقلاب او اسلامی هیواد ساتلو په لاره کې خپل یووالئ نندارې ته وړاندې کړ.
په همدې وجه د ایران په اسلامی جمهوریت کښې دغه ورځ د (پوځ ورځ) نومول شوې ده او هر کال په دې اړه ځانګړی مراسم ترسره کیږی.
او له ننه ۲۶ کاله پخوا، د نولس سوه شپږ نوېم میلادی کال د اپریل په اتلسمه نیټه، د صهیونیسټ رژیم هوایی ځواک، د لبنان په جنوب په قانا کلی کښې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکو عسکرو پر مرکز چې په سلګونو ولسی لبنانیانو پکښې پناه اخیستې وه، بریدوکړ.
په دغه وحشیانه برید کښې چې پر لبنان د صهیونیسټ رژیم د پوځ د پوځی عملیاتو په بهیر کښې د (غوسې وږی) تر عنوان لاندې ترسره شول، کابو یو سلو لس ولسی لبنانیان ووژل او یوشمیر ټپیان شول.
د دغه لبنانی کډوالو بوږنونکې وژلې چې درې دیرش تنه پکښې له لسو کالو د کم عمر ماشومان وو، په نړۍ کښې د عمومی افکارو غوسه راوپاروله او صهیونیسټان پر لبنان د بمبارۍ پائ ته رسولو ته اړشول.
په عین حال کښې امریکا ،په امنیت شورا کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د قانا د کلی د استوګنو د وژلې د غندلو په اړه د پریکړه لیک تصویبیدو مخه ونیوله. خو د ملګرو ملتونو عمومی غونډې، د دغه جنایت د غندلو ترڅنګ، د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره صهیونیسټ رژیم د قانا غمیزې قربانیانو ته د تاوان په ورکولو پابند کړ. دغه پریکړه لیک د صیهیونیسټ رژیم له جنایتونو څخه د نړیوالو د کړکې ښکارندوئ ؤ.