May 02, 2022 13:56 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د ګل ورځ یا ۲ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د غوي د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د د رمضان یا د روژې د مبارکې میاشتې ۳۰ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مۍ له دویمې نیټې سره سمون خوري

 

۵۰۳ کاله مخکې د ۱۵۱۹ میلادي کال د می په ۲ نیټه

ا یتالیایی مشهور انځورګر، مجسمه جوړنکۍ ، او معمار لئوناردو داوینچي مړ شو . هغه په ۱۴۵۲ میلادي کال کې وزیږید او ډیر ژړد هنر

په بیلابیلو برخو کې  خپل نبوغ او وړتیا وښودله . داوینچې د ایتالیا په څو ښارونو دسفر نه ورسته په ۱۵۰۶ میلادي کال فرانسې ولاړ او د دغه هیواد  دپاچاه لویی دولسم انځورګر شو . هغه د خپل وطنوال  یوبل  مشهورانځورګر میکل آنژسره معاصر وواو دغه دواړه د رنسا نس د هنر په بشپړه ولو سره ډیر مهم رول درلودل . داوینچي سربیره پر هنر د اجینیرینګ د تشریح علم او ریاضایاتو کې هم ډیر مهارت درلود. دهغه له تابلو ګانو څخه  شام آخر .مونالیزا یا لبخند ژوکوند دي چې د هغه ډیرو ښکلیو تابلوګانو څخه دي همد ارنګه د میلان د جامع کلیسا ودانۍ د داوینچي د معمارۍ له مشهورو اثارو دي.

 

۴۰۹ کاله مخکې د ۱۶۱۳ میلادي کال د مئ په ۲ نیټه

د روسیې په پراخې ټاټوبې کې د رومانوف له کورني څخه  د تزاري حکومت دوران پیل شو. روسیې ته د پولنډ له یرغله درې کاله پس له روسي سردارانو څخه یوکس هغوی ته ماتې ورکړه او ماسکو یې  د پولینډ له نیواکه وباسله او میخایئل رومانوف د نوي تزار په توګه د قدرت په څوکۍ کیښیناست . له همدې سره  سم  پر روسیه باندي د رومانوف د کورني ۳۰۴ کلنۍ پړاو هم پیل شو . د رومانوفانو د حکومت په زمانه کې روسیه هیواد ډیره پراختیا وموندله ،خو د اقتصادي پلوه چندانې پرمختګ ونکړ او تزاري استبداد  د دې خنډ شو چې د روسیې خلکو د خپلو برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلي. د سیاسي او اقتصادي ستونزواو د ټولنیزو بدو حالاتو په وجه  د روسیې خلکو په ۱۹۱۷میلادي کال د رومانوف د کورنۍ څخه د تزار د ورستۍ پاچاه  دوهم نیکلای پر ضد پاڅون وکړل .   

د رومانوف په نسکوریدا سره د لینن په مشري په روسیې کې کمونسټانو واک ته ورسیدل.

 

۳۹ کاله وړاندې د دیارلس سوه اته پنځوسم هجری لمریز کال د غوایی په دولسمه نیټه، د اسلام مجاهد، پوه او متفکر عالم استاد مرتضی مطهری چې د اسلامی انقلاب یو نظریه ورکونکی او د انقلاب د شورا مشر ؤ، د فرقان په نوم د انقلاب ضده ډلې په لاس شهید شو. دا پیښه د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه درې میاشتې وروسته رامینځته شوه.

استاد مطهری هم د انقلاب له بریالیتوبه مخکښې او هم وروسته د انقلاب په بریالیتوب او د اسلامی حکومت په جوړولو کښې د یو تکړه علمی، مذهبی او سیاسی شخصیت په توګه ډیر مهم رول درلود او د پهلوی د طاغوتی نظام په خلاف د خلکو د پراخو لاریونونو یو اصلی بنسټګر ګڼل کیده.

شهید مطهری د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په وخت د امام خمینی (رح) لخوا د اسلامی انقلاب د شورا د غړی او د دې شورا د مشر په توګه وګمارل شو. استاد مطهری د ایران د اسلامی غورځنګ په وخت کښې د هغه تر بریالیتوبه پورې او له انقلاب وروسته تر خپل شهادته پورې د امام خمینی (رح) یو نږدې سلاکار او سیاست جوړونکی او پریکړه کونکی ؤ. دغه ستر مجاهد بالاخره له یوې غونډې وروسته کله چې یوازې کور ته روان ؤ، د فرقان په نوم د بې لارې ډلګۍ د یو غړی په لاس شهید کړای شو.

له استاد شهید مطهری څخه کابو اتیا ارزښتناک کتابونه په یادګار پاتې دی چې امام خمینی(رح) ټولو ته د هغو د خیال ساتنې او احترام سپارښتنه کړې ده. هغوی وفرمایل: زه محصلینو او د ژمنو روڼ اندو پرګنې ته سپارښتنه کوم چې پرې نږدی د دغه ګران استاد کتابونه په غیراسلامی دسیسو سره هیر کړای شی.

د هغه موقعیت په وجه چې استاد شهید مطهری په حوزې او پوهنتون کښې د اسلامی تعلمیاتو په خپرونه کښې درلود. د دغه بزرګواره عالم د شهادت کلیزه په ایران کښې د استاد او ښوونکی د ورځې په توګه نومول شوې ده.

 

او له ننه څلور کاله مخکښې د دیارلس سوه درې نوېم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په دولسمه نیټه، یو نامتو ایرانی موسیقی پوه محمد رضا لطفی وفات شو. محمد رضا لطفی په دیارلس سوه پینځه ویشتم هجری لمریز کال کښې په ګرګان ښار کښې وزیږید. هغه د پینځو کالو مودې پورې د موسیقۍ د زده کولو لپاره د موسیقۍ هنرتون ته مخه کړه. په دیارلس سوه درې پنځوسم لمریز کال کښې د موسیقۍ د پوهنځی د علمی ډلې غړۍ شو او په همدې کال کښې یې له راډیو سره خپله ملګرتیا پیل کړه. تر یو نیم کاله پورې د تهران د ښکلو هنرونو د موسیقۍ د پوهنځی د موسیقی ډلې مدیر په توګه په کار بوخت شو او له هغې وروسته یې له دې پوسټه استعفا ورکړه. هغه په اتیایمې لمریزې لسیزې کښې ایران ته راستون شو او په تهران کښې یې د شیدا په نوم یوه ټولنه جوړه کړه. لطفی ایران ته له راستانیدا وروسته له خپلو څو هنر غواړو سره څو پروګرامونه خپاره کړل.