تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ،یا ۴ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال ثور یا غويي د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شوال یا کوچنۍ اخترله ۲ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مۍ له څلورمې نیټې سره برابره ده.
۱۰۱۶ کاله پخوا د ۱۰۰۶ میلادي کال د مۍ د میاشتې په څلورمه نیټه یو ایرانی پوه، عارف او ادیب خواجه عبدا... انصاری نړۍ ته سترګې رڼې کړې او درې اتیا کاله ژوند یې وکړ او په هرات ښار کښې وفات شو. هغه د خواجه نظام الملک او ابو سعید همهاله ؤ. (کتاب اسرار)، (جزوه دل و جان)، د (قلندرنامې)، (هفت حصار) او (محبت نامې) رسالې د هغه له تالیفاتو څخه دی. د خواجه عبدا... مناجاتنامه د خوږ بیان او د ګفتار د ساده توب له اړخه بې ساری بلل شوې ده. د شیخ عبدا... رباعیات هم مشهور دی.
۴۱ کاله مخکښې د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د غوایی په څوارلسمه نیټه، د الجزایر د بهرنیو چارو د وزیر بن یحیی د سپرلئ الوتکه د ایران څخه له کتنې وروسته د عراق د بعثی رژیم د جنګی الوتکو لخوا را نسکوره شوه. له دې پیښې وروسته د اسلامی ایران د ولسمشر خاص استازی او څو پلاوی د پیښی د څرنګوالی د څیړلو لپاره سیمې ته لاړل. ایرانی مسؤلانو اعلان وکړ چې د ترلاسه شویو سندونو پر اساس عراقی الوتکې د الجزایری الوتکې په تعقیب کښې وې. د الجزایر د بهرنیو چارو د وزیر پر الوتکې د عراقی الوتکو حمله د نړیوالو په تیره بیا د سیمې د عربی حکومتونو په وړاندې د عراق د رژیم د څیرې د بدرنګه کیدو سبب شوه .
او له ننه ۳۶ کاله مخکښې د ۱۹۸۶ میلادي کال د مۍ په څلورمه نیټه د افغانستان د کمیونسټ ولسمشر ببرک کارمل حکومت نسکور شو. ببرک کارمِل په ۱۹۲۹ کال کښې زیږیدلی و او له ځوانۍ څخه یې سیاسي فعالیتونه پیل کړل او کمیونزم ته په ګروهنې سره، د کمیونیسټي فعالیتونو او د ظاهر شاه د باچاهي رژیم خلاف د پټو مبارزو په وجه په ۱۹۵۰ میلادي لسیزه کښې یې پنځه کاله جیل وخوړه. په عین حال کښې هغه له ۱۹۵۶ کال څخه د اولسو کالو په موده د افغانستان د لوې جرګې غړیتوب درلود.
کارمل د نور محمد تَرکي د حکومت په وختو کښې د ختیځ بلاک په ځینو هیوادونو کښې سفارت ته ولیږدول شو خو د حفیظ ا... امین په قومندې په یوې بلې کودتا سره یې افغانستان ته له ستنیدو ډډه وکړه.
خو روسان پر حفیظ ا... امین چې امریکې ته د نزدې کیدو او له شرق او غرب سره د افغانستان په اړیکو کښې د تعادل رامینځته کیدو غوښتونکی و، بدګمانه شول او د هغه د پرزیولو اسباب یې برابر کړل او د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په پنځویشتمه نیټه یوې کودتا کښې یې ببرک کارمل د حفیظ ا... امین پر ځاې د قدرت په ګډۍ کښینوه.
افغانستان کښې د کارمل د حکومت پیل د شوروي د سره پوځ لخوا د دغه هیواد له پوځي نیواک سره هممهاله و.خو دغه نیواکګري د افغان مجاهدینو له مقاومت سره مخ شوه. د افغان مجاهدینو سخته مقابله تر اوتو کالو اوږده شوه او په دې وخت کښې شوروي حکومت په افغانستان کښې د خپل سیاست د بدلولو په لټه کښې شو. په دې وجه یې د دغه سیاست د بدلولو د لارې په وړومبي ګام کښې، د ۱۹۸۶ میلادي کال د مۍ په څلورمه نیټه ببرک کارمل له کاره څنګته کړ او قدرت یې د افغانستان د پټو پولیسو مشر جنرال نجیب ا... ته وسپاره.
کارمل د خپل حکومت په اوو کلونو کښې په افغانستان کښې د پخواني شوروي د پوځي شتون د موجّه ښودلو لپاره ډیر زیات کوشش وکړ.
ببرک کارمل د ۱۹۹۰ لسیزې په اوله لسیزه کښې مړ شو.
او له ننه ۲۸ کاله مخکښې د دیارلس سوه درې اویایم لمریز کال د غوایی په څوارلسمه نیټه ، یو لوی مسلمان دانشمند آیت ا... سید امیر محمد کاظمی قزوینی وفات شو. آیت ا... سید امیر محمد کاظمی قزوینی په دولس سوه شپږ نوېم لمریز کال کښې په کویت کښې د علم او تقوی په کورنۍ کښې وزیږید. هغه په اته کلنۍ کښې له خپل دانشمند پلار سره بصری ته لاړ او د فقهي متنونو او ادبي علومو زده کړې ته یې مخه وکړه . په اتلس کلنۍ کښې د اهل بیت (ع) د پوهې د زده کولو په شوق نجف اشرف ته لاړ. هغه د خپل پلار له وفاته وروسته بصری ته ستون شو او د تدریس ، تالیف ، د لمنځه د امامت ، وعظ ، د خلکو د ارشاد او د منحرفینو سره د مناظرې له لیاری يې د اهل بیت (ع) د مذهب تبلیغ ته مخه کړه . د دغه ستر فقیه د تبلیغاتو اغیزې هومره پراخې شوې چې د عراق په بعث ګوند کښې یې دښمنانو او مخالفینو د دوئ د وژلو او سوځولو نیت درلود چې هغه له مجبوریه په دیارلس سوه پنځوسم لمریز کال کښې کویت ته هجرت وکړ . د دغه مجاهد عالم څخه څه باندی څلویښت ارزښتناک کتابونه پر ځائ پاتی دي . آیت ا... قزویني په پای کښې د دیارلس سوه درې اویایم لمریز کال د غوایی په څوارلسمه د عمر په اوه اویا کلنۍ کښې رحلت وکړاو په قم ښار کښې د حضرت بی بی معصومی (س) په پاک حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.