تاریخ پاڼه
نن زیارت ورځ یا ۵ شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳هجری قمری کال د شوال یا د کوچنۍ اختر د میاشتې له ۳ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۵ نیټی سره برابره ده
د غوایی د میاشتې پینځلسمه نیټه په ایرانی جنترۍ کښې د مشهور شیعه پوه شیخ صدوق د درنښت ورځه ده.
ابو جعفر محمد بن علی بن بابویه چې په شیخ صدوق مشهور ؤ، په کابو درې سوه شپږم قمری کال کښې د قم د سپیڅلی ښار په یوې علمی او فقهی کورنۍ کښې وزیږید. محمد په ماشومتوب کښې دینی علمی زده کړې پیل کړې او د خپل پلار او نورو استادانو له محضره یې علمی ګټه پورته کړه. هغه له دې وروسته چې لوړې علمی درجې ته ورسید، د هغې زمانې له سترو استادانو او حدیث پیژاندو څخه د علمی زده کړو لپاره خپل علمی سفرونه پیل کړل او د وخت له دوو سوو نه زیاتو سترو پوهانو څخه یې علمی ګټه پورته کړه.
بغداد ته له سفر وروسته، د هغۀ علمی شهرت د هغه وطن عالمان دومره تر خپل اغیز لاندې راوستی وو چې ټول یې خپل ځان ته جذب کړل او د خپل وجود له وړانګو څخه یې برخمن کړل. د دغه ستر فقیه په درس کښې نامتو عالمان وروزیدل چې شیخ مفید، حسن بن محمد قمی، علم الهدی سید مرتضی، هارون بن موسی تتلعکبری او حسین بن عبیدا... غضائری له هغو څخه دی. همداراز په څلورو ټوکو کښې د (من لایحضره الفقیه) په نوم ستر کتاب د شیعیانو له څلورو بنیادی کتابونو څخه یو کتاب چې په شپږو زرو حدیثونومشتمل او د مختلفو فقهی موضوعاتو په اړه دئ او همداراز په لسو ټوکو کښې د (مدینه ا لعلم) کتاب چې ورک شوئ دی، امالی، خٍصال، عیون اخبار الرضا (ع) او علل الشرائع د دغه کم ساری شیعه عالم له دریو سوو ارزښتناکو کتابونو څخه دی.
شیخ صدوق د عمر په وروستیو وختونو کښې د شهرری د شیعیانو په غوښتنه په دغه ښار کښې میشته شو، تر دې چې په درې سوه یو اتیایم هجری قمری کال کښې په پینځه اویا کلنۍ کښې وفات شو او په هغه ځائ کښې چې د هغه په نوم مشهور دی، خاورو ته وسپارل شو.
۷۸ کاله پخوا، د دیارلس سوه درویشتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد ستر مشر امام خمینی (رح) په دوه څلویښت کلنۍ کښې د خدائ په خاطر پاڅون ته د خلکو د رابلنې لپاره لومړنی سیاسی بیانیه صادره کړه. امام خمینی (رح) په دغه بیانیه کښې د خلکو د تیرو، اوسنیو او راتلونکو وختونو د حالاتو له څېړنې او شننې سره د خدائ لپاره پاڅون د نړۍ د اصلاح یوازینۍ لاره وبلله او دغه چاره یې د ټولو الهی پیغمبرانو علیهم السلام د بعثت فلسفه وګڼله. هغوئ په دوام کښې د مسلمانانو او د ایران د ملت د بدبختۍ دلایل بیان کړل او په بله برخه کښې یې د عالمانو او پوهانو د درون مسئولیت او دندې ذکر وکړ او د هغوی د سیاسی غفلت زیان لرونکی عواقب او نتایج یې بیان کړل. هغوئ د دغې بیانیې په دوام کښې په واضحه توګه اسلامی عالمان او اسلامی ټولنه عمومی پاڅون ته را وبلله او د اسلام په خلاف د دسیسو په وړاندې د چوپتیا په اړه یې خبردارئ ورکړ. د دغې بیانیې له خپرولو د امام (رح) مقصد د ځوانو زده کونکو لپاره د بیدارۍ او خطر د ټالۍ غږول وو. دغه اقدام د امام خمینی (رح) شخصیٍت او سیاسی دریځ له مخکې نه لا زیات څرګند کړ او ورو ورو یې د خپلو شاګردانو په ټول کښې د یو شمیر ملګرو او همفکرانو د شتون زمینه برابره کړه. دغه شخصیتونه هغه کسان وو چې په ورپسې کلونو کښې یې د هغه تر مشرۍ لاندې د انقلابی اقداماتو اصلی ستنې جوړې کړې.
۲۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اویایم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په پینځلسمه نیټه، تکړه شاعر او اوسمهاله ادیب استاد محمد علی مردانی وفات شو. استاد محمد علی مردانی په دیارلس سوه لومړی لمریز کال کښې د ایران د خمین ښار په یو کلی کښې وزیږید. هغه له ماشومتوبه له شعرونو سره مینه لرله. په لس کلنۍ کښې یې په مرثیې او مدح وینې لاس پورې کړ او د ابا عبدا... الحسین (ع) د ویر په مجلسونو او تکیه خانو کښې به یې مرثیې ویلې. استاد مردانی د پهلوی رژیم په وخت کښې په خمین ښار کښې د مداحانو د ټولنې جوړولو ته ملا وتړله خو د باچا د ظالم رژیم له غضب سره مخامخ شو او کور یې د باچا د تالی څټو په لاس په اور سوځول شو. هغه په دیارلس سوه یو دیرشم لمریز کال کښې په تهران کښې استوګنه شو او له دې وروسته یې د تهران د ختیځ د مذهبی سندرې ویوونکو ټولنه جوړه کړه. مردانی د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته، خپل فعالیت زیات کړ او د اسلامی ارشاد د وزارت او د اسلامی تبلیغاتو د ادارې د هنری برخې د ادبیاتو د څانګې غړئ شو. هغه همداراز د تپل شوی جنګ په اوږدو کښې په جبهو کښې شتون درلود او په دغه لاره کښې له بدنی مشکلاتو سره مخامخ شو. مردانی یو مخلص شاعر او تقوا داره عارف ؤ او له څوارلسو معصومینو (ع) سره یې پوره اخلاص درلود. استاد مردانی د خپل عمر په اوږدو کښې د شعرونو د کابو اویا ټولګو تالیف ترسره کړ چې اکثرې پکښې چاپ شوې دی چې پکښې (مجموعه آفتاب)، (ادبیات عاشورا)، (همراه با کاروان)، (حریم عشق)، (راهیان عاشورا)، (فروغ ایمان) او (نوای رزمندگان) ته اشاره کولائ شو. استاد مردانی بالاخره د کلونو کلونو ناروغیو د رنځونو له زغملو وروسته، د دیارلس سوه اته اویایم لمریز کال د غوایی د میاشتې په نیمایۍ کښې چې د څوارلس سوه شلم هجری قمری کال د محرم د میاشتې له اتلسمې نیټې سره برابره وه، په اووه اویا کلنۍ کښې وفات شو او د تهران د بهشت زهرا په هدیرې کښې د عالمانو او پوهانو په برخه کښې خاورو ته وسپارل شو.
او له ننه ۲۱ کاله مخکښې په داسې يوه ورځ د 1380 هجری شمسی کال د غوئي د مياشتې په پينځلسمه نېټه هوښيار محقق او د نهج البلاغه څيړونکے حجت الاسلام محمد دشتي وفات شو. شېخ محمد دشتي په 1330 شمسی کال کښې په مازندران کښې وزېږېد. هغه په شل کلنۍ کښې د مېرزا هاشم آملي، ناصر مکارم شيرازي، علي مشکيني اردبيلي او عبدالله جوادي آملي په شان آيت ا... ګانو د فقهې او اصولو په درسونو کښې ګډون وکړ او د حکمت او فلسفې اصول يې د فن له استادانو څخه زده کړل. حجت الاسلام دشتي له دې وروسته تاليف، تدريس او تحقيق ته مخه کړه ان تر دې چې په 1367 هجري نمريز کال کښې يې د اميرالمومنين نومې تحقيقاتي موسسې بنياد کېښود او د يو شمېر محققانو په مرستې سره ځينې دا ډول کتابونه برابر کړل: فرهنگ سخنان معصومين په پينځلسو ټوکو کښې، تحليل تاريخی سياسی معصومين په څوارلسو ټوکو کښې، سيره امام علی(ع) په پينځلسو ټوکو کښې، ترجمه نهج البلاغه، فرهنگ واژهها، موضوعات کلی و معارف نهجالبلاغه په 4 ټوکو کښې او اسناد و مدارک نهجالبلاغه او په لسګونو داسې نور اثار.
هغۀ به د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه وروسته د ديني شعائرو د احيا په لاره کښې هلې ځلې کولې او تل به د هېواد په مختلفو ښارونو کښې په ديني تبليغ او په انقلابي ادارو، پوهنتونونو کښې په تدريس او وېناو بوخت ؤ، ان تردې چې د 1380 هجري نمريز کال د غوئي د مياشتې په پينځمه نېټه له کاشان څخه له خپل تبليغي سفر نه د راستنېدو په وخت د سړک له حادثې سره مخامخ شو او له لسو ورځو وروسته د غوئي د مياشتې په پينخلسمه نېټه چې د 1422 قمری کال د صفرې له يولسمې نېټې سره برابره وه په پنځوس کلنۍ کښې وفات شو او په قم مقدس ښار کښې د حضرت بي بي معصومه (س) په پاک حرم کښې خاورو ته وسپارلے شو.