تاریخ پاڼه
نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایې د میاشتې ۲۳ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا د کوچنۍ اختر د میاشتې له ۱۱ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مۍ د میاشتې له ۱۳ نیټې سره برابره ده
۱۴۴۶ کاله پخوا، له هجرته درې کاله وړاندې، د شوال په ۱۱مه نیټه، پیغمبر اکرم ص د اسلام د دین د تبلیغ په موخه د طایف ښار ته هجرت وکړ مکې ته څیرمه د طایف ښار ته د اسلام د ګران پیغمبر ص هجرت په داسې حال کې تر سره شو چې د هغه تره او ستر ملاتړی او یاور ابو طالب وفات شوی ؤ او له همدې امله د مکې مشرکانو د پیغمبر اکرم ص ځورول او ربړول زیات کړی ؤ .
له همدې امله که د طایف خلکو اسلام منلای وای دا ښار به په مکه کې تر ظلم او ستم د لاندې مسلمانانو لپاره امن ښار ګرځیدلی وای خو په طایف کې د ثقیف قبیلې مشرانو نه یواځې دا چې په یوه خدای او د حضرت محمد ص په رسالت ېې له ایمان راوړلو ډه ډه وکړه بلکې د هغوی په هڅونې سره یو شمیر نادانوخلکو پیغمبر اکرم ص ته ډیر تکلیف ورکړ او هغه ېې ټپی کړ .
۹۵۶ کاله پخوا، د څلور سوه اووه اتیایم هجری قمری کال د شوال په یوولسمه نیټه، د پینځمې هجری قمری پیړۍ مشهور مؤرخ او لغت پیژاندی عبد العزیز اندلسی وفات شو .
نوموړی د خپل عصر په ډیری دود علومو کې ډیر مهارت او پوهه درلوده او ګڼ تألیفات ېې هم له ځانه پری ایښی دی .
د عبد العزیز اندلسی د آثارو له منځه (شرح امثال ابوعبید)او (شرح نوادر القالی ) کتابونو ته اشاره کولای شو.
۱۱۵ کاله وړاندې د ۱۹۰۷ میلادی کال د مۍ د میاشتې په دیارلسمه نیټه مشهوره انګلیسی لیکواله دافنې دو موریه وزیږیدله. د هغې کورنۍ د هنر او ادب خاونده وه او د دافنې دوموریه د لیکوالۍ وړتیا په یو دغه شان چاپیریال کښې وروزله شوه.
دوموریه د زده کړو له پوره کولو وروسته فرانسې ته لاړه او لیکنه یې پیل کړه. د هغې ترټولو مشهور کتاب (رِبِه کا) نومې ناول دی. د هغې په نورو آثارو کښې (مهربان روح) او (مارغانو) ته اشاره کوی شو.
دغه انګریزه لیکواله په ۱۹۸۹ میلادی کال کښې مړه شوه.
۴۳ کاله مخکښې د ۱۳۵۸ هجری لمریز کال د غویی په درویشتمه نیټه، د ایران د مسلمانو خلکو په پرله پسی مبارزو ، د اسلامی انقلاب په بریالیتوب او د اسلامی جمهوری نظام په ټینګیدو پسی، په ایران کښې د کیپیچولیشن شرمونکی تړون لغوه شو. د کیپیچولیشن قانون له مخې ، په ایران کښې امریکایانو پوره قضائی خوندیتوب درلوده، په دا ډول چې که کوم امریکایی په ایران کښې کوم جرم کولئ نو د ایران هیڅ یوه ارګان او محکمی د هغه د محاکمه کولو اجازه نه درلوده او باید پخپل هیواد کښې محاکمه شوی وای . دا موضوع د ایران د ملی واکمنۍ او خپلواکۍ د نفی په معنا وه، د دیارلس سوه درې څلویښتم هجری لمریز کال د تلی په یویشتمه نیټه د دغه قانون د تصویبیدا له هماغه پیله ، د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد لار ښود حضرت امام خمینی (رح) ورته سخت غبرګون وښوده او د دغه شرمونکی تړون د پایلو د ایشوا کولو تر څنګ یې په ځلونو دغه تړون وغانده، له بلی خوا، باچا رژیم چې د ایران د مسلمانو او مبارزو خلکو او د حضرت امام خمینی (رح)د دغه پریکنده او څرګندمخالفت په وړاندی دمقابلی جوګه نه ؤ، حضرت امام خمینی رح) یې جلاوطن کړ خو د خپل هیواد د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره د ایران د خلکو مبارزو دوام ومونده او بالاخره د اسلامی انقلاب په بریالیتوب پسی په داسی ورځ د کیپیچولیشن قانون لغو شو.