May 17, 2022 15:04 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ یا ۴ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال له ۱۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۱۸ نیټی سره برابره ده.

د ایران په کال هنداره کښې د غوایی اته ویشتمه نیټه د ایران مشهور دانشمند، عارف او شاعر د حکیم عمر خیام د درنښت ورځ نومول شوې ده. د ایران لوئ شاعر او لیکوال، طبیب ، ستور پیژاندی، ریاضی پوه او فلسوف ابو الفتح عمر بن ابراهیم خیام نیشابوری د پینځمې هجری شمسی پیړۍ په وروستیو او د شپږمې پیړۍ په لومړیو کښې ژوند وکړ. هغه د څلور سوه اولسم نه تر څلور سوه څلویښتمو قمری کلونو کښې په نیشابور کښې وزیږید. پخپل ژوند کښې د خیام ډیره مشهورتیا په حکمت، طب، نجوم او ریاضیاتو کښې وه خو نن هغه په نړۍ کښې د خپلې نرمې فلسفې د رباعیاتو له امله پیژندلئ شی. د خیام رباعیات نړیوال شهرت لری او د نړۍ په اکثرو ژبو کښې ژباړل شوی دی.

خیام په ریاضیاتو کښې څو مشهور اثار لری چې د (جبر و مقابله) کتاب پکښې تر ټولو مشهور دئ . همداراز هغه د ایران د کال هندارې د اصلاح کولو مامور شو او ترویتون یې هم جوړ کړ. (رساله ای در کلیات الموجود)، (نوروز نامه) او (رساله در طبیعیات) د دغه لوئ ایرانی حکیم نور مهم اثار دی.

 

۹۳۴کاله پخوا  د ۵۱۰قمری کال د شوال دمیاشتې  په شپاړسمه نیټه، د عربانو یو مشهور فقیه ،محدث  او مورخ  ابن ارزق  فارقی  وزیږید. هغه په ځوانۍ کې  دفقې ، حدیث ، لغت او دقرآن تفسیر  زده کولو ته مخه کړه  او لکه څنګه چې تاریخ  سره ئې ډیره دلچسپی درلوده ،  دتاریخ زده کولو او په دې زمینې کې ئې  مطالعې ته مخه کړه .  له بلې خوا فارقی  بیلابیلو سیمو ته په  ډیرو سفرونو کې  له تاریخی  حالاتو او دخلکو له بیلابیلو ټولنیزو پرګنو  او همداراز  له بیلابیلو ټولنو سره بلدشو . دغو ګټه ورو سفرونو  پر هغه اوڅاره اغیزې وکړې  او پّ حقیقت کې د :تاریخ  الفارقی : نومې کتاب دزیاتره برخه  ددغو سفرونو په وخت دهغه  دمشاهداتو اویاددښتونو  نیتجه ده . . ظاهرا  ددغه مسلمان مورخ  پاتې یوازینی اثر  همدغه کتاب دی  او  له دغه کتابه تالیفولو دهغه اصلی انګیزه  ،دشپږمې قمری پیړۍ ترمینځنیو پورې  دتیرو وختونو دجغرافیائی او دحلکو له حالاتو  دتاریخی ، سیاسی او کلتوری راپورو وړاندې کول وو.

 

۲۱۸ کاله مخکې د ۱۸۰۴ میلادي د مئ د میاشتې په ۱۸ نیټه  د فرانسې د سنا غونډې په تصویب سره په دغه هیواد  کې ناپلئون بناپارت امپراتور شو. په دې ترتیب سره د فرانسې د انقلاب کبیرد بریالیتوب څخه ۱۵ کاله

کاله ورسته  په دغه هیواد کې یو ځل بیا استبدادي نظام  حاکم شو .خو پس له لس کاله د ۱۸۱۴ میلادي کال د آپریل په ۱۱ نیټه کله چې ناپیلیون بناپارت د لویدیځو هیوادونو سره په جنګ کې ماتې وخوړله او تبعید شو

دهغه د حکومت پړاو هم ختم شو.   

 

۴۸  کاله پخوا، د نولس سوه څلور اویایم میلادی کال د مئی په اتلسمه نیټه، هند خپله لومړنۍ اټومی ازموینه د دغه هیواد په لویدیځ کښې او د پاکستان له پولې سره نږدی د راجستان په صحرا کښې ترسره کړه. په دې ډول هند له امریکی ، روس، فرانس ، انګلستان او چین وروسته شپږم هیواد ؤ چې له اټومی قدرته برخمن شو. هند څلورویشت کاله وروسته د نولس سوه اته نوېم میلادی کال په مئی کښې پینځه نورې اټومی ازموینې تر سره کړې او عملا د اټومی وسلې په جوړولو بریالئ شو. په دې ډول هند چې له یوې خوا یې له پاکستان سره پخوانۍ دښمنی درلوده او له بلې خوا د لویدیځی ایشیا په سیمه کښې د یوه قدرت په توګه مطرح دی، خپل سیاسی او پوځی قدرت زیات کړ. اټومی وسلو ته د هند لاس رسئ وښودله، تر څو چې اټومی وسلو درلودونکی ستر قدرتونه د خپلو ډله ایزو وژلو د وسله کوټونو د له مینځه وړلو ډډه کوی نو په نړۍ کښې به د وسلو سیالئ دوام ومومی او بیلابیل هیوادونه به هم د داسې وسلو په ترلاسه کولوپسې وی.

 

۴۵ کاله مخکې د ۱۹۷۷ میلادي کال د مئ په ۱۸ نیټه

د میوزیمونود نړیوالو کمیټو د وولسمې عمومي ټولنې  د پریکړه لیک پر اساس ، دغه ورځ د میوزیم د نړیوالې ورځې په نوم  ونومول شوه .

د دغې ټولنې له مهمو هدفونو څخه ،په ټوله نړی کې د موزیمون پراختیا ،کلتوري هدفونوته د رسیلو لپاره د میوزیمونوبشپړه ملګرتیا ، د ځايې کلتور د له مینځه تللو مخ نیوی اود پردیو کلتورنو  په وړاندي خنډ رامینځ ته کول دي . د توجو وړټکی دا چې د میوزیم په نوم  د یو ځای د جوړولو موخه د تیرو آثارو ساتنه او راتلونکیوته نسلونو ته د هغې انتقال دي.