تاریخ پاڼه
نن د خالي ورځ، یا شنبه ۱۴۰۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې یو دیرشمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یاکوچنۍ اختر له ۱۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۲۱نیټی سره برابره ده
۱۱۷۸ کاله پخوا، د دوه سوه پینځه شپیتم هجری قمری کال د شوال د میاشتې په نولسمه نیټه، په ایران کښې د صفاریانو د لړۍ بنسټګر یعقوب لیث صفاری د ایران په یوه زاړه ښار جندی شاپور کښې وفات شو. دیعقوب لیث ځوانمردانه خصلتونه د هغه په لور د خلکو د جذبیدو لامل شول او تر یوې مودې پورې د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان خلکو هغه په امیرۍ وټاکه . یعقوب لیث له څه مودې وروسته قدرت ته ورسید او د خپلو پلویانو په مرستې سره یې د سیستان په شا او خوا کښې د ایران څو ښارونه ونیول او یو منسجم او یو موټئ حکومت یې جوړ کړ. یعقوب لیث په دوه سوه یو شپیتم هجری قمری کال کښې په یوه لوئ لښکر سره د عباسی واکمنانو پلازمینه بغداد فتح کړ. خو عباسی قواؤ ماته وخوړله او شاتګ یې وکړ . له دغې ماتې وروسته یعقوب لیث پر بغداد د بلې حملې لپاره د قواؤ په سمبالولو بوخت ؤ چې ناروغه شو او له څه مودې وروسته مړ شو.
۱۰۰۹ کاله وړاندې، د څلور سوه څلور دیرشم هجری قمری کال د شوال د میاشتې په نولسمه نیټه، په ابن منده مشهور یو ایران توکمه تاریخ لیکونکی، فقیه او محدث ابوزکریا یحیی بن عبدالوهاب وزیږید.
هغه د ابن منده د کورنۍ وروستی کس ؤ او د هر هیواد له پوهانو د مختلفو علومو له ترلاسه کولو او په دې علومو کښې د مهارت له ترلاسه کولو وروسته یې تدریس او تالیف ته مخه کړه.
له دغه مسلمان محدث او تاریخ لیکونکی ډیر آثار په یادګار پاتې دی چې له هغو څخه د )زندګی نامه طبرانی) کتاب ته اشاره کولائ شو. ابن منده بالاخره د پینځه سوه دولسم هجری قمری کال په ذی الحجې میاشت کښې په اته اویا کلنۍ کښې په اصفهان کښې وفات شو او په همهغه ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.
۱۰۶ مخکې د ۱۹۱۶ میلادي کال د مئ په ۲۱ نیټه
آمریکايي لیکوال او کیسه لیکونکۍ هار ولډ رابینز وزیږید . د رابینز پلار له روسیې څخه آمریکا ته کډوال شوی و او هغه په نیویارک کې دنیا ته راغلی و.رابینز هغه لیکوال و چې کشف شوی حقیقتونه اوخپل استنباطونه د کیسې په بڼه لیکل. هغه یوازي کومو حالات اوپیښې چې پخپله يې تجربه کړې وې یا د هغوی عیني کتونکۍ ود کیسې په چوکاټ وړاندي کول .په همدې وجه د هغه لیکنې ډیر زړه راښکونکۍ اوله نصیحته ډکي دي . هغه ۲۵ کیسې ولیکلې چې په۳۲ ژبو کې وژباړل او تر ۲۰۱۰ کاله پوري ۷۵۰ میلیون نسخې خرچې شوي دي . دهغه له مشهورو داستانونو څخه هیڅکله له پردۍ سره ملګری مه شه ، د پارک د سړک ۷۹ شمیره خونه ، یواځې ښځه ، کافي ندي ، ټایکون ، د سوداګر خیال ، رابینزپه ۱۹۹۷ میلادي کال د دسامبر په ۱۴ نیټه مړ شو.
او له ننه ۳۱ کاله وړاندې، د نولس سوه یو نوېم میلادی کال د مئی په یویشتمه نیټه، د هندوستان پخوانی لومړی وزیر راجیو ګاندی ووژل شو. د هندوستان د پخوانۍ وزیراعظمې ایندرا ګاندی زوئ راجیو ګاندی د نولس سوه څلور څلویښتم میلادی کال د آګست په شلمه نیټه په ممبئ کښې زیږیدلئ ؤ او د خپل نیکه جواهر لعل نهرو په کور کښې لوئ شو چې د هندوستان لومړی وزیراعظم ؤ. هغه بیا د انګلستان په کیمبرج پوهنتون کښې زده کړه پیل کړه او د پایلټۍ له زده کړې وروسته د هندوستان د الوتکو په سازمان کښې شامل شو. راجیو ګاندی د خپل کشر ورور له مړینې وروسته چې د ایندرا ګاندی د ځائ ناستی په توګه به یادیده، د سیاست میدان ته ورودانګل او د مینځنی پړاؤ په ټاکنو کښې د استازی په توګه غوره شو. هغه په نولس سوه درې اتیایم میلادی کال کښې د واکمن کانګرس ګوند د عمومی منشی په توګه غوره شو او هغه یې برابر کړ، تر دې چې د نولس سوه څلور اتیایم میلادی کال د اکتوبر په یو دیرشمه نیټه د خپلې مور ایندرا ګاندی له وژل کیدا وروسته د هغې په ګدۍ کښیناست. په عین حال کښې یې په پارلیمانی انتخاباتو کښې ماتې وخوړله او په نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال کښې یې د پینځو کالو له وزیراعظمۍ وروسته استعفا ورکړه.
راجیو ګاندی نیت درلود چې د هندوستان د پارلمان په لسمو انتخاباتو کښې ګډون وکړی خو د نولس سوه یو نوېم میلادی کال د مئی په یویشتمه نیټه په اووه څلویښت کلنۍ کښې د هند په سویل کښې په یوه انتخاباتی غونډه یا جلسه کښې د بم په چاودنه کښې ووژل شو. د ګلونو په هغه امیل کښې ورته چاودیدونکی مواد ایښودل شوی وو چې د هغه غاړې ته یې اچولئ ؤ.