May 19, 2016 15:17 Asia/Kabul
  • په اسلامی نړۍ کی وحدت
    په اسلامی نړۍ کی وحدت

پدی مطلب کی د اهل تشیع او اهل تسنن د مذاهبو د دؤو تنو سترو عالمانو( آیت الله برجردی، او شیخ شلتوت) له نظره، د اسلامی وحدت د رښتنی کولو لپاره، د تقریب مذاهب اسلامی د ټولنې د تشکیلیدو تاریخ څیړو.

 په تیرو مطالبوکی مو، د آیت الله العظمی خامنه ای په نظریاتو او افکارو کی د اسلامی وحدت په هکله بحث وکړ، او د اسلامی وحدت د بڼه نیولو لپاره، د دوی عملی وړاندیز، یعنی د تقریب مذاهب اسلامی د ټولنې د جوړیدو مسئله وڅیړله. پدی پروګرام کی غواړو، د شیعه او سنی دینی عالمانو ترمنځ، د تقریب مذاهب اسلامی ټولنې د بڼه نیولو مخینه، او په خاصه توګه د هغې د دؤو تنو بنسټ ایښودونکو، یعنی د مصر د ستر مفتی، او د جامع الازهر د شیخ، شیخ محمود شلتوت، او د شیعه د یو ستر مرجع، آیت الله العظمی بروجردی، افکار او نظرئې وڅیړو.
 د تقریب مذاهب اسلامی اصطلاح او جمله، نږدی اویا کاله وړاندی، په قاهره کی، د« دار التقریب بین المذاهب الاسلامیه » مؤسسیې له خوا مطرح شوه. دغه مؤسسه په ۱۳۲۷ ه لمریز کال کی، د یوې ډلې شیعه او سنی عالمانو له خوا، او د مرحوم علامه شیخ محمد تقی قمی، په کوښښ سره چی ډیر کلونه په لبنان او مصر کی اوسیده، او د هغه په عمومی منشی توب جوړه شوه، او په هغه وخت کی، د اسلام په ټوله نړۍ کی له اهمیت څخه ډګه وګنله شوه. د دغې مؤسسې غړی، د شیخ عبد المجید سلیم، شیخ محمود شلتوت، شیخ ابو زهره، حسن البنا؛ او داسی نورو کسانو په شان د الازهر له استادانو، او د یمن د زیدیه علماؤ له یو تن، او  په نجف کی د مرحوم شیخ محمد حسین کاشف الغطاء، او په لبنان کی د مرحوم سید شرف الدین، او مرحوم شیخ محمد جواد مغنیه څخه عبارت ؤو. د تقریب له نظره له مذاهبو څخه مقصد، د اسلام فقهې مذهبونه دي، چی په په عمده توګه،د اهل سنت څلور مذهبونه؛ یعنی حنفی مذهب، چی امام ابوحنیفه یی مشر دئ، مالکی مذهب چی امام مالک ابن انس یی مشر دئ، شافعی مذهب چی امام محمد بن ادریس شافعی یی مشر دئ، او حنبلی مذهب چی امام احمد بن حنبل یی مشر دئ، او د شیعه دوه مذهبونه؛ یعنی امامی او زیدی پکی شامل دي. اسماعیلی مذهب د امامی مذهب یوه فرعې څانګه، او د اباضی مذهب هم د اهل سنت د مذهبونو فرعې څانګه ده. دغه مذهبونه هر یو؛ ځانته یوه فقه لری چی له طهارت څخه تر دیات پوری، فقهې ابواب او د اسلام عملی احکام پکی شامل دي، او په ځینو مسایلو کی له یو او بل سره اختلاف لری، چی د هغو د فقیهانو له اجتهاد څخه یی سرچینه اخیستې ده. 
 « دارالتقریب » له پراخو څیړنو وروسته، دې نتیجې ته ورسید چی د امامت او خلافت د مسئلې په شمول، په کلامی بحثونو کی اختلاف، کومې نتیجې ته  نه رسیږی، او د تقریب او نږدیکت قابلیت نه لری، بلکه د اختلافاتو د سره پیلیدو سبب به شی، ځکه یی خپل کوښښ په فقهې اختلافاتو باندی متمرکز کړ، چی باالآخره د جامع الازهر د مشر، شیخ محمود شلتوت د فتوا په صادریدو سره، نتیجې ته ورسید.
دوی پدغې فتوا کی وایی: د اهل سنت د څلور ګونو مذهبونو پیروان کولای شی، د اثنی عشری امامیه مذهب په شمول، نورو مذهبونو ته ور وکرځی، یعنی په احکامو کی د دغو مذهبونو له فقیهانو څخه پیروی وکړی. ځکه چی ټولو له کتاب او سنت څخه ګټه وړې ده. د الازهر په پوهنتون باندی د شیخ شلتوت د ریاست په دوره کی، د هغه یو ډیر مهم اقدام، د اهل سنت د مذاهبو د فقهې درسونو ترڅنګ، د شیعه فقهې د درس ورکولو د اجازې ورکول ؤو، چی د الازهر د استادانو او محققانو په وړاندی یی نوی افق پرانیسته.
د مقارنې فقهې په اساس، یو محقق د اسلامی مذهبونو ټولې فقهې  رایې او نظریې مطالعه کوی، او هر حکم چی دلیل یی لا پیاوړی وی، اجرا کوی. ده د مختلفو مذاهبو د علماؤو د دلیلونو ترمنځ په پرتله کی، یو اصل مانه، او هغه دا ؤ چی، هر دلیل چی لا قوی وی، د منلو وړ دئ، که هغه پخپله د ده له مذهب څخه وی، یا د بل چا له مذهب څخه، او ټینګار یی در لود چی مسلمان فقیهان باید، له تعصباتو او نفسانی خواهشاتو څخه لیری، هره رایه او مفکوره چی د اسلام د اصولو په ټینګښت کی اغیزمنه وی، او د کورنۍ او ټولنې هوساینه په لا ښه توګه برابروی، له یو او بل څخه قبوله کړی. 
 آیت الله العظمی بروجردی هم، د هغو لوړ پوړو مراجعو او عالمانو څخه ؤ، چی تل یی د مسلمانانو د وحدت، او د اسلامی مذاهبو د تقریب موضوع، په پام کی در لوده. دوی، د ستر مرجع، آیت الله العظمی اصفهانی څخه وروسته، چی په ۱۳۲۵ ه لمریز کال له دنیا لاړ، د ټولو شیعیانو د مرجعیت مقام تر لاسه کړ، او د شیعه او اهل سنت د رجال او حدیث په علومو کی د ډیرو رسیدلو او لوړو عالمانو څخه ؤ. آیت الله العظمی بروجردی، هم د عمومی مرجعیت مقام ته له رسیدو مخکی، او هم له هغه وروسته، د مسلمانانو چارو ته په عمومی توګه، او د وحدت مسئلې، او د زیاتو تفرقو د له منځه وړلو، او د اسلام تر بیرغ لاندی د مسلمانو فرقو او ټولنو د نږدی کولو لپاره، په خاصه توګه هڅه کوله. د مسلمانانو خرابو حالاتو، په اسلامی هیوادونو باندی د کفارو سلطې، او د مسلمانانو ترمنځ د دښمنۍ او بد بینۍ د روحیې غلبې ته پاملرنه، د هغو مسایلو له جملې څخه وه،  چی د مسلمانانو د وحدت او یو زړه توب لپاره یی د هغه هوډ لا ټينګ کړ. په شیعه سرچینو باندی د بشپړ تسلط ترڅنګ، د اهل سنت د حدیثې، فقهې، رجالی او تاریخې سرچینو په هکله، د هغه نووښت ګر مرجع د معلوماتو پراختیا، هغه ته داسی قدرت ورکړئ ؤ، چی کولای یی شول د مذاهبو ترمنځ ورته او مختلفې چارې او مسایل،تحلیل کړی، او د مذاهبو د تقریب او نږدیکت مفکوره، تر هغه ځایه پوری چی د یادو مذاهبو اصولو او اساساتو اجازه ور کوله، پر مخ بوځی. له دارالتقریب څخه د آیت الله العظمی برجردی دائيمی مادی او معنوی ملاتړونه، د مسلمانانو وحدت او یو موټی توب ته، د ده د پاملرنې او پدې زمینه د هغه د کوښښ ښودونکی دي. شاید وکولای شو ادعا وکړو، چی له امام خمینی ره وروسته، د شیعه مراجعو په منځ کی، ډیر لږ شمیر مراجع موندلای شو، چی د دوی په اندازه د اسلامی مذاهبو ترمنځ د تقریب په لاره کی یی کوښښ کړئ وی.
 آیت الله بروجردی، په مقارنو فقهې مسایلو کی، خلافی مسایلو ته اهمیت ورکاوه؛ یعنی عقیده من ؤ، چی فقهې مسایل نه یواځی د امامیه مذاهبو په کچه، بلکه باید د ټولو اسلامی فقهې مذاهبو  په کچه، تر بحث لاندی ونیول شی، او د اختلاف وړ په هره مهمه مسئله کی، د ټولو مذاهبو دلایل په نظر کی ونیول شی. له همدې کبله، دوی د شیخ طوسی د«مسایل الخلاف» کتاب، د هغه په تصحیح کولو کی د کړاؤونو په ګاللو سره چاپ کړ، او کله نا کله یی دغه کتاب د درس ټولګی ته وړه، او د نظر وړ له ځای څخه یی د شیخ طوسی لیکنی لوستلې، تر څو طلاب ورو؛ ورو  د دې رودې سره عادت وکړی.
دغه نوښت د دی سبب شو، چی شیعه مجتهدین، د شیعه امامی پر فقهې کتابونو سربیره، د نورو مذاهبو فقهې کتابونو ته مراجعه وکړی، او په مهمو فقهې مسایلو کی د هغو مذاهبو دوامدارې هڅې ووینې، او په ترځ کی یی دغه ټکی ته ورسیږی، چی فقه؛ د علم یوه څانګه، او د ټولو اسلامی مذاهبو ترمنځ مشترکه ده، او مسایل یی له یو او بل سره اړیکې لری، او په یو او بل باندی یی متقابلې اغیزې لرلی دي. او همدا اوس هم، کولای شی د یو او بل له نظریو څخه، په تیره بیا په نویو پیداشویو فقهې مسایلو کی ګټه یوسی. آیت الله بروجردی باوری ؤ، چی د اهل بیت د امامانو په زمانه کی، د اهل سنت مروجو فتواګانو ته په مراجعې سره، په لا ښه توګه د امامانو په روایتونو او ویناؤو باندی پوهیدلای شو، ځکه چی د هغوی ویناوی؛ هغو فتواګانو ته په پام سره مطرح شوی دي. د آیت الله بروجردی شاګردان نقل کوی، چی دوی ځینی وختونه ویل: « د شیعه فقه، د اهل سنت د فقهې په څنګ کی ده.»؛ځکه چی په هغو دورو کی، د مسلمانانو د عمل وړ احکام، هماغه د هغوی د پیشوایانو فتوا ګانی وې، او د امامانو د اصحابو راویانو، هغو فتواګانو ته په پام سره، چی له ائیمه ؤو څخه پوښتلې، او امامانو ع هم، هماغو فتواؤو ته په توجه سره، ځواب ورکاوه.
 د آیت الله بروجردی تقریبی رودې، د شیخ شلتوت د فتوا په صادرولو باندی اغیز  درلود. د شیخ محمود شلتوت له نظره، د وحدت په رامنځته کیدو کی، یوه ډیره مهمه مسئله، داسی یو ګډ ټکی ته رسیدا ده، چی ټول مذهبونه پری د نظر اتفاق ولری. دوی دغه ګډ ټکئ قرآن کریم معرفی کړئ، او پدې باره کی وایی: اسلام خلګ وحدت ته بللي دي، او هغه چورلیز  یی؛ چی مسلمانان باید پری لاس پوری کړی، او د هغه په چاپیر راغونډ شی، اعتصام بحبل الله ټاکلئ دئ. دغه مطلب د قرانکریم په زیاترو آیتونو کی راغلئ دئ. چی ډیر څرګند مثال یی  د آلعمران په مبارکه سوره کی د متعال خدای قول دئ، هلته چی فرمایی: واعتصوا بحبل الله جمیعاً و لا تفرقوا.
متعال خدای ج، له تفرقې څخه په مطلقه او کلې توګه نهی کړې ده، چی د تعصّب له کبله تفرقه هم پکی شاملیږی. په صحیح کی یو حدیث فرمایی: لا عصبیه فی الاسلام. یعنی د اسلام په دین کی تعصب نشته. شیخ شلتوت په یو بل ځای کی، د خدایتعالی کتاب، او د رسول الله سنت، د ټولو مذاهبو ګډ ټکئ معرفی کوی. دوی، د هغو علمی اختلافونو، چی په علمی ټولنو کی بڼه نیسی، او هغه وچ تعصّب ترمنځ، چی د یو شمیر عوامو په منځ کی جریان لری، توپیر قائیلیږی، او پدې باره کی وایی: د نظریو اختلاف، یو ټولنیز ضرورت او طبیعی کار دئ، چی نه انکارکیدونکئ دئ؛ خو د هغه اختلاف سره چی، د مذهبی تعصباتو او فکری شاتی پاتی والی سبب شی، توپیر لری. تعصّب، د مسلمانانو د تړاو پړئ پری کوی، او دښمنې او کینه په زړونو کی روزی، مګر؛ د حقیقت لټونې، او د مخالفانو نظریو او افکارو ته د احترام په اساس اختلاف، د ستاینې او منلو وړ دئ.