د ایران او آذربایجان ترمنځ د ترانسپورټي هوکړو لاسلیک
پارس ټوډی – د ایران او داذربایجان جمهوریت ترمنځ د ترانسپورټي همکاریو یو لړ هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د اوولسمې ګډې غونډې په ترڅ کې، چې تمرکز یې پر ترانزیټي دهلېزونو، سرحدي پُلونو او رېلپټلۍ پروژو و، لاسلیک شول.
د پارس ټوډی د راپور له مخې چې د صداوسیما خبري اژانس په حواله خپور شوی، د ایران د سړک او ښار جوړونې وزارت مرستیال او د ترانسپورټي زېربناوو د جوړولو او پراختیا د شرکت رئیس هوشنگ بازوند د سېشنبې په ورځ وویل چې د ایران او آذربایجان د اوولسمې ګډې غونډې په لړ کې، د ترانزیټي دهلېزونو د پراختیا، سرحدي پُلونو او رېلپټلۍ په برخو کې څو هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
دغه ناسته د زېربنايي همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا لپاره ترسره شوه.
بازوند د ترانسپورټي دهلېزونو د پراختیا، په ځانګړي ډول د جلفا–کلاله پر محور، د بحث یادونه وکړه او ویې ویل:«دواړو لورو ترمنځ ښې هوکړې رامنځته شوې چې کولی شي د ګډو پروژو د چټک عملي کېدو لامل شي.»
هغه همدارنګه د آقبند–کلاله ګډ پُل د وضعیت د ټاکل کېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه سرحدي پُل به د تګ راتګ د اسانتیا او د ایران او آذربایجان ترمنځ د اقتصادي تبادلو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
بازوند څرګنده کړه: «د رېلپټلۍ په برخه کې هوکړه وشوه چې د ګډو پروژو د پرمخ بیولو لپاره لازمې همغږۍ او تفاهمونه په چټکۍ ترسره شي.»
د سیمهییزو دهلېزونو په چوکاټ کې د رېلپټلۍ پراختیا د دواړو هېوادونو د ترانسپورټي هوکړو له مهمو محورونو څخه بلل شوې ده.
هغه همدارنګه د آستارا بارانداز وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې شته ستونزې به په راتلونکو دوو میاشتو کې حل شي، څو د مالونو د لېږد بهیر اسانه شي. آستارا د ایران او آذربایجان ترمنځ د رېل او سړک شبکو د نښلېدو له مهمو نقطو څخه ده او په سیمهییز ترانزیت کې ځانګړی اهمیت لري.
بازوند ټینګار وکړ چې د ایران او آذربایجان ترمنځ د ترانسپورټي هوکړو بشپړ پلي کېدل کولی شي دواړو لورو ته د پام وړ اقتصادي ګټې ورسوي او د سیمهییزو او ترانزیټي همکاریو کچه لوړه کړي.