تاریخ پاڼه
نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا د میانې د میاشتې له ۲ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۲ نیټی سره برابره ده.
۱۱۳۲ کاله وړاندې د ۳۱۱ هجري سپوږمیز کال د ذیقعدې یا میانې په دویمه نیټه د څلورمې هجري قمري مشهور محدث او فقیه ابن خزیمه وفات شو.
هغه په ۲۲۳ قمري کال کښې زیږیدلی و او د ځوانی له دورانه یې د مختلفو دیني علومو د زده کړې لپاره ځينو هیوادونو ته سفر وکړ. ابن خزیمه بیا د ډیرو کتابونو لیکلو ته مخه کړه. په دې وجه له هغه نه ډیر آثار پر ځاې پاتې دي. د هغه د ترټولو مهم چاپ شوي اثر نوی (التوحید و اثبات صفات الرب) دی چې د اسلام د پاک دین د اعتقادي بحثونو په لړ کښې لیکل شوی دی. ابن خزیمه په دې کتاب کښې د قرآن مجید د آیتونو او د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) له اهلبیتو علیهم السلام څخه د نقل شویو روایتونو په اساس د متعال خدای د وحدانیت په باب خپل عقاید په مفصله توګه بیان کړي او بیا یې د خدای د صفاتو شرحه ورکړې ده.
۵۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه څلویښتم هجری لمریز کال د غبرګولی په دولسمه نیټه ، د نجف اشرف دعلمیه حوزی مشر آیت ا... العظمی سید محسن حکیم په دوه نوی کلنۍ کښې وفات شو. آیت ا... حکیم د آیت ا... بروجردی له وفات وروسته د یو وتلی مرجع په توګه مطرح شو او د عراق خلکو او د خوا و شاد سیمو شیعیانو د هغه تقلید کوه. هغه له هغو ټولو بهیرونو سره چې له اسلام سره په مخالفت کښې یې بڼه خپلوله ، مبارزی ته مخه کوله او روغه جوړه یې نه کوله . د کمیونیزم د الحادی والی په باره کښې د هغه مشهورې فتوې په عراق کښې لوی بدلون راوسته . همدا راز د اسرائیل پر ضد د جهاد او صیهونیسټ رژیم پر ضد د مبارز ځواکونو د پیاوړتیا فتوا د هغه له خوا صادره شوه . د کتابتونونو، مدرسو، امام باړو او کلتوری مرکزونو جوړول او د مستمسک عروه الوثقی، نهج الفقاهه ، شرح تبصره په شان د کتابونو لیکل د نجف د علمیه حوزی د دغه لوی مرجع او شیعه عالم نور خدمات دی .
۲۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه اویایم هجری لمریز کال د غبرګولی په دولسمه نیټه، یو ایرانی پوه او مبارز روحانی حجت الاسلام سید علی اکبر ابو ترابی له خپل فاضل پلار سره په یوې ټرافیکی پیښه کښې ووژل شو. حجت الاسلام سید علی اکبر ابو ترابی په دیارلس سوه اتلسم هجری لمریز کال کښې د قم په مذهبی ښار کښې وزیږید او د دینی علومو زده کړو ته یې مخه کړه او د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد مشر حضرت امام خمینی (رح) په شان له لویو عالمانو څخه یې استفاده وکړه . په دیارلس سوه دوه څلویښتم هجری لمریز کال کښې د امام خمینی (رح) په مشرۍ کښې د ایران د ولسی غورځنګ له پیلیدا سره، حجت الاسلام ابو ترابی هم د مبارزې له بهیر سره یو ځائ شو او په ځلونو د شاه رژیم د ګوډاګیو په لاس و نیوئ او شکنجه کړئ شو. د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته او د ایران پر ضد د عراق د تپلی جنګ له پیلیدا سره ، حجت الاسلام ابو ترابی د جنګ جبهو ته ور ودانګل، خو په دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال کښې د جنګ له پیلیدا څو میاشتې وروسته، د عراق د بعث رژیم ځواکونو په لاس اسیر شو . دغه نه ستومانیدونکی روحانی سره له دې چې لس کاله د صدام رژیم په زندان کښې تر سختې ځپنې لاندی تیر کړل، خو بیا یې هم مقاومت وکړ چې د ایرانیو بندیانو په مینځ کښې د مقاومت په بیلګې مشهور شو او هغوئ یې له دښمن سره مقابلې ته هڅول. هغه په دیارلس سوه نهه شپیتم هجری لمریز کال کښې سره له ایرانیو بندیانو آزاد شو او د اسلامی انقلاب د معظم مشر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای لخوا د بندیانو او آزادګانو په چارو کښې د مشرۍ د استازی په توګه وټاکل شو. حجت الاسلام ابو ترابی همداراز دوه ځله د اسلامی شورا د جرګې استازیتوب لپاره هم وټاکل شو او په دغه ټوله موده کښې په پریمانه اخلاص او ساده ژوند سره همغه شان د خلکو په خدمت کښې ؤ.
او
د جون د میاشتې دوهمه نیټه د ایټالیا د جمهوریت ورځ ده چې په نولس سوه شپږ څلویښتم میلادی کال کښې اعلان شوه.
د ایټالیا جمهوری هیواد په درې لکه یو زرو درې سوه درویشت کلومیټره پراختیا سره د اروپا په جنوب، د مدیترانه سمندرګی په شمال کښې او له فرانسی، اسټریا، سویس او نورو هیوادونو سره په ګاونډ کښې پروت دئ. د ایټالیې حکومت د دوهم نړیوال جنګ تر وروستیو پورې سلطنتی ؤ خو په نولس سوه پینځه څلویښتم میلادی کال کښې د ایټالیې باچا دریم ویکټر امانوئل استعفا ورکړه او خپل واک یې خپل زوئ دوهم اومبرتوی ته وسپاره. په نولس سوه شپږ څلویښتم میلادی کال کښې د ریفرینډم له اجرا کیدا وروسته د هیواد حکومت جمهوری شو. په همدې مناسبت د جون د میاشتې دوهمه نیټه د ایټالیې ملی ورځه ونومول شوه.