تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر د میاشتې له ۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۶ نیټی سره برابره ده
۱۱۸۵ کاله پخوا (د تاریخي روایتونو له مخې) د ۲۵۸ قمري کال د ذي الحجې په شپږمه نیټه مشهور ایرانی عالم او محدث ابوعلي محمد بن هَمّام وزیږیده. هغه په بغداد کښې اوسیده او د خپلې زمانې له ډیرو عالمانو یې زده کړې وکړې او د حدیثو په علم کښې یې ښه پرمختګ وکړ.
دغه مسلمان پوه همداشان ډیر شاګردان وروزل چې زیاتره پکښې بیا د حدیثو او نورو اسلامي علومو کښې مشهور پوهان او عالمان شول. له ابن همام څخه د اسلام د دین د مخکښانو د تاریخ په هکله ډیر آثار پاتې دي.
۶۰ کاله مخکې د ۱۹۶۲ میلادی کال د جولاۍ دمیاشتې په شپږمه(۶) نیټه دامریکا لیکوال ویلیم فالکنر مړ شو .
هغه په ۱۸۹۷ میلادی کال کښې وزیږید .
فالکنر په لومړی نړیوال جنګ کښې له ګډون کولو وروسته خپل هیواد ته بیرته ورستون شو .
هغه په ۱۹۲۵ میلادی کال کښې دخپل هیواد له لیکوال شرووډ اینډرسن سره له اشناۍ وروسته د کیسو لیکلو ته مخه کړه
فالکنره په خپلو کیسو کښې په امریکا کښې د ټولنیزو ګډوډیو او دتورپوستو پرضد دتوپیر خبرې کوی .
دهغه رمانونو په امریکا کښې د نوی رمان په لیکلو کښې مهم اغیز درلود
دفالکنر په کتابونو کښې غصه او شورماشور ، حشرات او سړی چې په غبار کښې ورغی ته اشاره کولای شو .
۴۷ کاله مخکې د ۱۹۷۵ میلادي کال د جولای د میاشتې په ۶ نیټه
د ټاپوګانو ټولګه آفریقايی کومور بریالی شو چې د فرانسې څخه خپلواکۍ تر لاسه کړي . له ۱۲ میلادي پیړۍ څخه ورسته کله چې مسلمانو سوداګرانو دغه هیواد ته ورغلل د دغه هیواد خلک ورو ورو مسلمانان شول او اسلامي تمدن او کلتور پراختیا ومونده . کومور د ۱۶ میلادي پیړی څخه د يوه څه مودې لپاره د پرتګال تر نیواک لاندي و چې د عمان پاچا وتوانده چې دغه نیواک ګري ختمه کړي . خو د ۱۸۴۲ میلادي کاله ورسته بیا د کومور ځیني سیمي د فرانسې مستعمره شوه
چې دغه هیواد ورو وروټوله کومور ونیوله . چې بلاخره د ولسي مبارزاتو لکبله په ۱۹۷۵ میلادي کال دغه اسلامي هیواد په رسمي توګه خپله خپلواکۍ اعلان کړه.کومور هیواد د ۱۸۶۲ کیلو میټرمربع د مساحت په درلودلو سره د آفریقا بر اعظم په جنوب ختیځ د هند سمندر په اوبو کې واقع دی.
او له ننه ۳۶ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۳۶۵ هجری لمریز کال د چنګاښ دمیاشتې په پینځلسمه(۱۵) نیټه د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلی خامنه ای ګران پلار ایت الله سید جواد خامنه ای وفات شو .
سید جواد خامنه ای په دولس سوه څلوراویایم(۱۲۷۴) هجری لمریز کال یعنی په دیارلس سوه دیارلسم(۱۳۱۳)هجری قمری کال کښې په اذربایجان شرقی کښې تبریز ته نږدې په خامنه ولسوالۍ کښې وزیږید او د خپل عالم او فقیه پلار په تربیت کښې یې وده وکړه .
هغه په ځوانۍ کښې دایران مشهد سپیڅلی ښار او سپیڅلی زیارتونو ته ورغی او په همدغه سفر کښې وو چې دمشهد دعلمیه حوزې روحانی فضا او معنویت هغه جذب کړ او په دغه ښار کښې په دایمی توګه هستوګن شو .
سید جواد په مشهد کښې د ایت الله اقا زاده خراسانی اوحاج اقا حسینی قمی ددرس له حوزې ګټه پورته کړه او لوړو درجو ته ورسید .
هغه حضرت په ۱۳۰۵ هجری لمریز کال کښې دزده کړې د دوام لپاره نجف اشرف ته ورغی او د ایت الله میرزای نابینی او دسید ابوالحسن اصفهانی په درسونو کښې یې ګډون وکړ .
دغه ستر فقیه بالاخره له کلونو کلونو تدریس او بې وزله ژوند وروسته دزهد او قناعت په کمال کښې د ۱۳۶۵ لمریز کال د چنګاښ په پینځلسمه او د ۱۴۰۶هجری قمری کال د شوال دمیاشتې په ۲۷ نیټه په یونوی(۹۱) کلنی کښې وفات شو او د حضرت امام رضا د سپیڅلی حرم په څنګ کښې خاورو ته وسپارل شو .
۳۶ کاله مخکې د۱۴۰۷ هجري قمري کال د ذالحجې په ۶ نیټه
د خدای تعالی په کور مکه مکرمه کې په سلګونو ایراني زیارت کونکي او یو شمیر د نورو هیوادونو زائرین چې له مشرکینو څخه د برائت کولو دالهي فریضې په سرته رسولو کې بوخت وو د سعودي عربستان د مامورینو لخوا په شهادت ورسیدل . د خدای د کور زائرین د اسلام ا و قران له تعلیماتو په الهام اخستلو سره دغه دستورې هرکال ترسره کوي او په هغه کې د مسلمانانود اتحاد د بلنې په ترڅ کې د اسلام د دښمنانو او په ځانګړي توګه له امریکا او صیهونسټي رژیم څخه خپل ویزاري او کرکه اعلانوي.
د حج د پرتمین او لوې غوندې په بهیر کې له مشرکینو څخه د برائت د دستورې ترسره کول د دغې فریضې اغیزې دوه چنده کوي دې موضوع ته په پام سره د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني ره تل په خپل پیغام کې چې د حج په مناسبت ورکول له مشرکانو څخه د برائت د دستورې په لازیات پرتم سره د ترسره کولوباندي ټینګار کاوه.
او حضرت آیت الله خامنه ای هم د دغې دستورې ترسره کول د مسلمانانو د ویښتیا عامل او دهغوی د قدرت نښه ګڼي.