تاریخ پاڼه
نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا د لوی اختر د میاشتې له ۸ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی د میاشتې له ۸ نیټی سره برابره ده
د ذی الحجې ۸مه نېټه، د ترویه ورځ ده.
ددې ورځې نومول کېدو لامل له دې امله و چې د حضرت ابراهیم (ع) په وخت کې د عرفات په دښته کې اوبه نه پيدا کېدې، نو ځکه خلکو د د نهمې ورځې لپاره خپل د اړتیا وړ اوبو دپوره کولو لپاره له مکې څخه عرفات ته اوبه وړلې.
له همدې امله ډېرو به یو او بل ته ویل، ترویتم ترویتم؟ آیا خړوبه شوې؟
۱۳۸۳ کاله وړاندې د ۶۰ سپوږمیز کال د ذی الحجې په ۸مه نېټه، له مکې څخه د عراق پر لوري د حضرت امام حسین ع حرکت پيل شو.
هغه حرکت چې بالاخره د کربلا په حماسه ختم شو.
حضرت امام حسین ع ) د معاویه له زوی، یزید سره د بیعت له کولو څخه د ډډې کولو وروسته، له مکې څخه د عراق کوفې ته ولاړ.
هغه حضرت، له دې څلور میاشتې وړاندې، له د خپل زږنځي او اوسېدو له ځای، مدینې څخه له خپلې کورنۍ سره یوځای، مکې ته راغلي وو.
په هغه وخت کې چې امام حسین ع په مکه کې و، په دې ښار کې د خدای د کور د زیارتوالو د ډېر شمېر شتونه په استفادې سره وتوانید چې ډېر مسلمانان د یزید بن معاویه د حکومت له فساد او ظلم څخه خبر کړي.
په عین حال کې، امام حسین ع ته د کوفې د خلکو د پرله پسې بلنو له امله او همدارنګه د یزید د حکومت د عاملین له خوا د هغه حضرت د ترور دسیسې له امله هغه حضرت کوفې ته روان شو.
سره له دې چې د ذي الحجې ۸ نیټه د مکې پریښودل دي چې د حج له دستوروڅخه دي، د یزید له جابر حکومت سره د امام مخالفت د ټولو د زیاتې پاملرنې لامل شو.
۱۴۲ کاله وړاندې د ۱۸۸۰میلادی کال د جولاۍ په اتمه نیټه فرانسوی پوه او د سر د جراحۍ یاپرینالوجۍ د علم بنسټګر پیرې پاول بروکا مړ شو. هغه په ۱۸۲۴کال کښې په فرانسه کښې وزیږید او له وړومبنیو زدګړو وروسته پوهنتون ته لاړ او د طب په څانګه کښې فارغ التحصیل شو او له هغه وخته یې جراحی پیل کړه. بروکا له جراحۍ سره په یو وخت تحقیقاتی او مطالعاتی چارو ته مخه کړه تردې چې په وړومبی ځل یې مغزو د یوې سخا دانې د علاج لپاره د جراحۍ د ډرل او ارې په کارولو سره د انسان د سر کوپړۍ کښې سوری وکړ. دغه فرانسوی طبیب د مړو په کوپړیو باندې د تحقیقاتو په جاری ساتلو سره مهم انکشافات وکړل. بروکا دې نتیجې ته ورسید چې د خبرو کولو مرکز د مغزو کیڼ اړخ ته دی او د مغزو دغې برخې ته چې زیان ورسی نو په خبرو کولو کښې د ناتوانۍ سبب کیږی. په دې ترتیب په وړومبی ځل په مغزو کښې د انسان د یوې جسمی وړتیا د کنټرول له ټکی سره د هغې تړاو په ډاګه شو.
۸۵ کاله مخکې د ۱۳۱۶ هجري لمریز کال د چنګاش په ۱۷ نیټه
په تهران کې د سعد آباد تړون لاس لیک شو. سعد آباد د هغه تړون نوم دی چې د ایران (رضاشاه پهلوې ) عراق (لومړی ملک غازي) افغانستان (محمد ظاهرشاه) او ترکیه (مصطفی کمال آتاترک) ترمینځ په ۱۳۱۶ هجري لمریز د چنګاش په ۱۷ نیټه (۱۹۳۷ د جولای په ۸) د انګریزانو په لمسونې او د شوروي د کلابند کیدو په موخې سره لاس لیک شو. د دغه تړون پر اساس حکومتونه ژمن شول چې یو غږمل سیاست به غوره کړي که چیري د دغو حکومتونو څخه یو د کمونیزم د خطرې په وړاندې وګواښل شي نو د یوبل نه ملاتړ وکړي . همدارنګه په دغه تړون کې غړي حکومتونه دیوبل په داخلي چارو کې د لاسوهنو د نه کولو په ترڅ کې په ټولو نړیوالو اختلافاتو کې چې د هغوی ګټي ته متوجه دي باید سره مشورې وکړي او د یوبل پر ضد تیرۍ ونکړي . خو په عمل کې دغه تړون پوچ او بې معنا وه د دې لپاره چې پخپله ایران له جرمني سره چې د شوري ملګرۍاو شریک وډیره پراخه ملګرتیا درلوده او د ایران په ډیرموسیسو کې دجرمني کارپوهان شتون درلودل .
۴۰ کاله وړاندې، د ۱۳۶۱ لمریز کال د چنګاښ په ۱۷مه، د خطاطۍ استاد، په معصومئ مشهور، حاج میرزا((احمدنجفی زنجانی)) وفات شو.
دغه خوش ذوقه ایرانی هنروال، په عراق کې د نجف په علمی حوزه کې د دینی علومو سره هممهاله، د خطاطۍ او ښکلې لیکنې د هنر زده کړه هم پیل او په کلکه یې تعقیب کړه.
د (( خصائص زینبیه)) کتاب د هغه د خطاطۍ لومړنی اثر دی.