Aug 03, 2022 17:21 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ، یا شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د زمري میاشت پنځلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې له ۸ او د ۲۰۲۲ میلادي کال داګست له شپږمې نیټی سره برابره ده

۱۳۸۳ کاله پخوا د ۶۱هجری قمری کال د محرم دمیاشتې په  اتمه نیټه

دکربلا په ګرم ټاټوبی کې  دحضرت امام حسین علیه السلام په  خیمو کې اوبه  ختمې شوې . خوارزمي   په : مقتل حسین : او  :خیاباني   هم   په :  وقایع الایام  : نومې  کتابونو کې لیکلي دي ، چې دمحرم د میاشتې په اتمه نیټه  حضرت امام حسین علیه  السلام  او د هغه ملګري  له تندي ډير کړیدل . په دې اساس  امام بزرګوار یوه چرۍ یا کلنګ  راواخسته او دخیمه ګاه تر شائې   دقیبلې په لور  نولس ګامونو  په واټن سره  مځکه وکنله ،  او اوبه رابرسیره شوه  او ټولو اوبه وڅښلې  او مشکونه یا ځکونه ئې ترې ډک کړل   او له دې وروسته هغه  اوبه بیا ورکې شوې .  او نوره ئې هیڅ نښه ونه لیدل شوه. کله چې   ددغې واقعې خبر عبید ا...ابن زیاد ته ورسید نو عمر بن سعد ته ئې  یو پیغام واستوه  چې زه خبر شوی یم  حسین  څا  کني  او اوبه ترې ترلاسه کوي ، داچې دغه لیک درورسیږي ، لازیات خیال وکړه  چې  دهغوي لاسونه اوبو ته ونه رسیږي  او دحسین او دهغه  دملګرو کار تمام کړه .  عمر بن سعد  همداراز دهغه په حکم عمل وکړ.

 

۱۳۸۳کاله مخکې د ۶۱قمری کال د  محرم  دمیاشتې په اتمه نیټه

  حضرت امام حسین علیه السلام  د عمروبن قرظه په نامه  خپل یو ملګری  ابن سعد ته ولیږه او له هغه ئې وغوښتل  څو د دواړو لښکرو په  واټن کې دشپې مهال لیده کاته  وکړي . شپې مهال   امام حسین  له شلو کسانو سره   او عمر بن سعد    هم له شلو کسانو سره یو ځای   په ټاکل شوي ځای کې  حاضر شول .  امام حسین علیه  السلام خپلو ملګرو ته حکم ورکړ  څو بیرته ستانه شي  او یوازې خپل ورور ابوالفضل اللعباس  او خپل زوی حضرت  علی اکبر  ئې له ځان سره وساتل  .  عمر بن سعد  هم خپل زوی  حفص او  غلام  له ځان سره کړل  او نور ئې ولیږل .  په دغې کتنې کې عمر بن سعد  هرځل  دامام بزرګوار د هغې پوښتنې په  وړاندې  چې وې فرمایل ، آیا  غواړې له ما سره مقابله وکړې ،.؟ بخښنه  وغوښته  او یو ځل ئې وویل ، ویریږم چې  زما کور به تباه کړي  . 

امام بزرګوار ورته وفر مائيل،زه به درته کور جوړ کړم .ابن سعد وویل ، ویریږم چې   شتمنۍ او ټول ځایونه به  رانه واخلي .

 امام حسین ورته وفرمایل،زه به درته له هغو لاښه درکړم،له هغو شتمنیو او مالونو چې   په   حجاز کې ئې لرم .

عمرابن سعد وویل،زه په  کوفې کې  د ابن زیاد  له قهره دخپلې کورنۍ دکسانو  د ژوند په باب خپه یم  او ویریږم چې د هغه  دتورې  ښکار نه شي .

حضرت امام حسین علیه السلام  کله ولیدل  چې عمر ابن سعد  له خپلې فیصلې لاس په سر نه کیږي ، نو له ځایه پاڅید  په داسې حال کې چې  فرمائيل ئې ،په تاڅه شوي دي ؟ خداي پاک دې پخپلې بسترې مرګ درکړي  او په قیامت ورځې دې ونه بخښي . په خداي مې قسم وي  ،زه پوهیږم چې  د ری  سیمې غنم  به ونه خورې .

ابن سعد په ملنډې سره وویل  مونږ ته ئې وربشې هم  ډيرې دي  .

 له دغې پيښې ور وسته  عمر ابن سعد  عبیدا..  ابن زیاد ته یو لیک ولیږ او  هغه ته ئې وړاندیز وکړ چې  حسین  پریږدي ، ځکه چې پخپله ئې ویلی دي  چې یا حجاز ته بیرته ګرځي  اویا یوه بل هیوادته ځي . عبیدا....  دخپلو ملګرو  په شتون کې دابن سعد لیک ولوسوت .شیمر بن ذی الجوشن   سخت قهر شو او  او پرې ئې نه ښودڅو عبیدا...ابن زیاد  دعمرابن سعد  له وړاندیز سره موافقه وکړي.

 

۱۹۷  کاله پخوا، د اتلس سوه پنځه ویشتم میلادي کال د اګست په شپږمه نیټه،د بولیویاهیواد له اسپانیاد خپلواکي په کسبولو کښې بریالئ شو او دغه ورځ، د دغه هیواد د ملي ورځی په توګه و نومول شوه. پر بولیویا د اسپانیا استعماري سلطه له شپاړسمې میلادي پیړۍ د دغه هیواد د بډایه معدنونو په لوټلو سره  پیل شوه. پر بولیویا د اسپانیا د سلطې په دور کښې د اسپانیا د استعمار پر ضد د ډیرو خلکو خوځښتونه او پاڅونونه رامینځته شول چې تر ټولو مهم پکښې د مشهور جنوبي امریکایي آزادي غواړي د سیمون بولیوار په مشرۍ د بولیوي خلکو انقلاب ؤ. دغه انقلاب له اتلس سوه نهم میلادي کاله پیل شو او ورو ورو یې د بولیویا په ټولو سیمو کښې پراختیا و مونده او په نهایت کښې د دغه هیواد د خپلواکي سبب شو. دغه هیواد د جنوبي امریکایي هیوادونو د خپلواکئ په لار کښې د سیمون بولیوار د قربانیانو او مبارزو په وجه، بولیویا نومول شوئ دی. بولیویا د جنوبي امریکا په لویدیځ کښې کابو یولس لکه کلومیټره پراختیالري او د پیرو، چلي، ارجنټاین او برازیل هیوادونو سره ګاونډئ دی.

 

۱۴۱ کاله پخوا، د اتلس سوه یو اتیایم میلادي کال د اګست په شپږمه نیټه، یو اسکاټلینډي کاشف او طبیب الیګزینډر فلیمنګ و زیږید. هغه بریالئ شو، د طب په څانګه کښې خپل مدرک ترلاسه کړي. د لومړني نړیوال جنګ په وخت کښې، فلیمنګ وکتل چې ډير ټپیان د عفونت په وجه مړي، پریکړه وکړه دهغو د روغتیا لپاره هڅه وکړي. له ډیرو څیړنو وروسته، هغه په نولس سوه اته ویشتم میلادي کال کښې له دوو نورو پوهانو چین  او فلوري سره د پني سیلین ماده کشف کړه. دغو دریو پوهانو په نولس سوه پنځه څلویښتم میلادي کال کښې د طب په څانګه کښې د دغه مهم کشف په وجه  په ګډه د نوبل انعام  و ګاټه. پني سیلین نن صبا هم د طب په علم کښې ډیر کارندوالئ لري.

 

۸۵  کاله پخوا، د نولس سوه اوه دیرشم میلادي کال د اګست په شپږمه نیټه، د جرمني ـ انګلستان فیلسوف فرډینینډشیلر مړشو. هغه په اتلس سوه څلور شپیتم کال کښې و زیږید او د آکسفورډ په پوهنتون کښې یې فلسفه زده کړه او له زده کړو وروسته یې په همدی پوهنتون کښې او وروسته په نورو پوهنتونونو کښې دریو دیرشو کالو پورې د فلسفې تدریس ته مخه کړه. شیلر ځان یو ایډیالسټ ګاڼه او د فلسفی په لا منطقي کولو او  پوهیداوړ بللو پسی ؤ. هغه هڅه کوله د انسان چلند په کمیتي بڼه کښې وښئ څو په اړه یې لا غوره قضاوت وکړئ شي. د عمل لپاره منطق د ابو الهول معماګانې او هیومینیزم د شیلر په کتابونو کښې شامل دي.

 

۴۵  کاله پخوا، د یارلس سوه شپږ پنځوسم لمریزکال د زمري په پنځلسمه نیټه، د ایران د هغه وخت لومړی وزیر امیر عباس هویدا له دیارلسو کالو حکومت وروسته لیري شو. د امام خمیني (رح) د غورځنګ له ځپلو او د هغه له جلاوطنۍ وروسته د هغه وخت لومړي وزیر حسن علی منصور چې په ایران کښې د امریکایانو د قضایي خوندیتوب یا کیپیټولیشن د لائحې د تصویبولو عامل ؤ،  د انقلابي ځواکونو په لاس اعدام شو. د منصور له اعدام وروسته، هویدا چې د امریکی د سیاستونو او د شاه حکم منونکئ ؤ، لومړی وزیر شو. له هغه وروسته، هویدا دیارلسو کالو پورې په ایران کښې د امریکا د ناروا ګټو د ساتنې او د باچا د خاینانه او ځپونکیو سیاستونو د اجرا کولو مامور ؤ. خو په دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجري لمریز کال کښې کله چې باچا د امریکی په غوښتنه اراده درلوده چې ځان په ظاهره د پرانیستي سیاسي فضا او اصلاحاتو پلوی و ښئ، هویدا یې لیري کړ. یو نیم کال وروسته د ایران اسلامي انقلاب بریالیتوب ته و رسید او هویدا د اسلامي انقلاب په محکمې کښې له محاکمې وروسته، د کلونو خیانت، ځپل او په ایران کښې د ساډوبي رامینځته کولو په وجه اعدام شو.

 

۳۵  کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم لمریز کال د زمري په پنځلسمه نیټه، د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایې پوځ د عملیاتي ځواک مرستیال سر لشګر پایلټ (عباس بابایي) د عراق له تیریګرو سره په مقابلې کښې شهیدشو. سر لشګر بابایي چې د ایران له میړانیو، زړه سواندو او ایمان لرونکو پایلټانو څخه ؤ، په دیارلس سوه نهه ویشتم لمریز کال کښې د قزوین په ښار کښې و زیږید او د زده کړو د لومړنیو مرحلو له تیرولو وروسته پوځ ته ولاړ او څه موده وروسته د پایلټۍ له پوهنځېه فارغ التحصیل شو. سر لشګر بابایي د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته او د ایران پر ضد د عراق پخواني رژیم د تپلي جنګ په پیلیدا سره، په ټول جدیت سره د عراقي تیریګرو پر ضد مبارزې ته مخه کړه. هغه به تر ټولو ګران عملیاتي الوتونه په میړانه او مهارت سره اجرا کاوه او بالاخره د خلکو له  ښه خدمت او د اسلامي انقلاب په لاره کښې له ډیرو قربانیانو وروسته، په همداسی ورځ شهید شو.

 

۳۴  کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه شپیتم هجري لمریز کال د زمري په پنځلسمه نیټه،د عراق پخوانۍ دیکتاتور صدام حسین له ایران سره د اوربند منلو ته مجبور شو. د دیارلس سوه اوه شپیتم لمریز کال د زمري په اوه ویشتمه نیټه د ایران په وسیله د امنیت شورا د پنځه سوه اته نوېم پریکړه لیک منلو پسی چې د دواړو لورو تر مینځ د اوربند تضمینونکئ ؤ، انتظار کښې ؤ چې پوځي نښتې ختمې شي. خو صدام څو ورځې وروسته د ایران پر ضد پراخې حملې پیل کړې چې د ایراني جنګیالیو له  زړورتیا سره په ماتي ختمې شوې. څه موده وروسته د عراق بعثي رژیم، ایراني مخالفان چې د دغه هیواد په خاوره کښې وو، په وسلې سمبال او پر ایران یې حملې ته مجبور کړل چې دغه چل ول هم له پوره ماتي سره مخامخ شو. بالاخره صدام حسین چې پر ایران د اتو کالو جنګ په تپلو او د ایران او عراق دواړو هیوادونو خلکو ته د مالي او ځاني تاوانونو له رسولو سره نه شول کولئ چې خپلو مقصدونو ته و رسیږي، اوربند یې و مانه  او دغه اوربند په رسمي توګه دوه اونۍ وروسته اجرا شو.

 

 

 

ټیګونه