د تاریخ پانه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې نولسمه، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو له ۱۲ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د آګست د میاشتې لسمه نیټه ده
۱۳۸۳ کاله اګاهو د ۶۱ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په دولسمه نیټه د کربلا د اسیرانو قافله چې د کربلا د پاڅون د شهیدانو ښځې او ماشومان پکښې شامل و، د عراق کوفې ښار ته ورسیده. د دغې قافلې سرپرستي د امام حسین علیه السلام زوي امام سجاد زین العابدین علیه السلام او د امام حسین خور بي بي زینب سلام ا... علیها په غاړه لرله. دغو دواړو بزرګوارانو له هغو ډیرو سختو او ستغوسپورو سره سره چې د یزید له لښکریانو یې لیدلې وې، په کوفه کښې په میړانې او وضاحت سره د یزیدي حکومت ظلمونه او جنایتونه په ډاګه کړل او د دغه ښار خلک یې د امام حسین علیه السلام د مرسته نه کولو او له هغه حضرت سره د مقابلې په وجه وترټل.
امام سجاد علیه السلام او حضرت زینب(س) په کوفه کښې د خپلې پاتې کیدنې په وخت په ټولنه کښې د حضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون د پیغام د ابلاغولو او خپرولو په هکله خپل رسالت او دنده په ښه او غوره توګه ترسره کړه.
۱۳۸۳ کاله مخکښې د ۶۱ هجري سپوږمیز کال د محرم یا امامانو د میاشتې په دولسمه ورځ د کربلا د شهیدانو پاکې جنازې دفن شوې. د امام حسین علیه السلام او د هغه د مظلومو اولادونو او ملګرو له شهادته د دوو شپو له تیریدو وروسته د هغه حضرت او د کربلا د نورو شهیدانو پاک بدنونه د بني اسد قبیلې د یوه ډله کسانو په لاس دفن کړی شول چې له کربلا سره نزدې یې خیمې لګولې وې.
کله چې د عبیدا... ابن زیاد لښکر د کوفې په لور روان شو، د امام حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو پاکې جنازې د کربلا په دښته کښې پاتې شوې او هیچا یې د ښخولو جراءت نه کوه، تر دې چې د بني اسد قبیلې ښځو خپل سړي ملامته کړل او هغوي یې د دغو شهیدانو دفنولو ته وهڅول. بیا د بني اسد قبیلې سړي د شهیدانو دفنولو ته ورغلل خو له دې امله چې د شهیدانو بدنونه ټوټې ټوټې او سخت زخمي وو، هغوي نه پیژندل او د شک او حیرانتیا په حال کښې پاتې شول چې دغه وخت امام سجاد علیه السلام په ناپیژاندې توګه د هغوي په مینځ کښې حاضر شو او د یو یو شهید بدن یې د بني اسد قبیلې سړیو ته ورپیژنده او هغوي به وار په وار دفنول. د شهیدانو له دفن کیدو وروسته حضرت امام سجاد علیه السلام ځان هغوي ته وروپیژنده.
۱۳۴۹ کاله پخوا د ۹۵ هجري سپوږمیز کال د محرم د میاشتې په دولسمه نیټه د یو روایت له مخې د پيغمبراکرم(ص) د لمسي امام حسین علیه السلام زوی، د زین العابدین لقب لرونکی امام سجاد علیه السلام شهید شو.
امام زین العابدین علیه السلام په ۳۸ قمري کال کښې په مدینه منوره کښې زیږیدلی و. هغه بزرګوار په هغه وخت کښې ژوند کوه چې د اسلام د ګران قدره پیغمبر(ص) په کورنۍ باندې ډیر سخت تیریده. امام سجاد علیه السلام چې د کربلا د پيښې په وخت سخت بیمار و، د امام حسین علیه السلام له غورځنګ وروسته یې د دغه غورځنګ د پيغام د خپرولو او د خپل بزرګواره پلار لارې ته د دوام ورکولو مسئولیت په غاړه واخیست او د دغه پاڅون د ماهیت او اهمیت د ښودلو په لړ کښې یې ډیر کوشش وکړ. امام سجاد علیه السلام د اسلامي تمدن او کلتور په جوړولو او د قرآن کریم د سوچه تعلیماتو په پراختیا کښې هم ډیر کوشش وکړ او پخپلې ځانګړې روڼ اندۍ سره یې د مسلمانو پوهانو روزنه پیل کړه څو له دې لارې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) سنت او قرآن محفوظ او خوندي پاتې شي. هغه حضرت د وړ او غوره کسانو په راغونډولو سره هغوي پخپلو دیني تعلیماتو سره وروزل او تاریخ لیکي چي د هغه حضرت مشهور او تکړه شاګردان له ۱۷۰ کسانو زیات وو.
له امام سجاد علیه السلام څخه یو بل ارزښتناک میراث هم پاتې دی او هغه د دعا په قالب کښې د اسلام د تل پاتې تعلیماتو بیان دی. دا ارزښتناکې خبرې او دعاګانې د (صحیفه سجادیه) په نوم یو کتاب کښې راغونډې کړې شوې دي چې د مسلمانانو یو معتبر کتاب دی. په دغه کتاب کښې عقیدتي، ټولنیز او سیاسي بحثونه په ډیر ښکلي شکل د دعا په چوکاټ کښې بیان شوي دي. د هغه حضرت یوه حکیمانه وینا ده چې ویې فرمایل: د هغه خدای شکر دی چې د خلقت ښکلاوې یې زمونږ لپاره غوره کړې او پاکې روزۍ یې زمونږ لپاره پریمانه کړې او مونږ انسانانو ته یې په ټولو مخلوقاتو برتري راکړه. نو بس تاواني هغه کس دی چې د هغه نافرماني وکړي او بختور هغه څوک دی چې هغه ته مخه کړي.
۷۰۹ کاله مخکښې د ۷۳۵ هجري سپوږمیز کال د محرم د میاشتې په دولسمه نیټه د صفوي پړاو ستر او مشهور عارف شیخ صفي الدین اردبیلي وفات شو. په صفي الدین اردبیلي (شیخ صفي) مشهور ابوالفتح شمس الدین سید اسحاق بن سید امین الدین جبرییلِ موسوي اردبیلي د اتمې هجري قمري پیړۍ یو صوفي عارف او شیخ او د طریقت خاوند و. د شیخ صفي نسب او شجره، په نولسو نسلونو سره د اسلام د پيغمبر په لمسیانو کښې د شیعیانو د اوم امام حضرت موسی بن جعفر علیه السلام زوي جناب حمزه ته رسیږي. شیخ صفي الدین د خپل وخت د سترو صوفیانو د درس په ټولګیو کښې شاګردي وکړه تر دې چې یو ځانګړي موقعیت ته ورسید. صفي الدین په خلکو کښې ډیر نفوذ درلود داشان چې بیا وروسته چې لمسیانو یې د سلطنت ادعا وکړه نو خلکو ورسره ملاتړ وکړ او صفویه لړۍ جوړه شوه.
۲۳۰ کاله پخوا د اولس سوه دوه نوېم میلادي کال د اګست په لسمه نیټه، د فرانسی انقلاب پسی د فرانسی باچا شپاړسم لویي له خپل مقامه لیري شو. له انقلابه وروسته، باچا په عملي توګه خپل ډیر اختیارات له لاسه ورکړل. له اسټریا سره د فرانسی د جنګ او د فرانسی د لومړیو ماتیو په بهیر کښې انقلابیانو داسی تبلیغ کاوه چې باچا له دښمن سره اړیکې لري. د باچاهي کورنۍ بی نتیجې تیښتې هم هغوئ د عمومي افکارو په نیزد لا کرکیجن کړل. په همدی دلیل د فرانسی خلکو د شپاړسم لویي پر ضد مظاهرو ته مخه کړه او ځايي شوراګانې چې د سلطنت د مخالفانو تر نفوذ لاندې وې ، د هغه د لیري کولو غوښتونکي شوې. بالاخره د فرانسی پارلمان په همداسی ورځ باچا له خپل مقامه لیري او کنوینسیون نومي بلې جرګې ته یې وروستۍ پریکړه وسپارله . هغه جرګې د شپاړسم لویي د لیري کیدا پر تاییدولو سربیره د هغه د اعدامولو رائ هم ورکړه.
۲۱۶ کاله مخکښې د اتلس سوه شپږم میلادي کال د اګست په لسمه نیټه، د روم د سپیڅلي امپراتورۍ په دړې وړې کیدا پسی د اسټریا هیواد له جرمن میشتو ټاټوبیو جلا شو. دغه امپراتورۍ چې اکثره له جرمن میشتو ټاټوبیو جوړه وه، په لسمې میلادي پیړۍ کښې رامینځته شوه. د مارټین لوټر د پاڅون په وخت کښې، د پروټیسټانو د مذهب بنسټګر د روم د سپیڅلي امپراتوري جوړونکو ځایي حکومتونو د هغه دین ومانه او له کلیسا سره یې خپله اړیکه غوڅه کړه. د دیرش کلن جنګ نومي په مذهبي جنګونو پسی دغه امپراتورئ ډیره کمزوري شوه او بالاخره د فرانسی د امپراتور نیپولین بناپارټ د فشارونو په راوړلو سره دړې وړې شوه. د دغې دړې وړې کیدا نتیجه د روم د سپیڅلي امپراتوري د قدرتمن غړي په توګه د اسټریا جدایي او د نورو ځايي حکومتونو تیت پرکوالی ؤ. البته جرمني په اتلس سوه یو اویایم میلادي کال کښې متحد شو او هټلر په نولس سوه اته دیرشم کال کښې اسټریا په جرمني پورې وتړله. خو په دویم نړیوال جنګ کښې د جرمني له ماتي وروسته اسټریا یو ځل بیا له جرمني جلا شوه.
۲۰۳ کاله اګاهو د اتلس سوه نولسم میلادي کال د اګست په لسمه نیټه، د اسپانیا پر پوځ د جنوبي امریکا آزادي غواړي د سیمون بولیوار له بریالیتوب سره د کولمبیا هیواد پوره خپلواکي ترلاسه کړه. دغه هیواد کابو تر دریو سوه کالو پورې د اسپانیا تر استعمار او نیواک لاندی ؤ، خو د نولسمې میلادي پیړۍ له وروستیو د خلکو پاڅون په تیره بیا د بولیوار په مشرۍ د اتلس سوه لسم میلادي کال پاڅون، د کولمبیا ملت ته خپلواکي ډالئ کړه. په عین حال کښې اسپانوي استعمارګرانو خپل مقاومت ته دوام ورکړ څو یې چې په اتلس سوه نولسم میلادي کال کښې پوره ماتي وخواړه او د کولمبیا، ایکواډور، وینزویلا او پانامه پشمول چې په هغه وخت کښې د کولمبیا برخې وې، د سترې کولمبیا جمهوریت جوړ شو. کولمبیا د رقبې له پلوه د جنوبي امریکا دریم ستر هیواد دی او لرغونئ تمدن لري. د ایکواډور هیوادونه برازیل، وینزویلا او پانامه د دغه هیواد ګاونډیان دي او د کارایب او اقیانوس سمندرونو په شمال کښې پروت دی.
۱۰۲ کاله وړاندې د ۱۹۲۰کال داګست په لسمه نیټه د عثماني امپراتورۍ چې په لومړي نړیوال جنګ کې ئې ماته خوړلې وه او د متفقینو ترمینځ د سِورِس (Sevres) تړون لاسلیک شو.د دغه تړون په اساس عثماني امپراتورۍ تر اتیافی صدوپورې خپل حدود له لاسه ورکړي وو یعني له درې میلیون مربع کلومیټر مساحت څخه ټاټوبي کابو شپږ لکه مربع کلومیټرو ته راکم شول . د سور تړون ،دعثماني امپراتورۍ دویش په باب دفرانسې اوانګلستان مخکینۍ موافقې په رسمیت وپيژندلې او انګلستان پرعراق ،اردن اوفلسطین او فرانسې هم پرسورئې او لبنان مسلط شول . همداراز ددغه تړون په اساس دنننۍ ترکیې ځيني برخې یونان اوایټالیا او دهغې په ختیځ کې ارمنستان جمهوریت ته وسپارل شوې . دسور شرمونکي او سخت شرايط د ترکیې دپوځ اوخلکو د پاڅون او ددغه هی واد د نیواکګروله حکومتونوسره دهغوی دجنګ سبب شول . په ۱۹۲۳کال کې متفقینو له ترکیې سره یو بل تړون لاسلیک کړچې ددغه هیواد حدودئې په اوسنیو پولو کې تثبیت کړې
۸۵ کاله مخکښې د نولس سوه اوه دیرشم میلادي کال د اګست په لسمه نیټه، د چین د خاورې د دوو مهمو برخو (تیانګ تسه او کانتون) د نیولو پر سر د جاپان او چین تر مینځ دوه کلن جنګ پیل شو. کانتون د چین په جنوب کښې یو اسټراټیجیک او مهم بندر دی او چینیان د هغه او د نورو سیمو د ساتلو لپاره چې چاپان پرې تیرئ وکړ، دوه کاله و جنګیدل خو د پریمانو تاوانونو له موندلو وروسته يې د نولس سوه نهه دیرشم میلادي کال د اپریل په پنځه ویشتمه نیټه ماتي و خواړه او کانتون یې نسکور کړ. د دویم نړیوال جنګ په پیل کښې، جاپان له ختیځي چینه پراخې برخې هم ونیولې. خو د خلکو له مقاومت سره مخامخ شو او د جنګ په پائ کښې له دغو ټاټوبیو شاتګ ته مجبور شو.