د لویدیځي آسیا بدلونونه
د تهران د بښتو خبرونې او انټرنیټي سایټ خوږو ګلانو سلامونه مو ومنئ په تېره اونۍ کې د لویدیځ اسیا د بدلونونو د لړۍ له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو.په دغه پروګرام کې به په تېره اونۍ کې د لویدیځې اسیا مهم بدلونونه درته وړاندې شي چې ترټولومهم یې په غزې تړانګې د صهیونسټ رژیم حمله وه.ستاسو د ملګرتیا په هیله دغه پروګرام ته مو پام راړوو.
په غزې تړانګې د صهیونسټ رژیم حمله تېره یکشنبه له دریو ورځو وروسته پای ته ورسیدله. په دغه جنګ کې چې د لاپید په نیغ په نیغه امر سره شوی و، پینځه څلویښت کسان منجمله پینځلس ماشومان شهیدان شول،درې سوه شپېته کسان هم ټپیان شول چې په دوي کې هم زیاتره ماشومان وو.ددې په ترڅ کې چې یو زر کورونه وران شول او اوسیدونکي یې ترشین اسمان لاندې پاتې شول.
په دغه جنګ کې د فلسطین د اسلامي جهاد دوه کوماندانان ، «تیسیر الجعبری» او«خالد منصور» په ښکاره د صهیونسټ رزیم د ترهه ګراقدام هدف وګرځیدل او شهیدان شول.الجعبري چې له دوه زره نولسم کال راهسې د شهید بهاء ابوالعطاء د ځای ناستي په توګه انتخاب شوی و په دوه زره دولسم او څوارلسم کال کې یعنې دوه ځله پرې مخکې هم حملې شوې وې خو ترې روغ وتلی و.الجعبري په دوه زره یوویشتم کال کې د په «سیف القدس» عملیاتو کې په سرایا القدس کې د شمالي سیمو کومانده په غاړه لرله او د مقاومت منجمله د اسلامي جهاد په توغندویي سسټم چې په دوه زره یوویشتم کال کې یې مخ کتنه وشوه،څارونکي و. دهغه ترور وښودله چې صهیونسټ رژیم د تېر کال له دولس ورځني جنګه لاهم غوسه دی او د مقاومت د کوماندانو شهیدولو ته یې مخه کړې ده.
د فلسطینیانو په خلاف د اسراییلو نوي جنایات په نړیواله سویه له مختلفو غبرګونونو سره مخامخ شول.د روسیې دخارجه وزارت ویندویې ماروا زاخاروا وویل چې « مونږ په ډېرې ژورې اندیښنې سره د حالاتو د بدلون چې په یوې پراخې پوځي جګړې بدلیدلی او خواشینوونکي انساني تر پخوا زیات خرابولی شي،کتونکي یوو»
هغې زیاته کړه « مونږ له ټولو ښکېلو لورو غواړو چې له ځانه زیات نه زیات زغم وښیي او د وسله والو عملیاتو د سختېدو مخه ونیسي او زر تر زره پایداره اوربند ټینګ کړي»
د سوریې خارجه وزارت هم په یوې خپرې کړې بیانیې کې په غزې ټړانګې کې د صهیونسټي دښمن جنایتونه وغندل او د فلسطین له خلکو یې وغوښتل چې د صهیونسټي دښمن له وحشي توب سره دمقابلې لپاره خپل ملي وحدت په میدان او په سیاسي ډګر کې وبلي.
د ترکیې خارجه وزارت هم په یوې خپرې کړې بیانیې کې په غزې د صهیونسټ رزیم د هواي حملو په غندلو سره وویل: په دغه حملو کې د ماشومانو او ملکي کسانو وژله د منلو وړ نه ده او په سیمه کې د دغه حملو راپیدا شوی ډېرنده کړکیچ په اندیښنې سره تعقیبوو.
د عراق د خارجه وزارت ویندویي احمد الصحاف هم وویل: هیواد یې د صهیونسټ رژیم تیری او د غزې په مختلفو سیمو حملې غندي. د عراق خارجه وزارت زیاته کړه چې هغه تاوتریخجن عمل چې صهیونسټ رژیم پر مخ نیولی کړکیچونه پخوي او د سیمې لانجه نوره هم زیاتوي.
په عین حال کې د لویدیځې اسیا په چارو کې د ملګرو ملتو استازي « تور ونسلند» تېره شنبه سهار د صهیونسټ موقته رژیم د جنایاتونو په ځواب کې د مقاومت ډلو د توغندیو د ویشتلو د فوري بندیدا غوښتنهوکړه. ونسلنډ د صهیونسټ رژیم له خوا د فلسطینیانو په وژله په سترګو پټولو سره، په یوې بیانیې کې وویل:په غزې تړانګې کې د کړکیچ سختیدا ډېره خطرناکه ده، له غزې د توغندیو توغیدل باید فوري ودریږي او زه له ټولو لورو غواړم چې د کړکیچ له زیاتولو ډډه وکړي»
د ملګرو ملتو امنیت شورا هم د جنګ له ختمېدو دوه ورځې وروسته، یوه بې نتیجې غونډه جوړه کړه. په دغه غونډه کې د فرانسې استازي د منحوس صهیونسټ رژیم په پلوی توب سره وویل: « مونږ د اسراییلو په امنیت ژمن یو او اوربند ته په رسیدلو کې د مصر له اغیزمن روله مننه کوو»
په ملګرو ملتو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرنیفیلد، د اسراییلو د ترهه ګر رژیم تر ټولو د لوی دولتي ملاتړې په توګه د صهیونسټو الوتکو په بمبارۍ کې د ښخو او ماشومانو د وژلې د غندلو په ځای د اسلامي جهاد د مقاومت توغندویي ځواب وغانده. هغې په غزې تړانګې د اسراییلو په بمباریو کې د ۴۵ کسانو وژلې او ۳۶۰ کسانو ژوبلې ته له پامه پرته ادعا وکړه:« مونږ د ترهه ګرو حملو او هغو توغندیو په وړاندې چې ملکي کسان په نښه کوي د دفاع لپاره د اسراییلو له حقه ملاتړ کوو» هغې د فلسطین د مقاومت د ډلو په خلاف د خپلو سولیدلو تورونو په دوام کې وویل: « اسلامي جهاد یو ترهه ګر تنظیم دی چې کلونه یې د ملکیانو په خلاف حملې کړې دي مونږ باید د اسلامي جهاد د ترهه ګرۍ د غندلو لپاره متحد شو»
د غړې تړانګې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم درې ورځني جنګ ځيني مهمې پایلې درلودلي دي.
د وروستي درې ورځيني جنګ یوه مهمه پایله دا وه چې داسلامی جهاد غورځنګ په ځان له سرتوانیدلی دی،د صهیونیسټ رژيم پر مرکزونو او مورچلو برید وکړي او دسلګونو توغندیو په شیشت کې ئې راولي او له خپل ځانه دفاع وکړي.د فلسطین اسلامی جهاد غورځنګ د اور بند منل، دخپل یوه لوړ روتبه مشر خلیل عواوده له خوشي کولو سره مشروط کړل او صهیونیسټي تیریګر رژيم هم دغې غوښتې منلو ته مجبوره شو. دغه وضعیّت ښئ چې د صهیونیسټي تیریګر رژيم په وړاندې د مقاومت مخه نیونکي قدرت تر دې حده رسیدلې دی چې ددغه جنایتکار رژيم پوځ مجبوره دی ، دهغه جنګ د ختمولو لپاره چې پخپله ئې پیل کړی، د مقاومت شرطونه ومني. په همدې لړ کې، داسلامی انقلاب معظم لارښود د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ دعمومي منشي زیاد النخاله دلیک په ځواب کې دې موضوع ته اشاره کړې او وئيلي ئې دی؛تاسو ثابته کړې ده چې دمقاومت د ټولګې هره برخه،په ځان له سر هم ددښمن پوزه پر مځکې موښلی شي.
بله نتیجه ئې په غزې کې د فلسطینیانو ترمینځ وحدت او یووالی دی .حماس غورځنګ وروستی جنګ د غزې په ضد جنګ بللی او دجنګ له پلیدا لږ وخت وروسته ئې په یوې اعلامیې کې ټينګار و کړ، دفلسطین مقاومت د تیریو په وړاندې یو موټی دی او ددغې حملې بیّه به د لاپیډ او ګانټس کابینې لپاره ډيره ګرانه پریوځي.هغه څه چې پيښ شول په غزې تیري وو او د نیواکګر نیّت ښکاره کوي::د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومي منشي زیاد النخاله هم داسلامی انقلاب سترلارښود ته په لیک کې لیکلي دي ،مونږ دغه نښتې ؛وحدةالساحات(یعني د ډګرونو وحدت)نومولي څو دهغه دښمن په وړاندې دخپل ملت پر اتحاد ټيڼګار وکړو چې په ټول قدرت او خپلو دسیسو سره ددغه اتحاد او یووالي د له مینځه وړلو هڅه کوي..:::
ددغه وروستي درې ورځنی جنګ بله پایله دا ده چې ثابته ئې کړه صهیونیسټي رژيم د حکومتي ترهه ګرئ یو څرګند مصداق دی. که څه هم جنایتکار صهیونیسټي رژيم په وروستي جنګ کې د فلسطین دا سلامی جهاد پر مورچلو حمله وکړه،خو تمرکز ئې پر ترهه ګر چلند ؤ. د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ دوه قوماندانان تیسیر الجعبري او خالد المنصور،په ښکاره د صهونیسټي وحشي او تیریګر رژيم د ترهه ګر اقدام په نښه او شهیدان شول.احمد مدلل داسلامی جهاد غورځنګ یو بل مشر هم ترور شو،خو په داسې حال کې چې دهغه ترور ناکام ؤ او دهغه زوی شهید شو . دغه جنایتونه ثابتوي چې صهیونیسټ رژیم د حکومتي ترهه ګرې یو څرګند مصداق دی،خو له ترهه ګرۍ سره مبارزې مدعي هیوادونو ددغه رژيم په ضد هیڅ اقدام نه کوي اوحتی ددغه تیریګر رژيم ملاتړونه هم کوي.
ددغه وروستي جنګ یوه بله پایله دا ده چې اساسا داسرائيلي چارواکو ترمینځ په جنګ غواړي خوي کې هیڅ توپير او فرق نشته.له دې مخکې،رسندویو هڅه کوله دې ته په پام سره چې یائير لاپيد کومه پوځي مخینه نه درلودله،دا خیال کید، چې هغه د رژيم په بهرني سیاست کې د جنګ له آوزاره لاکمه استفاده کوي،خو وروستي اقدام وښودله چې د صهیونیسټي رژيم په صدراعظمانو کې هیڅ توپیر نشته او جنګ، په بهرني سیاست کې د دوي یو ترټولو مهم آوزار او اړم دی.
د فلسطین دغزې تړانګې په ضد دوروستي درې ورځني جنګ یوه بله ترټولومهمه نتیجه،په یوه اږده جنګ کې د شتون لپاره دتیریګر صهیونیسټي رژيم بې وسي ده.د غزې په ضد وروستی جنګ د اګست دپنځمې نیټې په مازدیګر پیل شو او داګست په اوه مه نیټه هم ختم شو. په بله معنا، دغه جنګ له درو ورځو هم په کمې مودې کې پاي ته ورسید چې د فلسطینیانو په ضد د نیواکګر رژيم تر ټولو لنډ جنګ دی. که څه هم صهونیسټانو هڅه کړې واسې وبریښوي چې په جنګ کې خپلو موخو ته رسیدلي دي او په همدې دلیل ئې دا په ترټولو کم وخت کې پاي ته ورسوۀ، خو حقیقت دا دی چې په وروستیو دوو لسیزو کې د فلسطنییانو په ضد داسرائيلو د جنګونو د اوږدیدا وخت ډیر کم شوی دی،ځکه ددغه رژيم داخلی تاوان موندنې لازیاتې شوي دي. په اوسنیو شرائطو کې هم په تیره بیا دوارمخکې پارلیماني انتخاباتو په ترسره کیدا کې هغه عامل دی چې سبب شوی دیائير لاپيډ کابینه د اوږدمهاله جنګ ډګر ته وارد نه شي.
هغه ګډوډ او لالهانده سیاست چې په تیره بیا له ۲۰۱۹کاله راپه دې خوا تردې دمه دغه رژيم ورسره لاس او ګریوان دی، په نیواکي ټاټوبي کې داجتماعي او سیاسی وضعیّت سربداله کیدا ښئ او هغه شخصي عملیات چې فلسطنیانو په نیواکي ټاټوبو کې دنوي میلادي کال په پيلیدا کې ترسره کړي دي او کابو دیرش صهیونیسټان ئې هلاک او ټپیان کړي دي، هم ددغه رژيم سربدالي او امنیتی کمزورتیاوې انځورکړي دی . په همدې دلیل او همداراز دمقاومت ډلو د مخه نیونکي قدرت څخه ددغه تیریګر رژيم د خبریدا په دلیل،عملا اوږدمهاله جنګونو ته واردیدا به دتل ابیب لپاره ډيرزیات لګښتونه په ځان پسې ولري .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************