Oct 10, 2022 11:00 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه (35)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  کتابونه  دعلم باغونه نومې لړۍ له ننني پنځه دیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

   دوستانو سړیو ته د نړیوالو ډله ایزو رسندویو نظر ،د اتل پنځونې  لپاره او د قدرت او توانمنۍ  د بیلګې په توګه  دی او په زیاتره موقعو کې سړي په لاارزښتمن او نفساتي  موقعیّت کې دي. له بده مرغه  رسندیو د میرمنو مصرفی (Stereotype) چوکاټونه زیات کړی  او د خپرونې ،د بازار پشمول  ټولنې په مختلفو چارو کې ئې  دمیرمنې رول  څخه انکار کړی او ورباندې سترګې پټوي.

د    «فرانکنشتاین» [ Frankenstein  ]  په نامې سره د تخیّلي علمي ناؤل یوه نسخه، د یوې میرمنې په وسیله تر ټولو ګرابنیّه ریکارډ لرونکی اثر چاپ کړی او ددنیا  ریکارډ ئې مات کړ ی دی.د میري شیلي (Mary Wollstonecraft Shelley)  لیکل شوي ددغه ناؤل لومړنۍ نسخه د کسټیز په نیلام کې  په یومیلیون یولک اویا زره ډالره  خرڅ شو او د نیلام په دنیا دیوې میرمنې په وسیله سو تزټوبو ګزابیّه  چاپ شوي اثر  ریکارډ ئې مات کړ.

Image Caption

 

 دغه انګریزې لیکوالې میری شیلی  د فرانکنشټاین  ناؤل  په ۱۸۱۸کال کې خپور کړ او  ډيرو دا  د تاریخ لومړنۍ علمي او تخلیّلي ناول بللی دی . هغې په دغه ناؤل کې د ویکټور فرنکنشټاین  د ژوند  په باب وائي،په یوې آزموینې کې یو عجیب الخلقت ښکارنده یا بلا پنځول کیږي.شیلی  ددغه ناؤل لیکل په اتلس کلنۍ کې پيل  کړي او لومړنۍ نسخه ئې  هغه مهال چې شل کلنه شوه ،چاپ کړ او  د نامې له لیکلو پرته ئې بازار ته وړاندې کړ.

            ښځه وي او که سړی ،هیڅ فرق نه کوي، خو که  د کتاب لوستونکی وي احتمال لري چې پوهه شي دتاریخ په اوږدو کې ځینو ښځو لیکوالو ترجیح ورکړې ،خپل اثر  دسړي په مستعار نامې سره خپور کړي.  دغه واقعیّت چې ؛ برونته خوئيدو؛ خپل آثار دبریالیتو په هدف سره  له همدې چارې استفاده کړې ،خو اوس وخت رارسیدلی دی چې پوهه شو دا ولې ؟

البته  له دې مخکې په د غه خبر توجه وکړئ ، د بیلیزBELIZE   نومې خپروندوئې په ؛دهغه نامه بیرته واخلئ ؛ په عنوان سره  په یوه حرکت کې د ښځینه لیکوالانو په حقیقي نامو سره د دوي پنځه ویشت مهم آثار خپرۀ کړل. دغې خپروندوئې له دغه کاره خپل هدف  لیکوالو میرمنو ته  دلیاقت  د باؤر ورکول بللي دي. یوه داسې آئيډیا چې بیلیز خپروندوئې درلوده، ډيره ښکلي وه او هر هغه کار چې د میرمنو لیکوالو  په لور دتاریخ لازیاته توجه جلبولی شي،مهم دی.خو د ؛ هغه نامه بیرته واخلئ ؛ نومې پروژې، ډير زر په ټولینزو چینلونو کې یو لړ اعتراضونه راوپارول .اعتراض کونکي په دې اند وو چې دغه پروژه په حقیقت کې  دهغو میرمنو د ټاکنې حق چې ټاکل شوې وه ،  ستاینه ئې وشي ، له مینځه ځي.

که څه هم ؛ دهغه نامه بیرته واخلئ ؛نومې کمپاین ،د ډيرو تیروتنو او عجیبه  ټاکنو په دلیل په نهایت کې اغیزشیندونکی نه شو ،خو  دهغو درستو پيښو ترشا چې  ددغه کمپاین په فعالیت سره رامینځة شوې، په نهایت کې دا ټکي پکې نغښتې ؤ چې  د تاریخ په اوږدو کې لیکوالې میرمنې مجبوره شوې ، دلیدو لپاره خپل کتبا  په مردانه نامې سره   خپور کړي.

Image Caption

 

            په مختلفو زمانو  او بیلابیلو جغرافیو کې ، د  آوریدو لپاره د ښځو جنګ شته دی.د اوسمهاله زمانې یوه ترټولو مشوره لیکواله  جي کې رولینګ (J. K. Rowling)

ددې لپاره چې سندرغاړي هلکان د ؛هیري پيټر؛ کیسو ټولګې لوستلو ته وهڅوي،له جنسیّت پرته ئې  مستعار نامه  غوره کړه او  د خپل ورپسې اثر لپاره ئې،مردانه مستعار نامه وټاکله. که څه هم  ددغې مستعار نامې  دټآکلو لپاره دهغې دلیل یوازې له ښځینه توبه تښته نه وه او دلچسپي ئې درلوده ،ګمنامه ووسي، خو د مردانه مستعار نامې ټاکل  هماغه شان د ځينو ښځينه لیکوالو ټاکنه ده.

په عین حال کې لازمه ده چې پوهه شئ تقریباتل همدغه شان ده .د انګلستان یو مورخ او لیکوال  آلکس فون تانزلمن (  Alex von Tanzelmann ) په دې اند دی چې دتاریخي کتابونو په خپرونکي بازار کې جنسیّتي ګروهنې،یوه داسې موضوع ده چې  په انګلستان کې هماغه شان خوره ده او دا موضوع یوه اندیښمنونکي موضوع ده . هغه وائي ،هماغه شان  دا حس موجود دی چې تاریخي جدي کتابونه د سړیو لیکوالو په وسیله لیکل کیږي،د جنګ او یا سیاست په باب  کتابونه. تر دې دمه یو شمیر کسان په دې اند دي چې غوره ده میرمنې  لازیات   مُدپالنې،ژوندلیک او یا دملَکو په باب لیکنې  ته مخه کړي.

 دانګلستان  دتاریخ لیکونکو د ټولنې مدیرایموژن رابرټسن(Robertson, Imogen )   هم ددغو څرګندونو په تائيد سره ،وائي؛زما له نظره ،جنسیتی تفکیکپه وحشتناک ډول رابرسیره کیږی،په تیره هغه مهال چې وینئ د ښځې لیکوالو څخه د تمې وړ موضوعګانې څه دي. سړي د مهمو تاریخونو په باب  دنړیوالو جنګونو او نړیوالو نوښتي لیدتوګو په باب لیکنې وکړي او میرمنې یوازې  اجازت لری ، دمیرمنو  او دمیرمنو دموضوعګانو په باب ولیکي.:::

          ددغو ټولو نظرونو په مقابل کې، ځيني خپرونکي وائي،لا ژور مشکل، د ناشرانو او خپرونې مسئله ده  او د تاریخ لیکونکو ښځو  ګمنامي،د هغوي په وسیله د لیکل شوو آثارو دکمښت یو دلیل ګڼي  او د مثال په توګه د تاریخ لیکونکو ښځو  نه شتون  ته اشاره کوي.

بې شکه   دکتاب له بازاره بهر   ځيني عوامل،د یاد شوي کارکسب د نابرابرۍ په  رامینځةکولو کې  دخالت لري او له هغو ټولو هلوځلو سره سره چې  د سړیو او ښځو د برابرۍ لپاره ترسره شوي ،سړي او ښځې  په تیره بیا په لویدیځ کې، تر دې د مه  نابرابره حالت لري او په ډیرو موردونو کې شعارونه له دوکو پرته بل څه نه دي . میرمنې  له اجتماعي  مرکزه لا ټيټې ا و لاندې  او  مادي سرچینې  او دقدرت اړمونه دی او د د وجودي آوزار لپاره لاکم فرصت څخه برخمنې دي. څرګنده ده  چې دغه نابرابري د ټولنې   دمنظمونکي نتیجه ده ، او د سړي او ښځې  دمهمه شخصیتي یا بیولوجیکي  توپیرونو نتجه نه ده . ځکه  سره له دې چې ممکنه ده انسانان ، د وړتیاؤ او خصوصیاتو له پلوه تر یوه حده سره توپیر ولري ، خو  دداسې طبیعي بدلون  هیڅ ډول مهمه بیلګه وجود  نه لري  چې جنسونه سره بیّل کړي.

 دمثال په توګه  د ښځو په باب دجنسیّتي  چوکات د تصوراتو یوه ځلا په ځينو عامیانه مثالونو او د ادبیاتو په پخوانیو ادبی متنونو کې موندل کیدلی شي. له هغو ځيني متنونه له دې زیات چې  دمیرمنو په باب د خلکو د دودو کلتور  د نماینده په توګه عمل وکړي،د میرمنو دجنسیّتی منفي  اړخ دتصوّراتو دسترښودلو او پیاوړي کونکي په توګه رول لوبوي .

            د کارکسب یعنی د اداري کارونو  او په لاټيټ منزلت سره  په کارونو کې د میرمنو د لازیاتې ګمارنې په څير دکارکسب تفکیک یا بیّلولو په څير په ډول ډول بڼو کې  د میرمنو د کارکسب  نابرابري،په نیم وخته کارونو  کې د (سړیو په نسبت )د میرمنو لازیات کارونه  شته دي. پر میرمنو سربیره د کارکسب د لوړاوي ،د لوړو څوکیود ساتلو او  ورته د رسیدا  په لاره کې د سړیو په نسبت  سځې له لازیاتو او ډيرو خنډ،نو سره مخامخ دي چې  دا خنډونه د یوه شیشه ای اندازې په توګه یادیږي.

 دغه نابرابري، د دوو جنسونو دپيژندنې  له پلوه او طبیعي نه ده،بلکې د اقتدار د  سلطه پال نظام موقته بڼه ده . د کار د ویش  دغه نابرابره بیلګه، د تعلیمی ،نظام ،ژبې او ادبیاتو  په څير  ځينو کلتوري اورګانونو له خوا د رامینځةشوي  چوکاټ د تصورَاتو په وسیله  ورته زمینه جوړیږی او پیاوړي کیږي او  او سنۍ زمانې کې رسندوئې  په دغه ډګر کې د مهم عامل په توګه فعالیت کوي.

ټیلیویژڼي پروګرامونه ،سینمائي فلمونه، موسیقۍ، تبلیغات او کتاب او مجلې ، زیاتره  د ښځو او سړیو په باب  داسې جدا او  مصرفي  بڼه وړاندې کوي ، چې  د تیرو وختونو د باؤرونو یو تکراری انځور ،البته  یو تازه او نوی  انداز دی .

 

 

       نن  سبا رسندوئې د ټولنو زړه ته د کلتورونو اوتفکراتو د نفوذ لپارهع تر ټولو کارنده وسایل او لیدتوکې د پلانونې اود ودولو لپاره ترټولو پیاوړی آوزار  دي . واقعیّت دا دی چې  په درستې نړۍ کې او له عمومي نظره، په رسندویو کې د میرمنې د  شخصیّت او تصویر ځوړتیا د میرمنو د ودې لپاره د یوه خنډ په توګه پيژندل شوی  او د  ؛ میرمن او رسندوئي؛ موضوع ،ممکنه ده  داسې ډيرې کمې موضوعګانې وي چې د میرمنو  د بحثونو په حوزې کې په مختلفو لیدتوګو کې  ددوي په وړاندې ګډې او ورته نظرات ولري.

 ټولن پيژاند  په دې اند دي چې د  ډله ایزو رسندویو  عمومي رول، هغه  که په پرمختللو هیوادونو کې وي او که په پراختیائي هیوادونو کې،د ښځې په انساني قدرت او توانمنیو باندې د سترګو پټول  او د ژ،ند په ډول ډول ډګرونو کې د دوي دکمزورتیا تثبیتول دي .  دیوه داسې موجو د په توګه د میرمنې معرفی کیدا چې له خپل ظاهر څخه په  ګټه اخستنې سره،په ټولنې کې  رول لوبونې ته دوام ورکوي او په بله وینا، دښځې لپاره د ؛جنسي او تفریحي ؛ د کاذب رول جعل کول، یو داسې تاریخي ضده هویّت دی چې د بشري حیات په  مختلفو پړاؤنو کې د هغې  دانساني شتون څرنګوالی ئې له مینځه وړی دی .

درسندویو دغه کلتوري ضده حرکت، نه یوازې میرمنې په نښّ کړي دي،بلکې دټولنې پر پراختیا اوودې او کلتور باندې ئې  هم ډيرې منفي اغیزې شیندلي دی  او حتی دهیوادونو پر ملی سیاست جوړونو ئې په اغیزشیندنو سره د ودې چټکتیا  سسته کړې ده او په کلتوري ډګر کې دډير رووسته پاتیکیدا لامل کیږي. دا په داسې حال کې د ي چې  سړیو ته د نړیوالو ډله ایزو رسندویو نظر، د اتل پنځونې لپاره  او د قدرت او توانمنیو درامینځة کونکي بیلګې په توګه  دی . له بل پلوه رسندویو، د میرمنې  مصرفي چوکاټونه او شکلونه هم زیات کړي دي او  د خپرونې ،د بازار په شمول  د ټولنې په مختلفو چارو کې  د میرمنې له روله  انکار کوي او سترګې ورباندې پټوَي.

Image Caption

 

ریچل ووډ د سکاټلینډ په اډينبرګ ښار کې یو کتاب پلورنځاي افتتاح کړی دی د ؛کم پيداکیدونکومرغانو؛ په نامې سره. هغه په دغه کتاب پلورنځاي کې  یوازې هغه کتابونه خرڅوي چې  ښځينه لیکوالو  په وسیله  لیکل شوي وي. ریچل وائي،دهغې یوازینۍ انګیزه ، پخپل هیواد کې د میرمنو لیکوالو څخه ملاتړ دی او اعتقاد لري ،دکتاب ښځينه لوستونکي لازیاتې شي.

د کتاب ددغه پلورنځي خاونده وائي؛ تر دې دمه هم  په ادبیاتو کې جنسیّتي  تعصب څپې وهي ،خو  زما ماموریّت  له میرمنو لیکوالو څخه ملاتړ دی.ځکه د پوهنتون له پړاوه  دې موضوع ته متوجه شوی وم  چې د زیات خرڅونکو لیسټ،تل د سړیو لیکوالانوپه واک کې دی ، خو میرمنې لیکوالانې ډيرې زیاتې توانمنۍ لري چې تر نن پورې پرې سترګې پټې شوي دي .  هغه وائي ، ددغه پلورنځاي له تاسیس وخت راهسې  په تیر یوه کال کې  ئې  د خرڅلاؤ  کابو دوه سوه څلور فیصدي وده درلودلې او  په دغه پلورنځي کې  دموجوده کتابونو ډير هرکلی شوی دی . که څه هم  سړي هم د کتاب داخستو لپاره دغه پلورنځي ته راځي ،البته  ددغه پلورنځي اوه نوی فیصدي اخستونکي میرمنې دي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه