په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهم بدلونونه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو خوږو مینه والو په دې شیبو کې لویدیځي آسیا په تیرې اونۍ کې نومې اونیز پروګرام له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې دی،په پیل کې درته دځينو پیښو یوه لنډه شان خلاصه او ورپسې مو هم د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو،نو هیله ده داستفادې وړ مو ګرځي.
*/*/*/*/
د ولسمشرۍ دڅوکۍ لپاره عبداللطیف رشید ته دعراق د پارلیمان د اعتماد رائ.
*/*/*/
دامریکا او عربستان تر مینځ تاؤتریخوالی
*/*/*/
او د لبنان او صهیونیسټي رژيم ترمینځ دسمندري پولې په سر موافقه ، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهمې پيښې وې،اوس مو هم رابولوو د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدوته .
د عراق دپارلیماني انتخاباتو له یونیم کال تیریدا وروسته بلاره د کردانو د دوو اصلي ګوندونو ترمینځ له اوږدو کشمکشونو وروسته د پنجشنبې په ورځې ددغه هیواد دنوي ولسمشر د ټاکلو لپاره پارلیماني غونډه ترسره شوه.عبداللطیف محمد جمال رشید او برهم صالح د عراق د ولسمشرۍ د څوکۍ دوه اصلي کاندیدان ووچې په لومړنیو رایو اخستونو کې هیڅ یوه کاندید لازمې رائې ترلاسه نه کړائ شوي.
دعراق په پارلیمان کې د په دوهمې راي ګیرۍ کې د اخستل شوو ټولو رایو له شمیرنې وروسته ،عبداللطیف رشید بریالی شو،یوسل دوه شپیته راي خپلې ګړي او وتوانید،برهم صالح ته چې نهه نوی راي ئې ګټلی ماته ورکړي او رسما دعراق نوی ولسمشر شي .رشید او صالح د کردتسان دوطن پالې اتحادئې غړي دي.

دعراق د نوي سیاسی نظام له رامینځةکیدا وروسته په دغه هیواد کې د موجودو مذهبونو اوقومیّتونو ترمینځ د قدرت د ویش په اساس،د ولسمشرۍ څوکۍ له کردانو سره اړونده شوې ده.د هغه عُرف او روَئې سره سم دکُردانو د داخلی موافقو او تفاهمونو په اساس،چې تر۲۰۱۸کال پورې واکمنه وه،له ډيموکراټيک ګوند سره د کردستان سیمې مشري او دوطن پالې اتحادئې سره د ولسمشرۍ څوکه وه چې دجلال طالباني د حیات په ژوند کې له هغه سره او دهغه له مړینې وروسته له فواد معصوم او برهم صالح او اوس هم عبداللطیف رشید ته منتقله شوې ده.
عبداللطیف رشید په ۱۹۴۴کال کې زیږیدلی او دم ګړئ د کردتسان وطن پالې اتحادئې غړی دی چې له دې مخکې ئې د عراق د وخت د و لسمشر خداي بخښلي جلال طالباني د مرستیال او د اوبه خوَر د وزیر په توګه ئې فعالیّت کړی دی.
د ۲۰۲۱کال داکتوبر په میاشت کې د پارلیماني انتخاباتو نتیجې او د ډيموکراټيک ګوند په وسیله دعراق د پارلیمان د دوه برابره څوکیو ترلاسه کولو ته په پام سره،دغه ګوندپه بغداد کې د ولسمشرۍ دڅوکۍ دترلاسه کولو لپاره د کردستان سیمې د مشرۍ د ساتلو ترڅنګ دا تمه درلوده چې همدغه موضوع سبب شوه، دنوی ولسمشر ټاکنه له مشکلاتو او پيچلتیاؤ سره یوځاي شي.
د عراق د نوي اساسی قانون په اساس،ټاکل شوی ولسمشر باید په پنځلسو ورځو کې د ۷۶مادې په اساس اکثریّت لرونکی پارلیماني فریکشن د نوي حکومت د جوړولو لپاره مامور کړي او نوی لومړی وزیر هم د کابینې دجوړولو لپاره مامور کیږي،څو تر دیرشو ورځوپورې کابینه جوړه او پارلیمان ته ئې د باؤر دراي د اخستولپاره ورمعرفي کړي.
په همدې اساس او دې ته په پام سره چې د پنجشنبې ورځې له غونډې مخکې،د عراق د پارلیمان دترتولو لوي فریکشن په توګه د شیعیانوغږمله ائيتلاف او دنورو ډلو ټپلو ترمینځ یولړ خبرې اترې ترسره شوې وې،عبداللطیف رشید دعراق دنوي ولسمشر په توګه له معرفي کیدا وروسته سملاسي د شیعیانو د غږمله ائيتلاف کاندید محمد السوډاني د نوي کابینې دجوړلو پابند کړ.
د عراق دنوي ولسمشر ټاکل کیدا د نورو هیوادونو له هرکلي سره مخ شوې ده.د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي،هغه لومړنی بهرنی چارواکی ؤ چې عبداللطیف رشید ته ئې په یوه پیغام کې مبارکي ووئيله.د امریکا دخارجه وزارت ویندوي نډپرایس هم دپنجشنبې په شپه په یوې اعلامیې کې د عراق د ولسمشر په توګه د عبداللطیف رشید د ټاکل کیدا مبارکي ووئيله.
په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا یوه بله مهمه پيښه د عربستان او امریکا ترمینځ تاؤتریخوالی ؤ .د تیلو د دوه فیصدو پورې دد کمولو لپاره د اوپک پلاس نوي فیصله، دامریکا او عربستان په اړیکو کې د تاؤتریخوالو د رامینځةکیدا سبب شوې ده.ددغې فیصلې په اساس وټاکل شوه بازار ته هره ورځ دوه میلیون بیرل کم تیل وړاندې شي. اوپک پلاسپه ټول کې د اوپک موسیسې یولس غړو او د دنیا د نورو تیل تولیدونکو یولس هیوادونو ټولګه لري،چې په سر کې ئې روسیه ده، او د ۲۰۱۶کال له وروستیو راسهې پخپلو کې سره ملګرتیا کوي او ویئل کیږي،چې عربستان د اوپک د ترټولو لوي تولیدونکي او ددغې موسیسې د؛ظاهری رهبر(de facto) په توګه،د اوپک پلاوس ددغې فیصلې په کامیابولو کې مهم رول لوبولی دی.
د تیلو د تولید د کمیدا لپاره فیصلې په لومړۍمرحلې کې به د نړۍپه بازارونو کې د تیلو بيّې زیاتې کړي او د امریکا په خیال،دنړۍ په دغو بحرانی حالاتو کې به د اوکراین په جنګ کې دروسیې په ګټه تمام شي. په همدې اساس دغه فیصله،دامریکا له غبرګون سره مخ شوه .د امریکا خارجه و زیر آنتونیو بلینکن د پرؤ له خارجه وزیر سره په ګډخبری کنفرانس کې ووئيل، د تیلو د اخستو لپاره د امریکا له زیاتې غوښتې سره سره،عربستان او دهغه شریکانو په اوپک پلاس کې دخپل تولید اندازه کمه کړې ده او له عربستان سره د اړیکو په باب،مونږ ددغه هیواد اقدام ته په ځواب کې مختفې ټاکنې ارزوو. په دې اړه له کانګرس سره هم کوټلي مشورې روانې دي.

د امریکا ولسمشر جوزف بایډن هم له سی این این خبری چینل سره په یوې مرکې کې وئيلي دي،دغه اقدام به د واشنګټن او ریاض داړیکو لپاره ځیني نتیجې په ځان پسې ولري.ځیني امریکائي چارواکو هم له عربستان سره ددغه هیواد په اړیکو د بیا کتنې به باب د فیصلې په ضرورت ټینګارکړی دی.د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت دشورا د سټراټژيکو ارتباطاتو غږملونکي جان کربی هم ووئيل،په وروستیو اونیو کې عربستان په خصوصي او څرګنده پیغام ورکړی چې نیّت لري د خپلو تیلو تولید کم کړي ،یو داسې کار چې پوهیدل،د روسیې ګټې زیاتوي او د بندیزونو اغیزې کموي. دا یوه تیروتني لاره ده : کربی دغه راز ووئيل، دغه شان فیصله د انرژۍ په بازار هیڅ اغیزې نه شیندي،تردې چې د اوپک ځينو غړو مونږ ته اطلاع راکړې چې دعربستان د فیصلې مخالف دي،خود مجبورۍ له امله ئې ورڅخه ملاتړ کړی دی:
د جوبایډن حکومت اعلان کړی،ددغو اقداماتو په باب له عربستان سره داړیکو دبیرته ارزونې په حال کې یوو او د روسیې د یرغلونو په وړاندې د دوي دریځونه هماغه راز څاروو:::
د امریکا ئي چارواکو دغو څرګندونو دسعودیانو غبرګونونه هم په ځان پسې درلودلي دي . دسعودی عربستان خارجه وزارت وئيلي دي،ریاض له متحده ایالاتو سره خپلو اړیکو ته له سټراټژيک پلوه او ددواړو هیوادونو ترمینځ د ګډو ګټو په اساس فکر کوي،خو ډیکټیشن نه مني. همداراز د عربستان خارجه وزارت دا هم وئيلي دي ،دتیلو دتولید دکمیدا دعربستان فیصله نه ده ،بلکې د اوپک پلاس فیصله وه او دا فیصله د یوه هیواد په وسیله نه،بلکې د ددغې ټولګې د درستو غړو هیوادونو په اجماع سره د اوپک فیصله ده.
یو بل مهم ټکی دا د ی چې عربی اتحادئې هم د عربستان او امریکا ترمینځ په تاؤتریخوالی کې د عربستان پلویتوب کړی دی.د عربی اتحادئې د عمومی منشي احمد ابوالغیظ رسمي ویندوي د جمعې په ورځې وئيلي دي چې دغه اورګان،د تیلو دتولید یوې برخې د کمیدا لپاره د اوپک پلاس ټولګې په فیصلې پسې د عربستان په ضد درسندویو منفي پروپیګنډې اوتبلیغات په کلکه محکومي.د عربی اتحادئې د عمومی منشي ویندوي ووئيل،دغه څرګندونې له حقیقته لیرې دي او یوازې اقتصادي فیصلو په بشپړ ډول سیاسی کولومشتملې دي.ټول پوهیږي،چې دنړیوال اقتصاد جدي چیلنجونو ته په پام سره دغه شان فیصلې،د نړۍ د اقتصاد د ثبات لپاره ضروري دي.
په لویدیځي آسیا سیمې کې دتیرې اونۍ یوه بله مهمه پيښه،د لبنان او صهیونیسټي رژيم ترمینځ دسمندري پولو په باب موافقه وه. دغه موافقه،په غیر مستقیمو خبرواترو کې او د امریکا په مینځګړیتوب سره ترلاسه شوې ده .د لبنان ولسمشر میشل عون وئيلی دي ،ددغه هیواد له لومړي وزیر او پارلیمان سره له مشورو وروسته ئې،له صهیونیسټي رژيم سره د سمندری پولو موافقه منلې ده.
د ۲۰۲۰کال له اکتوبر میاشت څخه د دامریکا په مینځګړیتوب سره د سمندری اختلافاتو د حل لپاره د لبنان او صهیونیسټي رژيم ترمینځ تخنیکي خبرې اترې پيل شوې وې. دسمندري پولې دکرښې په سر د اسرائيلو او لبنان موافقه سبب کیږی،چې دواړه لوري،د سمندري ګیسو له سرچینو استفاده کولی شي.په همدې لړکې میشل عون ددې خبرې په کولوسره چې،دپولو د معلومولو خبرواترو،دلبنان لپاره یو مثبت پاي درلودلی دی،هیله وښودله دغه موافقه د قانا د ګیسو په پلیټ فارم کې د کندلو په بشپړتیا سره ، د لبنان د اقتصادي ودې اوغوړیدا لپاره یو اساس شي.

د دغې موافقې له اعلان وروسته، دلبنان په تیلی میدان کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره خبرې اترې پیل شوي دي. د فرانسې ټوټال شرکت او د ایټالیا اني شرکت ، په دغو تیلي زیرمو کې د شتون لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.په عین حال کې د لبنان د اوبو او انرژۍ د چارو زویر ولید فیاض په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د قطر دتیلو وزیر سعد الکعبی هم په دغې حوزې کې د توټل او آني شرکتونو ترڅنګ د دریم شریک په توګه د واریدیدا او په څلورم او ن هم بلاکونو کې د اکتشاف او کندلو په عملیاتو کې د له لبنان سره د مشارکت لپاره دخپل هیواد دګروهنې خبر ورکړ. فیاض د قطر ددغې فیصلې په مهم بللو سره ووئيل، دغه چاره دقطر د پانګونې توان او له لبنان سره د مرستې لپاره ددغه هیواد ګروهنې ته په پام سره، د تیلو او ګیسو،او د انرژۍ د اکتشاف او تولید په برخو کې د لبنان د اقتصادي پرمختګ د پوره کیدا او د هیواد د تاواني شوي اقتصاد د رغونې لپاره ډير اهمیّت لري.
یو بل ټکی دا چې دسمندري پولو په سر د لبنان او صهیونیسټي رژيم له موافقې وروسته،ځینو سرچینو دغه موافقه د اړیکو دعادي کولولپاره دیوې سریزې په توګه یاد کړې چې دلبنان چارواکو دغه ګونګوسه رد کړې ده. په همدې لړ کې د لبنان ولسمشر میشل عون ټينګار کړی دی،لبنان په دغې موافقې سره هیڅکله هم دعادي کیدا لارې ته واردشوی نه دی.
دوستانو په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې د ځينو مهمو بدلونوپه باب داونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤنو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو،خپل خیال ساتئ ، زمونږ انټرنیټي سایټ ایدریس هم درسره نوټ کړی PARSTODAY.COM/PS او له دې لارې وروستي او تازه سمیه ایز او نړیوال خبرونه تبصرې راپورونه ا و مرکې هم آوریدلی او لیدلی شئ نو تر بل پروګرام پورې چې بیا ستاسو خدمت ته حاضریږو سرلوړي ووسئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************