په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهمې پيښې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا سیمې د تیرې اونۍ د بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د ځینو پيښو یوه لنډه شان خلاصه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو او ورپسې مو هم د ځينو موردونو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته رابولوو. نو هیله ده دا ستفادې وړ مو وګرځي.
*/*/*/*/
په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو د مقاومتي عملیاتو زیاتیدا
*/*/*/*/
د بین یامین نتن یاهو د کابینې تر ټولو وروستۍ وضعیّت
*/*/*/
د عراق تر ټولو وروستي بدلونونه، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې ځيني مهم بدلونونه ؤ ،نو اوس مو هم رابولوو ،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .
*/*/*/*/*
د نیواکي قدس ښار په لویدیځ کې د تیرې چارشنبې ورځې ددوو چاودنو له امله،د صهیونیسټ میشته ښارګوټي یو اوسیدونکی هلاک شوی او لسګونو نورټپیان شوي دي. له دغو چاودنو وروسته هم څو نوره چاودنې هم شوي دي . د فلسطین د احصایومرکز؛معطي؛په یوې اعلامیې کې وئيلی دي،چې له چارشنبې تر پنجشنبې شپې پورې یعني په ۲۴ساعتونو کې د صهیونیسټانو په ضد ۲۳مقاومتي عملیات ثبت شوي دي.ددغو چاودنو په باب څو مهم ټکي هم شته چې شناندي ئې د اهمیّت وړ ګڼي.
لومړی ټکی ئې دا دی چې دغه چاودنې د پارلیماني انتخاباتو له ترسره کیدا وروسته د صهیونیسټانو ګواښونو ته د فلسطینیو مبارزو ډلو غبرګون دی.زوړپال صهیونیسټانو له دې وروسته چې د صهیونیسټانو د لیکوډ ګوند له مشر بینامین نتن یاهو سره یو ځاي په انتخاباتو کې بریالی شول، ګواښ وکړچې نیواکي ټاټوبو څخه دعربانو په ویستلو سره به له دغه ټاټوبی سره د لویدیځي غاړې دیوځاي کیدا هڅه وکړي.
په همدې لړ کې،دفلسطین د ولسی مقاومتي کمیټې یوه مسئول محمد البریم (ابومجاهد)د چارشنبې په ورځې له ایران پریس خبری آژانس سره په مرکې کې ووئيل،په لویدیځي غاړې کې د اسرائيلی نیواکګر رژيم دوامدار او زیاتیدونکو جرمونو او د الاقصی جومات سپکاویوته په پام سره،په نیواکي قدس کې داسرائيلو په ضد عملیات،د مقاومت دعاشقانو او د فلسطین د ملت پر زخمي سینو باندې د ملهم کیښودل دي. دغه فلسطیني مبارز همداراز ووئيل،دغه عملیات د لویدیځي غاړې د بیرته نیولو په باب او په الاقصی جومات د صهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسیدونکو دسپکایو دزمینې د برابرولو په باب د اسرائيلو دافراطي او زوړپالې کابینې د ګواښونو په سیوري کې ترسره شول.
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ یوه مشر احمد المدلل هم ووئيل،دغه عملیاتو وښودله چې مقاومت هماغه شان ژوندی دی او دصهیونیسټي رژيم جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي.
په نیواکي قدس کې د چارشنبې ورځې د چاودنو دوهم مهم ټکی دا چې دغه چاودنې په هغو سیمو کې شوي چې د امنیت تامینول ئې د صهیونیسټي رژيم په غاړه دي . پر دې اساس دغه چاودنې ددغه تیریګر او جنایتکار رژيم او د هغو دداخلی امنیتی ادارو اطلاعاتي او امنیتی ماته حسابیږي. د پوځي چارو یوه شناندي روعي شارون د صهیونیسټي رژيم په کان چینل کې په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،په داسې حال کې چې په قدس کې دچاودنو څو ساعته تیر شوي،خو تردې دمه د اسرائيلو پوځي او امنیتی اورګانونو ددغو حملو عاملانو هویّت نه دی پيژندلی او دهغو ډلو ټپلو او تنظیمونو په باب چې دغه کسان ئې ددغو عملیاتو لپاره لیږلي دي ،هیڅ اطلاع نه لري. دغه صهیونیسټي کارپيژاندپه دې خبرې په ټينګار سره چې دغه عملیات داسرائيلو د اطلاعاتي ناکامۍ تائيد دی،ووئيل،هغه ستره حمله چې له مخکې پلان شوې وه،په لوړه سویه د چاودیدونکو موادو په وسیله شوې او داسې ښکاري دغه حمله د هغې ډلې کار ؤ چې ددغو موادو په جوړولو کې تخصص او تجروبه لري.

دریم ټکی ئې دا چې،دغه چاودنې د صهیونیسټانو د ویرې او وحشت سبب شوي او دوي د نوي انتقاضې د رامینځةکیدا په باب اندیښمن دي.د صهیونیسټي رژيم د استخباراتي ادارې پخواني مشر جنرال تامیر هیمن هم وئيلي دي،دفلسطنیانو د دریمې انتفاضې د پيلیدا ښکاره نښې نښانې رابرسیره شوي دي.جنرال هیمن ووئيل ووئيل،دغه نښېئ نښانې په زیاتیدا دي چې ورباندې سترګې نشي پټيدلی،د فلسطین دریمه انتفاضه یوډول له پخوانیو انتفاضو سره په پرتله کې بې مخینې ځانګړنې لري . همدارازد اسرائيلي رسندویو د لیکنې په اساس، ددغه رژيم امنیتی چارواکي په فلسطینیو ښارونو کې د حالاتو له کنټروله په وتلو باندې اندیښنمن دي.
په لویدیځي آسیا سیمې کې یوه بله مهمه پیښه، په قانوني وخت کې د کابینې د جوړولو لپاره د لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو دپابند کولو په اړه د مشورو د وام دی.که څه هم صهیونیسټي ډلو ټپلو او شخصیّتونو د کابینې د جوړولو لپاره له زوړپالو افراطیانو سره د ائيتلاف په باب نتن یاهو ته خبردری ورکړی دی،خو داسې ښکاري دنتن یاهو په کابینې کې د شتون لپاره د مینځ لارو په نه ګروهنې سره،هغه د افراطیانو د راضي کولو په لور حرکت کوي.
په همدې لړ کې په نیواکي ټآټوبو کې رسندويي سرچینو،بین یامین نتن یاهو او د ؛یهودي قدرت؛په نامې سره د زوړ پالو افراطي صهیونیسټآنو د ګوند د مشر ایتمار بن غفیر ترمینځ د موافقې خبر ورکړی،د لیکوډ او یهودي قدرت د دوو ګوندونو داستازو ترمینځ د لاسلیک شوي موافقې په اساس،ایتمار بن غفیر به د نتن یاهوپه نوی کابینې کې د داخلی امنیت د وزارت څوکۍ په غاړه ولري. بن غفیر به،په داسې شرائطو کې د صهیونیسټ رژيم په نوي کابینې کې د داخلی امنیت د چارو د وزیر په توګه شتون ولري چې په نړیوالو رسندویو کې په کرتو په نیواکي ټاټوبو کې د اوسیدونکو عرب میشتو څوکو په کورونو او بازارونو کې د توکمپالو حملو او بلواؤ د رهبر په توګه دهغه تصویرونو انعکاس درلودلی دی.د ډيرو اروپائي هیوادونو او حتی دامریکا ډیرو مسئولانو په یووخت،د نتن یاهو په کابینې کې د فاشیسټي ګوندونو د شتون په باب د پیغامونو په لیږلوسره خبرداري ورکړي دي.
یروشلم پوسټ خپرونې، هم د ځينو مطلبونو په خپرولو سره دنتن یاهو په نوي کابینې کې د بن غفیر شتون له یهودي افراط پالو او بنسټ پالو ګوندونو سره د هغه د شراکت لګښت بللی دی . همداراز بن غفیر ته د داخلی امنیت د وزارت د څوکۍ دسپارلو خبر خپریدا او د بتصلائل اسموتریچ په مشرۍ د مذهبی صهونزم له ګوند سره دنتن یاهود خبرواترو د دوام بهیر،د لیکوډ ګوند دځينو استازو له مخالفت او د خبرواترو د بهیر په باب پر نتن یاهو د دوي له اعتراض سره یو ځای شوې ده.د لیکوډ ګوند یوه استازي ډيویډ بیټن دنتن یاهو په وروستۍ فیصلې په خپګان ښودلو سره مدعي شوی چې د لیکود او افراطي یهودي او بنسټپالو ګوندونو ترمینځ د نظرونو اختلافات به همدلته ختم نشي او په ډیر احتمال سره به حتی د کابینې له جوړیدا وروسته هم دوام ومومي.
عراق تیره اونۍ د مختلفو پیښو شاهد ؤ .دعراق ځینو سرچینو وئيلي دي، د دوه اعشاریه پنځه میلیارډ ډالرو په ارزښت دمنظمې غلایو چینل کشف شوی دی .د خپرو شوو خبرونو په اساس،دعراق دداخلی عایداتو ادارې او د مالیاتي چارو عمومی کمیشن،کابو درې اعشیاریه اوه ټریلیّن عراقي دینار یا دوه اعشاریه پنځه میلیارډ ډالر ئې د درغلې په اقداماتو سره پنځو شرکتونو ته ورکړي دي. دغه پیسو ورکول د دوه سوه اوه څلویښت چیکونو په وسیله،د ۲۰۲۱کال دستمبر له نهمې نیټې څخه د ۲۰۲۲ کال د اګست تر یولسمې نیټې پورې،د عراق د مالیاتو د کمیشن په داخل کې له واقع الرافدین حکومتی بانک څانګې څخه ترسره شوي دي.یو بل ټکی چې د نوي رسوائۍپه باب شته،دا دی چې دغه غلا د حکومتی چارواکو،کارمندانو او تاجرانو د پراخ چینل په وسیله منظمه شوې او په قدرت کې په ونډه درلودلو سره دغه شان فسادي چارې ترسره شوي دي .

محمد شیاع السوډاني چې په همداوروستیو کې دعراق لومړی وزیر شوی او کابینه ئې جوړه کړې ده،ژمن شوی په جدی توګه په دغه هیواد کې له اقتصادي فساد سره مبارزه کوی. اوس ددغه اقتصادي فساد ایشوا کیدا،په عراق کې له فساد سره دمبارزې په زمینې کې د محمدشیاع السوډاني دنوی حکومت لپاره یو چیلنج دی.
په تیرې اونۍ کې د عراق یوه بله مهمه پيښه،اردن او کویت دوو هیوادونو ته ته دعراق دلومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سفر ؤ . د عراق نوی لومړی وزیر د تیرې اونۍ په دوشنبې ورځې خپل لومړنی بهرنی سفر وکړ. شیاع السوډاني دعراق لومړنی وزیراعظم نه دی چې خپل لومړنی بهرنی سفر اردن ته کوي . اردن ته د السوډاني سفر د دغه هیواد د پاچا،ولی عهد او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو له هرکلی سره مخ ؤ.د سیمه ایزو دوسیو په باب د اقتصادي اړیکو او مشورو پراختیا،ددغه سفر موخې بلل شوي وې. د اردن او عراق ترمینځ د مصطفی الکاظمي په پړاړ کې اړیکې پراخې شوي او دواړو هیوادونو له مصر سره یو ځاي، په کرتو درې اړخیزې ناستې ترسره کړي دي.
السوډاني د تیرې چارشنبې په ورځې هم پخپل دوهم بهرني سفر کې کویت ته لاړ. شیاع السوډاني کویت ته په سفر کې وئيلي ، عراق غواړي ، ددواړو هیوادونو دحاکمیّت دساتنې او دمتقابل احترام په اساس له خپلو ګاونډیانو سره انډولیزو اړیکو درلودل غواړي او په سیمې کې د ثبات د تحقق په موخې سره او د ګډو ګټو په اساس د ډيرو دوسیو دحل لپاره هڅه کوي.له کویت سره په اړیکو کې د دو سیو حل ته د السوډاني اشاره ، ددواړو هیوادونوترمینځ د جیو پولیټيکي اختلافاتو سره اړونده له کویت سره په اړیکو کې د دوسیو حل ته ده .
عراقي رسندویو همداراز ایران،ترکیې اوعربستان درو هیوادونو ته د شیاع السوډاني نزدې کیدونکي سفر خبر هم ورکړی دی. دغه احتمالي سفرونه هم له ګاونډیانو سره داختلافاتو پر حل او داړیکو په پراختیا دعراق دنوي حکومت دبهرني سیاست دتمرکز ښودنه کوي.
په تیرې اونۍ کې دعراق یوه بله پیښه بغداد ته د کردستان سیمې د مشر نیچروان بارزاني سفر ؤ.نچیروان بارزاني بغداد ته په سفر کې دعراق له ولسمشر او لومړي وزیر او همداراز له ځينو نورو سیاسی شخصیّتونو سره لیده کاته کړي دي.
نچیروان بارزاني بغداد ته په سفر کې د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره لیده کاته نکړل.د عراق د لومړي وزارت د دفتر د اعلامیې په اساس،السوډاني، ددغې کتنې په پيل کې په ملی سویه ددریځونو د یووموټي کیدا او له اقتصادي،معیشتي او خدماتي چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د پیوستون اوغږملتیا د ضرورت اهمیّت ته اشاره وکړه.بارزاني هم دپارلیمان د اعتماد دراي د اخستو په باب ورته مبارکي ووئيله او له تفاهم او غږملتیا سره په وړاندې تلونکو حل لارو مشتملې مرحلې ته د منتقلولول پاره ئې د نوي حکومت پر توانمینو ډاډ او امیدواري څرګنده کړه. دواړو لورو د عراق دسرحدي سیمو د امنیت دوسیه هم ارزوله او د عراق د حاکمیّت د ساتنې لپاره پر ملګرتیا او له ګاوڼدیو هیوادونو څخه دهرې یوې حملې لپاره د عراق له ټاټوبی د استفادې دمخنیوی لپاره پر هڅې او له دوامدارو خلاف ورزیو سره ې پر مخالفت ټينګار وکړ .
د عراق ولسمشر عبدالطیف رشید او د کردستان سیمې مشر نچیروان بارزاني د هیواد دحاکمیّت او ثبات د ساتنې لپاره د هلوځلو دزیاتولو پر ضرورت ټينګار وکړ. نیچروان بارزاني د عراق په پارلیمان کې د فتح ائيتلاف له مشر هادي العامري سره هم کتنه وکړه او ددرستو عراقي لورو ترمینځ ئې د تفاهم د اصل د تثبیتیدا او دملی او سیاسی پیوستون د ضرورت او سیاسی ثبات ددوام په بڼه کې دبریالیتوب لپاره د یوه تاریخي فرصت پر شتون ټينګار وکړ. بارزاني هم د حکومت لپاره دمثبتې فضا د رامینځةکولو لپاره د سیاسی لیدو کاتو او خبرواترو د دوام ضرورت اشاره وکړه.
دوستانو د لویدیځي آسیا سیمې د تیرې اونۍ د ځينو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤنو تر بل پرورګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو.
(سیماب)
***********************************************