Jan 03, 2023 16:20 Asia/Kabul
  • کتابونه دعلم باغونه(44)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې کتابونه دعلم باغونه نومې لړۍ له نننی څلور څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

 دوستانو دنړۍ دمطالعې  د اندازې دارزونې لپاره داسې کلی ګرافونه شته چې د اونۍ ،میاشتنۍ او کلنۍ په بڼو کې ترسره کیږي.د هر سړي  دمطالعې تر ټولو عام تعریف،په شپه ورځ کې د یوه کس د مطالعې  دوختونو متوسطه موده ده، البته  د وخت د ټاکنې په ځاي،د یوه کس د مطالعې د تعریف لباره په یوه ورځ کې لوستل شوی پاڼې یا د کتابونو شمیر څخه هم استفاده کیدلی شي.په دغه نننۍ برخې کې په نړۍ کې د یوه کس د مطالعې  په باب ځيني احصائې ستاو خدمت ته وړاندې کوو.

هندوستان د نړۍ دکتاب ترټولو زیاتو لوستونکو  د لیسټ په سر کې دی او ښاریز ئې په متوسط ډول په اونۍ کې لس ګنټې  او ۴۲دقیقې مطالعې ته بیلوي.ددغه هیواد لپاره د لومړي لمبر ځائيګي ترلاسه کول،د لیک لوست اندازه ئې د نړۍ دمتوسط  (۷۴فیصدو)په نسبت لاکمه ده،یوه لویه بریا ده ، خو دغه اندازه په ۱۹۴۷ کال کې د هندوستان  دخپلواکۍ له وخت راهسې څه د پاسه شپږبرابره زیاته شوې ده،چې  له مطالعې سره د خلکو د دلچسپۍ د زیاتیدا نښه  کیدلی شي.د مطالعې لپاره  لګیدلی دغه وخت لازما،د چاپي کتابونو دلوستلو د اندازې  نښه نه ده،او ممکنه ده د آنلاین  مطالعې او د الیکټرانیکي  کتابونو دلوستلو لپاره  صرف شوی وخت هم پکې  شامل وي.

  تایلینډ دوهم  هیواد د ی چې په نړۍ کې ئې د مطالعې تر ټولو زیات ساعتونه ځان ته بیل کړي دي. په نوي ارزونې کې ګډون کونکو کسانو راپور ورکړی دی چې دوي په متوسط ډول هرې اونۍ کې نهه ساعته او ۲۴دقیقې په مطالعې  لګوي. لازیاتې څيړنې ښئ چې آنلاین مطالعه او له سمارټ موبایل سیټونو او ټبلیټونوڅخه استفاده،په زیاتیدا او په تایلینډ کې د مطالعې عادت په بدلیدا دی.

 د ترټولو وروستیو راپورونو په اساس، په دغه هیواد کې د چاپی کتابونو دمطالعې لپاره صرف شوی وخت،دتیرو کلونو په نسبت کم شوی دی.

 چین دریم هیواد دی چې پکې خلک زیاتره وخت په مطالعې لګوي. راپورونه ښئ چې  ددغه هیواد خلک په اونۍ کې د کابو اتو ساعتونو پورې وخت مطالعې ته بیلوي.د چین د لیک لوست اندازه شپږنوي  اعشاریه څلور فیصده ده چې د نړۍ له متوسطې اندازې لازیاته،یعني شپږاتیا اعشاریه درې فیصده ده.د پام وړ موضوع دا چې چینیان په ورځې کې یوازې یولس دقیقې   د ورځپاڼو او مجلو لوستلو باندې لګوي.

په هغې مطالعې کې چې د اقتصادي ملګرتیا او پراختیا موسیسې(او اې سی ډي) په وسیله ترسره شوي،څيړاند په دې پوهه شوي دي چې په شانګهائي کې څه دپاسه نوي فیصده زده کونکونکي د ساعت تیري لپاره مطالعه کوي  چې دغه اندازه دتیرو کلونو په نسبت زیاته شوې ده.

  نور هغه هیوادونه چې د مطالعې تر ټولو زیاته اندازه  ځان ته بیلوي، فلیپین،مصر،چک جمهوریټ،سویډ،فرانسه،هنګري،عربستان،هانګ کانګ، پولینډ، ونزویلا،جنوبی افریقا او آسټریلیاهیوادونه دي.

Image Caption

 

کتاب لوستل،دعام کلتور دپيژندګلوۍ لپاره یو معیار دی.یو ملت په هره اندازه چې کتاب لولي ، په هغه هیواد کې د لیک لوست  اندازه  هم لازیاتیدلی شي. څومره یو ملت کتاب لوستونکی وي،په هغې ټولنې کې د پراختیا اساس او د علمی ودې کلتور لازیات دودولی شي. په هره اندازه چې یو ملت کتاب لوسوتونکی  وی،نو د خپروي او انتشاراتو  صنعت په روڼتیا پوهیدلی شي.

کتاب یو داسې کلتوري او اغیز شیندونکی شی دی چې هماغه راز په دریمې زریزې کې،د ودې او پراختیا یو معیار شمیرل کیږي. کتاب هغه که په دودیز صنعت کې وي او که په ماډرن ډګر کې،یوه اغیزشیندونکي رسانۍ او  د خلکو ورته پام اړول،د هغې ټولنې پر کلتور دتامل لپاره یو ښۀ انداز او معیار دی .

د سړي سر مطالعې تر ټولو عام تعریف،په یوې شپې ورځې کې دیوه کس د مطالعې د وختونو متوسطه موده ده.خو لازماتل دغه تعریف ریښتونی نه دی  او د دغه وخت په ځاي د لوستل شوو کتابونو یا د پاڼو د شمیر څخه استفاده کیدلی شي.په ترټولو آسان حالت کې  دیوې ټولنې د وګړو د مطالعې اندازه، په یوه وخت کې سره یوځاي (جمع)کیدلی او دهغې ټولنې پر وګړو  او په نظر کې په نیول شوو ورځو شمیر کې ئې تقسیم کیدلی شي.

     د انټرنیټ د ښکارندې نړیواله پراختیا سبب شوې څود نړۍ خلک  له دغه آوزاره،د کتاب لوستنې په بحث کې لازیاته استفاده وکړي.د ۲۰۱۸کال د احصایو په اساس په هغه وخت کې چې د افریقا خلک ئې د خپل موبایل ټيلیفون  له لارې د مطالعې لپاره بیل کړی،د ۳۲فیصدي زیاتوالی ښودنه کوي. افریقایانو په ۲۰۱۸کال کې د موبایل فون سیټونو  او انټرنیټ له لارې د مطالعې لپاره ټول ټال  څلورمیلیون ساعته  بیّل  کړي دي. دغه چاره ښئ چې د موبایل او انټرنیټ  ته لاس رسی،ترکومه  حده د دوي لپاره لا آسان شوی دی.

ښه ده چې پوهه شو،د افریقا میرمنو د کتاب لوستنې په بحث کې،له خپلې خوا دپام وړ احصائې درلودلي دي. ددې په اساس،دوي په متوسط ډول  په ورځې کې د کتاب لوستنې لباره یولس نیم منَټه  وخت بیل کړی چې دا اندازه  په پولینډ او فنلینډ کې  دکتاب لوستنې له احصایو سره ډيره نزدې ده چې په اروپائي لوئې وچې کې د کتاب لوستنې له ترټولو لویو احصایو برخمن دي. په افریقا کې میرمنې د هغوکسانو په ټول کې چې په دغې لوئې وچې کې مطالعه کوي،یوازې پنځه دیرش فیصده برخه جوړوي.په مقابل کې ددغې لوئې وچې له میرمنو سره په پرتله کې لازیات افریقائي سړي  مطالعه کوي، البته له میرمنو سره په پرتله کې د هغوي د  مطالعې وخت   ډير کم دی،دوي په متوسط ډول په ورځې کې شپږنیمې دقیقې  مطالعه کوي.

Image Caption

 

  نیوزیلینډ یو هغه  هیواد دی چې دکتاب لوستنې په موضوع کې د پام وړ احصائې لري.  په دغه هیواد کې په ۲۰۱۸کال کې  څه دپاسه شپږ اتیا فیصدي خلکو  وئیلي دي چې  یا ئې کتاب ټول لوستلی دی  او یا هم غواړي  نوي کتاب لوستل پیل کړي .په عین حال کې  هغه څه چې  دنیوزیلینډ د خلکو د کتاب لوستنې په باب له هر څه زیات جالب دي ، دادي چې یزات ینوزلینډیان،له نثري متنونو په نسبت شعرونه زیات خوښوي . په دغه  هیواد کې ۳۰فیصده کتاب لوستونکي  په منظم  ډول د شعرونو مطالعه کوي چې دهغوي د مطالعې وړ ۵۷فیصدي متنونه د نیوزیلینډي شاعرانو  آثار دي .

استوانیائي  خلک،د  کتاب او  اخستو ته ئې د احترام له پلوه ، د نړۍ د خلکو لپاره بیلګه دي.د استوانیا ملت د کتاب  د درلودلو په زمینې کې دنړۍ تر ټولو لوړه احصایه لري،یعني د یوه کس په مالکیّت کې  دوه سوه اتلس کتابونه راځي. ناروې او چک جمهوریت  نور هغه هیوادونه دي چې  خلک ئې له کتاب سره ډيره لیوالتیا لري. دناروې او چک جمهوریت  هره کورنۍ  په متوسط ډول  ۲۱۲ او ۲۰۴کتابونه لري.

د ماډرن رسندویو پنځیدا او پراختیا ته په پام سره،تردې دمه په ځينو هیوادونو کې د کتاب مطالعې هیڅ ځاي ناستې نه دی پيدا کړی او د پرمختګ لپاره دیوې وسیلې په توګه ،فرهنګ او داسې ځیني نور شیان، د مطالعې مهم عامل شمیرل کیږي.په دغو هیوادونو کې حکومتونه هم  هڅه کوي څو په مختلفو رودو سره  فضا د لاښې او لازیاتې مطالعې  لپاره برابره کړي.

         البته د نړۍ په درستو هیوادونو کې ځیني له انټرنیټي فضااو الیکټرانیکي کتابونو سره په سیالۍکې د چاپي کتابونو د مطالعې سوئې د کمیدا اندیښمن دي.خو هغه شی چې ددغو هیوادونو خلک د مطالعې په لور کاږي ، د مطالعې د کلتور له  سسټماټيک کیدا  سره دلچسپي ده.

             له ملګروملتو سره اړنده د نړۍ ښارونو د  کلتور ادارې World Cities Culture Forum_WCCF) )په وسیله د سړي سر مطالعې په زمینې کې  د ترسره شوو احصایو یوه څیړنه شوي  او په هغې کې هڅه شوي ده، د کتابتون د امانت،غړیتوب او نورو ګرافونو د احصایو په اساس د سړي سر مطالعې  د وخت اندازه ترلاسه شي. دغې ادارې  د  حکومتونو  او دغیر حکومتي ادارو په وسیله  له اعلان شوو احصایو څخه استفاده کړې او د کتابتونونو  دفعالیت اندازه ئې  دنړۍ په مختلفو ښارونو کې د خلکو د مطالعې د اندازې لپاره یو ګراف ګرځولې  ده . 

 د نړۍ د مختلفو ښارونو په دغې څیړنې کې له کتابتونونو څخحه د  امانت  د اخستو د اندازې او د کتابتونونو د فعالیت په اساس ارزونه شوې ده چې  د هغو په اساس، ټوکیوپه څه دپاسه یوسل یولس میلیونو سره ، شانګهائي په شپږاتیا اعشاریه دوه میلیونو سره،نیویارک په شپږپنځوس اعشاریه درې میلیونو سره ، هانګ کانګ په اوه څلويښت اعشاریه  اته میلیونو سره او لاس انجلس په دوه څلویښت میلیونو ټوکو سره  له لومړۍ تر پنځم  پورې  روتبې  ځانو ته بیله کړي دي .

           د ډیجیټلي  رسندویو  د دویدا ډير کلونه نه تیریږي،خو همدغه اوس هم  ډير  د پخوانیو یادونو پړاؤنه(The era of nostalgia) لری چې  انټرنیټ او  سمارټ موبایلونه  او ټولنیز چینلونه نه لري.ډیر نور کسان وائي چې  چاپ شوي او مکتوب نسخه یوه مړاوي ټيکنالوجي ده او راتلونکی،پر الیکټرانیک کتابونو او په هایپرلینک شوو ویب پاڼوباندې څرخي.دا داسې دود  شوي باؤرونه دی چې حتمابه مو آوریدلي دي ،خو آیا دغه خبرې سمې دي؟حق له کومې یوې خبرې سره دی؟

 زما په اند کله چې خلک د کتاب د مرګ خبره کوي،نو زیاتره خلک د دوو شیانو په باب بشبړ مختلفې  خبرې کوي. یو د هغه  یوه ډول خاص شي مرګ دی چې ظاهر او خپل حس او بوي  لری .او یوه بله ټولګه ئې هغه کړنې او  فعالیتونه دي چې  هغه شي  ترسره کول او  ممکنه ده هغه هماغه مختلف فورم او کړچار  وبلل شي.

د هارورډ پوهنتون د ادبیاتو یو استاد او ادبی لیکوال  لیا پرایس وائي؛د الیکټرانیک  کتابونو د انقلاب په باب له بحثونو سره سره،داسې ښکاري،په لږترلږه وخت کې ،چاپی نسخه هماغه شان د لومړۍ درجې محصول باقي پاتې شي او الیکټرانیک کتاب به یوه فرعي نسخه  وي.البته  صوتي کتاب  له چاپي کتاب سره ډير لږ توپیر لری.یوه لا منفعلانه  تجروبه ده.زما په اند،لیوني کونکي ده چې  انسان یو شی پیدا نه کړئ شي،وړانډې ئې نه کړائ شي، بیرته تیر وخت ته ئې  ونه ګرځول شي.د حاشیې لیکل هم ډير سخت دي. په عین حال کې وئيل کیدلی شي د الیکټرانیک کتابونو لوستل،د لاکمې تجروبې او په لا وَړې محدودې سره  یو چوکاټ غوره کړی دی.

         د  تاریخ د مطالعې  یو کړچار  دا دی چې د پخوانیو  پړاؤنو یادونه (The era of nostalgia) اصلاح کړي،یو داسې پړاؤ چې  څو لسیزو ته محدود ؤ.په شلمې پيړۍ کې  کله د لیک لوست سطحه لوړه وه،نو کتاب ارزان شو. بله رسانۍ هم نه وه چې  په وخت سره او د مونږپام  له کتاب سره سیالۍ ته وګرځوي. د ارزښتمنو اولوړو ادبیاتو د لوستو لباره د مونږ خنډ، هیڅکله هم رسانۍ نه ده،بلکې  همیشه دغه خنډ ، وخت دی . اصلی موضوع،  نور هغه فعالیتونه دي چې  د  مطالعې لپاره باید ورباندې سترګې پټې شي.

دا په انصاف نه وي چې د چاپي کتاب نه شتون، دډيجیټلي نړۍ پریشان خاطرئ، بې صبرۍ او  دفکر سطحي   عامل وګڼوو. که فکر وکړو چې د چاپي کتابونو شتون په معجزناک ډول مونږ  لا دقیق او متمرکز  کوي،نو  ګواکې ځان ته مو دوکه ورکړي وي...

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه