د صهیونیسټانو اعتراف: پوځيان ژاړي او غزې ته نه ځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i161696-د_صهیونیسټانو_اعتراف_پوځيان_ژاړي_او_غزې_ته_نه_ځي
پارس ټوډی- یوې صهیونیسټي رسنۍ د اسرائیلي پوځیانو خراب روحي او رواني حالت ته په اشارې سره اعتراف وکړ چې دغه کسان ژاړي او غزې ته نه ځي.
(last modified 2025-06-29T01:33:09+00:00 )
Jun 29, 2025 06:01 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټانو اعتراف: پوځيان ژاړي او غزې ته نه ځي

پارس ټوډی- یوې صهیونیسټي رسنۍ د اسرائیلي پوځیانو خراب روحي او رواني حالت ته په اشارې سره اعتراف وکړ چې دغه کسان ژاړي او غزې ته نه ځي.

ځیني سیاسي شناندي او ارواپیژاندي وايي چې د غزې د اوږدې مودې جګړه او د جنګ د ختمولو لپاره د واضح مهال ویش د نشتوالي له امله اسرائیلي عسکر، په نفسیاتي ناروغیو، فکري وسوسو، ډیپرشن او خودکشۍ ته د ګروهنې په شان ستونزو اخته شوي دي. پارس ټوډی د مهر خبري آژانس له قوله لیکلي چې د صهیونیسټي رژيم ۱۱ چینل د دغه رژیم د پوځي ځواکونو ناوړه حالاتو ته په اشارې سره په یو رپورټ کښې داده شو چې اسرائیلي پوځیان ژاړه او غزې ته له تلو انکار کوي.

د دغه رپورټ له مخې، د اسرائیلي پوځ د یو جګپوړي افسر مور د صهیونیسټي رژيم ۱۱ چینل ته وویل: د اسرائیلو پوځیان ژړا کوي او نه غواړي چې غزې ته لاړ شي. هغوي چې کله غزې ته لاړ شي، غواړي چې سمدستي راستانه شي.

له دې مخکښې د اسرائیلو پوځي شناندي «عاموس هارئیل» په هاآرتص عبري رسنۍ کښې ولیکل: له پوځي خبریالانو سره د پوځیانو او د هغوي د کورنیو د ریکارډ شویو تماسونو له مخې، د پوځي جنګي یونټ سمدستي آرام او د خپل توان بحالولو ته ضرورت لري.

هغه ټینګار وکړ چې په غزه کښې د پوځ وضعیت یوازې یوه سټراټیجکه ماتې نه ده بلکې د ځمکنیو ځواکونو دوامداره کمزوري دې حد ته رسیدلې چې ګولاني یونټ، د مقاومت له پوه ځواکونو سره په مقابله کښې د ټیټ کیفیت وسلو او تجهیزاتو کارولو ته مجبور شوی دی.

په هم دې لړ کښې سیاسي شناندي فضل طهبوب هم وویل: د اسرائیلي عسکرو رواني حالت ډیر خراب شوی دی ځکه چې جنګ اوږد شوی او بې هدفه دی. صفا خبره دا ده چې دغه جنګ د اسرائیلو د ساتنې یا د اسرائیلو د لارې د دفاع لپاره نه دی بلکې یوازې د نورو د وژلو او نابودۍ لپاره دی او هم دې خبرې د اسرائیلو په پوځ کښې نامناسب نفسیاتي حالت رامینځته کړی دی.

د صهیونیسټانو د رسمي رپورټونو له مخې، څه باندې ۱۰ زره عسکر په جنګ کښې د ګډون له امله په نفسیاتي ناروغیو او سختو ذهني ګډوډیو اخته دي. هاآرتص عبري رسنۍ هم په دې وروستیو کښې وویل ې د رژیم پوځ د عسکرو د سخت کمي په وجه له پیښې وروسته په سټریس او نفسیاتي ناروغیو اخته کسان، په ذخیره ځواکونو کښې شاملوي.