Jan 08, 2023 20:22 Asia/Kabul
  • کوین مک کارتي
    کوین مک کارتي

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د بې نقابه امریکا نومي لړۍ اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د تېرو برنامو په څېر په لومړي سر کې په تېرې اونۍ کې د امریکا مهمو خبرونو او بدلونونو ته کتنه کوو.

د امریکا له مهمو پېښو څخه له پرلپسې رایې اچونې وروسته د امریکا پارلمان د نوي مشر په توګه د مک کارتي ټاکل کېدو، په امریکا کې د بې ساري قيمتۍ دوام، د امریکا په سویلي پولو کې د زرګونه کډوالو بېځایه کېدو، په ۲۰۲۲م کال کې په امریکا کې د جرم او جنایت ډېروالي، د پولیس سرتېرو کمښت او د امریکا په ښوونځیو کې په ښکاره توګه د تبعیض ډېروالي ته اشاره کوو.

د جمهوري غوښتونکو نوماند کوین مک کارتي، له ۱۵ پړاوه رایې اچونې وروسته، د امریکا پارلمان د مشر په توګه وټاکل شو. مک کارتي، د ۲۱۶ رایو په ترلاسه کولو سره د ډموکرات نوماند حکیم جفریز د ۲۱۲ رایو پر وړاندې وتوانېد د پارلمان د ریاست څوکۍ وګټي. ۶ استازي په رایې اچونه کې نه وو. له دې سره چې جمهوري غوښتونکي په پارلمان کې د ډموکراتانو په پرتله ډېر کم غوره والی لري. د ګوند دننه اختلافونه د دې لامل شوي دي ترڅو دوی ونتوانېږي د رئیس ټاکلو پر سر سره هوکړې ته ورسېږي. د جمهوري غوښتونکو مشر کوین مک کارتي په پارلمان کې د رايې اچونې په ۱۴ مخکیني پړاوونو کې ونتوانېد د دې څوکۍ ګټلو لپاره ۲۱۸ اړینې رایې ترلاسه کړي. مک کارتي په منځ مهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو په نسبي غوره والي سره د پارلمان ریاست ته د نوماند په توګه معرفي شو، خو د ده معرفي کېدل له عمومي په ځانګړې توګه په دې مجلس کې د فراکسیون آزادۍ له لوري له مخالفت سره مخ شو، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ چې اوسنی ناورین د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې د ده راڅرګندېدل ګڼل کېږي د مک کارتي له ریاسته یې ملاتړ کړی وو.

په داسې حال کې چې له نږدې یونیم کال وړاندې، ولسمشر، د امریکا د مرکزي بانک مشر، او د دې هېواد د مالیې وزیر ویل: قیمتي په دې هېواد کې تېرېدونکې او لنډمهاله ده، خو امریکا همدارنګه په تېرو ۴۰ کلونو کې له بې ساري قیمتۍ سره لاس او ګریوان ده. داسې چې د امریکا د مالیې وزیر جانت یلن اعتراف کړی چې هغه وخت یې په تېروتنې فکر کوو چې قیمتي په امریکا کې تېرېدونکې او لنډمهاله ده. په امریکا کې یوه آند پوښتنه د دې حکایت لري چې اوسمهال د دې هېواد ۶۷ سلنه خلک په کلکه د قیمتۍ په اړه اندېښنه لري. د امریکا خلک باوري دي چې قیمتونه ورځ تر بلې لوړېږي او د دې هېواد د خلکو حقونه او عواید، له قیمتۍ سره د مبارزې وړتیا نه لري. له دې امله، د امریکا ډېری خلکو د خپلو ورځنیو توکو د ډېرو پېرلو لپاره پېر ته مخه کړې ده. د امریکا اقتصادي فعال میشل کانل وايي: د ۲۰۲۲م کال په درې وروستیو میاشتو کې، له اعتباري کارتونو څخه د امریکايي وګړو کارونه ۴۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، دا شمېره ډېره لوړه ده او مانا یې دا ده چې دوی د خپلو اړتیاوو لپاره د نغدو پېسو وړتیا نه لري. په امریکا کې د نفتو د بیې لوړېدل دې حد ته رسېدلي چې د امریکا د انرژۍ اطلاعاتو مرکز اعلان کړی دی په ۲۰۲۲م کال کې د دې هېواد وګړي ۵۶۲ میلیارده ډالر د نفتو پېرلو لپاره ورکړي دي او دا شمېره د ۲۰۲۱ کال په پرتله، ۲۳۶ میلیارد ډالره ډېره وه. نیویارک پوسټ ورځپاڼه د ۲۰۲۲ کال د سپټامبر په لومړیو کې ولیکل: سپینې ماڼۍ ته د جوبایډن د ورتلو راهیسي، په امریکا کې د قیمتۍ کچه دوه رقمي شوې او ۱۳ سلنو ته په لوړېدو سره، د دې هېواد د کورنیو اقتصادي وضعیت ناوړه شوی دی. د امریکا اقتصادي څېړنو مؤسسې اقتصاد پوه، پیتر سي ارل د محاسباتو له مخې، د امریکا قیمتي د ۲۰۲۱ په جنوري کې د بایډن د لوړې مراسمو راهیسې له ۱۳ سلنه ډېره لوړه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په اصلي قیمتیو کې د بې ثباته خوراکي توکو او انرژۍ بیې نه راځي. د تېرکال د ورته وخت په پرتله نږدې لس سلنه لوړي شوي دي. په داسې حال کې چې حقونه یوازې ۸ سلنه لوړ شوي چې د امریکا منځنۍ طبقې د حقونو د کمښت لامل شوې ده او دا ډله د خپلو ورځنیو اړتیاوو لکه: خواړه، غاز او اجارو لپاره په سختۍ هڅه کوي. ارل د دې په بیان سره چې د امریکا د خلکو عواید د قیمتیو له څپې ډېر کم دي وویل: قیمتي د دوی ژوند ته سخته زیان رسوي.

د امریکا د کډوالۍ سیاستونه له مکزیک سره د دې هېواد په سویلي پولو کې د زرګونه کډوالو د بېځایه کېدو لامل شول. د امریکا لويې څارنوالۍ له لوري د کډوالۍ قوانینو د ۴۲ بند غځول په سویلي پولو کې د زرګونه کډوالو د بېځایه کېدو په مانا دي. په داسې حال کې چې په امریکا کې د کریسمس په درشل کې د ژمي د هوا حالات په امریکا کې د ډېرو پېښو لامل شوي دي، له صفر د یخنۍ درجې ټېټېدو په سویلي پولو کې کډوالو لپاره وضعیت ډېر ناوړه کړی دی. په ډسامبر میاشتې کې هوا ډېر بدلون وکړ. دوی په پنډ غالو کې د پولو ایزو سیندونو ترڅنګ نږدې ژوند کوي. هوا ډېره یخه ده. په دې اړه یوې کډوالې مېرمنې وویل: یخني وحشتناکه ده. هوا ډېره یخه شوې ده او موږ نشو کولای د خپل ځان ګرمولو لپاره کوم کار وکړو. موږ یوازې په پنډغالو کې اوسېږو. ماشومان نشي کولای دا وضعیت وزغمي. د بې پولې ډاکترانو یوه غړي هم په دې اړه زیاته کړه: دوی د اوبو او خوړو له کمښت سره مخ دي. د دوی وضعیت د ناوړه کېدو په حال کې دی. دا د هستوګنځي کمښت له امله دي. دا د اوبو او خوړو د کمښت له امله دي. ډېری کډوال په ناروغیو اخته شوي دي. کډوال په آسانۍ سره نشي کولای له دې وضعیته ځان وژغوري. تر هغه پوري چې د امریکا د کډوالۍ قانون ۴۲ بند شتون لري وضعیت به همداسې وي. دا موضوع د دوی روغتیا ته زیان رسوي. دا په داسې حال کې ده چې ځیني ټولنیز فعالان خپله ټوله هڅه کوي ترڅو له کډوالو سره مرسته وکړي. یوه ټولنیز فعال وویل: ډېری کسان له سینده اوښتي دي. خو د امریکا پوله ایز سرتېري د دوی په تمه دي او دوی نیسي او دلته یې راولي. داسې ښکاري چې دا سخت وضعیت همدارنګه د ریوګرانده سیند په سویلي برخو کې د کډوالو لپاره دوام ولري. د امریکا لویه څارنوالي ټاکل شوې په فیبروري میاشتې کې د امریکا د کډوالۍ قانون ۴۲ بند غځولو دلایل وڅېړي. خو په دې اړه پرېکړه به تر جون میاشتې وخت ونیسي. او په دې ځای کې د اوږدې مودې لپاره د کډوالو د شتون په مانا دی.

د امریکا پولیسو ادارې له لوري د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، دا هېواد په ۲۰۲۲م کال کې د ډېرو تاوتریخوالو او جرمونو شاهد وو چې یو لامل یې د پولیسو کمښت ښودل شوی دی. د دې مالوماتو له مخې، که څه هم په ۲۰۲۲م کال کې د وژنو کچه یوڅه کمه شوې، خو د تاوتریخوالو لکه: تېري، غلاوې او وسله وال بریدونه د کووېډـ۱۹ له خپرېدو وړاندې په پرتله ډېر شوي دي.

په ټول امریکا کې، په ۲۰۲۲م کال کې په ډېرو ټولنو کې په وسلې سره تاوتریخوالی لوړ شوی او په ګرمې وسلې سره د مرګ ژوبلې کچه په تېرو درېیو لسیزو کې خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده. امریکا په ۲۰۲۲م کال کې په ټولیزه توګه د ډزو له امله د پېښو شاهده وه له هغې ډلې څو مورده ویل کېږي د کرکې په انګېزې سره وو. په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د راپور له مخې، د هغه ځوانانو ژوند چې اخیستل شوی دی، شمېرې ګواښوونکي دي او ښيي چې وسله اوسمهال په امریکا کې د ځوانانو لومړی قاتل دی.  په واشنګټن کې د وسله وال تاوتریخوالي مرکز د شمېرو له مخې، امریکا د ډله ایزو ډزو له ۶۰۰ ډېری پېښې په ۲۰۲۲م کال کې تجربه کړي دي چې د تېرو څلورو کلونو په پرتله دوه چنده دي.  هغه وخت چې شمېره یې ۳۳۶ مورده وه. ډله ایزې ډزې په عمومي توګه هغه پېښو ته ویل کېږي چې په پایله کې یې له برید کوونکي پرته څلور یا له دې ډېر کسان ووژل شي.

د امریکا د ښوونې او روزنې وزارت د مدني حقونو دفتر په تېر یوه کال کې د امریکا په ښوونځیو کې د ښکاره تبعیض په اړه له بې ساري شکاریتونو خبر ورکړی دی. دا نوی شاخص دی چې ښيي څه ډول د امریکا په ښوونځیو کې سیاسي او ټولنیزې شخړې رامنځته شوي دي. د نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د ښوونې او روزنې وزارت د مدني حقونو دفتر د شمېرو پر اساس، په تېر مالي کال کې ـ د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر له نیمايي بیا د ۲۰۲۲ کال د سپټامبر تر ۳۰مې پورې ـ نږدې ۱۹ زره شکایتونه په دې دفتر کې ثبت شوي دي چې د تېرکال په پرتله دوه چنده دي او د ۲۰۱۶ مالي کال ریکارډ یې مات کړی دی. چارواکي وايي: دا شکایتونه چې ډېری یې د خلکو د کمزورتیا، توکم او یا جنیست پر اساس د ښکاره تبعیض ادعا لپاره دي، هغه ناخوښي منعکس کوي چې په څو وروستیو لسیزو کې په بدترینه حالاتو کې سره راټول شوي دي. دا شکایتونه په داسې حال کې ثبتېږي چې د امریکا ښوونځي په دې لټه کې دي، د کرونا خپرېدو لپاره د رخصتیو پایلو له امله، د زده کوونکو د نمرو کمښت ومني کوم چې د امریکا د ښونیز نظام د کمزورتیا ښکارندویي کوي. د مدني حقونو د چارو مرستیال وزیر وویل: د دې ډول شکایتونو ډېروالی چې تراوسه په ښکاره توګه اعلان شوي نه دي، خو د دفتر په کلني راپور کې به په راتلونکو میاشتو کې منعکس شي، هم هیله بښونکی او د اندېښنې وړ دی. ده وویل: دا موضوع د خپلو زیانونو د جبرانولو لپاره د مدني حقونو پر دفتر د خلکو د باور ښکارندويي کوي او په همدې حال کې ښيي چې هغه زیان چې موږ یې له خپلو ماشومانو غواړو ومنو، نجومي دی. د امریکا د ښوونې او روزنې وزارت د مدني حقونو دفتر په دې راپور کې اعلان کړی چې په تېرکال کې ډېری راپورونه، لکه د نورو کلونو په څېر، د معلولو زده کوونکو پر وړاندې د تبعیض لرونکي کړنو پوري اړه لري. او نور شکایتونه په امریکا کې د توکم پالنې په موضوع کې د ښوونځیو رول په اړه دي. د مدني حقونو په برخه کې ځینې فعالې ډلې، د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډټرامپ، د امریکا په ښوونځیو کې د زغم نه کولو چاپېریال پر رامنځته کول تورنوي او هغه غندي.

ژباړه: زماني